کور / راپور / دطالبانو ترولكې لاندي سيمي ته ديوه خبريال سفر

دطالبانو ترولكې لاندي سيمي ته ديوه خبريال سفر

 
د هلمند د مرکز لښکرګاه په شمال کې شاوخوا يو سلو دېرش کيلومټره ليرې نا ارامه ولسوالۍ موسی کلا ته مې سفر وکړ. دا ولسوالي چې د نږدې يوه كال را په دې خوا ذطالبانو په ولكه كي ده خورا بدله ښکارېده، د ولسوالۍ د ودانۍ هغه ډبرين دېوال ړنګ شوی و، چې درې ميټره بر يې درلود او سيمه ييز اوسېدونکو به تاريخي دېوال باله د ولسوالۍ ودانۍ هم کنډ او کفر ښکارېده.


د وسلوالو طالبانو د يوې شپې د پرله پسې کار له کبله د ولسوالۍ ودني داسې نړول شوې وه چې نقشه يې بدله ښکارېده، د ولسوالۍ په خوا کې جوړ لوی شخصي روغتون ته قلفونه ور اچول شوي وو، دا هغه روغتون و چې وړاندې تر دې به ځينې بهرنيو هيوادونو څخه رابلل شوو ډاکټرانو هلته د خلکو درملنه کوله. د ولسوالۍ د بازار د ډېری دوکانونو پر مخ د بهرنيو ځواکونو د الوتکو د بمباريو نښې نښانې پاتې وې، د بازار په شواخوا کې پرتو کليو کې هم هر اتم کور نړېدلی ښکارېده، سيمه ييزو وګړو دا خبرې کولې چې دا کورونه د نړيوالو ځواکونو الوتکو بمبار کړی دی.


حاجي نظرمحمد چې د موسی کلا ولسوالي د مخورو خلکو څخه بلل کېږي وويل: د نړيوالو ځواکونو پرله پسې بمباريو ډېری کسان کډې کولو ته اړ ايستل چې د ده په وينا يوازې هغو کسانو کډې وکړې چې د سيمې څخه يې د کډې کولو توان درلود، حاجي نظرمحمد وويل چې له هغې ورځې را په دې خوا چې طالبانو ولسوالي په خپله ولکه کې واخيسته د خلکو اقتصاد ته ډېری لوی زيان اوښتی دی.


د ده په وينا چې اوس په بازار کې د مېشتو وګړو له جملې څخه درېيمه برخه پاتې ده، دوو نورو برخو يې بېلابېلو سيمو ته کډې کړې دي.


زه دوه كاله وړاندي دغې ولسوالي ته تللى وم رښتيا هم هغه موسی کلا ولسوالي د نن له ولسوالۍ سره نه پرتله کېده، په هر ډګر کې ډېر لوی زيان اوښتی و هلته د پخوا په څېر ګڼه ګوڼه نه وه او د موسی کلا هغه ښار ګوټی چې ډېری خلکو يې ابادي د افغانستان تر ډېرو کوچنيو ولايتونو ډېره بلله اوس بېخي پر نېستی حساب ښکارېده، موسی کلا اوس په رښتيا د يوې عادي ولسوالۍ بڼه غوره کړې وه، دغه بازار ته اوس خلک د دوا او درملنې لپاره نه ورتلل نه هم د شاوخوا ولسواليو کوچنيو دوکاندارانو دغه بازار ته زړه ښکاوه چې مالونه پكښي رانيسي ،يوه دوکاندار چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي راته وويل چې اوس د پخوا په انډول يوازې شل فيصده دوکانداري کوي.


ده ځان ډېر بختور باله او ويل يې چې د ډېرو دوکاندارانو سوداوې پر ټپه ولاړې دي دغه دوکاندار چې زما سره خبرې کولې څو څو ځله يې دغه خبره تکرار کړه چې بايد د ده په نظر وسلوال طالبان خبر نه شي، دا يوازېنی کس نه و چې د طالبانو څخه يې وېره لرله بلکې د ده په څېر تقريبًا د وسلوالو طالبانو څخه ډېر زيات كسان وېرېدل، هېچا په ښکاره خبرې نه کولې.


او زه چې به هم کله له عامو وګړو سره ږغېدم د طالبانو له لورې ګمارل شوی کس به مې له وسلې سره په خوا کې ولاړ وو او ما داسې احساسوله چې دغه کس مې خبرې هم ثبتوي، د طالبانو په وړاندې هېچا دا جرئت نه شوای کولای چې په وازه خوله خبرې وکړي البته ځينو خلکو دا ويل چې اوبه يې لږ شوې او کرهڼه يې ډېره زيانمنه شوې ده، د شاوخوا باغونو په منځ کې ډېری سوځول شوې درختې هم تر سترګو کېدې چې سيمې ييزو خلکو به يې پړه د امريکايي ځواکونو پر بمباريو اچوله ځينې باغونه ظاهرًا ډېر زهير ښکارېدل او ما داسې احساسوله لکه د دې باغونو څښتنان چې له سيمې څخه وتلې او باغ ته اوبه نه ورکول كيږي .


ښوونځي نه وو او د زدکړې ټؤلې ښوونيزې ادارې په ټپه بندې شوې وې يوازې په ځينو مسجدونو کې ځينو ماشومانو او تنکي ځوانانو دينې زدکړې کولې هغه د طالبانو د واکمنۍ په څېر يو نظام واکمن و، خو البته توپير يې د پخواني نظام سره څه ناڅه لرلو د امر بالمعروف اداره نه وه او ځينو ځوانانو خولۍ يارخچينې پر سر کولې او ځينو به خپلې ږېرې کونډې کړې وې.


د موسی کلا ولسوالي د طالبانو ولسوال چې ټاکلی دفتر يې نه درلود او زما سره يې هم د يوه سيمه ييزاوسېدونكي په کور کې وليدل راته وويل: اوس دوی د خلکو په ږيرو برېتو او جامو باندې کار نه لري خو د ده په وينا چې کله د طالبانو بشپړه واکمني رامنځته شي، د طالبانو د مشر ملا محمدعمر چې دوی يې امرالمؤمنين نوماوه د هغه له حکم سره سم چلند به د وګړو سره وکړي .


په موسی کلا ولسوالۍ کې ځينې نور بدلونونه هم تر سترګو کېدل.


اوس په موسی کلا ولسوالۍ کې يوه ايف ايم راډيو هم موجوده وه چې د طالبانو په ګټه خپرونې يې کولې دا راډيو په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو د نورو ادارو په څېر ځانګړی دفتر نه درلود او ګرځنده راډيو بلل کېده، دغې راډيو د سهار له اوو بجو څخه بيا تر دوولس بجو او د ماپښين له درېيو بجو څخه بيا د شپې تر اوو بجو پورې خپرونې درلودې.


خو په زړه پورې دا وه چې دوه رسمي کارکوونکي يې درلودل او خپرونې يې د ځايي اوسېدونکو او وسلوالو طالبانو د مشرتابه په مټ کولې او د نورو ايف ايم راډيوګانو په څېر د موسی کلا د طالبانو ايف ايم راډيو هم خورا ډېر تجارتي اعلانات درلودل.


د دغه نوښت تر څنګ بل بدلون دا و چې وسلوالو طالبانو په موسی کلا ولسوالۍ کې د خپلې واکمنی په څېر يو ډاډمنه امنيتي فضا رامنځته کړې وه، اوس هلته بيا هم د طالبانو د واکمنۍ په څېر د لمانځه پر مهال دوکانونه پرانيستي ښکارېدل او هېچا دا جرئت نه شوای کولای چې د چا مال ته په کږه سترګه وګوري.


د طالبانو د دغه امنيت څخه خلک خورا خوشال وو خو دطالبانو شتون دوی ته دا زيان ور اړولی و چې هره شېبه پر دغه ولسوالۍ د حکومت او نړيوالو ځواکونو له لوري د بريد او بمباريو اټکل کېده، خلک سخت په وېره کې وو او ويل يې چې هره ورځ دا امکان شته چې د موسی کلا ولسواۍ د ناورين تر يوې بلې څپې لاندې شي په موسی کلا کې طالب چارواکو دا وېره احساسوله ځکه خو يې دم ګړی دفترونه نه لرل او يوازې د ځينو پرېکړو او مهمو غونډو لپاره به په نامعلومو ځايونو کې را غونډېدل .


بله خبره داده چې ا افغان چارواکي تور لګوي چې په موسی کلا ولسوالۍ کې بهرني طالبان هم شته خو ما د خپلو څلورويشتو ساعتونو په اوږدو کې چې په موسی کلا ولسوالۍ کې مې تېر کړل ډېره هڅه وکړه چې ځان ته د بهرنيو طالبانو شتون معلوم کړم ،خو و نه توانېدم.


ځايي اوسېدونکو او وسلوالو طالبانو دا نه منله چې هلته ګواکي بهرني طالبان شتون لري خو په دغه ولسوالۍ کې د نورو ولايتونو څخه راغلي طالبان تر سترګو کېدل، د لوی کندهار د ولايتونو پرته د غور فارياب او ځينو نورو ولايتونو څخه راغلي طالبان هم د خلکو په وينا چې د طالبانو په ليکه کې دلته مېشت وو.


که څه هم له نورو ولايتونو څخه د راغلو طالبانو شتون د ځايي اوسېدونکو لپاره بې توپيره و، خو د سيمې ډېری اوسېدونکو د طالبانو په پټه له هغوی څخه دا غوښتنه لرله چې په سيمه کې دې ښوونيز بهير ته لاره خلاصه کړي او د بيارغونې د پروژو او سيمې ته د روغتيايي کارکوونکو د راتګ لپاره دې لاره هواره کړي.


خو په موسی کلا کې د طالبانو چارواکو وويل چې دوی تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې د نړيوالو پروژو مخنيوی کوي ،د دوی په وينا چې نړيواله ټولنه يوازې سربېرنې پرمختايي پورژې پلې کوي او د طالبانو په وينا نړيواله ټولنه نه غواړي په افغانستان کې بنسټيز پرمختيايي کارونه وکړي.


د موسی کلا د ګڼ مېشتې ولسوالۍ څخه که څه هم د طالبانو په مرسته راووتم خو دغې ولسوالۍ ته غځېدلې لويې لارې مې د وجود ډېری برخې خورا راوکوټولې، په دې تمه د کور په لور روان شوم چې له دغه ستړي سفر څخه ځان هوسا کړم خو د کورنيو غړو راته وويل چې کاله ته په پرله پسې ډول پوليس راځي او دا مهال افغان چارواکو دوه نور هغه خبريالان نيولي وو چې موسی کلا ولسوالۍ ته يې سفر کړی و.


په همدې ترڅ کې ډېری خبريالانو کور ته د نه تګ وړانديز راته وکړ او ما هم د دوی له وړانديز سره سم کور ته د تګ لاره بدله کړه.


  هلمند9/11/07