کور / کره کتنه / دقهار پښتون په ځواب کي

دقهار پښتون په ځواب کي

کله چي نن سهار دفترته راغلم، لروبر اوبېنوا ویبسایټونه مي راخلاص کړه چي خبرونه وګورم، په بېنوا ویب سایټ کي مي سترګي پریوه سرلیک چي لیکلي یې وه (د پوهني وزير ښاغلى وردګ صاحب دې ولولي) ولګېدې، کله چي مي صفحه پسي کلیک کړه، دکندهاردمعارف څخه دقهار پښتون په نوم چي اصلاً دکندهار هم نه دﺉ، سرټکولي ؤ. مخکي له دېنه چي دقهارپښتون پرلیکنه خپل نظرڅرګند کړم، غواړم چي ټولوهیوادوالوته دهمېش په ډول یوځل بیا څرګنده کړم چي زه ژونالیست، لیکوال اوشاعر نه یم، دپیسو،دشصیت دتوهینولو،دکریډیټ اخیستلو،دمقام دلاس ته راوړلو اوداسي نورو په خاطر نه مي دهیڅ چا سره اړیکي درلودلی، نه لرم اونه بې ولرم. هرهغه افغان چي تورته سپین وايي،خاین،رشوت خور اوقوم پرست ته خدمتګار اوملي شخصیت وايي، ددې مظلوم وطن دښمن دﺉ اوددې وطن په تخریب کي لوی لاس لري هغه که زه یم اوکه بل څوک وي، الله تعالی جل جلاله دي خپل قهراوعذاب ورباندي نازل کړي چي زموږ اسلامي ټولنه ددغسي اشخاصوڅخه پاکه سي. امین!
ښاغلی قهارپښتون! ستادمعلوماتو له پاره، څو ورځي مخکي مي په لروبر ویبسایټ کي ولیدل چي دمحیب الله په نوم یو ورور »دکندهاردپوهني ریاست برياوي« په اړه یوه مثبته لیکنه کړې وه اودکندهار دمعارف دریاست بریاوي یې په لاندي توګه تشریح کړي وې:


۱: دریاست ټول شعبات په کمپیوټرانومجهزکول اومکتوبونه په کمپیوټرټیف کول. دکندهار دمعارف اوسني رئیس ټولومکاتبوته یو کمپیوټر ورکړﺉ دﺉ چي دهغه په واسطه مکتوبونه لیکي.
۲ : ریاست اومدیریتونو ته انټیرنیټ فعاله کول. اوس دکندهار دمعارف ریاست هره شعبه انټرنیت لري. 
۳ : دنوی تعلیمی کال دسنبلی د۱۶ سمی نیټی څخه شروع په کندهار اوولسوالیو کی دتړل سوو ښونځیو او نووجددید التاسیس ښونځیو بیا پرانیستنه. په ۱۳۹۰ کال کي دثبت سوو شاګردانو شمېره ۳۵۰۰۰ ته ورسېدل چي یوازي یې ۱۰۰۰ انجوني دي. 
۴ دکندهار دډند په ولسوالیو کی دنوی جدید التاسیس میخانیک دشاګردانو پر مخ پرانستل اوس په سلګونو شاګردانو ته دحرفوی زده کړی ورکول .
٥: په بولدک ولسوالی کی دوه زرو شاګردانولپاره دغازی عبدالله خان لیليه جوړول. 
٦ :دسلوڅخه دزیاتو ښونځیو خلاصول. زما دمعلوماتو له مخي، ښاغلي مجددي ۱۲۰ ښوونځۍ په روان کال فعاله کړي دي. 
٧ : دکندهار هری ولسوالی ته دپنځو اوستاذانو لیږل کوم چی لیسا نس وی.
۸ : په کندهار کی د۱۳۹۰ کال دنوی جدید الشمول شاګردان نارینه او ښځینه چی تعداد یی تر د۳ زروڅخه زیات دی اوس هم داخله جریان لری دیادونی وړده چی په یادو شاګردانوکی اته زره انجونی دی پورته تعداد شاګردان په تیروڅو ګلونو ګی بی ساری دی .
۹ :دښار دټولو ښځینه شاګردانو او استادانو دترانسپورټ برابرول
۱۰: دښاردزده کونکو لپاره دیوه ځانګړی لباس برابرول او عملا یی هم توزیع شروع ده .
۱۱: دښاراووالسوالیودلیسومدیرانوامتحان اخیستل دآزادرقابت دلاری دمدیرانو انتخاب.
۱٢: دټولو لیسو دولسمو ټولګیو دفارغه شاګردانولپاره دکانکور دامادګی دلنډ مهاله کورسونو جوړول .
۱٣:په ډیر لنډ وخت کی دژمی په یخنی کی دسونګ لپاره دبټو اماده کول.
۱٤:دښار دټولوښوونځیو دهیندارو او کړکیو جوړیدل. دمعارف ریاست یې ټول سنګي مرمر کړﺉ.
١٥:ښوونکوته په ارغنداب اودامان ولسواليوکي دسرپنالپاره دمځکو ورکول چي دامهال دنقشي مطابق کار روان دﺉ.


ښاغلي قهارپښتون! تا دپورته بریاوو څخه یوه هم نه ده ذکرکړې، دمعارف اوسني رئیس ته دي داصلاح اودسمون له پاره هیڅ کوم نظر،پیشنهاد نه دﺉ کړﺉ، سالم انتقاد دي هم نه دﺉ کړی بلکي ما ته داسي معلومیږي چي تا دغه لیکنه یوازي اویوازي دکومي مشخصي ډلي څخه دکریډیت اوداوسني معارف رئیس دتوهینولواوبدناملوله پاره کړې ده امادادي هېرکړي دي چي هغه پوهنیاردﺉ، په هندوستان کې ماستړي کړې ده او په کندهار پوهنتون کې تقریباً ۷ کاله تدریس کړﺉ دﺉ.
اوس تا خپلي لیکني ته متوجه کوم چي له ادبي اومنطقي اړخه څومره کمزورې ده ځکه چي کمزوري یې له سرلیک څخه معلومیږي:


اول: (ښاغلى وزير صاحب په كندهار كې  نه يوازي معارف فلج دى بلكه د رئيس د كاكا د زامنو له خوا لكه بصير احمد مجددي،هاشم مجددي  او د هغوۍ د څو نورو ملګرو د بداخلاقۍ مركزونه ګرځيدلي دي) څنګه بداخلاقي؟؟ ولي دي نه ده واضح کړې؟ بصیر دکندهارپه پوهنتون کي، دزراعت دپوهنځۍ استاد دﺉ اویوازنی کس دﺉ چي لوړي زده کړي یې کړي. دپوهنتون څخه وروسته، دمعارف دریس مشاوردﺉ اوداباور دمعارف رئیس ځکه پرکړی دﺉ چي دتحصیل پرمهال دده شاګرد ؤ. هاشم مجددي پرکوم پوسټ مقرردﺉ؟ ولي دي نه دي ویلي؟ ولي دي دهغه دزه کړو په اړه څه نه دي لیکلي؟ ټول کندهار شاهد دﺉ چي هاشم اوبصیر دمعارف درئیس سره هیڅ خپلوي نه لري.


دوهم: (ښآغلى وزير صاحب د پوهني رئيس د رياست پر ټولو مهمو پوسټونو خپل قريبان مقرر كړي دي او په دې برخه كې معارف په روابطو پالي) بیله بصیر او هاشم، بل کوم څوک پېژني؟ که هو نو ولي دي لیست نه دﺉ جوړکړی؟ هغه مهال ته چیري او ولي دي لیکني نه کولې چي دمعارف دریاست چوکیدار هم په قوم …. زی ؤاودریاست په مقام کې به سپین ورځ رقص شروع ؤ، که دي زما دا زړه ته نه لویږي نو یوځل دمعارف دپخوانیومامورینوڅخه پوښتنه وکړه چي قناعت دي حاصل سي. 
دریم (د پوهني رئيس صاحب د بډو او اختلاس په تور څارنوالى هم ورغوښتىوو خو د رئيس صاحب لوى انډيوال او شريك والي صاحب ويسا يي ننګه وكړه او څارنوالۍ ته يې د هغه د خلاصون په موخه مكتوب وليږى خو د نيكه مرغه چې د څارنوال صاحب په ايمانداري سره د والي صاحب مكتوب كومه فايده ونه كړه .
نو   څارنوال صاحب د معارف رئيس د يوه مكتوب په ليږلو سره د كندهار ښار څخه ممنوع الخروج اعلان كړى دى خو د پوهني رئيس تر هغه وروسته د لسګونو زرو افغانيو سره يو ځاى هغه بيا هم كابل ته تللى دى څو هلته رشوت تير او ځان خلاص كړي .)


کندهار هغه یوازنی ولایت دﺉ چي دمعارف وزیر ورته دټول ولایت دمکاتبو له پاره د بوټو درانیولو بودیجه  ومنله. دمعارف اودبوټوخرڅوونکي ترمنځ دیوه من بوټي قیمت اوانتقال موافقه پر ۱۶ افعانۍ وسوه. قراردادي د ۵۰ لکو افغانیو بوټي مکاتبوته تراوسه نقل کړي دي خو دمعارف له خوا ورته یوه افغانۍ هم نه ده ورکول سوې. دلته یوبل نفر چي دنجیب الله احمدي دوختو قراردادي ؤ څارنوالي ته عارضه وکړه چي زه حاضروم چي من په ۱۱ افغانۍ ورسره لاسیلک اوانتقال کړم خو معارف ماته داقرارداد رانه کړﺉ،توریالي ویسا ځکه دغه نفر رد کړ چي دنجیب احمدي په وخت کي دکمو بوټوپه انتقال تورن سوی ؤ یعني دیوه موټرپرځای بې یې نیم موټر انتقالوﺉ چي ددغه ناوړه جرم اسناد اودسیه یې تراوسه پوري په څارنوالي کي پرته ده.


څلرم: (جناب وزير صاحب فكر كوم چې رئيس صاحب  مجددي به تا ته هم زياتي پيسي در وړي وي خو زه نه پوهيږم چې ته به قبولي  كړي كه يا .)


دغه پورته دواړي جملې دي شکمني دي، ته خپله په دې اړه فکر نه سې کولای نو نوربه څنګه فکر وکړي، تاهیڅ کوم ثبوت نه دﺉ وړاندي کړی بلکي ګمان اوشک دي کړی دﺉ او شک په اسلام کی منع اوبې ځایه تورلګول په اسلام کي جرم دﺉ، نو تا په خپله لیکنه کي اسلامي قوانین هم نه دي مراعت کړي. بله داچي دغه موضوع دي هیڅ نه ده څېړلې چي دکندهاردمعارف پررئیس کوم اشخاص دچارواکو له خواتپل سوي دي چي تراوسه په معارف ریاست کي کارکوي. 


په پای کي وایم چي ترما بل هیڅوک دکندهارپوهنتون اودمعارف ریاست ته نه دﺉ څرک،همدا اوس زه دمعارف دریاست په اړه یوه هراړخیزه سروې کوم،دمعارف دټولوریسانو بریاوي اوخیانتونه به ترخپل ولس پوري رسوم اوقضاوت بیا خپل مظلوم ولس ته پرېږدم.خو هیله لرم چِِي دقهارپښتون غوندی اشخاص یا حقایق راڅرګند کړي اویادي پټه خوله ونیسي اوزموږ کدرونه دي نه معیوسه کوي اوهرهغه څوک، زماپه شمول، چي دپیسو، قوم، شخصي مسایلو اوکریډیت په خاطردکندهار شخصیونه اوکدرونه توهینوي، الله تعالی دي په داسي عذاب اخته کړي چي ټولنه ورڅخه بې غمه سي.


امین