کور / هستوي فزيک / آیا پوهیدئ ؟ نهمه پرله پسې برخه

آیا پوهیدئ ؟ نهمه پرله پسې برخه

1. چې په افغانستان کې د انټرنټ کارونکو شمیر ۱،۲۵ ملیونه دی چې ۲۵۸۰۰۰ کسان یې یواځې فیسبوک کاروئ.
2. چې په افغانستان کې ۱۲ د اوبو برښنا، ۱۳ ډیزلی برښنا او ۲ د حرارتی برښنا فابریکې شته.
3. چې په انټرنټ کې افغانستان ته اړوند ۱۲۰۰ ویپاڼې شته.
4. چې په افغانستان کې ۲۵ دولتي پوهنتونونه شته.
5. چې په افغانستان کې ۹۰ عامه کتابتونونه شته.
6. چې په افغانستان کې لمړی اساسی قانون په ۱۳۰۱ لمریز کال د حضرت امان الله خان په دوره کې وړاندې شو.
7. چې د افغانستان اساسی قانون ۱۲ فصله او ۱۶۲ مادې لرئ.
8. چې د افغانستان په دولت کې د ملکی خدمتونو کارکونکې ۲۵۰۰۰۰ کسان دي.
9. چې په افغانستان کې به سږ کال ۱۵۰۰۰۰ د دولسمو ټولګیو فارغان د کانکور آزموینه کې ګډون وکړئ.
10. چې د افغانستان په دولتی پوهنتونونو کې ۶۵۰۰۰ تنه زدکړیالان اوسمهال زدکړې کوئ.
11. چې په افغانستان کې ټوټال شا اوخوا ۶۵۰۰ ډاکټران.
12. چې په افغانستان کې ټوټال ۲۰۰۰۰۰ آسان شته.
13. چې په افغانستان کې ۱۷۰۰۰۰۰ هکټاره طبیعی ځنګلونه شته.
14. چې په افغانستان کې تر یو ملیون ډیر موټر شته.
15. چې په افغانستان کې ۱۰۰۰ د ملي بس موټرونه شته.
16. چې په افغانستان کې ټوټال ۲۳ الوتکې شته چې ۹ یې دولتي دي.
17. چې په افغانستان کې په ۲۰۰۸ کې ۲۲۲۲ کیلومټره او په ۲۰۱۰ کې ۹۸۰ کیلومټره سړکونه رغول شوئ.
18. چې په افغانستان کې شا او خوا ۸۰۰ صنعتی فابریکې شته چې کلنی عاید یې ۹ ملیارډه افغانی شوی.
19. چې په نړۍ کې ۶۹۴۰۰۰۰ کسان انټرنټ کاروئ.
20. چې نیوټن د خوځښت قوانین له نن څخه ۳۰۰۰ کاله مخکې رامینځ ته کړئ ول.
21. چې موږک او طوطی له شاته مخ اړولو څخه پرته خپل شاته جسم وینئ.
22. چې برښنا په مزي کې نه بلکې د مزي په شااوخوا کې ساحه کې حرکت کوئ.
23. چې هندوستان په خپل ۱۰۰۰۰کلن تاریخ کې هیڅ یو بل هیواد هم ندی اشغال کړئ.
24. چې سانسکریټ د ټولو پیژندل شویو ژبو مور ده.
25. چې صفر لمړی ځل په هندوستان کې کشف شوی.
26. چې ۱۰۰٪ سوچه سره زر دومره پاسته دي چې په لاس باندې هم تاویدلای شئ.
27. چې د شترنج لوبه په لمړي ځل په هندوستان کې رامینځ ته شوې.
28. چې له کان څخه را اخیستل شوئ طبیعی یورانیم د سکرو په بیه دئ.
29. چې داسې هستوي ریکټورونه هم شته چې بډای شویو یورانیمو ته اړتیا نه لرئ او طبیعی یورانیم کاروئ.
30. چې په افغانستان کې لمړی ځل هستوی انرژي نه د علیحضرت ظاهر شاه په وخت کې کار اخیستل شوی.