کور / مرکه / د اسلام غوره انځور – دکارلټن پوهنتون دمسلمانو محصلينو دټولني دمشر سره مرکه

د اسلام غوره انځور – دکارلټن پوهنتون دمسلمانو محصلينو دټولني دمشر سره مرکه

کارلټن چي د کاناډا په مرکز اوتاوا ښار کي موقعیت لري په ۱۹۴۲ م کال کي جوړ سوی دئ او د نړۍ له مشهورو پوهنتونونو څخه دئ او په کاناډا کي همیشه د لسو غورو پوهنتونونو په کتار کي وي. دغه پوهنتون تر ۶۰ زیات پروګرامونه تدریس کوي، د پروفیسرانو په شمول ۲۵۰۰ کار کوونکي لري، دېرش زره زده کوونکي درس پکي وایې چي په ۲۰۱۱م کال کي ۶۰۰۰ نړیوال محصلین د نړۍ له ۱۴۷ هیوادونو څخه جذب کړل.
موږ په دغه پوهنتون کي د مسلمانو محصلینو د ټولني له مشر سره چي دا اونۍ یې “ د اسلام رښتوني انځور”   تر نامه لاندي د یوې اونۍ لپاره د کارلټن پوهنتون په انګړ کي پروګرام دایر کړی دئ، مرکه کړې ده چي تاسو یې لوستلو ته رابولو.



پوښتنه: که لطفا خپل ځان راته معرقي کړئ؟
جواب:  زما نوم محمد الشعبي دئ، دلته د کاناډا مرکز اوتاوا ښار په کارلټن پوهنتون کي د بیوکمیکل انجینری د دویم کال محصل او د همدې پوهنتون د مسلمانو محصلینو د ټولني رییس یم.


پوښتنه: که ددغه پروګرام په اړه معلومات راکړئ؟
جواب:  نن زموږ د کلني پروګرام چي  “ د اسلام رښتوني انځور”  نومیږي څلورمه ورځ ده.


پوښتنه: څونه مسلمان محصلین په دغه پوهنتون کي زده کړي کوي؟
جواب: په کارلټن پوهنتون کي ۲۸۰۰ مسلمان محصلین زده کړي کوي.


پوښتنه: ایا دغه مسلمان محصلین د اسلامي نړۍ څخه دي که ددې ځای اصلي اوسیدونکي دي یعي اصلي کاناډایان؟
جواب: په دغو محصلینو کي د نړۍ له هره ګوټ څخه محصلین سته، زه خپله د یمن یم او ژوند مي په سعودي کي کړی دئ.



پوښتنه: ددغي ټولني هدف څه دئ او تاسو کوم پروګرامونه دلته جوړوئ؟
جواب: دغه ټولنه په ۱۹۹۵ م کال کي جوړه سوې ده او هدف یې دائ چي مسلمان محصلین په یو اسلامي چاپیریال کي سره راغونډ کړي، پنځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا کړي او مسلمان محصلین دلته د تنهایي او په دې ټولنه کي د ځای نه لرلو احساس ونکړي. زموږ بل هدف دا دئ چي موږ دلته لومړی ټوله مسلمان محصلین سره راغونډ کړو او بیا وروسته غیر مسلمانو ته هم ورسیږو او هغوی ته د اسلام اصلی تصویر وړاندي کړو او ورته وه ښوویو چي اسلام څه شی دئ او مسلمان څوک دي.


پوښتنه: تاسو دلته په کارلټن پوهنتون کي دفتر هم لري او یا د راغونډېدلو ځای؟
جواب: موږ دلته د کارلټن پوهنتون په مرکزي ودانۍ کي  د ۱۹۹۵ م کال راهیسي د لمونځ کولو خونه لرو چي موږ ورته مسلح وایو او هغه د اودس تازه کولو ځای هم لري او هلته ټوله محصلین د پنځه وخته لمونځ ادا کولو لپاره راټولیږی او خصوصا دغه راټولېدنه بیا د جمعي د لمانځه د ادایني لپاره خورا لویه وي.



پوښتنه: که ددغه نندارتون په اړه څه راته ووایاست او د هري غرفې په اړه لږ معلومات راکړئ؟
جواب: دغه نندارتون موږ د اسلام د “ پوهاوي” په نامه نومولې ده. هر کال پر همدې وخت باندي موږ ټوله اونۍ د کارلټن پوهنتون  د مرکزي ودانۍ په انګړ کي دا غرفې دروو او غیر مسلمانانو ته د اسلام او اسلامي تمدن په اړه معلومات ورکوو. زموږ هدف د مسلمانانو او غیر مسلمانانو تر منځ د ډیالوګ رامنځ ته کول دي. موږ غواړو چي په ډېره صمیمانه طریقه سره د نورو ادیانو له پیروانو سره د اسلام د مقدس دین په اړه چي د ژوند یوه رښتوني لاره ده معلومات شریک کړو او له هغوی څخه د دوی د دین په اړه معلومات واورو.


پوښتنه: تاسو ډېر ښایسته بنیان اغوستی دئ او پر هغه باندي پیغام لیکلی دئ که ددغه پیغام په اړه راته ووایاست؟
جواب: زموږ د هر کال پیغام فرق کوي او ددې کال پیغام مو “ اسلام نړیوال پیغام” دئ او موږ خلکو ته وایو چي اسلام کوم نژادي، سیمه ییز، ژبنۍ او نور سرحدونه نه لري او اسلام د ټولي نړۍ لپاره دئ. دا زموږ د محصلینو د ټولني د کال اخیرنۍ او لومړۍ لوی پروګرام دئ. موږ د کال په جریان کي نور پروګرامونه هم جوړوو لکه د کباب ورځ، په روژه کي روژه ماتئ، د ماخستن د ډوډۍ خوړلو شپه لرو، د غونډي شپه لرو، د اخترونو لمونځونه او همدا سي نور خورا ښه پروګرامونه لروچي ټوله الحمدالله ډېر کامیابه دي. 


پوښتنه: دغه نندارتون به څو ورځي لا روان وي؟
جواب: دا نندارتون د دوشنبې په ورځ پیل سوی دئ او د جمعې په ورځ پای ته رسیږي.


پوښتنه: ددغه نندارتون په اړه دلته محصلین څه غبرګون ښکاره کوي؟
جواب: ددغه نندارتون په اړه تر ټولو ښه او په زړه پوري شی دا دئ چي دا نندارتون هر کال غټیږي او ښه کیږي. الحمدالله اوس ډېر خلک د اسلام په اړه د معلوماتو د تر لاسه کولو ډېر لېوال دي او حتی زموږ د پوهنتون ادارې زموږ سره ددې نندارتون په سمبالولو کي ډېره مرسته کړې ده.


پوښتنه: په دغه نندارتون کي چي کوم محصلین ګډ‌ون کوي ایا دوی رضاکاران دي؟
جواب: بلي دوی ټوله رضارکاران دي.


پوښتنه: دلته مختلفي غرفې دي او هره غرفه د اسلام او د اسلامي کلتور یو اړخ بیانوي او کله چي ما ددغو رضاکارانو سره خبري وکړې دوی ډېر مسلکي معلومېدل نو ایا تاسو دوی ددې نندارتون تر اجرا مخکي روزلي دي؟
جواب: بلي. هر څوک چي په دغه نندارتون کي د رضاکاره په صفت کار کوي باید په څلورو تربیوي کورسونو کي برخه واخلي. موږ دوی ته ښویو چي څنګه باید غیر مسلمانانو ته د اسلام په اړه معلومات ورکړي، څنګه باید له خلکو سره مذهبي مباحثه وکړي، څنګه باید له خلکو سره بحث وکړي، څنګه باید د مراجعینو سره برخورد وکړي او داسي نور.


پوښتنه: تاسو د خلکو سره د برخورد خبره یاده کړه دلته غیر مسلمانان د اسلام په اړه د ځان خبرولو او یا پوهاوي سره لیوالتیا لري که یا؟
جواب: همدا اوس یوګړی مخکي چي تاسو راسئ یوه نجلۍ د اسلام په مقدس دین مشرفه سوه او تیر کال څلورو کسانو ایمان راوړئ، خو زموږ هدف دلته د خلکو اسلام ته را اړول نه دي موږ غواړو د اسلام په اړه د خلکو منفي نظریات لیري کړو او خلکو ته د اسلام د مقدس دین پیغام ورسوو. دا چي څوک اسلام قبلوي یا یې نه قبلوي دا یوازي د الله کار دئ خو موږ دلته د یو  رښتوني هدف لپاره ولاړ یو او ثمره یې دا ده موږ په خپلو سترګو وینو. ددغي خور په ایمان راوړلو سره موږ ټوله ډېر خوشحاله یو او دا ددې ښکارندويي کوي چي زموږ خواري بې ځایه نه ځي.


پوښتنه: دا زما شخصي تجربه ده کله چي مسلمانان د اسلامي نړۍ څخه غیر اسلامي نړۍ ته ګډه کوي بیا په اسلامي نړۍ کي پر هغوی باندي انتقادونه کیږي چي دوی چي کله هلته ولاړسي دین هیروي ستاسو پیغام دغسي انتقاد کوونکو ته څه دئ؟
جواب: زه د الله څخه غواړم چي ټوله اسلامي نړۍ تر داسي یوه چتر لاندي د اتفاق او اسلامي ورورولۍ په فضا کي سره راټول سي لکه نن چي موږ دلته سره راټول سوی یو. که په اسلامي نړۍ کي اتفاق او ورورولي وي نو زموږ ټوله مشکلات به حل سي.


پوښتنه: د ښځو مسئله په اسلامي نړۍ کي خورا جنجالي موضوع ده او دلته چي زه وینم ستاسو ددغو رضاکارانو سم نیمایي نجوني دي او دوی خورا فعاله دي تاسو ته دا مسئله څنګه ښکاري؟
جواب: اسلام د جنسیت پر اساس نه ده وېشل سوې چي باید نر او ښځه وي، موږ باید همداسي و اوسو او د اسلام پیغام تر غیر مسلمانانو پوري رسول د ټولو ګډه وظیفه ده.
محمد صاحب ستاسو څخه ډېره مننه
ستاسو څخه هم مننه .