کور / اقتصادي / په هلمند کی پر بهرنیو پیسو د راکړی ورکړی بندیز

په هلمند کی پر بهرنیو پیسو د راکړی ورکړی بندیز

تر هر څه له مخه باید ووایم چی زه کوم اقتصاد پوه نه یم چی ددی موضوع پر اقتصادی اړخونو وغږیږم چی دا ګام څومره په اقتصادی ثبات کی موثر تمامیږی دلته صرف د یو عام وګړی په صفت چی د هلمند ولایت د والی اود بهرنیو پیسو د راکړی ورکړی د ګډ کمیسون له پریکړی  په بازار کی له ستونزو سره مخ سوی یم بحث وکړم.


دا خو طبعی خبره ده چی هر هیواد د ځان لپاره ځانګړی کرنسی یا نوټونه لری، په نړی کی ځینی داسی هیوادونه هم شتون لری چی هغوی یو ګډ پولی واحد استعمالوی د بیلګی په توګه ځینی اروپایی هیوادونه په ګډه یورو استعمالوی ځکه دا هغه هیوادونه دی چی اوس له نشنلیزم نه وتلی او ریجنلیزم یا حوضوی موقف یی غوره کړی، دا هیوادونه خپلو ګټو ته تر سرحداتو دباندی ګوری او په جهانی مهمو مسایلو کی دا هیوادونه ګډ دریځ غوره کوی همدا شان موږ هم د سارک سازمان په نامه حوضوی سازمان لرو چی ۸ غړی هیوادونه لری خو موږ حوضوی ګټی څه چی تر اوسه په کوڅه یی شکل خپل ګټی نسو پاللای یو والی صاحب مو انګلیس سره روان وی بل مو د امریکا سره، کیدای سی راتلونکی کی داسی وخت هم راسی چی دا حوضه هم یو پولی واحد ولری او تر مینځ یی لکه اروپا سرحد شتون و نه لری. چی خبری رانه سیاست ته وا نه وړی راځم بیرته د بهرنیو پیسو بحث ته، لکه څنګه چی تاسو ته معلومه ده چی هیڅ هیواد د بل هیواد نوټ ته خپل په بازارو کی اجازه نه ورکوی چی راکړه ورکړه دی پری وسی او که څوک داسی وکړی له زیات تند چلند سره مخامخ کیږی خو زموږ هیواد د تیریو دری لسیزو راهیسی هر څه له لاسه ورکړی، اردو، پولیس، وزارتونه مکاتب او د کلتور زیاتره برخه یی هم راته متاثره کړی ده نو اوس زموږ هر وګړی د پردیو ممالکو پر اجناسو منحصر سوی دی د کور د مالګی نه نیولی بیا تر اوړو او بوری او حتی سبزیجاتو او میوه جات مو له ګاونډی هیوادو راځی، زموږ تجاران په زیات زحمت سره خپل مالونه له دی هیوادو را واردوی او موږ ته یی مهیا کوی چی دوی ټوله په باندنی اسعارو په ګاونډی هیوادو کی راکړه ورکړه کوی او د افغانی بازار هم موږ تاسی ته معلوم دی چی استقرار نه لری هر ساعت کی توپیر کوی نو کله چی اجناس له ګاونډی هیوادو راورسیږی تجار هم مجبور وی چی راکړه ورکړه یی په کالدارو یا تومن باندی وکړی کټ مټ لکه زموږ دولت چی هره پروژه په ډالرو پلی کوی او ۹۰ فیصده خبری د ډالرو کوی یواری داسی پیښ سی چی د افغانیو حساب وکړی، زموږ په کلیوالو سیمو کی هم ۹۰ فیصده راکړه ورکړه په کالدارو کیږی که څه هم د قانون له مخی جرم دی، اوس راځم اصلی موضوع ته اوس د هلمند محترم والی ګلاب منګل صاحب پریکړه کړی چی نور به د هلمند په بازار کی راکړه ورکړه په افغانی پیسو کیږی که څوک په دی هکله ونیول سو نو بیا د قانونی چلند سره مخ کیږی چی ځینی پټ مخبران یی ګمارلی چی بازارونه کنترول کړی، هغوی ته هم خدای ورکړی او هر څوک چی ګیر کړی خپل حق تری اخلی او بس.


موږ اوس هلمند کی د جدی ستونزی سره لاس او ګریوان یو که په افغانی سودا کوو جنس زیات ګران تمامیږی او که په کالدارو سودا کوو نو بیا د منګل صاحب د نوی ترتیب سوی جیب ډکونی پروژی ډاکوان راته ولاړ وی او د ګلاب منګل صاحب حق را څخه غواړی. په یقین سره زموږ هم دا ارزو ده چی زموږ خپله پیسه دی په هیواد کی رایج سی خو ددی کار لپاره موږ مدبره مشرانو ته اړتیا لرو نه داسی چی والی صاحب د شپی فکر وکړی چی څنګه ځان ته خواری پيدا کړم چی هم تلویزیون کی ښکاره سم او هم مو غریبی سمه وی د شپی راته ددی لاری هم پیسی راروانی وی او بیا نو سهر راولاړ سی او داسی پریکړی وکړی چی د ولس ژوند له عذاب سره مخ کړی. نو که واقعا موږ مدبره مشران ولرو هغوی باید فکر وکړی چی څه ډول خپل هیواد اړین توکی خپل په هیواد کی دننه تولید کړو، څه ډول خپل د نوټ اعتبار وساتو او نوټ مو استقرار ولری چی ددی لپاره باید محترم والی صاحب د اقتصادی کارپوهانو څخه مشوره کړی وای، محترم والی صاحب بی ډیپلومه اقتصادی مشاورین ځان ته کښینولی چی پایله یی پر خلګو د ټکو راچول وی. او بل لکه پورته می چی د ډالرو بحث وکړ د خپله محترم والی صاحب څخه دا سوال کوم چی دا قانون چی د را ایستلی چی په افغانی به راکړه ورکړه کیږی دا قانون یوازی پر موږ عملی کوی او که پر ځان هم؟ ایا والی صاحب د ډالرو نوټ د افغانستان رسمی نوټ دی که څنګه چی خپله په ډالرو راکړه ورکړه کوی او موږ باندی مو بیا کمیسون جوړ کړی دی؟ دا اوس چی ستاسی تنخواوی دی او یا پروژی دا په ډالرو کوی که په افغانیو؟ که قانون دی نو پر ما او تا باید یو ډول عملی سی او که ته خپل حکومت په استثنایی حالت کی ګڼی نو ما ولس او تجاران هم استثنا کړه ځکه زه هم ګاونډی هیوادو ته احتیاج یم ځکه ټول مالونه له ګاونډی هیوادو راځی او راکړه ورکړه هم په هغه پیسو کیږی عین شکل لکه ته چی یی په ډالر کوی.


څه وکړم ځوریدلی ولس یم مشران می راباندی ملنډی وهی او خدای دی د تلویزیون پردی ته هم خیر ورکړی چی ځینی مشران خو داسی پری عاشقان دی چی هره شپه صرف د تلویزیون پر پرده د ځان ښودلو لپاره داسی عجایبی پیښی کړی چی ولس ځینی روغه ورځ نسی پیدا کولای.


هیله ده چی د هلمند ولایت محترم والی صاحب خپلی پریکړی باندی له سره نظر وکړی او دا مضوع جدی و نه نیسی ځکه زه په ډاګه وایم چی کالدارو او تومنو بندول هیڅ امکان نه لری،ګل اغا شیرزی صاحب هم دا کار څو ځلی وکړ خو پایله یی څه سول؟ په هلمند کی دا کار صرف و څو غلو ته موقع په لاس ورکوی چی زموږ څخه پیسی وشکوی او بس.