کور / تازه خبرونه / وسله والو طالبانو دجاسوسۍ په تور دوه نورافغانان ووژل

وسله والو طالبانو دجاسوسۍ په تور دوه نورافغانان ووژل

لراوبر ۹-۱۱-۰۷


دزابل ولايت دښارصفا ولسوالي ته څېرمه دغه دواړه افغانان په ګوليو وويشتل شول ،وسله وال طالبان وايي چې دغو كسانو وافغان حكومتي چارواكو او نړۍ والو ځواكونو ته جاسوسي كوله ځكه دوى وژلي دي .



افغان چارواكي هم دطالبانو له لوري ددوو افغانانو دوژل كېدو پخلى كوي خو وايي چې مړي لاتر اوسه ددوى لاس ته نه دي رسېدلي .



 دكابل كندهار دلويي لاري يوه امنيتي چارواكي وويل چې وسله والو طالبانو دده په وينا بې ګناه افغانان وژلي دي .طالبان وايي چې دوژل شويو كسانو مړي يې دښارصفا ولسوالي دجلدك په سيمه كې غورځولي دي .
دغه پېښه دكابل كندهار پرلويه لاره نن ماذديګر رامنځ ته شوه ، پر هم دغه سړك درې ورځي وړاندي دغزني ولايت دجنډې په سيمه كې هم وسله والو طالبانو دلوګر ولايت دبركي برك ولسوالۍ يو پخوانى امنيتي چارواكى تر خپلې محاكيمې وروسته له دوو نورو ملګرو سره په ګوليو وويش او ويه وژلو .



ډېرى افغانان وايي چې وسله وال طالبان ترپوښتنو ګروېږنو وړاندي پر اولسي وګړو دجاسوسۍ تورونه لګوي او وژني يې او ډېرى هيواد وال په دې باوردي چې په سيمه كې اكثره زورواكان دطالبانو دنومونو په كاره ولو سره خپل مخاليفين وژني او په دغو وژنو كې خپله ګټه لټوي