کور / سياسي / نوى لومړى وزير، راتلونكى سياسي چاپيريال، ستونزې او ګواښونه

نوى لومړى وزير، راتلونكى سياسي چاپيريال، ستونزې او ګواښونه



 


دا دى په پاكستان كې د دموكراسۍ د بېرته ټېنګښت او د ټېكاو د راوستو په موخه  له ډېرو منډو ترړو نه وروسته، د پاكستان نوى پارلمان په خپله څلورمه غونده كې تېره دوشنبه د خلكو د ګوند له خوا نومول شوي لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني ته د رايې په وركولو سره، د مشرف او دهغه د پوځي جنرالانو د مطلق العناني واك ته ظاهرا د پاى ټكى كېښود، چې له دې سره به په دې هېواد د دموكراسۍ د بيا غوړېدا لپاره، يو څه زمېنې برابرې شي.


نومول شوي لومړي وزير رضا ګيلاني وكولى شو، چې د پاكستان د پارلمان له ټول ۳۳۶ رايو نه په غوڅ اکثريت سره، 264 رايې ترلاسه او په دې توګه د پاكستان د اتلسم ټاكل شوي لومړي وزير په توګه د پاكستان په نوي سياسي چاپيريال كې كارنده ونډه واخلي.


يوسف رضاګيلاني د پنجاب صوبې د ملتان د خلکواستازى دى، ده ته لکه څرنګه چې مخکې اټکل کېده د عوامي نشنل ګوند اود نواز شريف د مسلم ليګ په څنګ کې، متحده مجلس عمل او متحده قومي غورځنګ غړيو، هم رايې ورکړې.


د رضاګيلاني په وړاندې د مسلم ليګ د قايد ډلې له لوري چودري پروېزالهي کانديد وو. چې صرف دوه څلوېښت رايې يې ترلاسه کړې . نوي ټاكل شوي لومړي وزيرد مارچ په پنځه وېشتمه نېټه د ولسمشر پرويز مشرف او د کابينې د غړو او د پاكستان د ځېنو جګپوړو سياسي او پوځي چارواكو په ګډون، د ولسمشرۍ په ماڼۍ كې د ژمنيتا لوړه وکړه .


كه څه هم له دې سره په پاكستان كې، د نوي ډيموكراتيك بهير د بيا پيلېدو لپاره، ډېرې هيلې شته، خو داسې ښكاري چې د دې هېواد په سياسي چاپېريال كې اوس هم د پوځي واكدارانو راج چلېږي او له دې سره پر واك د پوځيانو د بيا ګوندې كېدو اندېښنې لا په پوره توګه نه دي پاى ته رسيدلې .


د گيلاني په اړه :


يوسف رضا گيلاني د ۱۹۵۳ م كال د جون په مياشت كې د پنجاب ايالت د ملتان ښار په يوې سياسي کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي . په پنځوسمه لسېزه كې يې پلار د پاكستان په پارلمان كې د ملتان د خلكو استازى و، دنوموړي كورنۍ لكه د بوټو د كورنۍ په څېر  د پاكستان له لويو پانګوالو څخه نه، بلكې د متوسطو كړيو په ډلو كې شمېرل كېدله. ګيلاني خپلې لومړنې زده كړې په خپل ټاټوبي او لوړه زده كړه يې د خبريالۍ ( ژورنالېزم ) په برخه كې د ملتان په ښار كې سرته ورسولې، ده د اتيايمې لسېزې  په دوران كې چې د جنرال ضياالحق پوځي واكدارۍ چليده  د سياست ډګر ته ورودانګل. ګيلاني په ۱۹۸۸ كال د مرحوم جنرال ضياالحق له مرګ نه وروسته، د پاكستان د خلګو ګوند غړېتوب ترلاسه، نوموړي د ۱۹۸۸م كال څخه  تر ۱۹۹۰ كلونو پورې  د مېرمن بوټو په حكومت كې د روغتيا او وروسته د كور جوړولوپه وزارتونوكې دنده ترسره كړې ده .. چې بيا د١٩٩٣ کال څخه تر ١٩٩٧کال پورې  د بېنظير بوټو د دويمې دورې د حكومت پر مهال د پاكستان د ملي اسمبلۍ درياست دنده يې پرغاړه درلوده . چې د ٢٠٠١م کال يعنې  د مشرف د واكمنۍ په لومړيو كلونو كې له واک څخه د ناوړې گټه اخېستو په تور ونيول شو، چې  نژدې شپږ کاله بندي وو. ګيلاني  په دې تورن و،چې ګواكي  نافذه قوانين يې له  پامه غورځولي، اودولتي مسووليتونه او چاري يې۳۵۰ كسانو ته سپارلې او له دولتي وسايلو  موټر او تيلفونو څخه د خپلې شخصي ګټو په موخه، ګټه اخلي . نوموړي  د خپلې شپږ كلنې  بندې خانې  پرمهال  د خلګوګوند د يو بل نامتو مشر او د ميرمن بوټو مېړه آصف زرداري چې هغه ا مهال له ده سره يو ځاى يې په بند كې شپې او ورځې تېرولې، له نژدې نه پېژندګلوي پيداكړه  او د دوى تر منځ پخوانيۍاړيكې لا پسې ټېنګې  شوې،   ډيرى كارپوهانو په دې  انددې،چې له زرداري سره دنوموړي  نژدې اړيكې، د خلګو د ګوند له لوري د ده نومول او وروسته په ملي اسمبله كې د لومړي وزېر په توګه داكثريت رايو په ترلاسه كولو كې، بې اغېزه نه وو.  ګيلاني د هغې بښنې له مخې له بند نه خوشې شو، چې د تېر كال په وروستيو كې بېنظير بوټو ته اعلان شوه.


گيلاني څو وارې له ملتان څخه د ملي اسمبلۍ غړى ټاکل شوى دى.


نوموړي د فبروري د مياشتې په ټاکنو کې د پاکستان مسلم ليگ (ق) گوند کانديد سکندر بوسن ته ماتې ورکړه.


گيلاني د هيواد د هغو سياسي مشرانو څخه يو دى چې د بند په وخت يې کتاب ليکلى دى.


ګيلاني په پاكستان كې، د ملتان له ښارنه  لومړي، او له سراييكي ژبو څخه دويم لومړي وزير دي


د ګيلاني ټاكنه، كورني او نړيوال غبرګونونه:


د پاكستان د لومړي وزير په توګه د ګيلاني ټاكل، هم د پاكستان په داخل او هم بهر كې له بېلا بيلو غبرګونونو سره مل و. 


ولسمشر مشرف د دې خبر په اورېدو سره، اعلام وكړ ، چې ، له ګيلاني سره  مرستې او همكارۍ ته  حاضر دى ، هغه زياته كړه، دى هيله من دى، چې په پاكستان كې د ګيلاني په مشرۍ د نوي دموكراتيك نظام په پيلېدو سره، هېواد د سياسي ټېكاو، اقتصادي پرمختګ او له ترورېزم سره د مبارزې پر لور،  ګړندي ګامونه واخلي. 


د خلګو د ګوند رييس زرداري چې ګيلاني يې نژدې ملګرى او د ده د هڅو په پايله كې هغه د ګوند د خلكو د څو نوماندانو له منځ نه، پارلمان ته د لومړي وزير په توګه ونومول شو،مشرف د يوې  خبرپاڼې په خپرولو سره، څرګنده كړه، چې د ګيلاني له لومړې وزير كېدو نه خوښ او له دې اړخه هېڅ وېره نه لري، ځكه هغه په خپله، خپله لاره پېژني.


په صوبه سرحد کې د پاکستان پيپلز گوند يو مرکزي مشر عبدالکبرخان ، وويل چې د پاكستان د ملي اسمبلي داستازو د يوسف رضا گيلاني په نوم د لومړي وزير لپاره سلا کيدل، په هيواد کې د جمهوري بهير يو ښه پيل دى.


همدا راز  په پښتونخوا کې د عوامي نشينل گوند يو مشر افضل خان لالا د يوسف رضاگيلاني د هيواد د لومړي وزير
جوړېدو د پريکړې هرکلى وكړ او دايې د پاكستان د راتلونكي لپاره يو ښه او اغېزمن ګام وباله.


 نوموړي وويل يوسف رضا گيلاني يو ښه او پاک سياستوال دى، او هيله مند دى چې نوى لومړى وزير به په ښه ډول دهيواد چارې پر مخ بوځي.


د پاکستان مسلم ليگ گوند د سرحد ايالت صوبايي مشر پير صابر شاه هم د يوسف رضا گيلاني د لومړي وزير په توگه د ټاکلو په پريکړه خوښې څرګنده كړه او وويل: هغه هيله مند دى، چې گيلاني او نور ټول سياسي مشران به په نوي حکومت کې ا نصاف وکړي او په ښه ډول به جمهوري چارې په مخه بوځي.


همدارنګه د پاكستان ځېنو مهمو ورځپاڼو د ګيلاني له لومړي وزير كېدو نه ننګه وكړه، د پاكستان انګليسي ژبې ډان ورځپاڼې، په خپله سرمقاله كې ولېكل ، هيله من يو ، چې دا به د پاكستان لپاره يو پياوړى لومړي وزير وي، تر څو وكولاى شي، هېواد له راروانو تاوتريخوا او او ناامنيو نه وژغوري.


د پاكستان نيوز ورځپاڼې هم د ګيلاني له لومړې وزير كېدو نه په هركلى سره، وليكل ، د ګيلاني ټاكنه د پاكستان د پارلمان د زيركتيا او سياسي بلوغ نښه ده.


په دې توګه ، د پاكستان زياترو سياسي ګوندونو او ډلو د ګيلاني په  لومړي وزير كېدو خوښي وښودله .  .


په نړېوال كچه :


د پاكستان د لومړي وزير په توګه د ګيلاني ټاكل، په نړيواله كچه هم له بېلابېلې غبرګونو سره مخ شول، اروپايي ټولنې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د پاكستان د لومړي وزيرپه توګه د ګيلاني ټاكل كيدل ، او د بندي قاضيانو د خوشي كولو په موخه د ده حكم وستايه او دا يې په پاكستان كې د دموكراسۍ ، ټېكاو او امنيت د ټېنګښت په لاره كې يو ستر ګام وباله .


د افغانستان ولسمشر كرزي، هم د يوې بيانېې په خپرولو سره، ګيلاني ته د ده د لومړي وزير په توګه ټاكل،كيدو تبريكې  وويله، او هيله يې څرګنده كړه، چې په پاكستان كې به دنوموړي  تر مشرۍ لاندې له تروريزم سره جګړه به لانوره هم ګړندۍ شي .  
دانا پرنيو د سپېنې ماڼۍ وياندې، خبريالانو ته وويل، چې ولسمشر بوش له ګيلاني سره د يوې ټېلفوني اړيكې په ترڅ كې، ګيلاني د پاكستان دلومړي وزير په توګه د ټاكل كېدو تبريكي وويله، او له ګيلاني سره يې له تروريزم سره د مبارزې پر اهميت او ارزښت هم خبرې وكړي او له نوموړي سره يې  د خپلې زياتې مرستې او ملاتړ اعلام وكړ. د پرينو په خبره بوش له ګيلانې په دې تيلفوني خبرو اترو كې، پر دې خبره هم ټېنګار وكړ، چې پاكستان له ترورېزم سره په جګړه كې يو له مهمو هېوادونو او ملګرو څخه دي.


  
همدار راز د بيلابيلو هېوادونو   لكه جرمني، بريټانيا، هند او تركيې مشرانوهم  د ټيلفوني له لارې ګيلاني ته  تبريكي وويله .


 


مشرف او ګيلاني سره ښكر په ښكر:


يوسف رضاگيلاني، په داسې وخت کې د هيواد لومړى وزير کيږي، چې هيواد په اصطلاح د ترهګرۍ، د بريښنا له کمښت، او د گرانۍ له ننگونو سره مخامخ دى، خونوٰي حکومت ته بيا تر ټولو ستر چيلنج د قاضيانو بېرته په ځاى کول بلل شوي و، چې ويل كېږي، همدا اوس اوس ده دغه هيله ترسره شوې ده.


د پاکستان نوي لومړي وزير ګيلاني، په خپلې لومړۍ وينا کې وويل، ټول نيول شوي قاضيان دې خوشي شي، ده همداراز حکم وکړ، چې د پيپيلز د ګوند مشرې بې نظيربوټو د وژلو پلټنې او تحقيقات  دې، د ملګرو ملتو له لوري ترسره شي.


 دا دواړه امره هغه څه دي، چې ولسمشر پرويزمشرف ورسره سلا نه و، قاضيان د ده تر حکم لاندې په اضطراري حکومت کې نيول شوي وو او د تېر كال د مرغومې په شپږمه، چې کله بې نظيربوټو ووژل شوه، ده وويل، چې پاکستاني څارنوالان دا وړتيا لري، چې په خپله د پېښې پلټنه وکړي، بهرنيو ته حاجت نه شته.


سره له دې، چې د نوي لومړي وزير، لومړۍ خبرې د ولسمشر پرويزمشرف له دريځ سره په ټکر کې دي، خو مشرف په څرګند ډول دهغه په وړاندې درېځ نه دى نېولى، آن د ګيلاني تر ټاكل كېدو مخکې، ده ويلي وو، چې دى به له نوي لومړي وزير او د هغه له حکومت سره بشپړه همکاري کوي، د شننوونكو په اند، د ولسمشر مشرف دغه څرګندونې تر ډېره بريده، د زړه له تله او رښتينې نه  برېښي، بلكې دا هغه خبرې دي، چې د اوسني لنډ مهالو مجبوريتونو او بېوسيو له كبله، د ده له خولې وزي، لكه څرنګه، چې د پاكستان تير تاريخ ښودلې، په پاكستان كې رښتينى واك، هېڅكله هم د خلكو له خوا ټاكل شويو نظامونو ته، نه دى لېږدول شوى، بلكې تل د جنرالانو په لاسونو كې پاتې شوى او دخلكو له خوا، دټاكل شويو استازو سره حكومت په سمبوليكه بڼه عمل كړى، كله چې پوځيانو له دې نه وېره پيدا كړې، چې واك يې له لاسونو وزي، سملاسي يې كودتاګانې په لاره اچولې او ټول واك يې بېرته په خپله ولكه كې راوستى. پر دې بنسټ ګيلاني او د ده حكومت هم له ورته احتمالي ګواښونو سره مخامخ او برخليك يې د نورو په شان اټكل كېږي. 


د پاكستان د سياسي چارو ډيرى شنونكي په دې مساله د نظر اتفاق لري، چې د نوموړي هېواد د اجراييې قوې په سربه، د ګيلاني راتګ، په دې هېواد كې  له څو اړخېزو نورو ستونزو سره مخامخ وي، چې كېداى شي دغه ستونزې په قطعي ډول د پاكستان سياسي، امنيتي او اقتصادي ټېكاو تر خپلې اغېزې لاندې راولي .


له مشرف سره د پاكستان د ملي اسمبلې او د ګيلاني دولت د اړيكو څرنګوالى، له دولت او ملي اسمبلې په وړاندې د مشرف واكونه، په ملي اسمبله كې له شته ايتلافي ګوندونو سره د دولت تعامل، د دولتي څوكيو وېش، د مسلم ليګ ګوند د نواز څانګې غوښتنې، د ګوښه شويو قاضيانو مساله، د هېواد د بهرني سياست څرنګوالى په ځانګړې توګه له تروريزم سره په جګړه كې د پاكستان د ګډون او نه ګډون خبره، همدارنګه د پاكستان اوسني سياسي، امنيتي او اقتصادي ترينګلى حالت،  ټول هغه څه دي، چې په بالقوه توګه د پاكستان د نوي دولت لپاره د راتلوونكو جدي ستونزو او ګواښونو په توګه ګڼل كېږي.


په ټولېز ډول د ګيلاني دولت له دريو اساسي موضوعاتو سره به مخامخ وي، چې هر يوه يې كېداى شي د پاكستان لپاره د يوې جدي ستونزې په توګه رادبره شي.  


الف –  د سترې محكمې د ګوښه شويو قاضيانو مساله: 
داسې ښكاري، چې له دندو ګوښه شويو قاضيانو د خلاصون او بېرته راوستو په اړه، د پاكستان د نوي دولت درېځ نه بدلېدونكى او تر ټولو څرګند دى، د نيول شويو قاضيانو د بېرته خوشي كېدو په  هكله، د ملي اسمبلې په څلورمه غونډه كې د ګيلاني زغرد حكم، دا وښودله، چې دى په خپله كړې پرېكړه كې جدي دى او هوډ يې كړى، چې دغه موضوع به تر پايه پورې څېړي او په هېڅ صورت دې ته حاضر نه دى، چې ترې په شا شي.


كه څه هم دغه موضوع د پاكستان په ټاكنو كې دوو برياليو ګوندونو ( خلك او مسلم ليګ نواز ) ته، تر ستراتيژيك هدف، ډېر تكتيكي اړخ لري، يانې د د غو دوو ګوندونو په وسيله د سترې محكمې د ګوښه شوي مشر، چوهدري افتخار محمد او نورو قاضيانو د بېرته راوستو پر مساله ټېنګار، ډېر پر مشرف د فشار په توګه كار اخېستل كېږي.


دا په داسې حال كې ده، چې مشرف تر اوسه پورې، په دې اړه كوم غبرګون او يا ټېنګاو نه دى ښودلى او تل يې دا څرګنده كړې ده، چې له نوي دولت سره به همكاري او مرسته كوي. په ټوليزه توګه، ويلاى شو، چې د قاضيانو په هكله، د نوي دولت تكتيكي هدف، استراتېژيكه بڼه نه لري، بلكې تر ډېره برېده د مشرف د كمزوري كولو په موخه ترسره كېږي.


ب – د قدت توازن:  
بله موضوع ، چې ګيلاني به ورسره مخامخ وي، د پاكستان د قدرت په جوړښت كې د توازن د رامنځ ته كولو خبره ده.


پرويز مشرف له ۱۹۹۹كال نه وروسته كله، چې واك ته ورسېد، د پاكستان د ۱۹۷۳ كال په اساسي قانون كې يو لړ بدلونونه رامنځ كړل، چې له مخې يې د ولسمشر په واكونو  او صلاحيتونو كې د پام وړ  زياتوالى راغى.


د دغو واكونو له جملې څخه يو هم د ملي شورا د انحلالو او د لومړي وزير د ګوښه كولو صلاحيت دى، چې په  نوموړي اساسي قانون كې ولسمشر ته وركړل شوى، د پاكستان په اساسي قانون  كې د دغو بدلونونو له مخې، د ګيلاني قدرت همدا اوس له ګواښونو سره مخامخ دى، چې د ده پروړاندې، ولسمشر د قدرت د پلي كولو په موخه، د ډېرو واكونو درلودونكى دى.


پر دې اساس، ګيلاني اړ دى، چې په اساسي قانون كې يو شمېر اصلاحات راولي، چې د هغه له مخې وكولاى شي، خپل واك يو څه پياوړى كړي.


نو له دې كبله، د اساسي قانون د اته پنځوسمې مادې په دويم جزكې د سمونونو رامنځ كول، چې ولسمشر ته د پارلمان د انحلالولو صلاحيت وركوي، د پاكستان د ملي اسمبلې او ګيلاني له لومړېتوبونو څخه ګڼل كېږي.


په دې توګه، په اساسي قانون كې د دغو اصلاحاتو په راوستو سره، به د مشرف واك سخت ګوذار وخوري او كم به شي، چې د شننوونكو په باور، د بندي شويو قاضيانو له خوشي كيدو نه وروسته به ، دا د مشرف لپاره دوهم تر ټولو كاري ضربه وي، چې د نوي دولت له خوا ورباندې واردېږي، چې كېداى شي كه پوځ د مشرف تر شا و نه درېږي، د هغه د استعفا لامل هم وګرځي، خو د مشرف پوځي واك اوباور د اوس لپاره د دې شونتياوو مخه ډب كړې. 


ج – د تروريزم پر ضد جګړه :
دا په دوهمه برخه کي ولولئ