کور / نوميالي / چارلي چاپلین د تيري پېړۍ لوی غمجن کوميډين

چارلي چاپلین د تيري پېړۍ لوی غمجن کوميډين

دغه  ليکنه او  ژباړه  پروسږ کال ځينو نورو ناپېيلو افغاني پاڼو ته د خپرېدو لپاره وړاندي کړېوه چې خپره شوه .  سږ کال مې هم د چارلي چاپلين د لوړ هنري شخصيت د درناوی او د هغه د زوکړي د کليزي په مناسبت مې د ليکني په متن کې د يو څه بدلون په راوستلو سره دادی يوځل بيا خو دا پلا يې  د لر اوبر افغانستان د وتلي پاڼي د لاري و مينه والو ته وړاندي کوم . هيله ده دی چې د پام وړ  به وګرځي  . په درناوي  موسکا
 
زموږ د نن ورځي نړۍ د  لوږي، جګړې ، وژني، ورانيو، چل، فريب او د لویی غوښتنو په يوې واقعي انساني تراژيدی باندي اوښتې  ده. ددې نړۍ ارت ميدان  اوس د سرمايې او د وسلو د مؤلدينو په لاس کې د کوچنیانو د پاچا وزیرک د بازیو په يوه نړۍ  وال ميدان باندي اوښتی دی . دلته هر څه چې کيږي بس د ولسونو په سترګو کې خاوري اچول دي . د چل، فریب او يرغلګريو د بازیو نړۍ ده . ودې بازیو او فریبکاریو ته  بېلا بېل ” انساني او بشري ” توجیهات ورکول کيږي ، خوپه واقعيت کې دا په بني آدمانو پوڼي نړۍ  بس اوس د یو څو تنو په واک کې راغلې او د  ماجراجويه انسانانو په ګرو کې راکښېوتې ده . دلته و هر څه ته ټروریسټي شجرې جوړیږي او وهري نړۍ والي ستونزي ته د ولسونو په سترګو کې خاوري اچول کیږي . ، دغه ستونزي که بيا هواريږي نو و هغه  ته  په  یوېشتمي پېړۍ کې غربي ارزښتونه ويل کيږي ، درواغجنه ډيموکراسي  او فريب کارانه د بشرد مرئي کېدو  حقونه ور باندي تپل کيږي ! ! 



دانسان او انسانيت سره چې ددې ټولو بازیو نه چې څوک تېرسي، نو ددې رواني مياشتي يعني د اپریل ۱۶ مه نېټه د تیري پېړۍ د تیاتر دستر هنري نابغه چارلی چاپلین دزېږېدو ۱۱۹مه کالیزه ده . هغه چارلي چاپلين چې په خپله  هنري کومېډيو کې يې بشري  تراژیدۍ تمثيلولې ، د انسان او انسانيت سره يې چې د بې عدالتۍ کوم کردار ليده نوپه هغه  کې به يې  د نن  او سبا ژوري تراژيدۍ  اټکلولې .



چارلي چاپلین د  کال ۱۸۸۹ په همدې ورځ د لندن د غریبانوپه یوه بې وزلې سیمه کې  وزېږېد . هغه  دژوند چپه لاخو او د غربت  بهیر  داسي دهغې زمانې په يوه پراخ بُعد کې د انسانانو د محرومیت دانعکاس و نندارې ته را کښې ایستۍ وو چې راورسته یې خپل ټول ژوند او خپل ټول هغه خدایي استعداد چې په کومیک هنر کې یې ور په برخه کړی وو هغه یې د نړۍ د مظلومو او خواریکښو انسانانو څخه ددفاع او دانسانیت ولوړ مقام  ته د درناوي په خاطر  و کاراوه  . چارلی چاپلین بې له شکه د نړۍ د سینما او تياتر د لويو نوابغو او نامتو هنرمندانو څخه یو وتلی شخصيت وو . هغه کله چې د خپل شهرت او بریالیتوب په اوج کې ځای درلود نو د اونااونیل سره یې واده وکړ .  دهغې نه  خدای ۷ یا اته اولاده  ورکړه  . دهغو نه یوازي یوه لور چې جرالدین نومېده او هنري استعداد یې د خپل پلاره څخه په ارث وړی وو ، د خپل پلار  چارلي غوندي دشهرت او اتبار خاونده سوه  .


څو کاله مخکې تر دې چې نوموړې د هنر ونړۍ ته ګام کښېږدي نو چارلي هغې ته یو لیک و لېکه چې د نړۍ د ډېرو جذابه او زړه وړونکو لیکونو په کتار کې  ځای ونيوه . دغه لیک بې له شکه هر لوستونکی و ژور سوچ ته رابولي  او درواني نړۍ  دپېښو و جريان ته یې  په فکر کې اچوي . 



لاندي متن د هغه لیکني ځيني برخي دي چې د غه د  تياتر ااوسینما هنري  نابغه  چارلي چاپلين و خپلي لور جرالدیني ته  لیکلي وو :


لوري!


دلته اوس شپه ده!


يوه تکه توره شپه، او زه هم ستا څخه ډېر لیري يم . بیخي ډېر ليري . خو ستا عکس زما د میز پر مخ  پروت دی . ستا دغه عکس دلته زما په زړه کې هم ځای لري، خو ته چيري یې؟ زه پوهېږم او داسي انګېرم  چې ګواکې دشپې په دغه  چوپه چوپتیا کې،زه  ان ستا دقدمو آواز لا اورم .


دژمي په دغه تورو شپو کې زه ستاپه  سترګو کې دستورو ځلا وینم .


ته هلته د شانزه لیزه دباشکوهه تیاتر پر مخ باندي خپل هنري استعداد ښکاره کوې؟


اورېدلي مې دي چې په دې نوراني او باشکوهه ننداره کې ته د یوې اسیري شهزاده ګۍ نقش لوبوې .


زه خو وایم لوري ، همداسي د پاچاهانود شهزاده ګيو غوندي واوسه، تل  يوځلانده ستوری سه اوهميشه وځلېږه ،خو که د نندار چیانو د تحسین او شاباسۍ د قه قه خنداوو نه او که د هغو خوشبویه ګلانو  د مستۍ او عطرونو نه چې تاته  رالېږل سوي دي که دغه ټوله تاته دهوښیارۍ یوه موقع  برابره کړه نو    یوه لحظه  په يوه ګوښه کې آرامه کښېنه، زما لیک ولوله او دخپل پلار و خبرو ته غوږ سه !


زه ستا پلار یم جرالدینی  !



د نندارچیانو د چک چکو انګازې  به ښایی کله تا و آسمانو ته و خېژوي، همغلته  ولاړه سه! خو کله بیا ومځکې ته هم را شوه کېږه، او د خلکو د ژوند تماشا  وکړه؛ د کوڅو دهغه دوره ګرده رقاصو ننداره  وکړه  چې په وږي نس نڅيږي او پښې یې د فقر او بېنوایی څخه رېږدي؛ زه هم يو دهغو څخه وم، ما هم د لوږي مزې څکلي دي، ما هم د بې کورۍ درد حتی تر هغوی نه زیات  ګاللئ دئ . ما هم دهغه ګرځنده پلورونکو مسخره چيانو  د حقارت رنځ درک کړی دئ چې په زړه کې به یې غرور د یوه بحر په څیر موجونه وهل  خو د خودخواهه لارويانو خيرات او صدقې  به هغه  پکښې و  چو وله . ددې ټولو سره سره زه لا ژوندی يم . ستا دنامه سره  يو ځای زما نوم هم  راځي، چارلي چاپلین!


ما په همدغه نامه  څلوېښت کاله د مځکي پر سر ډېر خلګ و خندول خو دهغوی د خنداوو  نه ډېر زیات  ما  وژړل  . لوري ، په کومه نړۍ کې چې ته اوسې، یوازي د رقص او موسیقي نړۍ نده . کله چې ته په نیمه شپه کې د تیاتر د باشکوهه سالون څخه راوزې نو يوه لحظه دي  دهغه بډايو او ثروتمنده  ننداره چيانو څهرې چې ستا ستاینه کوي  هيري کړه. دهغه ټکسي چلونکی حال و پوښته  چې تا وکورته رسوي، دهغه دمېرمني حال و پوښته چې ښایی اومیندواره  به وي او د خپل ماشوم دپاره به  کالي نه لري ، د مېړه په جیب کې یې په پټه څه پیسې کښېږده .کله کله په ښاري سرویسو او یا   میټرو کې هم  ګرزه، خلګ و ګوره، بوري میندي او یتیم ماشومان تر سترګو تیرکړه او لږ تر لږه په ورځ کې یو ځل د ځانه سره ووايه چې « زه هم دهغو غوندي  یو څوک یم». هوکې لوري، ته هم  دهغو غوندي يو څوک یې،  نه د هغوی نه زیاته !


هنر مخکې تر دې چې انسان ته د الوتلو دپاره دوه وزرونه ورکړي نو زیاتره یې په عوض کې دوې پښې ور ماتوي . هر کله چې ويوه داسي ځایته را ورسېدلې  چې تاته  ګني  ځان تر خپلو نندارچیانو  لوړ و ښکارېد، نو هماغه لحظه د تياتر صحنه پرېږده اوژر تر ژره په يوه ټکسي کې د پاریس و مرکز ته ځان ورسوه. زه په هماغه ځای کې  ښه بلد يم . د پېړیو راهیسي هغه ځای د کولیانو زانګو وه.  هلته  به د ځان په شانی ډیري رقاصې  ووینې!  هغسي رقاصې چې تر تا به هم ډېري ښایستې وي!   اوترتا به هم  ډېري مغروري  !  خو په هغه وخت کې لوري په دې خبره اعتراف وکړه چې تل داسي څوک سته چې تر تا ښه ناڅي  او تر تا هم  ښه هنر لري . په دې خبره دي  ښه سر خلاص کړه چې د چارلي په کورنۍ کې هيڅکله داسي يو ګستاخ څوک نه وو چې  و يوه ګاډۍ وان ته، او يا د سن د رود دغاړي و يوه فقیر ته دي په  غصه  سي او يا دي هغه ته په رډو سترګو وګوري .


لوري ، هر کله چې دوه فرانکه خرڅوې نو تل داسي سوچ وکړه چې  دریم فرانک یې  په تا پوري اړه نلري، هغه  باید دیوه ګمنامه سړي مال وي چې نن شپه وهغه ته اړ دی . که دپېسو او سیکو په هکله ستا سره   ږغېږم نو دا ددې دپاره دی چې ددې زمانې د کسانو د چل او فریب په رموزو زه   ښه آګاه یم . ما ډېر وخت کیږي په سیرک کې تېر کړی دئ اوتل  مې دهغو  په خاطر چې  د نازکو رسیو پر سر باندي  به روان وې دزړه ویني خوړلې دي…..


چارلی چاپلین د خدایي نبوغ په درلودلو سره د نړۍ دسینما په ډېر لوړ ځای کې ځای  موندلی وو . د نړۍ په میلیونهاوو خلک دهغه د شپو، لکړې او لنډ پطلون سره آشنا وه . هغه په خپل ژور انساني احساس سره دومره توان درلود چې خپل نندارچیان  و خندوي خو د خپلو سترګو نه اوښکي  را و بهوي  . هغه په دې توانېدلی وو چې د خپل زړه په غم او انساني احساس کې ځان لاهو کړي خو د میلیون هاوو انسانانو ژوند چې لوږي او بې عدلۍ هغوی د مرګ و پولي ته  رسولي وه، د هغوی و حالت ته انعکاس ورکړي .


د ژوندانه سختو څپېړو او ژوري هوښيارۍ د چارلي چاپلين  څخه يو ولسي او مردمي هنرمند جوړ کړ داسي هنرمند چې دانساني غم او درد سره آشناوو .حتي ثروت اوشهرت هم دهغه څخه  انساني درد او پر خوږمن زړه باندي دهغه د  باور اوميني احساس وا نه خیست . هغه داسي هنرمند وو چې د شلمي پېړۍ  و ډيکټاټورانو ته يې  د« لوی ډيکټاټور» په فلم کې د انسانیت او اخلاقو يادونه کوله .
چارلي چاپلين د هر هنرمند نه زیات په دې توانېدلی وو چې په بشري ټولنه کې دبې عدالتۍ بېلګې  پر سټېژ باندي و نندارې ته راوباسي . کله چې هيټلر د المان صدراعظم سو نو د چارلی چاپلين و نړۍ والوته د ډیکټاټور فلم  ښکاره کړ او هغه خطرونه یې بربنډ کړل چې نړۍ یې  تهدیدوله . چارلي چاپلين خپل ټول فلمونه  د انسان او انسانیت سره د ناپایه میني په احساس  سره جوړ کړي وه او هيڅکله یې داسي نه انګېرل چې په دې خاطر به تر تحقیق او پوښتنی لاندي  راسي او يا هغه دي د کمونیستي محافلو سره د اړیکو د درلودلو په جرم تورن کړي .
په ۱۹۵۰ کلو کې د امریکا په ارتجاعي محافلو کې داسي یو کمپاین راشروع سو چې عملاً يې  د روڼ اندو په ښکار پسې  را اخیستې وه . په  سوو زره کتابونه  وسوځول سوه . په دې لړ کې چارلي هم تورن  سو چې ګني هغه یو کمونیسټ دی . یوازي هغه نه بلکي په لسهاو نور هنرمندان   د ارنسټ همینګوی   په څېر نور لیکوالان په دې تور تورن سوي وه  چې ګني کیڼ اړخي او کمونیسټي دریځونه لري .


چارلي چاپلين د تیري پېړۍ د سینما دغه ستر لوبغاړۍ چې دخپل هنري کلونو په اوږدو کې دیوه بې مثاله ستوري په توګه و ځلېد  دداسي سیاسي اتهاماتو سره سره يې لا نور هم د ولسونو په زړو کې  ځای پیداکړ او دخلګو زیاته پاملرنه یې  و ځانته را وګرځوله  . بلاخره د کال ۱۹۵۲ په سپټامبرکې د امریکا لخوایې  د تبعید حکم صادر او په همدغه کال کې چارلی د خپلي مېرمني اونا اونیل سره دېته اړ سوه چې و سویس ته  پناهنده  سي .


هغه رسمي اسناد چې په کال ۲۰۰۲ کې خپاره سوه ښيئ چې د بریتانیا دولت   و چارلی چاپلین دغه دسینما ددنیا و نابغه ته درست شل کاله و هغه ته د شوالیه ګری دلقب د ورکولو څخه ډډه  کړېوه. ددې کار  وجه  هم د  چارلي چاپلین د سیاسي باورو او د هغه د شخصی اخلاقو په خاطر بیان سوې وه. پر هغه باندي د کمونیسټانو سره د  خواخوږي  تور لګېدلی وو کوم چې چاپلین به تل دهغه څخه انکار کاوه .. و چارلي ته دهغه دمرګ نه دوکاله مخکې یعنی په  ۱۹۷۵ کې وهغه ته د  سړ( Sir)   لقب  چې دانګلستان تر ټولو لوړ لقب دی ورکړل سو .


چارلي چاپلین دنوی عصر و ماشيني انسان ته د هغه د انساني ژوند تراژيک تصویرونه  چې  په کومیکه توګه یې و ولسونو ته ښودله ، نو پر هغه باندي يې غیرله پوز خنده بل څه نلرل . هغه په دې پوزخند کې ددې سره سره چې پخپله يې خندله خو يو عظیم غم یې هم پر ټول وجود باندي سایه غوړولې ده، هغه دغه انساني غم بيا په خپل کوميک هنر کې وولسونو ته بیانوي . دهغه سپېڅلې څهره چې هیڅو خت د پامه نسي غورځېدلاي پر همدغې موجوده صنعتي نړۍ باندي په ډيري هنر مندانه توګه   ملنډي وهي او په پای کې همدا د سرمايه داري سیسټم و بشريت  اوددې نړۍ راتلونکې ته يوه ډېره  لويه خطره ګڼي .


د چارلي چاپلین ګڼ شمېر سینمایی آثار په کراتو سره د نوي نسل تر سترګو تېر سوي دي، هغوی يې خندولي دي خو د ډېرو په سترګو کې یې اوښکي هم رابهولي دي . داځکه چې د چاپلین سینمایی سوژه په عین حال کې چې د طنز او کوميډي نه ګټه اخلي خو هغومره بیا د بشر دتراژدۍ  او دهغه د هویت د ورکېدو نه هم داستانونه بیانوي .


نن سبا چې دسرمایې  جنون په نړۍ کۍ ودې اوسني ښور ماښورته لاره پرانيستې ده، څوک  چې دانسان او انسانیت و دغه روان مسیر ته ګوري  نو په هغه کې هر څه دشیطنت او فریب کارۍ په ترازو کې تلل کيږي ، هر څه د وحشت او بربريت خواته درومي . په داسي  يوه حالت کې نن يو ځل بيا نړۍ وال ویوه نوی چارلي چاپلين ته اړتيا لري تر څود نړۍ دغه روان شیطاني بهير په خپل هنري نندارو کې د پردې پر مخ وخلګو ته را بربنډ کړې . نن په رشتیا هم ویو بل چارلي ته اړتیا سته چې په یوېشتمه پېړۍ کې د جنایت کارانو او د وسلو د سوداګرانو پټ رازونه په هنري توګه و وولسونو ته  وښیئ .


چارلي چاپلین د کال ۱۸۸۹ نه چې و نړۍ ته یې سترګي روڼي کړي وې بیا تر کال ۱۹۷۷ پوري چې ددې نړۍ نه وکوچېد، د خپل باثمره هنري ژوند په بهیر کې يو لوی  ریالسټيک هنري او اخلاقي داستان  پرې ایښی دئ .