کور / هراړخیز / ((ټلوېزون))ليک او ژباړه:صديق منصور انصار

((ټلوېزون))ليک او ژباړه:صديق منصور انصار

پېژندنه او پرمختګ
ټلوېزون څه شى دى
د ټلوېزون ايجاد
د ټلوېزون خپرونې


ټلوېزون يوه داسې اله ده ، چې د غږ او انځور( تصوير) په مرسته پيغام خپروي. د ټلوېزيون ايجاد او د خپرونو پيل په خپل شاليد کې يو پر زده پورې تاريخ لري. ټلوېزيون ته د نوي پېر( عصر) نړۍ هېنداره ويلاى شي. د ټلوېزون له لارې موږ پر کور ناست د نړۍ چکر وهو او په نړۍ کې د پېښې شوې مهمې او ارزښتمنې پېښې په خپلو سترګو وينو. ټلوېزيون پروګرام تر موږ پورې له کوم ټلوېزون سټېشن څخه را رسېږي، چې ټلوېزون مرکز ورته ويل کېږي. ځينې پروګرامونه له ټلوېزون مرکز پرته نيغ په نيغه هم خپرېږي. دغه خپرونې د کامرو او فيته ثبتوونکيو( Tape Recorders) په مرسته خوندي کېږي هم او د اړتيا پر مهال د ټلوېزون مرکزونو څخه بيا خپرېږېداى شي. د ټلوېزون د ايجاد او خپرونو په اړه پر تفصيلاتو له پوهېدنې تر مخه د ټلوېزون پر معنى او مفهوم پوهيدنه اړينه ( ضروري) ده.


١.١: ټلوېزون څه شى دى؟


ټلوېزون ( Television) د دوه کلېمو مجموعه ده. چې ټېلي ( Tele) او وېژن ( Vision). ټېلي ( Tele)  يوه رومي کلېمه ده او د ډېر لرې ( For Away) معنى لري، او وېژن ( Vision) د ليدلو معنى لري. نو په دې توګه ټلوېزون د ( له لرې ليدل) يا ( له لرې سيل کول).معنى لري.


١.٢: د ټلوېزون ايجاد:


د ټلوېزون منځ ته راتګ( اختراع) په يو وار يا ناڅاپي ډول نه ده شوې. د هغې شاليد کې د برېښنايي اختراعاتو د بري يوه لړۍ پرته ده. د ټلوېزون له اختراع تر مخه ساينس پوهان په دې نظر وو چې د هوا د څپو له لارې له يو ځايه بل ځاى ته د غږ او انځور تګ يا لېږدول شوني ( ممکن) دي. دې نظريې ته د عملي شکل ورکولو لپاره پر ١٨٩٤ز کال يو ساينس پوه راډيوي غږونه په برياليتوب سره تر يو لنډ واټن پورې ورسول. دغه ساينس پوه ګاليلو مارکوني و، چا چې راډيو اختراع کړه. په ١٩مه پېړۍ کې ټېليګراف اختراع شو. ورپسې د ټېليفون له اختراع سره سم د غږ لېږدول ( Transmission) پيل شو.
د ټلوېزون ستره اختراع د سکاټلينډ يو اوسېدونکي جان لوګي بيرډ (John Logie Baired) وکړه. بيرډ به ډېر ځلې ( اکثر) فکر کاوه، چې لکه څرنګه چې له تار پرته زموږ غږ له يوه ځايه بل ځاى ته رسېږي، دغسې انځور هم رسولاى شو. دغې خيال ته د حقيقي شکل ورکولو لپاره بيرډ تجربې پيل کړې. له تجربو څخه دې پايلې ( نتيجې) ته ورسېد چې بې شمېره تورې او سپينې کوچنۍ نقطې د برېښنا په ذريعه له يوه ځايه بل ځاى ته لېږدول کېداى شي. دغه نقطې د يو بل ماشين په واسطه يو وار بيا يو ځاى د انځور په توګه پر پرده ښودل کېداى شي.
جان بيرډ پر ١٩٢٥ز کال له يوې کامرې څخه بلې کامرې ته پر يوه پرده د يو ماشوم د تصوير په لېږدولو بريالى شو. جان بيرډ پر ١٩٢٧ز کال تر ګلاسکو پورې د لندن ښار د منظرو په لېږدونه بريالى شو.
پر ١٩٢٩ز د ټلوېزون لومړنى خپرنيز مرکز په لندن کې پرانيستل شو. د ټلوېزون اختراع کوونکي جان لوګي بيرډ پر ١٩٤٦ز مړ شو.  
له بله پلوه جرمني ساينس پوهانو د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال له سل ميلو لرې واټن څخه پر   “٢٤ x “١٨پرده د انځورونو د ترلاسه کولو بريالۍ تجربه تر سره کړې وه. خو په نړيواله جګړه کې د هېټلر له ناکامۍ وروسته هغوى دې لوري ته پاملرنه و نه کړه.


د ټلوېزون خپرونې
په نړۍ کې دمنظمو ټلوېزوني خپرونو پيل له ټولو تر مخه په انګلستان کې وشو. د جان بېيرډ لومړنۍ ټلوېزوني خپرونې د ١٩٢٥ز کال د سپټمبر پر ٣٠ مه نېټه د بي بي سي له خپروونکې ماشين                  ( Transmeter) له لارې خپرې شوې. وروسته بيا د پرلپسې منظمو خپرونو چارې هم بي بي سي ( British Broadcasting Corporation) پر غاړه واخيستې، خو د دويمې نړيوالې جګړې له امله دغه خپرونې بندې کړاې شوې.
له دويمې نړيوالې جګړې وروسته پر ١٩٤٦ز کال د ټلوېزون  خپرونې بيا پيل شوې، او دايره يې له لندن څخه پراخه او نورو سيمو ته وغزېده.
په لندن کې د برياليو ټلوېزوني خپرونو د امريکې پر متحده ايالاتو هم اغېزه وکړه او هغوى هم د ټلوېزون د خپرونو پر تجربو لاس پورې کړ.