کور / هستوي فزيک / هستوي پاتي شوني

هستوي پاتي شوني

   په بیلابېلوبرخوکې دراډیواکټیف توکوکارونه لکه د هستوي بټیوپه سون میلوکې دیورانیمو کارونه اوهمداډول په طبابت اوصنعت کې د نورو راډیواکټيف توکودکاروني له امله  هستوي پاتي شوني تولیدیږي چې په خپل وار سره هغوی هم  وړانګي خپروي.


که څه هم دانرژي ستونزه تریوه ځایه هستوي انرژي حل کوئ خوهغه بیا دبشرپه وړاندي نوې ستونزي زېږوي. په لومړیوکې په  نړۍ کې دانرژي دتولیدلپاره دانرژي دنوروسرچینوپه پرتله ( لکه بادي انرژي چې ډیره ناڅیزه بریښنا تولیدوي) هستوي انرژۍ ته لومړیتوب ورکول کیده چې یانوموړي انرژي له ځانه هستوي راډيوالکټیف پاتي شوني پریږدي، اوس پوښتنه داده چې له هستوي پاتي شونوسره بایدڅه ډول چلندوشې اودخوندي توب لپاره یې کومه حل لاره شته؟ په داسي حال کې چې ډیری تصمیم نیوونکې هیله منددي چې ددې پوښتني ځواب به دبشرعلم په راتلونکي کې ومومي، خودنیمي پېړۍ په تېرېدوسره لا هم  هستوي پاتي شوني په غیر مناسب ډول زېرمه کیږي اولاتراوسه ددغوستونزو دحل په موخه کومه نوې کړنلاره نه ده موندل شوې.


داهغه پوښتني دي چې دپوهانواوچارواکونظریې ځان ته اړولی او تر اوسه په دې اړه کومه غوڅه پرېکړه نه ده شوې. وړانګي خپروونکي هستوي پاتي شوني په دریوبرخو وېشل شوئ چې عبارت دي له: په ټيټه سویه یا Low level Waste ،په منځنۍ سویه یا Intermediate Level Waste اوپه لوړه سویه یاHigh level Waste چې داپه اصل کې دهستوي بټیودفعالیت څخه رامنځ ته کیږي اوددغه ډول پاتي شونویوه ځانګړتیا په هغوی کې دراډیواکټیف هستودلوړي فیصدۍ شتون ده چې بیلابېلي وړانګې لکه الفا، بیتا اوګاما چاپېریال ته خپروي.


په داسي حال کې چې هستوي بټۍ دیورانیم ۲۳۵ ایزوتوپ پربنسټ چې دنیوترونونوپه واسطه بمباردیږي کارکوي په هستوي بټيوکې معمول سون توکي یورانیم دای اکساید دي.


په بدل کې بیا دهستوي بټیودپاتي شونوڅخه پرته نورو ټولو هستوي پاتي شونوته دټیټی سویې پاتي شوني ویل کیږي.دټیټي سویې هستوي پاتي شوني لیږي وړانګي خپروي اوکولای شو چې په طب کې دکارېدونکو چینو،لابراتواري پاتي شونو اوهغه فلزي میلې چې سون توکي په کې حل شوې دي نومونه یې واخلو.دهستوي پاتي شونو زیرمه ستونزمن کاردئ خودټیټي سویې پاتي شوني په دې دلیل چې دهغوی په معرض کې پاتي کیدل یوازي انسانانوته ضررلري نوله نورو ښاري اوکورنیوپاتي شونوسره یوځای له منځه وړل کیږي. خود لوړې سویې هستوي پاتي شونودزیرمه کولولپاره بیلابېلي کړنلاري شته چې ډېری دغه کړنلاري بې کیفیته اوکم ارزښته دي خوپه ټولیزه توګه په نړۍ کې لاندي کړنلاري کاریږي چې په لنډډول به یې وڅېړو: ددغوکړنلاروله ډلي نه یوه یی هم څاکیندنه ده چې په دغه کړنلاره کې ژوري څاوي کیندل کیږي ترڅودځمکي دتودوخي اوچاپیره ډبرود دوړانګوله امله هستوي پاتي شوني ویلي اوله منځه لاړشي چې ډيروناپېژاندو مسائلوته په پام سره دغه کړنلاره دډاډوړنه ده.


ددغوکړنلاروله ډلي نه یوه بله یې په کنګل کې د راډیواکټيف توکو خښول دي هغه داسي چې فاضله توکې دقطبي کنګل په مرکزي ټوټوکي ځای پرځای کوئ، په قطب کې دکنګل خوځښت ډیروروده اوڅنډي ته  درسېدونه مخکي په زرګونوکاله وخت پرې تېریږي چې ددغه مودې په اوږدوکي به هستوي پاتي شوني بې ضرره شې خودغه کړنلاره هم یوشمېرستونزي لري، دبېلګي په ډول دکنګل غیرټیکاو(بې ثباته) خوځښت چې   دفاضله توکوظرفیت ټاکي اوهمداډول دځمکي ګرميدل هم باید په نظرکي ونیول شې اوله بلي خواکه دفاضله توکو محفظې ته ضررورسېږي نوشوني ده چې په پراخه کچه فاضله توکي تیت اوپرک شي چې داهم خورا مهم ټکی دئ.که څه هم دغه وړاندیز دډيروپوهانواوسیاستمدارانولپاره دمنلووړدئ خوشوني ده چې بشرته شدید زیانونه واړوي.


  یوه بله کړنلاره داسي ده چې هستوي پاتي شوني دځمکي لاندي په یوه زیرمتون کې چې په یوه ډبرینه کتله کې کیدندل شوی ساتل کیږي دغه کتله باید له زیرمتون څخه دهستوي پاتي شونو دانتقال په وړاندي یوکلک خنډ وي اوددغه زیرمتون دسوري کیدومخه ونیسي، په دغه کړنلاره کې ډيره لیری نه ده چې دخنثی فلزاتوڅخه چې دضربې په وړاندي ډیرمقاومت لري لکه سره زر اوپلاتین څخه ګټه واخیستل شي، په پایله کې بایددهغوساتونکوفلزاتوپه اړه چې تخریبیږي اړین پلانونه جوړشي چې اوس دغه کړنلاره په ځینواروپایي هیوادونوکې په ځانګړي ډول آلمان کې کاریږي.دسمندپه تل کې هم هستوي پاتي شوني زېرمه کیدای شي خودرسوباتوڅخه دنه خبرتیا له امله نه شو ویلای چې دغه توکي دوخت په تیریدوسره بهرته نه راوځي خوبیاهم پاکستانیان دغه کړنلاره کاروي.یوه بله کړنلاره چې اوس څېړل کیږي هغه تشیال ته دهستوي پاتي شونوغورځونه ده داسي چې هستوي پاتي شوني په یوه راکټ کې ځای پر ځای کیږي  او دراکټ په واسطه ځمکه له دغه ستونزي څخه خلاصیږي خودغه کړنلاره ډیرلګښت لري اوهم ډيره خطرناکه ده که چېري راکټ دفیرپه وخت کې وچوې نویولوی ناورین به رامنځ ته کړئ.خوځیني هیوادونه لکه  امریکا،فرانسه اوانګلستان په ډبرین زیرمتون کي هستوي پاتي شوني ځای پر ځای کوي چې دایوغوره انتخاب دئ چې په دغه کړنلاره کې هستوي پاتي شوني دځمکي سطح ته نژدې په یوه ډبرین مخزن کې ساتل کیږي ترڅوپه ښه ډول سره وڅارل شي.که څه هم دغه کړنلاره ډیر محافظت ته اړتیالري خوپه غرونوکې دکم عمقه تونلونواوترسره شویوڅېړنوله مخي دغه کړنلاره دنوروکړنلارو په پرتله ډیره ډاډمنه ده،ځکه چې غرونه ډیرکم اورښت لري اوهغه هم مخکي له نفوذڅخه په بخاراوړي اوهمداډول دځمکني نم نه لرل ددغه ډول زېرمتونونو دعمرداوږدوالي لامل ګرځي. دچاپېریال ساتني دنړیوالي ادارېEPA دمقرراتوپربنسټ دهستوي پاتي شونوزیرمتونونه بایدلیږترلیږه دلس زره کلونو لپاره له محیط څخه دهغوی دلیري ساتلووړتیا ولري ځکه داترټولولیږه موده ده چې هستوي توکي په خطرناک ډول په کې پاتي کیدای شې.خوپه هرحال هیڅ کړنلاره تراوسه په بشپړ ډول د ډاډ وړنه ده اوبایدتردې نه ډاډمني کړنلاري وکارول شي.