کور / طنز / په امتحان کي د کرکټ په څېر سیستم غواړو

په امتحان کي د کرکټ په څېر سیستم غواړو

تېروه ورځ کابل ښار کې محصلینو پراخه مظاهری وکړی. محصلین د کابل پوهنتون مخې ته جمع شوي وو، او د دولت په خلاف یې شعارونه ورکول.
د پوهنتون محصلینو د دولت له چارواکو غوښتنه کوله چې د امتحانونو سیستم دې تغیر کړي.
مظاهره کې ما یو محصل څنګ ته کړ او ترې ومې پوښتل: تاسې څنګه سیستم د امتحان لپاره وړ بولئ؟
محصل په تونده لهجه راته وویل:
« مونږ امتحانونو کې د کرکټ په څېر سیستم غواړو!»
ورته مې وویل: هغه څنګه؟
محصل ډیر په غوسه وه، راته یې وویل یو خو تاسې «خبریالان» په نيمه نه پوهېږئ، تر هغه کس نه پرېږدئ؛ څو مو ترې کوچ نه وي ويستي، بیا یې وویل:
۱- امتحان دې په پنځو ساعتو کې واخيستل شي او نمرې دې ۵۰ شي.
۲- هر دیرش دقيقو وروسته دې د مشورې لپاره وخت راکړل شي.
۳- یو فري هټ «Free hit» چانس دې راکړل شي، (محصل باید د خپلې خوښې سوال په خپله وليکي او ځواب یې کړي).
۴- لومړني شل دقېقی دې پاور پلی «Power play» وي؛ (ممتحن باید د امتحان له صحنې بهر وي).
۵- که د کوم سوال په ځواب کې محصل شکي وي چې ځواب یې سم دی او که غلط، نو محصل ته دې د ريويو «Review» چانس ورکړل شي، څو کتاب وګوري او د ځواب په اړه ځان مطمئن کړي.
محصل بې له دې چې د نورو پوښتنو ځوابونه راکړي روان شو، ما نور ډیر کوښښ وکړ چې له نورو مظاهره چیانو هم پوښتنې وکړم خو ونه توانېدلم.