کور / کره کتنه / ملي کلتور او عنعنات ساتل د هر افغان مسوليت دی

ملي کلتور او عنعنات ساتل د هر افغان مسوليت دی

نثار زهير
nesarzaheer@yahoo.com
په هرټولنه کې اوسېدونکي وګړي،يودبل او نژدې ګاونډيانو،کلي کور،او حتى د منطقې له رسم او رواج او کلتور سره سم ځان عياروي،که څه هم ې له پخوابه دغه محله کې يې ژوند نه وي کړى،خوبياهم پښتو متل دى :(چې اوسې په خوى به دهغوى سې) خوددې هرڅه ترڅنګ چې دبل له عنعنوسره ځان بلد کړاى شي،بايد خپل کلتور ،مذهب او ديني مقدسات هم له پامه ونه غورځول او ترپښولاندې نشي.
داچې له موضوع څخه لېرې لاړ نشم،راځم اصلي خبرې ته چې غواړم نن پرې داکوچنۍ مقاله وليکم،افغانستان هغه هېواد دى چې له دولت څخه رانيولې تر يوه عادي وګړي پورې په هېوادکې له لس کلنې رامنځته شوې دېموکراسۍ څخه داسې ناوړه ګټې پورته کوي ،چې هم ځان او هم نور شرموي، داپه دې معنى نده چې ددېموکراسۍ اصل اومعنى همداشان ده بلکې،زموږ هېواد وال يې له نوم څخه بې ځايه او غلطه معنى اخلي او په ناسمه توګه يې استعمالوي.
ددوى په اندچې دېموکراسي يعنې ټکري غورځول،ديموکراسي يعنې نر دښځې او ښځه دنر پېښې اوتقليد کول، دېموکراسي يعنې،تنګ او چسپ لباسونه اغوستل،دېموکراسي يعنې،دين او سلام شاته غورځول،ديموکراسي يعنې دنرو او ښځو يوځاى په اداراتو کې دندې مخته بېول،له خپل موقف څخه ناوړه استفاده کول او دېموکراسي يعنې هراړخيزه اوپه تمامه معنى ازادي.
دې ځپل شوي او له هرډول تاړاکونو سره دمخ شوي هېواد چې تېرې لس کلنې دورې او د پراخ بنسټه حکومت منځته راتګ داسې پرمختللې عياشي،فسق وفساد،بد اخلاقي او نور را ورسول چې ډېر ژرده چې دا وروسته پاتې هېوادبه هم لکه د فرانسې،ترکيې او ځينو نوروغربي هېوادونوپشان ځينې بنديزونه او محدوديتونه وضع شي لکه په ښځو د حجاب بندول ،لکه څرنګه چې ډېرې افغاني مېرمنې اوځوانې نجونې غواړي همدا.
خو افسوس په دې راځي چې زموږ په هېواد کې غير مذهبي خلک زموږ افغاني کلتور او ديني اخلاقو خيال ساتي ،احترام يې کوي اومخالفت نه ورسره کوي،مګرزموږ افغانانې خويندې بيا داهرڅه تر پښو لاندې کوي اوبده ورته ښکاري چې په درنده افغاني جامه کې وګرځي او ياپه يوه اداره کې کار وکړي.
تېره ورځ مې دلمر په نوم افغاني ټلوېزيون کې دلمرڅرک خپرونه ليدله،چې په خپرونه کې يو هلک چې داسرا ئيل نوميږي او ناصري نوم يې ورته ياداوه کله کله له همدې ټلوېزيون څخه خپرېدونکې (درڼالار)خپرونه هم مخته وړي چې هغه متل پرې صدق کوي ( خان دا هم کوي او دا هم )، يعني ديني خپروني هم پر وړي او سندرې هم اوبله نجلۍ دمينې منګل په نوم وه دوى دواړه کوربانه وو،او مېلمنه يې په په ملي شوراکې دولسمشر لخواپه انتصابي ډول نومول شوې سناتوره اوپه افغانستان کې داهل هنودوتبعه انارکلي هنرياروه.
درنو لوستونکيو باور وکړي ددې حال په ليدو زماله سترګو اوښکې راغلې،انارکلي چې يوه نامسلمانه ده اودداسې مذهب پيروانه ده چې هېڅ کتاب نلري،خوبياهم په داسې انداز کې په خپرونه کې ناسته وه،چې پوره حجاب کې وه،ډبل او لوى ټکرى اوږدې جامې دافغاني کلتور سره سم يې ځان پوښلي اوعيار کړى وو،خواغلې مينه منګل چې يوه افغانه،مسلمانه اوبيايوه پښتنه او په ځانګړې توګه منګله ده،زه خوشرمېږم چې هغې ته دپښتنې خطاب کوم،دپښتون دنوم توهين يې ګڼم،ځانته پښتنه شاعره هم وايي،په داسې لباس کې ناسته وه چې بلوز او پتلون يې په ځان پورې نښتى او تنګ اوپړونى يې داسې له وېښتو راتاو کړى وو،لکه کله کله چې کوم ورزشکار ،دتمرين په وخت کې له سره يوه نرۍ ټوټه تاوه وي،چې دسر څلورمه برخه يې هم نشي پکې نغاړل کېداى، خپل لنډ وېښتان يې دښې اوچپې اوږې لخوامخې ته رااړولي وو، زه چې ترکومه ځايه خبر يم ددې بدبختې په سرکې کوم ناسور ټپ هم شته،چې له ډېرو داخلي او بهرنيو درملو له استعمال څخه وروسته يې هم ښه نه شوه او ددې دماغ يې وروست کړي دي،خوبياهم داله هغې نه عبرت نه اخلي او ځان په اسلام اوشريعت نه برابروي،نوتاسو څه فکر کوئ چې ايا ديوې افغانې اوبياديوې پښتنې له شان سره داسې ښايي؟
اما داچې زه مجبورشوم ترڅو قلم راواخلم او يوڅوکرښې پرې تورې مينه منګل له شمشاد سره هم همکاره وه خو هلته دجامي له پلوه دومره سپکه نه وه . ګرانې مينه جانې ايا ستا ايمان دومره کمزورى دى چې دڅو ډالروپه بدل کې پړونى غورځوې،غير پښتني او نا اسلامي جامه اغوندې او دخپل بدن هر غړي خلکو ته ښيي اوغير اسلامي کړنوته چمتوکېږي؟
حديث شريف دى((من تشبه بقوم فهومنهم))يعنې:هرڅوک چې له کوم قوم سره په هرڅه کې ځان تشبيه کوي نو هغه له همغه قوم څخه ګڼل کېږي.
خوپه يوڅه چې زه پوهېږم اويقين پرې لرم هغه داچې له شمشادڅخه دمينې منګل د راوتلويو سبب هم کېداى شي همدا وي .
که انارکلي دبل مذهب پيروانه ده،هغه بېل کاردى،خو موږ يې ديوې افغانې،درنې باکلتوره اودافغانستان عنعنوته په احترم لرلوسره قدر کوو،احترام يې کوو او مننه ترې کوو،هرڅوک چې زموږدکلتور،فرهنګ او عنعنو درناوى کوي،موږيې قدر او درناوى پرځان فرض ګڼو.