کور / راپور / داستادبختاني د ادبي خدمتونو ددرنښت څېړنغونډه

داستادبختاني د ادبي خدمتونو ددرنښت څېړنغونډه


                            دښاغلې سرمحقق عبداﷲ بختاني خدمتگار دنه هېريدونكو


                           ادبي خدمتونوددرنښت دعلمي اوادبي څېړن غونډې رپوټ



ډېروقدرمنواوزړه ته رانږدې لوستونكو!


له هرڅه اول بښنه غواړم چې دتخنيكې ستونځو له وجې تصويرونه ورسته راورسېدل ځكه خو مې مفصل رپوټ هم لږ وځنډاوه دادى دغونډې له هغو خوږوخبروبه مو اوس خبر كړم كومې چې په لمړى رپوټ كې نه دي ښكل شوې:


زموږپه غونډه كې پوهانواوعالمانوخپلې داسې په زړه پورې ويناوې واورولې چې دميلمنودلاخوشحالي سبب وگرزېدې


علمي اوڅړنيزه برخه خوځكه ډېره په زړه پورې وه چې دبخــتاني صيب هغه ادبي خــدمتونه هم پكې ښــكاره شـــول له كومو څخه چې لاتراوسه موږ نه ؤ خبربختاني صيب له سلوڅخه ډېراثارليكلي چې لا ټول نه دي چاپ شوي نورڅه چې دغونډې دگډونكولپاره په زړه پوري ؤهغه دپښتو ژبې په علمي كېدوباندې ټينگارؤ له موږ سره ډېرو مسلكې كسـانوهم گډون درلود او نېت يې وكړ چې په خپلو مسلكونو كې به كتابونه پښتو ژبې ته راواړوي ترڅو پوښتو ژبه تل پاتې ولــې اورېښې خپرې كړي ستاسو دوخت دسپما لپاره به اوس داټولې خبرې نه درته ليكم موږفلم هم اخيستى چې په راتلونكې كې به يې تاسې له يوې لارې څخه ووينئ اوس به دبختاني صيب دخولې په زړه پورې او نه هېرېـدونكې خبرې تاسوته وليكم:


نه پوهېږم له كوم ځايه يې پيل كړم خوله هرڅه اول بختاني صيب ته له پاك رب (ج) څخه ډېرعمرله پـــوره روغتياسره


غواړم ټول ارمانونه يې پوره كړي،بختاني صيب دادومره ډېرادبې خدمتونه دځان لپاره لاكم وبلل وېل ماڅه كړي دي زه خو گران هيواد اوپښتو ژبې ته لاډېر پوروړى يم دې خبرې دغونډې گډونكونـكې داسې احساساتي كړل چې حــد نه لري چكچكي اوولولې پيل شوې هريوخپل مسؤليت ته لاځيرشوبختاني صيب داهم ووېل چې هرڅوك حق لري چې خپلې ژبې ته خدمت وكړي خوداحق څوك نه لري چې دبل چا دژبې دپرمختگ غنډوگرزي،بختاني صيب دويښ زلمــيانوله ملگرتيا اورښتينې ورورې څخه هم خبركړودهغه وخت له حالاتو يې خبر كړووېل پخواخوهم دسركاري مامورينو تنخوا كمـه وه خوچا داحق ځان ته نه وركاوه چې بډې اخيستلو ته پلمه پيدا كړي وېل دويښ زلميانو همـدا لار اوهــدف ؤ چې دمظـلوم ولس دبيداري اوروزنې لپاره هر ه سرښندنه وكړي بختياني صيب خپل خواږه ملگري نوم په نوم ياد كړل او دهريوويې ځانگړتياوې راته بيان كړې مجلس يې ډېرخوږ اوزموږ دغونډې ســـالون هــم داسې شاعرانه ؤ چې بس نو پخپله پاس تصوير وگورئ رښتيا تردا تصوير پورې څه راياد شول راځئ چې لږ مو وخندوم كه وكولاى شم:


يودوه مياشتې مخكې كوم يوښاغلي ديوې وېبپاڼې چلونكي ته ويلي دي چې دابســمل چې غونډې جوړوي نوبياولې پاڼو ته تصاويرنه لېږي هغه چې هرڅه ورته ويلي دي خوورته ويلي به يې وي بياچې زه خبر شــوم نوماله ځان سـره ووېل چې ياره هوښياران خواوس رانازل شول په جيب لاس ووهه يوه كامره واخله نوبه مستند كارشروع كړې داكار مې هم وكړښايسته كامره مې واخيسته باوروكړئ چې بــــټري مې لايــــوه شــــپه مخكې چارچ ته كېښـــوده خودډېـــرومنــــډو


اوسرگرداني  له وجې مې بټري په چارچ كې هېره شوه كامره مې هم غونډې ته وېوړه هلته نوچې كامره گورم سا پكې نه وه ډېر خفه شوم خوشكر چې دهغه سالون مسؤلينوهر ډول فلمونه واخيستل ځكه اوس يو يوراته رالېږي او تاســـې


يې هم لا تراوسه په انتظار كې اچولي ياست يوځل بيا هم بښنه غواړم، ښه اوس راځم اصلې خبرو ته:


استاد بختاني صيب موږ ته دخپل اقتصادي او ټولنيز ژوند كيسې هم وكړې وېل اته جريبه ځمكه مې لا له پخواڅخه لرله اوس مې هم چاته وركړې ده اودا مې ورته وېلي چې په دې پاكه ځمكه نه مخكې دا ناپاك بنگ اوكوكنار كرل شوي اونه


به يې ته ورباندې كرې، په داټولومثالونويې زموږ دگران هېوادنننۍ غمېزه په سغرده محكـوموله يوه خبره به يې وكړه سل هــدفونه  به يې له واره لكه يوماهراوځيرك ويشتـــونــكى پې ونړول خپل خواږه اشعار يې هم موږ ته واورول وايم مزه يې وكـړه بل دا چې له روحي اوجسماني لحاظه دخداى په فضل ډېرښه په ځان ولاړ ؤ چا ورته ويلي ؤ چې دا امسا به څنگه وي؟ نوپه ځواب كې بختاني صيب ورته ويلي ؤ چې په لرگيو به تكيه نه كوئ په خپل ځان باوراواتـكاوكړئ نو اوس داخبره تاسې پخپله وارزوئ چې څومره لوړه بيه لري لنډه داچې خبري خوډېري دي خوډيرخـــواږه لوستونكي به وخت نه لــري په داوروستۍ خبره به دارپوټ رالنډ كړم هغه داچې ماهم دغونډې په پاى كې بختاني صيب ته يوښـــكلى سوغات درلودما يو لوى تصويرقاب كړى ؤهغه مې دغونـډې په پاى كې وركړورته حيران پاته شــــوماهم ځاى په ځاى ورڅخه داهيله وكړه چې بختاني صيب اوس به نو ماته دهغــه وخت يوه خاطره بيانوې ترڅوزموږ ميلمانه لاخوښ شي نوده تصوير ته كتل اوما ده ته كتل په مټ مې لاس ورايښى ؤ زه په ده اودى په تصوير كې غرق ؤ بيامې دده تصويرته وكتل رښتياهم چې په بل حال شوم اوشيرين عمر چې تېريږي درېغه درېغه سندره مې له يوغوږ څخه وته په دابل ننوته چې بختاني صيب له تصويرڅخه سترگې ماته راواړولې اوويې وېل چې دازماپه ژونـد كـې، زمالمړنى تصويردى اوماپه همدې وخت كې دويښ زلميانونوى غړيتوب تر لاسه كړى ؤ.



خوږواوعزتمنو لوستونكو!


زموږ داپرتمينه غونډه دبختياني صيب په خوږوخبروختمه شوه اوهرڅوك خپلوكورونو ته له خوږوخاطرو سره ولاړل.



يــــــــوه هـــــــــيله!


اوس نوله تاسوقدرمنواو افغان دولت څخه داهيله كوم چې دبختاني صيب دناچاپو كتــــابونو په چاپولو كې ترخپله وسه مرسته وكړئ او له هغه سره مخامخ اړيكه ونيسئ ترڅوداپانگه هم راتلونكي نسل ((افغان ولس)) ته پاته شي .


يــــــــــــادونه:
قدرمنو لوستونكو!
چاكه لمړنى رپوټ نه وي لوستى نو دادى يو ځل بيا ستاسو خدمت ته وړاندي كېږي .
ستاسوكشر ورور محـــمدامين بســـمل


 


                               دښاغلې سرمحقق عبداﷲ بختاني خدمتگار دنه هېريدونكو


                               ادبي خدمتونوددرنښت دعلمي اوادبي څېړن غونډې رپوټ


 


بيگا شپه دجرمني دبايرن ايالت دمونشن په ښاركې يوه پرتمينه غونډه دښـــــاغلي سرمحقق عبداﷲ بختاني خدمتــگار په وياړجوړه شوه دايوه علمي،څېړنيزه اوادبي غونډه وه اودرۍ رنگينې برخې يې لرلې چې په لاندې ډول پيل شـــوې:


     ــ دقران پاك څوايتونه ولوستل شول.


     ــ ښاغلي ډاكتراكرم ملكزي ديوشعرپه لوستلوسره زموږدمشرانودستاينې اودرناوي اهميت دغونډې گــــــډونكووكواوپه خاص ډول زلموته روښانه كړ.


ــ ښاغلي غلام غوث زماني دبختاني صيب يو په زړه پورې مناجات ولوست.


ــ ښاغلي عبدالواحد فراهي دبختاني صيب ژوندليــــــك موږته ولوست اوپه خپلوخبروكې يې زلميان دمشرانوپالنې ته لا نورپسې وهڅول.


ــ ښاغلي جمال ناصرپرهېز په خپله علمي مقـــاله كې نه تنها دبختاني صيب د ادبي خدمتونو ستاينه وكړه بلكې دافغــان ولس دبيداري په اړوند يې دبختاني صيب مبارزه دويښ زلميانوله پيل څخه تراوسه پورې بيان كړه اوپه تــرځ كې يې د بختاني صيب دگرانواوخوږووروڼو((ويښ زلميانو)) سرښندنه اواتلولي هم بيان كړه.


ــ داتومي فزيك متخصص استادښاغلي پوهان ډاكتر نظرمحمدسلطانزي زدراڼ دعلمي اوڅېړنيز بحث په ترځ كې دپښتو ژبې علمې كېدوته دغونډې دگډونكوونكوپام راواړاودخپلو ترچاپ لاندې مسلكي كتابونو((سرطان اودچاپيريال اكټيويټي)) اودالــــټراسونډطبي كارول((له غږنه اخواڅپې)) نومونه يې واخيستل كوم چې به په نږدې راتلونــكې كې په پښتوژبه چاپ شي اودلوړوزدكړولپاره به موږته ډېوې وي هغه داهيله هم دغونډې له نورومسلــكې گډونـــكوونكوڅخه وكړه چې پښـتوژبې ته دخدمت،پالنې اوعلمې كېدوپه موخه په خپل مسلك كې په پښتوژبه كتـــــابونه وليكي د سلطانزي صيب دتشريحاتوپه وخت كى دغونډې ټولوگډونكونكودهغه خبرې په گرموولولو اوچكچكواستقبال كړې ټول خوښ شول چې شـكرپه دومره لوړه مسلكي كچه به موږ په پښـــتو ژبه كتابونه ولرو.


ــ ښاغلي ډاكتررشيدالدين ملكزي په خپل وارداړينو علمي اومسلكي خبرو په ترځ كې دخپل خداى بښلي پلار دخدمت ياد وكړ اوهغه هم دپښتو ژبې په علمي كېدو ډېرزيات ټينگاروكړ،چې زموږ توجع يې لا دې خواته ورواړوله


ــ دوخت دسپما له كبله صرف له راغلو پيغامونو څخه دمحقق حبيب اﷲ رفيع دافغانستان دعلمواكادمي دمشـاويرپيغام د ښاغلي اميرفولاد پرهېزله خواولوستل شواوورپسې په جرمني كې دافغانستان دكولتوري ودې دټولنې پيغام چې ښاغلي زرين انځوررالېږلى و دښاغلي اميركروړوله خوا ولوستل شو.


ــ اغلې ملغلرې پرهېز ساپۍ په خپل خواږه شعركې دبختاني صيب درناوى وكړاودخپل خداى بښـلي پـــلار عبدالقـــدوس پرهېز وروري يې له بختاني صيب سره دشعر په يوخواږه اوهنري انداز كې انځوركړه


ــ دعلمي او څېړنيزې برخې په پاى كې دبختاني صيب له په زړه پوريولارښوونواودخپل ژونــد دقېمتي تجــــربوله بيان څخه موږ مستفيد شولو،چې په دې لنډ رپوټ كې نه ځايېږي هغه به بياله تصويرونو سره يوځاې په مفصل ډول ستاسو خوږولوستونكوخدمت ته وړاندي كړم خوپه لنـــډو كې به دومره ووايــم چې دهمدي غونډې له سمبالـوونكو اوپه خاص ډول له جمال ناصرپرهېز څخه يې دزړه په مينه مننه وكړه هو!


داهم بايد زياته كړم چې بختاني صيب ډېر څه موږ ته راكړل موږ ئې خپلو مسؤليتونو ته متوجع كړلوهغه دخپلي ځواني د دوران كيسې موږته وكړي هغه دافغان ولس دوروسته پاتيوالي سببونه راپه گـــوته كړل دسپيڅــلي انسان اوصاف او مسؤليتونه اوهمدارازيې د ويښو زلمو له سپيڅلتيا اوسرښندنې څخه خبر كړو،دهغو په رښتينولي اورښتينې ورورې او    ملگرتيا يې هم خبركړو،كوم څه ته چې بختاني صيب له حده زيات خوښ شوهغه زموږ دمسلكي كدرونودمسلكي ژباړنې هڅې وې څه چې پاس وليكل شول هغه داهم وويل چې پورتني كتابونه نه تنها چې په پښتوژبه ليــكل شوي دي بلكې په


سوچه پښتوژبه ليكل شوي دي اوبل څه چې ډېر بختاني صيب ته په زړه پورې ول هغه دا چې زموږ په غـــونډه كې يې د داسې كسانو اولادونه وليــدل كوم چې دويښ زلميتوب په دوران كې له بختاني صيب سره ملگري اووروڼه ول لكــه د خداى بښلي رښتين صيب ورېره،دخداى بښــــلي عبدالقـــدوس پرهــېز اولادونه،دعبدارزاق خان فراهي له خپلوانوڅخه ښاغلى عبــدالواحـــد فراهي اوهمدارازيې زرغونه ژواك دمحمددين ژواك لورپه فرانكفورت كې هم ليدلې وه نورڅه چې موږ تــه ډېر زيات مهم ؤهغه داچې دا دخپلو سلوكتابونوڅخه زيات كوم چې بختاني صيب ليكلي دا كار يې لا دځان لپاره كم وگاڼه چې دا خبره دغونډې دگډونكونو لپاره دمســـــؤليتونو ددرانه پېټي زده كول اوړل ؤ لكه څنـــگه مې چې مخكې  وليــــــكل نن دبختاني صيب خبرې په دې لنډرپوټ كې نه ځائيږي هغه به له تصويرونو سره يوځاى ستاســـو خدمت ته وړاندې كــــړو.


 ــ له علمي اوڅېړنيزې برخې څخه وروســـــته ډوډۍ وخوړله شــــوه اوورپسې دبختاني صيب په وياړمشــاعره وشوه


شاعرانو خپل دزړه ارمانونه په خوږالفــاظـــوپوښـــلي ول دنارنج گل پكې هم ډېريادوشــــوله مشــاعرې څخه وروسته دټنگټكور پروگــــرام د شپې ترڅلورو بجو پورې دوام وكړ.





يـــــــــــادونه:


دغونډې گډونكونكووړانديز وكړچې افغان دولت دې دبختاني صيب په ژوند دهيواد ځيني واټونه، پوهنتون، اوښونځي دهغه په نوم جوړاوونوموي اوهمداراز دې دهغه ناچاپ اثارچاپ كړ


                     لاســــــــــــــونه پورته كړئ گــــــــــــډېږئ****په پرديسي كې خوښي لږ ډېر وي غمونه 


زموږ له مشاعرې څخه يوشعر 


  نا سـوري ټپ 


ننگـــــرهار دگلوهــار ښه پې ښـــــــــــكارېږي**** چې بهـــــــــار كې نارنــــــج گل راوســــــــپړيږي 


ښايسته  خو يو تربل مــــــــــــــلال مـــلال دي**** زړه مې بې لــــــــه حده دوى باندې خـــــــوږيږي 


يوه ورځ مـــې يو بــــــــــــزگر نه تفوس وكړ**** وېل نارنـــــج څه چې په مـــوږ لمبـــــــــــې بليږي 


زمونږ ښكلي نارنج شــــپه اوورځ ناارام دي **** خوب ئې تللــــى دى له ســـــترگـــــــو نه ويدېږي 


دخپل ځان په واك كې نه دې نه يـــــــې وينې **** صبـــــح وشـــام لكـــه دچــــــرگ بڼـــه رپـــــېږي 


ورتـه ځير شه دا فـــــريشان حالت يــې گوره**** نه يې وينې څنـــــــگه پرلپســـــــــــــــــــې رژيږي  


كه هرڅــــــو دسيتــم غشـــو كړل راتــــويـــه**** ځيــــــنوڅانگــــــــــــو كــــــې لا پاته دي خندېږي 


پاس تنـــــه كې نــــارنج گل لمــبه لمــبه شول**** تېـــــــــر دلانــــــــــــدې شاعــــــران ورته ژړيږي 


مطرب ترنگ وركړي شهـبازپه چيغو سـرشي **** دنارنج  ونــــوسـرټيټ په مــــوږ شـــــــــــرميږي 


زموږ دې تورو تيارو تـــــه دي خــــوابـــــدي**** خــــواركـــي زمــــــوږ په حا ل بانـــدي ځــورېږي 


موږ له خپله لاســـــــــــــه وكـــــــــرل اورونه**** ځكـــــــــــه داســـــــــــــــې سـوغاتونه رارســيږي 


اوس هغه ماښــــــــــــــــــــامې نشــته زما گله**** دلتـــــــــــــــه دم په دم بــــــــــــــــلاوې رااوريږي 


پته نه لږي ناڅــــــاپه راپيـــــــــــــــــــــــــداشي**** يا له دې خــوايــا له اخـــوا راغـــــــــــوړمبېږي 


دا نـور شـــپه او ورځ لگيــا دي په چړچو كــې **** اسمــــــاني ټكې خو يو په مــــوږ رالــــــولېږي 


دادتور غره په لمــــــــــــن كې غـــــربى اورې؟**** نارنج گل مو ځكه پرلپســــــــــــــې تــــــــــوېږي 


زما ښكلى ننگرهار به څـــــه خوب وكــــــــــــا؟**** چې هلمــند،قندهــار، روزگان ،پكتيـــا سوځيږي 


اوس زموږ  سـازاوســرود په ساندو واوښــت**** جنازي لــــــــــــه هــــــــــــره كـــــــوره روانيږي 


سپين غرهم ســلگـيوواخيست غـــرېب نيــولى**** زمازړه ورته كــــــوگل كې لمــــــــــــــــــبه كېږي 


خــدايــــه مه مې واى داشـــپې ورځې ليـــــــدلې**** دافغـــــــــــان عــــــزت نن څه وړيـــا خرڅيږي 


مال زموږ خو بيه دوى وربانـــــــدې ايښـــــــــې**** ســــــوداگـــــــر راغـــــــــلي هــره خوا تاويږي 


ښــــــه په چل او هنـــرراغلل پالـــــــــــــــېزه ته**** تش لاس نه دي له وسلــــــو ســـــره تـــاويږي 


ته كه ويـــــښ اوكه خوبونو كې غــــــرق اب يې**** بـــــــــــــې پوښــتنې دې انگړ ته داخلـــــــيږي 


په خپل كور كې دې كڅوړه په سر كــش كـــــړي**** نــــو كه يو خـداى دې په حا ل بيــــا ورحميږي 


هسې كوم يو كه ســـــــــــــــهواٌ درڅخه تېر شي **** كـــــه نه لاس او پښـــــــــي له واره تړل كيږي 


اوس كه هرڅومره زور وكـړې خلاص به نه شې**** كــــــــه ئې غواړې اوكــــــــه نه هغه به كيږي 


دا خـــــــوتا ول رابلـــــــــلي ورته ټـــينگ شــــــه**** په پــــــردي لاس مــــــاران كلــــه وژل كيږي 


يــــودا نن ســـبا خو نه دى چې حــيران شــــــوې**** دلته بوســـــــــــو كې مــدام اوبــــــــه تېريږي 


موږ تـــــه وائې چې سمسور بـه مــــــو وطن كړو**** ښـــه يې وينـــو چې له مــوږ ســره څه كېږي 


ســـيم اوزر د ټـــول د دوى وي با ك يې نشتــــــــه**** خوپه خپل عـــــزت مې ډيـــــــره خـوا بديږي  


لا ترڅــــو بــه تـــورې شپې زموږ نصـــــــيب وي**** يومــــولا دى پرې خبر چې څــه به كــــــېږي 


بـــــزگــــــــــروويل دغـــــه څه نســـــــل كشي ده**** ماويل غــــــــلى د بشـــر حقوق سمــــــــــيږى 


ناســــوري ټپ مې نور مه گــــوره بســـــــــــمله**** اوس خو پوه شوې كه لا سردې نـه خلاصېږي