کور / هستوي فزيک / په نړۍ کې دسمندري اوبوسطح لوړه شوې

په نړۍ کې دسمندري اوبوسطح لوړه شوې

دسټلایټ په یوه پراخه څېړنه کې دکلورادوپوهنتون یوه ټېم دناساډیټا کارولي چې دځمکي څومره کنګل اوبوکېږي اوپه سمندري اوبوکې زیاتېږي.
څېړونکود2003 څخه تر2010 کال پوري په ټولوکنګل لرونکوساحوکې دکنګلونوله منځه تګ اندازه کړی چې ډېرتمرکزیې دګرینلنډاوانترکتیکانه بهرپه یخچالونواوکنګلونوکړی.
په ټولیزه توګه دګرنلنډ،انترکتیکااودځمکي دنوروکنګلونو4.3 تریلیون ټنه یخ اوبه شوی چې په سمندر کې داوبوسطح تر 0.5 انچ (12 ملي متر) پوري لوړه شوئ . په ګرینلنډ اوانترکتیکا کې په کافي اندازه کنګلونه شته چې کولای شې دامریکامتحده ایالات تر1.5 فوټ (نیم متر)پوري په اوبوکې پټ کړئ.
نژدې په یوه کال کې په منځني ډول دویلې شوي یخ څلورمه برخه دانترکتیکا اوګرینلنډ نه بهر کنګلونه او یخچالونه(هغه واوره چې له یوه کال څخه بل کال ته په سړوسیموکې پاتي کېږي) تشکیلوي (184 بلیون ټنه یا39 مترمکعب) اودګرینلنډ، انترکتیکا اودهغوی محیطي خولیو اویخچالونونه په یوه کال کې 385 بیلیون ټنه (100 مترمکعب) یخ ویلې کېږي .
دGRACE په واسطه دیوې څېړني غیرمنتظره پایله ښیې چې دلوړوآسیایې غرونولکه همالیا ، پامیر او تیان شان له ساحوڅخه په یوه کال کې نژدې څلوربلیون ټنه یخ اوبه کېږي. په دغولوړو آسیایي غرونوکې دویلي کېدونکي یخ پخواني اټکلونه په یوه کال کې د۵۰ بلیون ټنه څخه زیات وه.
دGRACE دوهمي سټلایټې څېړني دځمکي په جاذبوي ساحه کې تغیرات موندلي دوی دځمکی جاذبوي کشش دقیقوي بدلونونه ثبت کړي چې لامل یې دځمکي په کتله کې سیمییزتغیرات وه هغه داچې دڅومیاشتو یا کلونوپه دوران کې دځمکي په سطح داوبوجریان دئ. دغه څېړنه د دوو ورته فضایې بیړیو په واسطه چې ترمنځ یې واټن دانسان دوېښته دپنډوالي دسلمي برخي په اندازه وه ترسره شول .
له daily science.com څخه په منني.