کور / اقتصادي / سود ولې ورکول کیږي؟

سود ولې ورکول کیږي؟


سود ولې اداکیږي؟
نن سبا چي پکومو هيوادو کي پانگوال نظام مروج دي هلته سود مرکزي رول لري يعني ټول نظام دسود ددايري شاوخوا گرځي.غټ غټ سوداگران،صنعتکاران او کارخانه دار دبانکونونه په زياته پيمانه پانگه پور اخلي او سود ادا کوي سود ورکول ولي ضروري دي پدي باره کي اقتصادپوهانو زيات لاملونه بيان کړي او لاندي نظريي ئي ورکړي دي:
1)     دانتظارښکلونظريه: ددي نظريي مطابق دماشينونو او نورو اسبابو د اخيستلو لپاره پانگې ته ضرورت ليدل کيږي او پانگه دسپما کولو پذريعه حاصليږي نو ځکه دپيسو دسپما کولو لپاره يو څه قرباني ته ضرورت ليدل کيږي يعني دزيات مصرف نه ځان ساتل دي. دپروفيسر سينر په نظر دسرمايوي اجناسو دعرضي تړاو د مصرف کوونکو پدي خوښه باندي دي چي هغه ددولت د مصرفولو نه تر کومه حده ځان ساتي.ترڅو اقتصادي وسايل دسرمايوي  اجناسو دتوليدولو لپاره پريښودل شي څنگه چي داتکليف رسونکی عمل دي نو ځکه خلکوته  دسپما دتشويق لپاره ددي قرباني يو څه معاوضه دسود په شکل کي ورکول ضروري دي پدي نظريه باندي اقتصادپوهانو چي په کوم کي دالمان کارل مارکس نوم ديادولو وړده نيوکه کړي چي دپيسو دپس انداز کولو لپاره لازمي نده چي تکليف دي کړي وکاږي ځکه مالداره خلک بغيرد کوم تکليف نه پيسي پس اندازکوي نو ځکه سود د کومي قرباني معاوضه نده.ددي نيوکي د رفع کولو لپاره پروفيسر مارشال دتکليف په ځاي د انتظار کولو نوم ورکړي دهغه په فکر کله چي يو څوک پيسي پس انداز کوي نو ددي داهدف ندي چي هغه زحمت  ايستل دهغه هدف وي چي هغه به هيڅګله دانه مصرفوي بلکه هغه خپلي اړتياوي په حال زمانه کي دپوره کولو په ځاي په آينده کي د پوره کولو اراده لري.نو ځکه هغه انتظار باسي اوددي انتظارپه بدل کي هغه ددي دمعاوضي مقدار جوړيږي کوم چي دسود په شکل ورکول کيږي.
2)     دنقدو پيسو د سياليت نظريه:
دانظر١٩٣٥ کي لارډ کينز وړاندي کړي دهغه په نظر سود د هغه څه معاوضه ده چي پورورکونکي خپلي پيسي دنقدوپيسو په شکل ايښودلو نه لاس په سرکيږي يا محروميږي.دنقدو پيسو ايښودنه د ځان سره يعني پدي ډول خپل اهداف يامقاصد پوره کولاي شي او هغه ته کومه ستونزه نه پيښيږي اوس که پورغوښتونکي دهغه نه پانگه وغواړي نو ځکه خلک ددي اختيارنه محروم پاتي کيږي چي د نقدو پيسو پوخت ورسره و.دپور ورکولو په صورت کي هغه دخپلو پيسو د سياليت نه محروميږي او هغه پخپله خوښۀ خرچ کوي نشي  او د همدي محرومي په بدل کي هغه سود اخلي.
3)     دبيرته نه ملاويدو خطره:
کله چي څو ک چاته پورورکړي هغه نه يوازي ددي پيسو داستعمال نه تريو خاص مودي پوري محروميږي بلکه ددي خبري خطر هم شته چي شايد داپيسي ده ته بيرته ملاونشي داخطر لږ هم کيداي شي اوزيات هم.خومره چي داخطره زياته وي هغومره به هغه دپورورکولو نه ويريږي ځکه که هغه خپل پيسي چيرته د کمکي لاندي په حفاظت سره کيږي نو کم از کم د ورکيدو خطر به هم نوي نو ځکه پوراخيستونکي ددي پخاطر هم سود ورکولو ته تياروي ترڅو خلک دخپل پس انداز د دفنولو په ځاي هغوي ته پورورکړي.
4)     دپانگې کمښت:
دپانگې عرضه دتقاضا مقابل کي کمه ده زيات خلک دخپلو اړتياو درفع کولو يا کاروباري راپور غواړي او سود ورکولوته تياروي ځکه که دوي سود ورنکړي نو خلک يا بانکونه هغوي ته پور نه ورکوي.نو ځکه دسود داداکولو يوه وجه دپانگې کمښت دي.
5)     د مولديت نظريه:
دپانگې يعني ماشينو په استعمال سره د مزردورانو د کار استعداد زياتيږي او دهغوي توليد کي زياتوالي راځي دي زيات توليد کي دسود په شکل دپانگې حصه هم شامله وي مثلا ديو  ترکتور نه بغير کروند گر ځمکه نشي کرلاي ليکن کله چي خلک د اشيان استعمال کړي نو دهغوي توليد څوچنده زياتيږي.مثلاتاسو گوري چي دماشينو په کومک سره مزدورزيات شيان توليدوي نو ځکه دماشينونو يو توليدي ارزښت دي چي د کومي په بدل کي دپانگې مالک ته سود ورکول کيږي پدي نظريه څونيوکي شوي دي چي په لاندي ډول دي:
      که دسود تاديه کول نهائي مولديت په ځاي صرف په مولديت پوري تړلي وي نو بيا به په مختلفو ساحو کي دپانگې په توليدي صلاحيت کي دمختلف والي په وجه دسود اندازه مختلفه وي حالانکه حقيقت دادي چي په کامل رقابت کي دپانگې په يو بازار کي دسود خالصه اندازه مساوي وي.
      کوم پور چي دمصرفي هدف ( يعني کورني اړتياوولکه واده وغيره) لپاره واخيستل شي او په توليدي کا رکي ونه لگول شي دهغه هيڅ مولديت نوي ليکن دهغه سود هم ورکول کيږي.
په لنډه توګه پوهان وايي په پانگه سود ځکه ورکول کيږي چي يو خلک تشويق شي چي هغه دمصرف عمل وځنډوي او ددي په ځاي خپلي پيسي په پانگه ايزه شتمنيو باندي ولگوي او دوهم داچي خلک تشويق شي چي خپل پس انداز د دفن شوو پيسو پشکل ونه ساتي يعني جريان څخه ئي ونه باسي.په راتلونکي کې به په دې وغږیږو چې سودباید ولې ادا نه شي او زیانونه یې څه دي ….مننه