کور / د ډيورنډ کرښه / دپښتون ولس اوافغان ملي دولتونوترمنځ د ډیورنډ استعماري سره کرښه ( دوهمه برخه )

دپښتون ولس اوافغان ملي دولتونوترمنځ د ډیورنډ استعماري سره کرښه ( دوهمه برخه )

د تېري پرخي په ادامه : http://www.larawbar.net/detail.php?id=31392

۵ . د پنجاب پوځي ډیکتاتوري رژیمونه او ازاد قبایلې پښتانه
پاکستان پنځه شپیته کاله مخکې په لومړۍ ځل د نړۍ په نقشه کې راښکاره شو . دغه هیواد تر اوسه دپښتنو په وړاندې دانګرېز ي ښکیلاکګر دوومخي تورسیاست ،منافقت اوسپین سترګېتوب څخه لاس په سرشوي نه دی .
نړیوال پوهيږي چې پاکستان په ورستیو شپیتوکالونوکې ونشواي کړي،خپلواکه قبايلي سيمه تر خپل دولتي کنټرول لاندې راولي .که قبایلي وګړو غوښتلي، دوی به په شپیتو کالونوکې دپاکستان دولتي قوانینو ته سر ټیټ کړي وي .نړیوال هم په دې پوهیږي چې قبایلي سيمه دیوې پیړۍ څخه ددولتي قانون تشه او ناامني ځوروي . موږ ټول په دې پوهیږو چې ازاده قبایلوسیمه يواځې او یواځي د يو پښتون افغان ملي دولت په اداري چوکاټ کې، چې د دوی سیاسي اراده په کې جوته شي،ټولنیز امنیت ،کولتوري ارزښتونه په کې خوندې او تظمین شي، دغه سیمه د پنجاب یرغلګر پوځ ،دبهرنیوترهګرو اوسختدریز واسلامي بنسټپالو د جګړو له اور څخه دتل لپاره خلاصيدی شي . قبایلي سیمه ۲۷ ۲۲۰ کیلومتر مربع مساحت لري ،اټکل څلورمیلیونه پښتانه په کې مېشت دي . دقبایلي سیمې سره د افغانستان پنځه ولایاتونه لکه نورستان ،کنر، ننګرهار ، خوست، او پکتیا لګیدلي دي . قبایلي سيمه د پاکستان په اساسي قانون کې ځانګړي ځای لري . دپاکستان په اساسي قانون کې دقبایلو یا فاټا په اړه داسي لیکل شوي دي . د پاکستان د ولسي جرګې لخوا تصویب شوي قوانین هیچ وخت په قبایلي سیمه او یا دقبایلو په ځینو برخو کې نه تطبیق کیږي . تر څو د پاکستان ولسمشر لخوا امر ورکړي شوي نه وي او داسي امر د پاکستان په دې لڼد تاریخ کې هیچ وخت ورکړل شوي نه دی . ( ۳ )

پاکستان د خپلي ستراتیجکۍ پالیسي پربنسټ غواړي،افغانستان ، پښتونخوا اوقبايلي سیمه کې د پښتنو او قبایلې مشرانو نه هيريدونکي،نه ماتيدونکي هود چې موخي دډيورنډ کرښې رسمې ټولول، دخپل پلارني هيواد اوخپلي مورنۍ خاورې افغانستان سره يو ځای کيدل دي، خنډ جوړ کړي . پنجابي جنرالان او د ایران لیوني شیعه اخوندان په خپل ګاونډ کې د يو ځواکمن،خپلواک او یوموټي پښتون افغان ملي دولت جوړولو مخه ونيسي . پنجابي او ایراني رژیمونه په سیمه کې د پښتنو افغانانو اټکل پنځوس میلیوني خپلواک باثباته ملي دولت رامنځته کیدل زغملي نشي ،دوی پوهیږي دافغان ملي دولت رامنځته کیدلو سر په سیمه کې د دریو ګاونډیو هیوادنو ترمنځ دقواو توازن نوې تنظیم کیږې . دایران او پنجاب استخباراتي او بربندې خیرنې لاسوهنې په یو نوي سیال خپلواک، ځواکمن ملي دولت کې ناشوني کیږي . له همدې امله دپاکستان پنجابي پوځ لخوا دپښتنو هيواد پالنې، دپښتنود يووالي پاک احساسات ،دپښتنو ملي اوخپلواکي خوښونکي غورځنګونه په اسلامي بې نامه او بې نشانه احساساتي،سختدریزه کانالونوکې راټيټ ،ويشل ،نستل او ورک کيږي . د پنجاب واکدارانو تل هڅه کړي دکرښې په دواړو خواو کې د پښتنو تاریخي اړیکې، د افغان ولس ولسي يووالي او ناسیونالیستي ويښتيا وځپلي .
د افغانستان او د پښتنو په اړه د پاکستان په ستراتیجۍ کې هغه مهال بدلون راغي ،کله چې مجاهدینو د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې جهاد پیل کړو . دپاکستان نوي ستراتیجۍپه افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد او متحده ایالاتو د جګړو بنسټ کیښود. د امریکې لخوا په میلیاردونه ډالر د اسلام ځواکمنیدو لپاره سیمې ته راولیږل شول .د دغو مرستو یوه ډیره برخه دپښتنو په سیمو کې پر زرګونو دیني مدرسو جوړولوکې ولګیدي .قبایلي سیمو کې امریکایي مرستې او پاکستانې دیني مدرسو جوړول د پښتنون ستر ولس دځوان نسل څخه د دوی روا برحقه دبیا یوالي افغاني او پښتني پاک احساسات واخیستلو .
داباید ویر نشي،چې پښتنوپه خپل اوږد ستړي ستومانه تاریخ کې تل د یرغګرو پوځونو په وړاندې د خپلو پوځي تجربو څخه کار اخیستي دی . دوی تل په خپل تاریخ کې دخپلو کولتوري لرغوني ارزښتنونو او په ځانګړي توګه د پښتنو د عزت کوډکس پښتونوالې څخه دفاع کړي ده .
پاکستان د خپلي نوي ستراتیجۍ په بهیر کې دملک سیسټم او پولیټیکل ایجنټ کولونیالستي جوړښت ورو ورو لمنځه یوړو. دپاکستان پوځ قبایلي سیمه کې دپولیټیکل ایجنټ دولتي واک خپل سیاسي ملا ته په لاس کې ورکړو .سیاسي ملا ورو ورو د ډیورنډ په نه کنټرول کیدونکې کرښې باندې د وسلو اومخدره توکو قاچاق او ترافیک له مله هم د اقتصادیو ځواکمن سمبول وګرځیدو.
پنجابي پوځ اوای ایس ای دپښتنو قومي ملي مشرانو څخه ولسي واک واخیست،ځیني قومي مشران ووژل شول اوځیني قبایلي مشران کدوالي ته مجبورکړل شول . قبایلي ملکان مجبور کړل شول چې د سیاسي ملا واک ومني،ترهغي چې د ملکانو څخه ټول واک په یو وار واخیستل شي .
دبرتانوي کولونیالیزم د انګرېزانو نیواکګر سیاست دپښتنو په خاوره کې ویش رامنځته کړي وو، دانګریزانوظلم سیاست په وړاندې د پښتنوغبرګون د دوی تاریخي یوالي ،ناسیونالیستي احساس اوملي ویښتیا په ځواکمنیدوکړي وه .پاکستان د خپلي نوي ستراتیجي دعملي کولوسره د پښتنودبیا یوالي احساس ،د پښتنو دبیا یوالي تاریخي حق او غورځنګ په اسلامي سختدریځي او بنسټپالنه کې ورمات کړو . ( ۴ )
پاکستان تل په افغانستان کې په سياسي،پوځي، اقتصادي کچه يوکمزور او په کورنيو چارو کې بوخت د دوی پلوی کمزوري حکومت غوښتی دی . چې له يوې خوا د خپل زورور مشر ورور هند ته ارامه وي . له بلې خوا پاکستان پرته له افغانستانه په سيمه کې ډېر يواځی دی . پاکستان نږدي خپل ټول عمر له همدې امله په پوځې رژیمونو کې تېر کړی دی .
پاکستان نه یواځي د نړۍ یوګواښمن ،ناکامه او منظوي شوي هیواد دی،بلکې پاکستان نړۍ ته یوګواښمن او ویره اچونکې هیواد ګرځیدلي دی .پاکستان له پيدايښته په نړۍ کې د جبهواوکړکيچو دولت پيژندل شوی دی . د هندسره په پوله د کشمير لانجه له افغانستان سره د ډيورنډ لاين لانجه چې تر اوسه پاکستان ونشوای کړی حل کړي .
پاکستان اوس هغه پاکستان نه دی اونوره نشي کولي دپښتون افغان سترولس دبیا یوالي ویښ ځواک په چل او دوکوکې وځپي .ځکه پښتانه افغانان اوس هغه پښتانه نه دي چې دپنجابي جنرالانوپه خبرو دتل لپاره غولیږي . اوس ان غولیدلي پښتانه دخپل هیواد او ستر ولس دوست اودوښمن ډیر ښه پیږني .
دډیورنډ د کرښې دواړو خواو ته له پيړيو راهيسې پښتانه اوسيږي ،د دوی په منځ کې له يو بل سره ژورې کلتوري،تاریخي او ژبنۍ نه شليدونکې اړيکې په ډیردو دي . د ډيورنډ اوږدې کرښې په دواړو غاړو کې ګډې کورنې اوسيږي، له همدې سره په سیمه کې د پښتون ولس دبیا یوالي احساس یوځلي بیا د لروبر یو افغان چیغه او غورځنګ په ځواکنمیدو دی .

۶ . قبایلو کې د انګرېزانو ښکیلاکګر ټولنیز تور تړون باندې پاکستان خپل استعماري څادر وغوړولو
د انګرېزانوله ماتي او وتلو سره سم د قبایلو ادارې سیسټم کنټرول پاکستاني پوځي رژیمونوته په لاس ورغي . دغه نوي په پښو نه ودریدلي دولت له خپلي لومړۍ ورځي څخه دافغانستان سره په سرحدي کړکیچ د ډیورنډ کرښې کړکیچ باندې اخته شو. د ډیورنډاستعماري کرښې د پاکستان نوي دولت راتلونکې سیاست په سیمه کې وټاکه .
د۱۹۴۷ کال په پیل کې پاکستان کوم منظم پوځ نه درلود، پنجاب د وزیرستان د ازادو قبایلو څخه یو لښکر دکشمیر نیولو لپاره ولیږدو. له همدې سره د هند او پاکستان لومړۍ جګړه پیل شوه .پاکستان د خپلي لومړۍ ورځي څخه پښتانه قبایل د خپلو سیاسي تورو موخو لپاره استعمال کړل . پاکستاني دولتونواو رژیمونوتل پښتانه قبایلیان ته د اړتیا په صورت کې دیوې سیاسي اله په څیر کتلي دي . پاکستاني پوځې رژیمونولکه انګریزانود دې اړتیا نه ویني چې په قبایلو کې سیاسي ،ټولنیز او پرمختیایي وادې پروګرامونه پلي کړي . پنجابي رژیمونو لکه انګرېزانو دپښتنوقبایلي سیمې ته د ټولنیز پرمختګ او ولسواکۍ مخه نیولي ده .
تر ۲۰۱۰ کاله پاکستان په خپلي ستراتیجکې لیوالتیا کې د پښتنو سیمي ته لکه انګریزان پښتونخوا ته ( د صوبه سرحد ) او قبایلي سیمې ته (د فاټا ) په څیر کتلي دي.
په ټولیزه ټوګه پاکستان په قبایلي سیمه کې دانګرېزانو د کولونیالیستي ادارې میتودونه څخه کار اخیستي دی . دغه ټولنیزه ښکیلاکګرسیاسي سیسټم د پولیټیکل ایجینټ ، دملکانو سیستم، صوبه دار او خصدار په منځ کې را څرخي . ( ۵ )

په ۱۹۷۱ کال کې کله چې بنګلدیش له پاکستانه بیل شو،له یوې خوا پاکستان ټوته او بي ثباته شو، له بلي خوا کله چې ستر افغان هیوادپال، میړني مسلمان شهید سردار محمد داود خان لر او بر پښتنو افغانانو ته د بیا یوالي ملي بلنه ورکړه،تر څو خپل تاریخي هیواد لوی افغانستان په نړۍ کې بیا را ژوندي کړۍ .
داسلام اباد پوځ او دای ایس ای مشرانو د افغان ولسمشر په غبرګون کې له یوې خوا ځیني ساده ،لند فکره،ناپوهه،کم تجربه ،احساساتي،د پردیو په قوماندو ولاړ بي احساسه خلک او دنړیوال حقوقو،سیاست ، حکومتوالي ،دافغان ملي توریالي تاریخ څخه بي خبره افغانانو ته پاکستان کې ځای ورکړو، له بلي خوا پنجابي رژیمونو د پښتنو په قبایلي سیموکې په مذهبي وسله د پښتنو د ځپلو لپاره په زرګونو دیني مدرسو کې ځښته ډیره پانګونه وکړه .
دپنجاب ای ایس ای ملایانو د پښتنو د یوشمیر مذهبي ګوندونو مشرانو او مخکښانو مغزه د اسلامي انترناسونالیزم یا جهادي ایدیالوجې په نامه ومنیځل .تر څو پښتني خاوره ویشلي اوپه وینو لړلي وي او تل پښتانه ځوانان دپنجابي ای ایس ای له شرمه ډک او تور پلانونه د عملي کولو لپاره دارلحرب افغانستان ته د تاوتریخوالي لپاره ولیږل شي . وزیرستان د افغانستان پولې ته څیرمه هغه قبایلي سیمه ده، چې د لویدیزو هیوادونو او رسنیو د راپورونو له مخې په زرګونو سخت دریزي وسله وال په دیني مدرسو کې روځل کیږي او په سیمه کې فعال شتون لري او له دې ځایه په افغانستان کې پر کورنیو و بهرنیو ځواکونو بریدونه پلانوي .
پاکستان د همدې لارې د پښتنو دخداي ورکړي دملي یوالي حقه حقو ق د ملي دولت جوړولو مخه ونیسي .
پنجابي جنرالانود نړۍ مسلمانان دکشمېر دجهادپر نامه تیر ايستلي دي . اوس دنړۍ مسلمانان دځینو پښتنو مذهبي مشرانو څخه پوښتنه لري ، هغه داچې اول ځان بیا جهان دی ، ځیني پښتانه مذهبي مشران له یوي خوا خداي ته د خپل لر اوبر افغان مسلمان ویشلۍ ولس یوالي ته دوعا نه کوي او نه يي یادونه کوي ، هغه ستر ولس چې انګرېزي استعمار ویشلي دی او له بلې خوا دغه ملایان بیا د نړۍ دمسلمانانو یوالي غواړي ؟

۷ . د پاکستان کورنۍ جګره او خونړي کړکیچونه
پاکستان کې یو نه بلکې درې خونړي جګړیز کورني کړکیچونه شتون لري . دغو کړکیچونه اوس پاکستان د کورني جګړي کچې ته رسولي دی .د پاکستان کړکیچونه له یوبل سره مستقیم او غیر مستقم اړیکې لري او د کړکیچونو ځواک د افغانستان پر جګړې ستره اغیزه شیندلي ده . دپاکستان په تاریخ کې څلور صوبې یو بل ته نږدې شوي نه دي ، بلکې له یو بل څخه دخپلواکې په لور په واټن کې رواني دي .
پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتنواو بلوڅوپاڅونونه د مرکزي حکومت په وړاندې په ګډه سره روان دی .
۱ . د پاکستان د جوړیدو څخه ترنننه دبلوچستان ایالت،د بلوچو حقوقو ،اقتصادي ، ټولنیزو پرمختیا او ودې ته پاکستان کې هیچ پام نه کیږي .له همدې امله بلوچستان کې مقاومت او پاڅون د پنجاب یرغلګرو پر وړاندې یوتوکمي نیشلیستي یا ملتپالني رنګ اخیستي دی .د بلوڅو دخپلواکۍ غورځنګ موخه مساوي حقوق او دپاکستان څخه خپلواکۍ ده .
دبلوچستان ایالات دخپلي پلازمېنه کوټه ښار سره د ډیورنډ کرښې په څیرمه کې پروت دی او ډیورنډ کرښي څیرمي ته دبلوچستان دکویټي ښاراکثریت وګړي پښتانه دي .په بلوچستان کې بنسټپال سخت دریځ سني مذهبه پښتانه او بلوڅان دڅو کلنو راهیسي په ګډه سره د پاکستان څخه د خپلواکۍ او دخپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره په ګډه مبارزه کوي .پښتانه او بلوڅان دتیر څو کلونو راهیسې له پنجاب څخه د خپلو حقوقو او خپلواکۍ ترلاسه کولولپاره مبارزه کوي .پاکستان کی له بلوڅانو څخه وروسته اوس سندیانو هم د خپلواکۍ غږ پورته کړي دی .
د امریکا ملي شورا یو وړاندیز لیک وړاندې کړي ،چې بلوڅان په تاریخي ډول دیوخپلواکه هیوادحق لري ، ځکه پاکستان کې د بلوڅانوله حقوقو سره زور زیاتي کیږي او پرته له محاکمي څخه دوی وژل کیږي . د همدي لاملونو پر بڼسټ پښتونخوا او بلوچستان کې جګړه د افغانستان له جګړې سره نشلیدونکې تړاولري . اوس قبایلي سیمه یا منځي پښتونخوا،دخیبر پښتونخوا او بلوچستان یاسهلي پښتونخوا د خونړیو جګړو ډګرونه ګرځیدلي دي . د ازاد قبایلو کورنيو او لروبر پښتانو قبیلو ترمنځ د انګریزانو لخوا د کاغذ پر مخ د ډیورنډ دبیلتون کرښه ایستل شوي، ازاد قبایل د ډیورنډ کرښي په بله خوا کې دافغانستان له پښتنو او قبایلو سره دپړیو پړیو څخه نږدي ،نشلیدونکې د خپلوي او وررګلوي اړیکې لري .
۲. د ۱۹۸۰ کالونو را په دیخوا د پنجاب مرکزي حکومت لخوا د شعیه او سني سختدریزه اورپکو ډلو ترمنځ د تشدد اودترهګریزیو ډک کړکیچونو اور ته لمن ووهل شوي .
۳ .اوس د دغو خونړیو کړکیچونو توکمي او کورني جګړو اور لمبې د کراچي ښار چې میلیونه وګړي لري،بلي شوي دي .دکراچي ښار خونړي کړکیچونه د افغانستان له کړکیچ سره غیرمستقیم تړاو نه لري . د پاکستان سند ایالات د اقتصاد په مرکز کراچې ښارکې کورنۍ جګړه د سندیانو او د هند څخه راغلي اکثریت مهاجرو ترمنځ راوانه ده . کراچې ښار ته راغلي ښاري مهاجر پنجابیان د پاکستان له بنسټ څخه ځان له کلیوالي سندیانو څخه اصلي پاکستان جوړونکې بولي . دپاکستان د کورنیوستونزو د ډیریدو اصلي لاملونه د امریکا پر مرستو ډډه لګول ، پر پوځ او استخباراتو د حکومت د کنترول نه شتون، د لږکیو نه خوندیتوب ،د طالبانو او د نورو وسله والو ډلو تر کنترول لاندې سیمو کې د ثبات او امن نه راوستل دي .

۸ . د پاکستان یرغلګر پوځ
په ۱۹۴۷ کال کې دپنجابي پوځ د برتانوي کولونیالستي نیواګر پوځ څخه وزیږیدو.د پاکستان کولونیالستي پوځ دومره پوهه نه لري چې په سیاسي چارو او سیاست کې ځان ورګد نه کړي، د پنجاب پوځ د ملکې ادارې اوامر او هدایات په ملکې خلکو باندې په زور عملي کوي .د دولت بنسټ ایښودونکې د علي جنا ح پوځ داکار په وضع ډول هم تر سره کړي دی .
د څو لسیزو څخه دهند او پاکستان د امنیتي چارو ادارو او کړیو کې دا فکر بر لاسي وو،چې افغانستان کې د دولتي واک تښه اوجګړې ، ددوی سیاسي،اقتصادي، پوځې ستراتیجیکو پالیسیو اولیوالتیاوو په ګټه دي . هند او پاکستان د افغانستان اوږد تاریخ ته په کتو سره دوواړو هیوادونه په خپلو سیاسي او امنیتي چارو کې دافغانستان په اړه په ستراتیجکې ډول په یوه خوله شوي ول . پاکستان تل په افغانستان کې اوبه دومره خټولې یا جوشولي تر څو دی پري و نه سوځي .اوس دافغانستان دجګړو اور لمبې په ټول پاکستان کې خپري شوي دي .
ظاهرآ د پاکستان پوځې مشران په دې ان دي ،د هند پو ځي بریدپه صورت کې به پاکستان دخپلو پوځونو لپاره افغانستان څخه دپنا ځای په توګه کار واخلي .
دهند دولت هم دخپلي سیمه یزه ستراتجیکي لیوالیا په چوکاټ کې افغانستان کې د واک تشه ته لیواله دی . دهند پالیسي د افغانستان او پاکستان په اړه په دې لټه کې ده چې پاکستان په افغانستان کې باید دومره بوخت وي،تر څو د پاکستان پام د کشمیرخوا ته ورو نه اوړي .له همدې امله هند شمالي ټلوالې ته سياسي، نظامي مرستي ورکړلي .تر څو په افغانستان کې د جګړمارو ډلو ترمنځ تعدل وساتل شي . افغانستان کې په ورستیو څوکالونوکې د دواړو هیوادنو ستراتیجکو ژورې اولیوالتیاووي ناکامه ثابته شوي .اوس دهنداو پاکستان ستراتیجې او پالیسي د افغانستان په اړه دبدلون په حال کې دي . دهند دولت پوهیدلې چې د دوی ستراتیجکې موخې د لږکیو څخه د ملاتړ لارې نه ترلاسه کیږي .

پاکستان په سیمه کې یوناکامه دولت دی . پاکستان د یوه ناورین په درشل کې دی . پاکستان د ګډودي او انارشي پر لور روان دولت دی .پاکستان ټول هغه سیاسي فرستونه ، ظرفیتونه له لاسه ورکړي دي ، چې دی خپل مجهوله سیاسي جغرافیایي جوړښت وساتي . پاکستان د ګډودیو او انارشیو او کورني جګړو په لوري روان هیواد دی . پاکستاني سیاسي چارواکې نوره نشي کولې ،پاکستان له دغي ناورین څخه راوباسي،پاکستان ډیري زوري کندې ته ورنږدي کیږي او دیوګوسلاویا په برخلیک باندي اخته کیږي . د دغی هیواد د پوځي ‌ډیکتاتورانو مورال او ځواک ورستي کچي ته راټيټ شوي دی .پاکستان کې د کورنیو ستونزو جګړو ډیریدو له امله د دولت واک ،کنټرول په ټول هیواد کې نشته . په پاکستان کې وسله والې سختدریزه ډلې ډیر کنټرول تر لاسه کړي دی .دولت پر پوځ او څارکرې اداره کنټرول نه لري .د پاکستان هیواد د دولت په دنننه کې په دریو دولتونو باندې ویشلي شوي دی .

۹ . قبایلي سیمه کې د عربې جنګیالیو اغیزه
افغانستان سره د عربو سیاسي لیوالتیا دشوروي سور پوځ له یرغل سره ډیره شوه . عربي دولتونو او دعربوخیرښیګڼي مرستندویه ټولنو په پښتونخوا او قبایلي سیمه کې افغان کډوالوته د میلیارډو نو ډالرو مرستې پيل کړي . عربي هیوادوافغان مجاهدینو ته د جګړو لپاره مرستي هم پیل کړي . د سعودي عربستان پاچاملک فهدپه خپل یو سیاسي اعلان کې وویل ، مجاهدینو ته د امریکا دهر ډالر سره به زموږ ډالر هم مل وي . داپیسې دوسلو په پریدولو او لږدولو کې هم ولګیدي . مجاهیدینو ته یواځي د سعودي عربستان مرستي د شوروي اتحاد تر وتلو پوري د څلور میلیارډو ډالرو څخه ډیري وي . ( ۶ )
د ۱۹۹۰ کال څخه را په دېخوا شهزاده تورکي بن فیصل د افغانستان لپاره د عربي مرستود یو دفتر مشر کوله ، ده افغانستان کې د سعودي عربستان ددومره ډیرو مالي ،اقتصادي ، سیاسي ستراتیجکو مرستو او موخو دپښتني په ځواب کې وویل . درې لاملونه وو، چې زموږ یاد سعودي عربستان کورني او بهرني سیاست لاس په لاس تللو .
لومړۍ،د ۱۹۵۰ کالونو څخه دکمونیزم پر وړاندې مبارزه د سعودي عربستان د بهرني سیاست منځ زړي جوړولو، له همدې امله سعودي عربستان د افغانستان او اسلامي نړۍ سره دغه بیساري مرستي پیل کړي . دوهم، په خاصه توګه سعوديانو د جمال عبدالناصر پان عربي نشنلیزم ته دخپل سعودي پاچا السعودکورنۍ مشروعیت اوسعودي واکمنه ته د لمنځه تللو په څیر کتلو.سعودي عربستان پان اسلامیزم د پان عربیزم نشنلیزم په وړاندې دیوې ایدیالوجې په توګه وکارلو .
دریم . په اسلامي نړۍ او منځني اسیا کې د شیعه ایران د اغیزي مخه نیول وو. ( ۷ )

د افغانستان په جهاد کې د ځوانو عربي جنګیالیو شمیر ه د پام وړ وه، قبایلي سیمه کې په یوه وخت کې د دریو څخه تر څلور زرو پوري عرب جنګیالیو شتون درلود.( ۸ ) دغو عربي جنګیالیو د سخت دریزي او بنسټپالنې ایدیالوجۍ یا اسلامیزم د سپیځلې دودیزه اسلام په بدل کې د پښتنو په سیمه کې خپره کړه .
پاکستان دسعودي عربستان دپان اسلامیزم ایدیالوجۍ څخه د پښتنو دبیایوالي او ناسیونا لیزم په ځپلو کې د یوي ښې مذهبي وسلي په څیر کار واخیست . سعودي او پاکستان په ډېرو ښکاره او پټو چینلونو کې یو د بل سره د ګټو لپاره کار کوي .
د مصر جمال عبدالناصر پان عربي ناسیونالیزم ایدیالوجۍ ته دپښتنو د بیا یوالې د ویرې له مله پاکستان کې ځای نشته .
په ټولیزه توګه که قبایلي یا فاټا سیمې ته په سیمه یزه توګه او جیو ستراتیجک ډول له بهرڅخه وکتل شي ، دغه سیمه د یوکړکیچن چاودیدونکې کړکیچ او د زلزلو ګواښمن مرکز جوړوي . قبایلي سیمه د نړې یوه ګواښمنه سیمه ګڼل ګیږي .دغه سیمه د افغانستان ، بلوچستان او کشمیر ترمنځ پرته سیمه ده ،چې په کې د څولسیزو راهیسې ماتیدونکې، نه اټکل کیدونکې سیمه یزه خونړي کړکیچونه روان دي . په دغو دریواړو کوکیچونو کې پښتانه یو ډول رول لري .
د قبایلي سیمي ځانګړي ځانګړتیا په دې کې ده،چې دغه سیمه د پنځو اټومي ځواکونو پاکستان ، متحده ایالات،چین،هند او دروس امنیتي سیاسي کانسپټ له ګواښ سره مخامخ کړي دی . په جیو سیاسي کچه ایران ته هم له دغه سیمې څخه ګواښ شته دی . ( ۹ ) ټر ټولو لومړۍ د پاکستان اتومي وسلې او اتومي تاسیسات تر جدي ګواښ لاندې دي .

د دوهمي برخي پای

اخیځلیک :
3. Constitution of Pakistan, Part 12, Chaper 3, Paragraph 247
4. Zur Diskussion der komplexeem Beziehung zwischen paschtunischem Nationalisum und islamischem Universalisum siehe:Oliver Roy, The Taliban: strategie Tool for Pakistan in : C.Jaffrelot,Nationalisum without a Nation, London 2002,S.149
5. Oliver Roy , The Talibn : Strategic Tool for Pakistan, in C.Jaffrelot, Nationalism without a Nation, London 2002, S. 149-160 .
6. Vgl. Ahmed Raschid, Taliban, Islam,Oil and the New Great Game in Central Asia, New York 2000,S.197
7 . Robert Lacey, Inside the Kingdom. Kings, Clerics, Modernists, Terrorists, and the Strugglle for Saudi Arabia, London 2009, S.66
8. Mohammed Hafez,Jihad after Iraq. Lessons from the Arab Afghans, in: Studies in Conflict & Terrorism, 32 ( 2009) 2,S.76 .
9. Zentrum für Entwicklungsforschung (ZEF) Universität Bonn- Conrad Schetter: Die letzte Grenze : Die paschtunischen Stammesgebiete zwischen Taliban und NATO, 2006 .

دپاکستان وسله وال پوځ او هوايي ځواک نه دي توانیدلي چې په قبایلی سیمه کې برلاسي تر لاسه کړي .

روسي او انګیزانو امپراتوریو په اسیاکې افغانستان ته د خپلو ښکیلاګر کولونیالستي سیاستونو لپاره د کلی په څیر کتلي دي .