کور / کره کتنه / په مورنيو ژبو زده کړې او چارواکي

په مورنيو ژبو زده کړې او چارواکي

 یوویشتمه د فبروري په مورنۍ ژبه د زده کړې د ورځې په توګه په ټوله نړۍ نمانځل کیږي . سږ کال په همدې مناسبت د افغانستان د پوهنې وزارت یوه بې محتوا اعلامیه خپره کړه چې په ظاهري توګه یې د خلکو او زده کونکو د تیر ایستلو د پاره ددې ورځې څخه ملاتړ کړی دی.
خو تر ټولو په زړه پورې په دې هکله د نوموړي وزارت مرستیال ښاغلی محمداصف ننګ مرکه د شمشاد د تلویزیون تر سره کړه.
لومړی خو باید وویل شي چې په دې هکله مرکه باید په خپله وزیر ، د وزیر ویاند او یا تدریسي معین کړي وای . دا ځکه چې د مورنۍ ژبې موضوع مستقیما په دوی پورې تړلي ده . خو بیا هم محترم اصف ننګ دا وپتیله چې د دې حیاتي موضوع په هکله خپل نظر ، نه یوازې نظر بلکې د هغه وزارت د پروګرام په هکله معلومات وړاندې کړي .
دا چې د کابل په ښار کې په دې هکله یو لږ شمیر زده کونکوته په مورنی ژبه د زده کړې زمینه برابرشوي ده او د خلکو په دې لاره کې هیله مندی وار په وار زیاتیده خو د محترم ننګ دې مرکې خلک په بشپړه توګه ناهیلي کړل او دا یې ورته په ډاګه کړل چې هغوی غواړي په بشپړه توګه په مورنی ژبه د زده کړې حق د هیواد په میلیونو زده کونکو له پاره له منځه یووسي .
هغه وویل چې په حقوقي ډول دوی دا ورځ په رسمیت پیژني . خو په ښارونو کې دا ناممکنه ده چې زده کونکو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې زمینه برابره شي .
هغه وویل په کابل کې د مختلفو ژبو ویونکي په یوه سیمه او حتی په یوه کوڅه کې اوسیږي . که چیرې موږ ټولګي ورته بیل کړو دا هم مناسبه نه ده که چیرې ښوونځي ورته بیل کړو دا هم سمه نه ده .
ده وویل چې موږ غواړو د مضمونونو اختلاط رامنځته کړو.
د مرکې په ترځ کې ښاغلی ننګ دا ونه ویل چې که چیرې په مورنۍ ژبه ټولګي رامنځته شي نو ستونزه څه ده ؟
او په دې تیرو څلورو کلونو کې په مورنۍ ژبه ټولګي د کابل په مختلفو ښوونځیوکې شته او په لس ګونو زره زده کونکي په ډيره مینه په خپله مورنی ژبه په زده کړو بوخت دي ددې زده کونکو میندې پلرونه ددې بهیرڅخه راضي دي او هم نور په لس ګونو زرو میندې پلرونه په دې هڅه کې دي چې خپلو اولادونوته هم په مورنۍ ژبو د زده کړو زمینه برابره شي خو کله چې دا ډول مرکې او ویناوې واوري نوځانونه په خپل هیواد کې ورته پردي ښکاره شي .
مګر ښاغلي ننګ دا ونه ویل چې د دې ټولګیو شته والی ولی سم نه دي ؟
همدارنګه ده وویل چې د بیلو ښوونځیو جوړول هم سم نه دي مثلا په فلاني نوم د پښتو ژبو ښوونځي اویا په دې نوم د دري ژبو ښوونځي.
بلې دا هم شووني ده چې د هرې ژبې د ویونکو له پاره بیله ښوونځی جوړه شي دهرې ژبې ویونکی زده کونکی خپلې اړوندې ښوونځي ته ولاړ شي . د نوم په هکله باید وویل شي چې په هیواد کې په زرګونونومونه شته چې په دې ښوونځیو باندې کیښودل شي . دا کومه ستونزه نه ده . په افغانستان کې ټول خلک ددې پلویان دې چې د هیواد ټول خلک د برابرو حقوقو لرونکي دي . په دې هکله دوی یو له بله کوم حساسیت نه ښيي . خو که چیرې یوتوکم او یا د ژبې ویونکی د ټولوحقوقو څخه برخمن او د بلې ژبې ویونکی او توکم د ټولوحقوقو څخه برخمن نه وي هغه مهال قومي اختلافونه رامنځه کیږي . دې اختلافونو ته په خپله دولتي چارواکي لمن وهي .
د ساري په توګه که چیرې د بوهنې وزارت یوازې دري ژبو ته په مورنی ژبه د زده کړې حق ورکوي او د نورو ژبو ویونکو ته دا حق حاصل نه وي او د زده کړو په ډګر کې دري ژبه په نورو خلکو باندې په ډیر مهارت سره تپل کیږي دا په خپله قومي اختلافونه زیږوي .
ښاغلی ننګ په مورنۍ ژبه د زده کړې د حق د تامین له پاره دپه دې مرکه کې د اختلاط مفکوره وړاندې کړه .
خو دا ده تشریح نکړه چې دا اختلاط په څه ډول دی.
د ویلو وړ ده چې د پوهنې د وزارت د یوه لوړ پوړي چارواکي دا ډول څرګندونې ساده خبره نه ده.
دا کسان د هیواد د پوهنې د بهیر او د هیواد د میلیونو زده کونکو برخلیک ټاکي . د دوی لږه ناغیړي ددې سبب کیږي چې هیواد د لویو ستونزو سره مخامخ کړي .
په مورنۍ ژبه باندې زده کړه د هیواد د میلیونو زده کونکو حق دی چې دا حق نه اولسمشر او نه د پوهنې چارواکي د دوی څخه اخیستلي شي .
خو له بده مرغه په تیرو ټولو دورو کې د هیواد په میلیونو ماشومان ددې حق څخه بې برخې و او اوس هم دي. د هیواد په لویدیز او د هیواد په شمال کې د پوهنې چارواکي مورنیو ژبو ته هیڅ پاملرنه نه کوي . د ساري په توګه د هرات ، فراه او نیمروز په ولایتونو کې یوازې یوه ژبه موجوده او په پښتو او بلوڅي باندې زده کړه په تیرو لسو کلونو کې د یاده ایستل شوي ده. همدا حال د هیواد په شمال کې هم دی.
د هیواد په لویو ښارونو په ځانګړي توګه په کابل ، هرات ، مزارشریف کې په مورنیو ژبو د زده کړې اصل د یاده ایستل شوی دی.
که چیرې دا ومنو چې د ښاغلی ننګ د مختلط اصل څخه موخه داده چې مضمونونه نیمايي په پښتو او نیمایي په پارسي ژبه شي .
په ښوونځيو کې نږدې شپاړس مضمونونه تدریس کیږي که چیرې د کابل په ښار کې اته مضمونه په پښتو ژبه او اته په پارسي ژبه شي نودا به مختلط تدریس وي .
د ښاغلي ننګ څخه پوښتل کیږي چې ایا په مورنۍ ژبه زده کړه په دې مانا ده چې نیمايي یې په خپله او نیمايي په بله ژبه شي او که په مورنۍ ژبه زده کړه په دې مانا ده چې ټوله زده کړه ، نه نیمايي زده کړه.
دا ډول پروګرام هم د پښتو ژبو زده کونکو او هم د دري ژبو زده کونکو له پاره د زغم وړ نه دی او نه یې مني .
او که چیرې د محترم ننګ دا موخه وي چې په یوه ټولګي کې هم په پښتو لوست ورکړل شي او بیا همغه لوست په دري ژبه ورکړل شي . دا به ممکنه وي . په دوو ژبو لکچر ، نوټ په یوه مهال کې دا اړینه کوي چې لږ تر لږه د یوه مضمون ساعت که چیرې پنځه څلویښت منټه وي باید نوي منټه شي تر څو ښوونکي وکولای شي په دواړو ژبو هم لکچر ورکړي هم نوټ ورکړي او کتاب ورته ولولي او هم په دواړو ژبو د زده کونکو څخه پوښتنې وکړي . په دې ډول تدریسي کال دې هم دوه چنده شي اویا یو ټولګی په دوو کلونوکې ولوستل شي .
که چیرې د ښاغلي ننګ دا موخه وي چې د ټولو ژبو زده کونکي دی په یوه ټولګي کې کینول شي او په یوه ژبه ( پارسي ) دې لوست ورکړل شي نو بیا په مورنۍ ژبه د زده کړې مفهوم څه مانا لري .
په اساسي قانون کې دا نه دي ویل شوي چې که چیرې په یوه کوڅه کې په مختلفو ژبو باندې خلک اوسیږي نو په همغه سیمه کې دې زده کړه دې په کومې ژبې سره وي . او ټول زده کونکي اړ دي چې په په همغه ژبه زده کړه وکړي . او که چیرې داسې وي نو ښاغلی ننګ دې هغه ژبه خلکو ته ور په ګوته کړي .
که چیرې د ښاغلی ننګ موخه دا وي چې په یوه ودانۍ کې د یوې ښوونځي تر نوم لاندې د هغه ښوونځي ټول زده کونکي په خپله مورنۍ ژبه زده کړه وکړي او دې ته دی مختلط وايي دا نو امکان لري او هیله ده چې دا ډول موخه په دې مرکه کې و اوسي .
اوس په کابل کې دا ډول ښوونځي شته چې تر یو نوم لاندې په یوه ودانی کې د لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کونکي په خپلو مورنیو ژبو لوست وايي او دې ډیره ښه پایله هم لرلي ده .
دوهمه خبره دا چې دی باید لومړی هغه اعلامیه چې د پوهنې وزارت په دې اړوند خپره کړي ده په دقت سره ولولي په دې اعلامیه کې په مورنۍ ژبه د زده کړې ، قانوني ،انساني او په نړیوالو میثاقونو کې د هغې تسجیل ته اشاره شوي ده چې د پوهنې چارواکي باید هغه په کلکه په نظر کې ونیسي .
د اساسي قانون سره سم هر زده کونکي په مورنۍ ژبه د زده کړې حق لري خو په دې ژبه د زده کړې شرایط به د پوهنې چارواکي ورته برابروي . دا چې په دې هکله څه ډول میکانیزم رامنځته کوي دا په لوړ پوړیو چارواکو پورې تړلي ده.خو باید ټولو زده کونکو له پاره په مورنیو ژبو د زده کړو زمینه برابر کړي .
باید وویل شي چې په تیرو درې کلونو کې د کابل ښار په ځینو سیمو کې په ښوونځیو کې د پوهنې پخواني وزیر ښاغلي محمدحنیف اتمر په مهال کې په ځینو ښوونځیو کې ټولګي بیل شول ، د ټولګیو دا بیلیدل د زده کونکو په استعدادونو او د هغوی په زده کړو خورا مثبته اغیزه وکړه .
پخوا زما اولادونو لوست نه شو زده کولی . د لوست په مفهوم نه پوهیدل ، دوی په ښوونځيو د ښوونکو له خوا تحقیر کیدل . د ښوونځي څخه یې زړونه تور و.
خو اوس د یوه پلار په توګه په مورنۍ ژبه د زده کړې څخه ډیر راضي یم او زما اولادونه په خپلو لوستونو کې تر پخوا لس وارې تکړه شوي دي نه یوازې دوی په خپلولوستونو تکړه دي بلکې ددوی ټول ټولګیوال په لوستونو حاکم شوي دي او هم د ښوونځی سره یې مینه بې اندازې شوي دي .
ښاغلی ننګ ته اړینه ده چې په ښار کې وګرځي او هغوښوونځیو ته ولاړ شی چې د مورنۍ ژبې په زده کړې له پاره جلا ټولګي رامنځته شي وګوري . د زده کونکو څخه واوري او د دوی د میندو او پلارونو څخه واوري . همدارنګه په نوموړو ښوونځيو کې د زده کونکو تر منځ اړیکي وګوري .
ښاغلی ننګ باید د اساسی قانون او د ماشوم د حقوقو درناوی وکړي هغه باید په دې فکر وکړي او عمل وکړي چې څنګه کولی شي هر یو زده کونکي په خپله مورنی ژبه زده کړه وکړی . په دې هکله یوه ورځ لټي هم د زده کونکي سره لویه جفا ده .
په دې ټول پوهیږي چې د اساسي قانون نه مراعات او یا د هغې څخه سترګې پټول په خپله یو لوی جرم دی. په تیرو لسو کلونو کې د پوهنې وزارت لوړ پوړو چارواکو په مورنیو ژبو د زده کړو په هکله ناغیړي کړي ده او په ډيره ماهرانه توګه یې په دې لاره کې خنډونه راپیدا کړي دي . که داسې نه وي مهرباني دې وکړي په دې هکله دې خپلې لاسته راوړنې خلکو ته ووايي . او رښتیني ارقام دې په ډاګه کړي چې په ټول افغانستان کې اوس مهال څومره زده کونکو دا حق تر لاسه کړی اوڅومره زده کونکي ددې حق څخه بې برخې دی.
د پوهنې وزارت په دې هکله په اعلامیه کې په ځينو ژبو باندې د کتابونو لیکلو ته اشاره شوي ده . د کتاب لیکل څه مانا لري تر څو چې د زده کونکو په واک کې ورنکړل شي او عملا زده کونکو ته په نوموړو ژبو زده کړه پيل نه شي .
بله دا چې په میلیونو پښتو ژبې زده کونکي او د هغې له جملې څخه د یو نیم سلو زرو په شاوخوا زده کونکي د کابل په ښار کې په مورنی ژبه د زده کړې څخه بې برخې دي دا چې د پوهنې وزارت څه ډول میکانزم جوړوې دا د پوهنې په چارواکو پورې تړلي ده. خو د د وی هر وګړی حق لري چې په مورنی ژبه لوست وکړي .
په دې ټول پوهیږي چې په مورنۍ ژبه زده کړه ددې سبب کیږي چې د زده کونکي استعداد وده ومومي د ښوونځي سره یې مینه ډیریږي او د پوهې لوړې پوړۍ ته رسیږي .
که چیرې لوست په مورنۍ ژبه نه وي . ښوونکی نه شي کولی زده کونکی پوه کړي. د زده کونکي لوست نه زده کیږي . استعداد یې وژل کیږي د ښوونځۍ څخه یې زړونه توریږي او ښوونځي پریږدي . په لویو ښارونو کې د ټولو هغو زده کونکو څخه چې زده کړه یې په مورنۍ ژبه نه وي په سلو کې اویا تنه یې ښوونځي پریږدي چې ددې مسوولیت د پوهنې د لوړ پوړو چارواکو په غاړه دی.
د پوهنې وزارت لوړ پوړو چارواکو او په ولایتونو کې د پوهنې رییسانو ته اړینه ده چې د هیواد په تنکیو نیالګیو باندې رحم وکړي او دوی ته خپل حق ورکړي او له دې لارې خپل مسوولیت تر سره کړي .
اوس دا ښکاره شوه چې د پوهنې چارواکي نه غواړی چې د هیواد تنکی نسل دې په خپلومورنیو ژبو زده کړه وکړي او په دې لاره کې راز راز پلمې او ناغیړي کوي .
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت چارواکي خو په بشپړه توګه ددې ورځې او ددې حق څخه بې خبره دی
د افغانستان اولسمشر چې د اساسي قانون حامي او د هیواد او خلکو د حقوقو ساتونکی بلل کیږي د پوهنې او د لوړو زده کړو لوړ پوړي چارواکي په دې هکله خپلو دندو ته متوجه کړي .
همدارنګه د افغانستان پارلمان ته دا اړینه ده چې په دې هکله د پوهنې او لوړو زده کړو لوړپوړو چارواکو څخه پوښتنې وکړي او د ناغیړی په صورت کې یې استیضاح کړی او که مناسب ځوابونه یې نه درلودل باید د دندو څخه ګوښه شي . .
ټولو روڼ اندو ته اړینه ده چې د هیواد له پاره د ښې راتلونکي په خاطر په مورنۍ ژبه باندې د زده کړې په اصل ټینګاروکړي ټولې هغه دسیسې چې په دې لاره کې د هیواد تنکي نسل په وړاندې په لاره اچول کیږي هغه شنډې کړي .
همدارنګه د ویلو وړ ده چې ټولې میندې او پلرونه باید د خپلو اولادنو د برخلیک په هکله بې توپیره پاتې نه شي. دوی باید ښوونځیو ، د پوهنې مدیریتونو ، ریاستونو او یا وزارتونو ته په مراجعه کولو او یا د سوله ایزو لاریونو په کولو سره اوسني چارواکي دې ته اړ کړي چې د زده کونکو له پاره په مورنیو ژبو د زده کړو زمینه برابر کړي
. او هم دې ټول هغه زده کونکي چې دوی په مورنیو ژبو د زده کړو څخه د اوسنیو چارواکو له خوا بې برخې ګرځول شوي دی د پراخو لاریونو په کولو سره خپل حقوق تر لاسه کړي .
په دې ډول دا د څارنوالی او محکمې دنده ده چې یوازې خپل اجرات په غلواو کسیه برانو پورې محدود نه کړي بلکې د پوهنې او لوړو زده کړو د وزارتونو څخه په مورنیو ژبو د زده کړو د قانوني کړنو په هکله پوښتنې وکړي هغوی چې په دې لاره کې خنډونه اچوي ،ناغیړي کوي او یا دا حق تر پښو لاندې کوي باید دماشومانو د استعدادونو د وژنې دجرم په تور محکمه کړي .