کور / نثر / دپسرلي صاحب ((غزلبڼ))

دپسرلي صاحب ((غزلبڼ))

استاد حبيب الله رفيع


غزل دادب دګلورینې کورنۍ یو داسې نازولې غړې ده ،چې کلونه ـ کلونه دخپلې موربوللې یا قصیدې پر اوږه دپاسه ګرځیدلې اودادب په وریښمین فرش هم پښې لوڅې نه ده تللې .


هو: په عربي ادب کې غړل دقصیدې لمړۍ برخه وه ،چې له پنځونه تر پنځلسوبیتونوپورې به رسیده اودتشبیب ،نصیب اوتغزل دنازونوم یې  درلود. دبوللې دا برخه به دومره خوږه په زړه پورې ،له باریکیو او نازکیو ، استعارو ،اوکنایوتشبیهاتواوانځورونو ډکه وه ،چې داحساس رباب ته به یې ترنګ ورکاوه لودروح دنیا ته رنګ او لوستونکي او اوریدونکي به یې په داسې مقناطسي ځواک ورجذب کړل کړل اوداسې هیبنوتیزمي جاودوبې برې وکړ،چې بیا به یې یوه اوږده سل بیتیزه ،دوه سوه بیتیزه بوله ،چې دژوند درانه خواږه ،ترخه ،اوږده کومیډي یاتراژیدي رزمي یا بزمي اونوردردونه ،پیښې جنګونه او ننګونه به پکې وو،په مینه اوریده اوترپایه به یې غوږ ورته ایښی ؤ .


کاه ،چې غزلې اوبوللې دواړه دعربي ادب له ورشو دختیځ لورته مخه کړه اوپه اصطلاح دعجمولاله زارونواوګلکڅونوته راغله دلته دې چمنونونورګلونه درلودل ،اونور رنګونه، دا ورشو تر هغې هم پسته وه بوللي نازولې غزل له اوږوکوزه کړه او په خپلو پښو وروـ ورو خرامانه خرامانه اوپه نازاونازو روانه شوه ، دلته یې دهوسۍ غوندې ګامونه ورته شمیېرلې کړل یوازي دمینې ،محبت خبرې یې ور وه ښودې او له ښځوسره یې په مجلس کېنیوله ،څویې وروـ ورو ګامونه پراخه شول ، ژبه یې  له رازاونیاز نه دژوند سوز اوسازته هم ور واوښته او ورو ـ ورو او وار په واریې قیدونه اوبندیزونه مات کړل اوغزل دادب یوحسین ،رنګین ګلورین مهین او وریښمین توکی شو،دوږمې غوندې ذهنونه معطر کړل ، دپرخې غوندې دلمردوړانګوپه مراندو اسمان ته وخته اودتخیل لوړ افقونه اورنګین شفقونه یې کچ کړل .


 هو: غزل دادب په ګلبڼ کې دګلونویوه داسي غونچه شوه ،چې د مچۍ په شاتوکې یې ځان وښود یا دعطارپه عطرنوکې یا دباران هغه روڼ څاڅکی شوه ،چې دسیپۍ خولې ته ولوېده اودملغلروبڼه یې غوره کړه اودادب دښکلاهارترې جوړشو.


دادب نازولې پیغلې دغزل دلوی کندها په زمیندارو کې داسې وخت خپل نازک پلونه کښېودل ،چې دلته داتڼ په نارو مست اتڼونه له زرګونو کلونو را روان وو، دښادۍ په نارو پسوللې ډولۍ یوخوا بل خوا تلې ، دګلونو مسیحایې نارو زاړه داستاونه راژوندي کول ، دلنډیو ملکوتي زمزومو په غرونو اورغونوکې انګازې کولې اودملي ادب ورشو سمسوره اوښیرازه وه ، په همداسي یوه ښکلې ادبې فضا کې غزل هم داکبر زمینداوري کره میلمه اوبیا دپښتو ادب په پراخه ،اودرنه کورنۍ کې کوربنه شوه اونوي رنګونه یې خپل کړل .


زمادیاردمیني اورپه زړه کې بل دی


زه به سراومال ښندم دی به حاصل کړم


او پښتوته هم غزل دمیې له مضمون سره راغله ،چې بیا نورې تجربې هم پکې وه شوې ، روښاني شاعر ارزاني دتصوف دروند پیټۍ ورپه اوږه کړاوله غزل نه یې دګلو ژبه واخسته خو میرزا دولت ،مخلص اوکریمداد ورو ـ ورو په تصوف کې هم دغزل پرژبه دادب خوازه بېرته ورګډکړل اوغزل دوږمو په لاره خپل مزل ته دوام ورکړ .


خوشحال بابا دغزل طلایې دوره راونښلوله اودغزل دپرخې غوندې رڼه توري یې دوږموپه تار وپېیل ، دادب له ګلونوجوړشوي عطر یې پرې پوڼ وهل اودادبي ګلونو له شیرې نه یې په جوړوشوو شاتو یې ښوی او راڼه کړل او په دې توګه یې دژوند ټول رنګارنګ مضمونونه پکې راټول کړل اوپښتوادب ته یې غني اومړه غړل وړاندې کړه . ورپسې ګڼو شاعرانو دغزل په کاروان کې یون وکړ څوحمید بابا دهنري  سبک خواږه هم پدې ګډ کړل کاظم شیدا په دې لاره کې معراج ته ورسوله خوتر پیرمحمدکاکړوروسته دغزل رنګین کاروان  تم شواوترشلمې پیړۍ پښه پرځای پاته شو.


په لره پښتونخوا کې دشلمې پیړۍ په پیل کې راحت زاخیلي غزل بیا راژوندی کړه څوحمزه بابا دپښتوغزل مسیحا اودپښتو غزل بابا شوو خپل دوینو سره یې ورکړل اودپښتوغزل یې ځوانه کړه


ستا په اننګوکې دحمزه دوینو سره دي


ته شوې دپښتوغزل ځوان زه دې باباکړم


ما ،چې څومره مطالعه کړې په بره پښتونخواکې دنوي غزل موجه اومجدد محترم پسرلی صاحب دی ځکه ده غزل له خپلو ټولو فني اوهنري ښکلاوسره دعصر په غوښتنو سنباله اوله ژوند مالامال کړه ، پسرلي صاحب غزل کې ګڼې خوبۍ راغونډې کړي دي ،دی دهنري سبک دپښتواودري شاعرۍ ژوره مطالعه لري اوددې سبک ټولې نازکۍ او برایکۍ یې په غزل کې ځای کړی دي . ده کلیوال ژوند کړی او په طبعي ښکلا اوبیدیایي ګلانومالامال چاپیرکې اوسیدلی دی، د اولسي ژوند انځوروونکې ښکلې اورنګینې په زرهاوولندۍ یې اوریدلې اودلنډیو دواقعي انځورونواو واقعیتونو ښکلاته تم شوی ،چې دواقعیت اوطبعیت ښکلاوې یې له دې لارې خپلو غزلوته لیږلي . دخوشحال بابا حماسه او له حادثو ډکه شاعري یې ژوره لوستي  اودخپل پښتون طبعیت له مخې یې دې ځانګړونو هم په غزلو کې مناسب ځای نیولی اوپه دې توګه ګڼې ښکلاوې او دمضمون غناوي دپسرلي  صاحب  دغزل شکل اومحتوی پانګه اومنځپانګه ده .


دپسرلي صاحب غزل  دانځورونو رنګین ،د ادا سنګیني اودفن مهین په ښکلي تناسب کې له ځانه سره لري ،چې دروانو دریو لسیزوغمیزې غمګیني هم پرې وزیاته شوې خو ور سره دبري ډاډمن هم او دې ټولو دده غزل ته فني قدرت او فکري وسعت وربښلی اودغزل په نازکه غیزه کې یې ددرندو پېښوانعکاس لکه په عطرو اوعسلو کې دګلونو دبوی اوخوندغوندې نغښتی دی .


دپسرلي صاحب غزلي مستي هم لري اوچستي هم بزم هم توده وي اورزم هم دعزم ښکارندویې هم کوي اودنظم هم اودده دشاعرۍ یوبل  لوی خصوصیت اوارزښت دا هم دی ،چې اصطلاحات اوګړنې له خپل مورني محیط او اولس نه اخلي اوپه زرهاووداسي محاوري په خپله غیږه کې رانغاړي ،چې تراوسه دقاموسونو اوکتابونو په غیږه کې نشته په همدې توګه به دده شاعري نه یوازي دادب دمینانومرجع وي بلکې دژبڅېړونکولپاره به ښه منبع هم وي .


زما ددې خبرو ملاتړدده یوه غزل ،چې له څه نه څه جوړه وي په دې توګه ده :


خپل خیال ورته تراشمه اوغمی ترې جوړوم


حسینې خاطرې ته یې خونی ترې جوړوم


په زړه کې ږدمه هیلې که دوکه شي باندي عمر


دبورې غوا خوسکۍ دی اوس ډډی تري جوړوم


بې لارې زاهدان کړي ګوندي لاري ته سم ناز


دزړه په تخت مې کیناوه او(کی) ترې جوړوم


دژوند له حقایقو نه پرې اړوم څه پام


ډک زړه مې رانښینځمه ځان ته می ترې جوړه وم


خپل سوي نفسونه مې په زړه دي غوټه کړې


فریاد که مې تربت شواوسویلی ترې جوړوم


زاهد دپرښتوپه پښوکې مسخه کړ خپل ځان


دمیني په روغتون کې بیا سړی ترې جوړه وم


دحسن وي حزیني نغمې خوښې پسرلیه


له زړه مې هیلې وایستلې نی ترې جوړه وم


اودا بله غزل یې هم دښکلا همداسي یوه هنداره ده :


مه کوه نازونه په هندارو کې


ګل کله ریښه زغلوي ګاروکې


ما درپوري زړه چې تاړه خپل دې وم


سیوري دې اوس مه پریږده په لارو کې


موږچې یې دژوندډګرته وایستو


تشې تولۍ پاتي وې په باروکې


وایستم پسرلیه له هرڅه مینې


څه ږغوې ما دژوندپه چاروکې


دپسرلي صاحب غزلې ډېرې دي خوله ډېروالي سره سره یې زما له نظره هر غزل انتخاب دی ،چې هم فني ښکلالري هم فکري ځلالري اوهم ژبنۍ غنا ، خو دلته دا خبره کل غواړم ،چې له دې ټولو خوبیواورنګینیوسره ـ سره دپسرلي شاعري اوغزل ولې پښتونخواګیراوعالمګیر شهرت نه دی موندلی اودرحمان باباخبره دشعر کوکې یې په عالم ولې خپرې شوی نه دي ؟ ددې پوښتنې ځواب ،چې ترکومه ځایه ما موندلی دا دای ،چې پسرلی صاحب سره له دې ،چې صوفي او ملنګ  نه دی خوګوښه ګیر اوګوشه نشین ډېردی له همدې امله ده ،چې ده دشعر ډېره لویه پانګه رامنځ ته نکړه خولکه قیمتي خزانه غوندې یې له ځانه سره ساتلې وه ،چې نږدې دوستانوته به یې هم ترډېرټینګاروروسته کومه نمونه اوروله اویا یې خپرونوته دهغوی ترټینګې غوښتنې وروسته سپارله اوپه دې توګه دده دشعر قیمتي خزانه له ده سره محفوظه پرته وه . دغزلو دوې مجموعې ماته شپیلۍ اودنی کوڅه یې  ددوستانو په ډېرټینګاراواسراربازار ته راووتې خودغزلوزیاته پاګه یې لکه دسروزرو دخزانه لاتراوسه له ځانه سره پاتې وه ،چې دادی دده دمینه والوپه همت ،چې په مینه یې دخپل ادب خدمت ته ملاتړلې ده اودپسرلي صاحب غرلبڼ یې دیوې ارځښتناکې پانګې په توګه دادب مینه والو ته ورساوه :


هندارې دې دسترګوله کیفونونه مه پوښتنه


مستي ګوره دمیوپه بوتل کې نه ښکاریږي


پسرلیه چې بېدیادي دجنون څه باد وهلې


یوپل دې دغزالې په غزل کې نه ښکاریږي


ژوند یې اوږد غواړم


څیړندوی حبیب الله رفیع