کور / کره کتنه / د بااحساسه افغان پر خوله پټۍ او پښو کي زولنې نسو زغملائ

د بااحساسه افغان پر خوله پټۍ او پښو کي زولنې نسو زغملائ

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي ته سرخلاصی لیک


لکه څرنګه چي ټولو وطنوالو ته معلومه ده چي د افغانستان د اسلامي جمهوریت اصل بنسټ څه د پاسه لس کاله مخکي ایښودل سوی،ټول اداري تشکیلات یې هم د هغه اولي په تدریج سره وړاندي سوي او وروسته عملي سوي او پر مخ روان دي.
خو ولسي جرګه چي کله تاسیس سوه او په کار یې پيل وکړ،هغه اوله دوره یې که څه هم کارونه د صفر څخه شروع وه د همهغه وخت مطابق ښه وه.هر ډول تبعیض فساد او جنجال په کي په نه شتون حساب و، خو کله چي د ولسي جرګې لپاره وروستۍ ټاکني تر سره سوې د ولس له طرفه خپل استازي دولت ته معرفي سول دا چي چا په څه ډول پارلمان ته لاره پیداکړه له دې خبرو تېرېږو،
کله چي څه د پاسه یو کال مخکي د ولسونو استازي کابل ته راورسېدل تر څو خپله دنده سانبال کړي،څوک د خپل ولس د دفاع،اقتصاد او هوسایني او څوک د خپل ځان د دفاع،غلا او رشوت لپاره هلي ځلي پیل کړي.
خو په متاسفانه د رئیس جمهور له طرفه د پارلمان د پیلیدو کار وځنډېډ،ځکه رئیس جمهور پوهېده چي دغه کسان ټول په شفاف ډول د ولس استازي نه دي او نه سي کولای په صحیح ډول د ولس استازي توب وکړي خو په هر صورت تر پوره اته میاشتي جنجال وروسته پارلمان خپله رسمي دنده په صحیح ډول پیل کړه.
او هېره دي نه وي چي د ولسي جرګې رئيس عبدالروف جان چي یو بې زړه او مړخولی انسان دي په لومړي سر کي د ځینو وزیرانو له خوا رانیول سوي او د شخصیت په باره کي یې باید دومره ووایم چي له بې زړه توبه دومره متاثره دي چي حتی د یوه مرمۍ ضد موټر په مقابل کي دي کور ته هم بیایي اوپر خپله…..دي میلمه کوي.
څرنګه چي کال د ختمېدو په درشل کي دی او ټول د کابینې غړي او وزیران فانوناً مجبوره دي چي خپل ولس ته د خپلو کارونو او بودېجې حساب ورکړي.
خو دا چي کال تېر سو او ټول افغان ولس لا هم د هغه بې اسره ګۍ په اور کي سوځي څوک د امنیت په خاطر نورو هیوادونو ته هجرت کوي او څوک د یوې ګولې ډوډۍ لپاره بهرنیو هیوادونو ته پناه وړي. خو د کابینې محترمان په کابل کي ناست او سپې یې لا هم په مرمۍ ضد موټرونو کي ګرځي،پیسې یې په الماریو کي پرتې او دومره یې د لاسه نه کېږي چي د ولس د هوسایۍ،فقرڅخه د خلاصون او د امنیت د ټیکاو لپاره یې په یوه پروژه مصرف کړي او څه چي یې هم مصرف کړي په هغو یې هم د خپل ځان لپاره شاهرکونه جوړ کړي او مظلوم ولس ته یې په کرایه ورکړي نو ځکه ټول وزیران اوس په وېره کي دي ځکه د ولس اصلي استازي اوس له هغوی نه د خپل ولس د حق پوښتنه کوي.خو دا چي د وزیرانو بخت کار کوي او د ولسي جرګې رئيس چي مخکي مي یې د زړه ورتوب ذکر وکړدی او د ده په شان نور ملګري یې د مرمۍ ضد موټرانو په بدل کي هر څه ته تیار دي.
ځکه عبدالروف جان او ځيني ملګري یې چي نه غواړي چي د خپل ولس امنیت او مجبوریت ته پام وکړي او ځان ته د وزیر صاحب له طرفه کوم ګواښ پېښ کړي.
او بل پلو په ولسي جرګه کي د ((محترم آیوبي)) صاحب په شان د خلکو نه بلکه د ټول افغانستان په سطحه اصلي،بادرده او بااحساسه افغانان هم کم نه دي او غواړي چي د افغان ولس غوښتني او پوښتني له ټولو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو سره مطرح کړي.
نو ځکه د کابینې ټول وزیران په وېره کي دي چي موقف ته یې کوم زیان ونه رسېږي او ټول د ځان د خلاصون په لټه کي دي نو ځکه یو ځل بیا یې هغه ولس خرڅوونکو ته پیسې،مرمۍ ضد موټرونه او امنیتي تضمینونه مخ کړي تر څو یې د استجواب په ورځ ملاتړ وکړي وزیر خپل ځان سفین وښيي او د ولس په حق خېټه واچوي،او بل طرف د همدغو په اصطلاح دیسي او د ولس وینه زېښونکو استازو په استخدام د ولس د اصلي استازو موقف کمزوری او په لاس وپښو او خوله یې پټۍ ولګوي.
په هر صورت زموږ ولس تر ډېره حده اوس پوه سوی هر چا ته د ولس استازي او د ولس وینه زبېښونکي معلوم سوي.
نو د روف جان څخه احترامانه هیله کوم که خپل ولس ته ځان نه شرموي نو مهربانۍ وکړۍ یا له خپلي دندي استعفی ورکړۍ او د کابل بانک د رئيس په څېر بهرني ملک ته پناه یوسۍ ځکه ماشاالله اوس دي مردار اقتصاد دومره قوي سوی چي ستا لمسی هم کولای سي د هغه په وسیله په خارج کي په ارامه ژوند وکړي او یا هم په صحیح ډول د خپلو خلکو استازیتوب وکړۍ او د ولس د اصلي استازو موقف خپل کړی،تر څو وکولای سۍ د خپل ولس په منځ کي په ډاډه زړه ژوند وکړۍ او د مرمۍ ضد موټر ضرورت هم احساس نه کړۍ.
او که چېري داسي ونه کړی نو((که ته وزیران او مرمۍ ضد موټران لرې نو ولس بیا خدای لري چي زما په فکر ستاسي تر وزیرانو او مرمۍ ضد موټرانو زورور دی او ستا په مغزو نه پوهېږم چي دا حقیقت تسلیموي او که څنګه))
همداشان
د محترم آیوبي صاحب د پرونۍ کړني قدر او عزت ټول افغان ولس کوي،ځکه ده د خپل اعتصاب او مبارزې یوه داسي بېلګه خپل ملت او دولت ته وړاندي کړه چي لا یې نور هم د ولس په زړونو کي ځای ونیو،یا په بل ډول د آیوبي صاحب پرونۍ کړنه د ټول افغان ملت د روان حالت تمثیل بللای سو،او موږ ټول ولس په دې ویاړو چي محترم آیوبي صاحب خپل اعتصاب ته یو بیل رنګ ورکړ او د نورو وکیلانو بر خلاف چي شپږ میاشتي وړاندي یې د خپل اعتصاب په خاطر د لس زره میله وسلې د کاروني دعوه کول خو عملي یې نه کړه اوغوږونه یې مړه ونیول.
نو په دې خاطر موږ ټول افغانان د ولسي نوښتګر په خطاب آیوبي صاحب ته خپل پېغام استوو او دا ډاډ ورکوو چي تاسو د ټولو افغانانو په زړونو کي ځای نیولی او ټول ولس ستا په څېر د مبارزو استازیو سره دی او دا به وخت ثابته کړي چي د رشوتي مرمۍ ضد موټرونو سپرلۍ به خدا تعالی د ټول افغان ولس په مخ کي وشرموي.
او محترم عبدالروف جان ته خبردارئ ورکوم چي د آینده لپاره د یو بادرده او با احساسه افغان پر خوله پټۍ او لاس وپښو کي زولنې نه سو زغملای.
په احترام
عبدالباري ناشناس
کابل