کور / کره کتنه / ماندګار ورځپاڼه یا د مزخرفات خپروي

ماندګار ورځپاڼه یا د مزخرفات خپروي

دماندګار په نامه یوه چاپي ورځ پاڼه چې  دېرې لیکنې یې په  فارسي ژبه  دي  او له کابل څخه خپریږي  دبیان  آزادۍ په ډګر کې  له نورو خپلواکو  رسنیو سره جوخت فعالیت کوي  چې تر ډېره په لاسي  ډول  غیر مطبوعاتی او بې ثباته خپرونې لري ، دیادې ور ځاپاڼې چلونکي په ظاهري بڼه افغانان دي او په خپلو خپرونو اومطالبانو کې په لوړه کچه د اوسنې نظام  پر خلاف او له تعصب  کینې، او منفي پالنې  څخه ډکې تګلارې ته دوام  ورکوي.


ماندګار  نومي ورځپاڼې له خپل پيدایښت  څخه تر دې دمه ، په  دې توانیدلې چې  دنورو رسنیو په کتار کې دیوه  منفي ، کاذب  او له مختلفو اغراضو ډک منتقد په توګه خپل هویت بر بڼد کړي    او تر دېره بریده   ژبني موضوعاتو ته هم په خپلو لیکنو او مقالو کې لمن وهي ، په افغانستان کې رسنیو ته  داسا سي قانونو په (۳۴) ماده کې  دفعالیت  ښکاره لار ښونه کړې ده او دولتي او نادولتي رسنۍ یې  مکلف  کړي  چې  دافغانستان داساسي قانون  او ملي ګټو په پام کې نیولو سره خپرونې  وکړي  .


خو ماندګار  ورځپاڼې  د اساسي قانون د(۳۴) مادې پر خلاف  او ملي  ګټوته  په سپکاوي سره خپلې  خپرنیزې  چارې  تنظیم او خپلې خپرونې  پر مخ وړي، دغه   ورځپاڼه چې  دافغان دولت د مخالفې سياسې ډلې له  لوري چلول کیږي  تل  هڅه  کوي چې  د دولت  پر خلاف  دریځ ولري  او داسې  مضامین او لیکنې  خپاره کړي چې  خلک له  دولت او د حکومت له مشرتا به څخه واټن ونیسي، او دغې کاذبې مو خې ته د رسېدو لپاره خپلې  هڅې  جاري  ساتلي دي.


رسنۍ   په نورو هېوادونو کې د څلورم رکن په توګه فعالیت کوي او د دولت له هرډول کړه وړ ه څخه   څارنه کوي او  د قوانینو په ګډون  خپل ټول ارزښتونه  هم په پام کې ساتي، په  همدي ډول پر خپل نظام او مشرانو کلکې نیوکې  د غوره اصلاحاتو په موخه  له هرډول کینې  او کاذبانه خپرونو پرته تر خلکو ر سوي ، تر څو له دې لارې  خپل  هیواد ته خدمت وکړي.


مګر په افغانستان کې بیا دماند ګار ورځپاڼې په ګډون  ځینې رسنۍ دیوې وسله والې  او زور واکې ډلې  په  توګه فعالیت کوي، او په دې لټه  کې دي چې د نظام  پر خلاف  عمل وکړي ، د دې خبرې  څر ګنده بېلګه  همدا ماندګار ورځپاڼه ده، سره له دې چې اوسنۍ نظام  د دې ټولو رسنیزو ناخوالو پر خلاف  غوڅ غبرګون  نښکاره کوي او لاهم هڅه کوي  چې بیان آزادۍ ته  دحرمت تر خوا د ښه فعالیت کولو لارې چارې نور هم  پراخې کړي ، خو په ځواب کې دمانداګار په شان  چاپې  ورځپانه  بیا څه ډول  فعالیت کوي او کومې موخې لټوي.
 


په دې لیکنه کې له دې  ورځپاڼې  څخه د حکومت او نظام  پر ملاتړ تمه نه کوم یوازې غواړم  دا روښانه کړم چې  ماندګار ورځپاڼه تر څه وخته پورې به پر منفي ، قومي، ژبنې او منافقانه سیاسې  مطبوعاتي خپرنو سره خپلې موخې ترلاسه کوي او  د خپلو تمویلونکو بادارانو پر ساز  به ګډيږي.


ماندګار ورځپاڼه  او د پردې تر شا  چلونکي  یې ځان د نظام  منتقدین په ګوته کوي  چې دا ټول تش او غولونکي شعار ونه دي او د بې ځایه نیوکو، قومي  او ژبني موضوعاتو پر لمن وهلو بوخت دي او  داسې خاص او مقنع دریځ هم نه لري، سره له دې  چې له یوه  نظام سره مبارز کول  دیوه  غوره او سیاسي کنړلارې  غوښتنه  کوي چې له مخې یې  خپل مشروعیت تثبیت کړي چې  دوی  يې د نه لرلو ترڅنګ پر لاره یې هم نه دي روان.


دا حقیقت لري  چې افغان دولت  دلسو کلونو په تېرېدو سره لا هم په  دې  نه دی توانیدلی چې خپلې ټولې ستونزې حل کړي، اما دا هم بې انصافي او بې عدالتي ده چې له شوو پر مختګونو او لاسته  راوړنو سترګې پټې شي  او پر ځای يې  نا مشروع  خپرونې  او لیکنې تر خلکو ورسول شي، لس کاله وړاندې افغانستان چیرته  او په کوم حالت کې وو، په کوم لوري  یې حرکت وکړ، چيرته ورسېد او په کوم لور روان دۍ.


افغانستان له همدې څلورو  مرحلو څخه خپل حرکت  او شتنون  پیل کړی  چې  له ديرو مهمو نتایجو څخه یې ؛ دبیان آزادي او دمعارف  پر مختګ  یا دولی شم، چې رسنۍ یې خلکوته د ښه رسولو مسولیت لري، ځینې رسنیو په بې پرې ډول  خپل  دنده  ترسره او لا هم په پوره  صداقت سره دڅلورم رکن په توګه  د نظام  تر خوا ولاړ پاتې دي.
 


خو د ماندګار په نامه  دا ورځپاڼه  تل دپردیو او دخپلو  نا مصلحو او دپردې ترشا چلونکو په لارښوونه دافغان ولس په زیان  اخته دي، او هڅه کوي  چې  د سیاسي او مزخرفو  خپرو او نیوکو په ترڅ کې دپښتنو او نورو قومو تر منځ  ستونزې چاغې کړي ( یعني اوبه خړې کړي اوماهیان ونیسي) چې د دې  ډول تګلارو  پایلې  پر عام خلکو او حاکم  نظام  بدې اغیزې نه کوي ځکه اوس افغان ولس ویښ او د خپل هېواد له قضایاوو څخه ښه خبر دي، خپل  دوست  او دښمن  هم په ښه او څر ګنده توګه پیژني.


ماندګار ورځپاڼه او  د پردې  ترشا چلونکي يې باید پوه شي چې د افغان ولس پر  زخمونو د مالګې پر ځای  مرهم  لګول غوره او مثبت ګام دۍ  او دا ډول  شوم او مزخرف  فعالیت  زیان  راوړنوکي پایلې تر شا لري .


د دې  ورځپاڼې د تیرې ورځې په ګڼه کې  ټولې لیکنې او نیوکې یوازې  د پوهنې پر وزارت  ځانګړې  شوې وې  چې  ټول   له حقیقت  څخه لرې  اویوازې  د تیرو  دسیسو پاتې لړۍ  اودښاغلي فاروق وردګ  او د دغه وزارت پر لاسته راوړنو مترمرکزې وې.


د ځینو رسنیو او مزخرفو کړیو او دهغوی پروپاګنډ دوی  په ځان شکمن کوي  چې ګواکې دوی له  ګټو او لاسته راوړنو ډکې  هڅې کوې  او پایلې یې هم  دوی خپلې موخې ته رسوي، حال داچې  دا یو جنون او تر ډېره بریده  لیونتوب  او لیونۍ خیالونه  په ګوته کیږي.


زه   د یو آزاد او خپلواک خبريا ل په تو ګه فکر کوم  چې  ماند ګار ورځپاڼه او پټ  بادارانو  يې  له  یوې لوېې  تیر وتنې   او روحي تکلیف سره لاس او ګریوان دي  او داسې فکر کوي چې  په ټول افغانستان کې یوازې همدا  فاروق وردګ او د پوهنې وزارت دۍ  چې  له ستونزو او نیم ګړتیا وو  ډک  کاري محیط لري  اوباید تر نیوکو لاندې  را وستل  شي  هغه هم بیا  په  غیر منطقي توګه .


رسنۍ باید د دولت  او ملت ترمنځ  یو ښه پول وي  او دخپل مسولیت سرته رسولو ته  چې بې طرفه او قانوني اړخ   ولري هوډ من وي او هغه  نیمګړتیاوي  او ستونزې  را واخلي او په مطبوعاتي ژبه  یې  تر چارواکو  د اصلاح او ښه کیدو په موخه ورسوي  چې  له امله يې ملي ګټې  تر پښو لاندې کیږي او یا هم نور زیانونه رامنځ ته کوي.


خو ماندګار ورځپاڼه   په ډېرې  بې تفاوتئ سره  خپل  فعالیت ته  دوام ورکوي  او یوازې هغه  لیکنې او تعصب زیږونکي   موضوعات  را پورته کوي  چې  دوی ته ارزښت لري، شاو خوا څو ورځې کیږي چې دماندګار ور ځپاڼې  په ګډون  ځينې نورې  رسنۍ په ډېره منفي اوپه بې بنسټه توګه  د پوهنې  پر وزیر ښاغلي فاروق وردګ   باندې   لیکنې او نیوکې کوي  ، حال دا چې  دافغانستان د خلکو او نظام  یو مخلص او خدمت کار شخص دی  چې تر ټولو ډېر او ګټورې لاسته راوړنې لري.


که  چیرته ماندګار ورځپاڼه   غواړي  چې  بې پرې  او درسنیو پر قانون ولاړ ې خپرونې   ولري  نو امکان  نه لري  چې  د هرې ور ځې په ګنه کې  یوه څانګه او یو شخص  په مکرر ډول  تر برید او سپکاوی  لاندې ونیسي  آیا دا یو مسلکي  اقدام دۍ که  بي انصافي او شخصیت  وژنه ؟


بل دا چې   د اصلاح  او سمون په موخه   پر یو شخص  او یا یو وزارت  نیوکې  او لیکنې هغه هم په غیر مسلکي   او منطقي  توګه  مشخص  لید لوری لري، او هیڅ کله هم مطبوعاتي فعالیت نه بلل کیږي  ، بلکې دا ډول هڅې   دښمنې ، تفرقه اچونه، نفاق، قومي او ژبني تعصب پېژندل کیږي  او تر سره کونکي يې دافغان ولس   دښمنان  دي چې  دپردیو په دسترخوان لوي شوي او غواړي  په خپله خاوره کې  دهغوي ګټې پلي کړي.


ماندګار ورځپاڼه  او دهغه په شان نورې  رسنۍ چې   غیر عادلانه ، ګوندي او مزخرفه خپرنیزه تګلاره تعقیبوي  او غواړي افغان ولس  بیا  د ناورین په ټغر کیښنوي  او خپلې ګټې تر لاسه کړي له امکان او عملي کیدو لرې او ناممکن  خوب دی او کیدای شي چې جنون هم  ورته  و ویل شي.


ماندګار ورځپاڼه  دې پوه شي چې  افغان ولس او دملي ګتو ساتونکي او ریښتینې افغانان   چې هېڅ ډول تعصب ته عقیده او باور نه لري  په دې پوهیږي چې  تاسې د پښتو او پښتون پر وړاندې مبارزه  کوۍ  او دا کار تاسې ته لوی اهمیت لري او پر عملي کولو یې هم  هرې خواته منډې ترړې کوۍ حال دا چې  ستاسې دا بې مفهومه او زړه مفکوره  هیڅ کله  نه عملي کیږي.


غوره او مناسبه لاره  چې  دافغان ولس ګټې ورکې خوندي   وي  او له بلې خوا دپر مختګ  او لاسته راوړنې لامل وګرځي هغه ملي یوالی  او افغاني هوډ دۍ  دا کاروان چې  همدا شیبه  د پرمختګ په حال کې دی په  راتلونکي کې  به هم  وي، بیرته شاتګ   او  د پردیو  اهدافو  منلو او عملي  کولو ته اجازه نه ورکوي  او پر وړاندې یې  په ډېره جدي او کلکه بڼه  مبارزه هم کوي.


اوس  مونږ اوتاسې چې رسنۍ یواو دخپلې خاورې او ملت پر و ړاندې  ایماني  وجداني او افغاني مسولیت لرو  لازمه  ده چې خپلې  ملي ګتې  د مسلکي او قانوني اصولو په رڼاکې  په خپلو ورځنیو کاري چارو کې په پام کې ونیسو،  او خپل زوریدلي ولس ته  د ښه خدمت کولو جوګه شو.


یو ځل بیا غواړم  یادونه وکړم هغه رسنۍ چې مطبوعاتي  فعالیت  يې ګوندي نا مشروع بڼه  لري د افغانستان دملي ګټو پر خلاف دي او امکان لري چې متعدد زیانونه او ناخوالي ترشا ولري ،او افغان  ولس نور نو د غم اورنځ ځغم نه لري.


دافغانستان اساسي قانون   (۳۴ ) ماده  افغاني رسنیو ته په  ښکاره  ډول لار ښوونه کړې ده  چې څه ډول  او په کومو  معیارونو  خپرونې وکړي، خو له بده مرغه اساسي قانو ن ته چې  زمونږ ملي وثیقه ده  درناوی نه  کیږي  او دا یوه لویه ملي تیر وتنه ، ستره جفا او له خپل  ولس  سره  دښمني  بلل کیږي .


په پا ی کې دا وایم  چې مونږ او تاسې تل نورو ته ګوتې  نیولي  دي  را ځئ چې خپلو کړو وړو ته هم وګورو  او دخپل اصلاح   او ښه  مسلکي  کېدو  په موخه  یو پر بل مثبتې نیوکې  وکړو ترڅو په ټولنه کې خپل وقار او حیثیت په اغیزمنه توګه وساتو.