کور / کره کتنه / د افغانستان د کرکټ اتلانو انګلستان ته د لوبې کولو درس ورکړ

د افغانستان د کرکټ اتلانو انګلستان ته د لوبې کولو درس ورکړ

د افغانستان د کرکټ اتلانو انګلستان ته د لوبې کولو درس ورکړ
السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته
د انګلستان تجربه لرونکي او د کرکټ په میدان کښې په کلونو کلونو پاتې شوي ټیم زمونږ د ملي ټیم اتلانو نه پوره پوره عبرت او درس واخیست کله چې پاکستان له انګلینډ نه دریواړه ټیسټ میچونه وګټل مهم رول په کښې د بالرانو خصوصا د سپین بالرانو او بیا خصوصا د سعید اجمل وو خو د افغانستان ملي ټیم مخکې له دې چې له پاکستان سره یوه ورځنی سیالي وکړي اعلان وکړ چې مونږ د پاکستان بالرانو ته پوره آمادګي نیولي یعنې د هغوي د لوبولو تاکتیک مو زده ده چې همغسې وشو او سعید اجمل یو لوبغاړی هم ونه سوزاوه زما په نظر زمونږ د ټیم کمزوري په دغه ميچ کښې د بیټسمینانو تلیواري او بې له ټایمینګ نه لوبه کول وو کنه نو په اول کښې ېې خو پاکستان دومره وارخطا کړي وو چې د شکست اندیښنې ېې په مخ ښکاریدې ځکه چې د افغانستان اوپنیګ او ورپسې نور کسان دومره تیز وو تا به ویل چې د اسټریلیا اوپنران دي د نر بچیانو سم لکه ټي ټیونټی چې لوبوي
خو یوازینې خوبي چې افغانان ېې نه صرف په کرکټ کښې بلکه په هر میدان کښې ېې اتلان ګرځولي هغه د افغانانو جوش او جذبه ده چې بل ټیم د غه خصوصیات نه لري که لري یی هم خوډیر کم انګلینډ د افغانستان له دې تنکي ټیم نه دا زده کړه چې د کرکټ میدان کښ هم د تجربې سره سره یوه جوش او یوې جذبې ته ضرورت شته چې هماغسې وشو انګلیډ په پوره جدبې سره میدان ته راغلل چې کپتان ېې تر ټولو ډیر جوش نیولي وو او پوره حوصلې سره ېې ښه لوبه وکړه او پاکستان نه ېې د تیرو دریو ناکامیو انتقام واخست
په اخر کښې افغاني ټیم ته یوه توصیه کول غواړم هغه دا چې له جوش او جدبې سره لږ حوصله او میدان کښ د لا ډیر پاتې کیدلو تاکتیک زده کړی نو لرې نه ده چې همدغه د انګلستان په شمول به ډیر مغرور ستاسو له دغه تنکیو تجربو نه شرمونکي شکستونه وخوري
په درنښت