کور / کره کتنه / د خوست امنيتي چارواکي دې ژورنالېستان نه ځوروي

د خوست امنيتي چارواکي دې ژورنالېستان نه ځوروي

په دې وروستيو کې د خوست چارواکي په ځانګړي ډول هغه کسان، چې په مهمو امنيتي پوستونو ګمارل شوي، په خپلو کړنو ډاډه ندي او اوس يې داسې چلند غوره کړی، ته به وايې، چې سبا ته تښتي. د  دغو مهمو کسانو د لېست په سر کې د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځی  دی، چې نه خو يې فعاليتونه ښکاري او نه هم د امنيتي ستونزو د لېرې کولو لپاره کوم مشخص پلان لري. هغه په دې فکر کې دی، چې له ځان څخه څنګه غټ، غټ ديوالونه راتاو او خپل ځان خوندي احساس کړي، خو په دې فکر نه کوي، چې زه د غټو، غټو ديوالونو تر شا ځان خوندي نشم احساسولای، نو به څنګه يو عادي خوستوال، چې له يوې لېرې سيمې څخه خوست  ښار ته راځي او يا په يوه لېرې سيمه کې پرته له دې، چې لوړ ديوالونه يې له کور څخه  راتاو وي اوسېږي، څنګه د ارام او خوندي ژوند څخه برخمن شي.


ښاغلی مل پاسوال سردار محمد ځاځی! دا منم، چې امنيت تر پخوا يو څه ښه شوی دی، خو ګوره! دا په دې معنې نده، چې تاسو جدي شوي ياست او يا تاسو خپل فعاليتونه ګړندي کړي، مګر خبره  دا ده، چې حالاتو په  طبيعي ډول بدلون موندلی دی. پکتيکا کې هم اوس امنيت ډېر ښه شوی، په داسې حال کې، چې پخوا هلته هم حالات ډېر خراب وو. بله خبره دا، چې څه موده وړاندې ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په ټولو ښارونو کې د سړکونو په غاړو د هر ډول موانعو د لېرې کولو امر صادر کړ، چې په  ترڅ کې يې تاسو ځاځی صيب د خوست له والي عبدالجبارنعيمي سره يو  ځای د خوست ښار په  شاوخوا کې د سړکونو پر غاړه يو شمېر موانع لېرې کړل او دا ژمنه مو هم وکړه، چې هېڅکله به هم بيا سړکونه د ترافيکو او خلکو پر  مخ ونه تړل شي، خو اوس، د ښار يو شمېر نور سړکونه، چې پخوا لږ بند وو، د موټرو پر مخ خو څه کوې، چې د خلکو د پياده تګ راتګ پر مخ هم وتړل شول. دا هغه څه دي، چې خلک پر تاسو دومره بې  باوره  شوي، چې وايي، قوماندان صيب د بل هر وخت په نسبت ډېر ډار اخيستی دی او رښتيا خبره ده، ځکه، چې تاسو خو له خپلې جونګړې څخه په  ډاډه زړه چېرې وتلی هم نشی او بايد وهم نه وځی، ځکه، چې په حالاتو باور ندی په کار. اوس راځم يوې بلې موضوع ته. په دې وروستيو کې تاسو له دې څخه هم ځان ډېر څنګ ته کوئ، چې چېرې نه د ژورنالېستانو تر پوښتنو لاندې راشئ او تل مو هڅه دا وي، چې له ژورنالېست سره مخ نه شئ.


ښاغلی ځاځی صيب! ژورنالېستان تل د خپلو رپوټونو لپاره دې ته ډېره  اړتيا لري، چې يو څه جزئيات تر لاسه کړي، هغه  هم په داسې  حالت کې، چې دغه جزئيات په زور له چا څخه نه شي اخيستلای، که يې څوک  ورکړي، خوشحالېږي او که يې  ورنه کړي، له چا سره يې زور نشته، خپله لار وهي. مګر پر تاسو ډېر حق لري، چې د حقايقو خپرولو په وخت کې ورسره زياته مرسته وکړئ، ستاسو لپاره دا نه ښايي، چې د يوې پېښې له رامنځته کېدو وروسته خپل ټليفون خپل ياور ته ورکړئ او د هغه ځواب ژورنالېستانو ته دا وي، چې قوماندان صيب په جلسه کې دی، خو ژورنالېستان ټوله ورځ په  دې کې منتظر وي، چې قوماندان صيب به کله له جلسې څخه فارغېږي او موږ ته به جزئيات راکړي، خو تر اوسه د ژورنالېستان دا ارمان ندی پوره  شوی. که تاسو د يوې رامنځته شوې پېښې د پټولو هڅه کوئ، نو دا فکر دې له مغز څخه وباسه، ځکه لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، خبريالان له هرې ممکنه لارې څخه کولای شئ، چې لږ تر لږ د يوې رامنځته شوې پېښې په اړه خلک خبر کړي او څرنګوالای يې ورته ووايي. په پای کې ستاسو له قدرمن حضور څخه هيله کېږي، چې ژورنالېستان مه ځوروئ، ځکه دوی هغه څوک دي، چې تل يې د خلکو په ګټه ترسره شويو او تر سره کېدونکو کړنو ته انعکاس ورکړی دی.