کور / هستوي فزيک / آیا پوهیدئ ؟ د زړه په اړه ځانکړې شپاړسمه پرله پسې برخه

آیا پوهیدئ ؟ د زړه په اړه ځانکړې شپاړسمه پرله پسې برخه

1. چې د زړه تر ټولو اغیزمن درمل خندا ده.
2. چې ستاسو زړه ستا د موټ په اندازه ده.
3. چې د یوه عادی انسان زړه په دقیقه کې ۷۲ ځله غورځئ.
4. چې ډیری د زړه حملې د سهار له اتو څخه تر نهو بجو پورې وئ.
5. چې د ښځو زړه د نارینه پرتله ډیر غورځئ.
6. چې که تاسو اوس سګرټ څکول پریږدئ، دری کاله وروسته به ستاسو دزړه د حملې احتمال او د هغه چا چې هیڅ یې سګرټ نه وئ څکولی یو شانته وئ.
7. چې د انسان زړه تر ۴۰۰ ګرامه زیات نشئ کیدای.
8. چې د انسان زړه وینه تر ۱۰ متره پورئ غورڅولای شئ.
9. چې د زړه لمړی عملیات په کال ۱۸۹۳ کې د ډاکټر دانیال هال ولیام لخوا په امریکې کې تر سره شول.
10. چې ستا سو د لاس د دوهمې ګوتې (د چلې ګوته) اوږدوالی د ستا د زړه په صحتمند توب دلالت کوئ.
11. چې د انسان ښی سږی د چپ په پرتله لوی دی، ځکه چې په چپه خوا کې د دوهم سږي لږ اندازه ځای زړه نیولی.
12. چې ستاسو زړه په کال کې ۳۵ ملیونه ځله خوځیږئ.
13. چې د زیتون خوراک ستاسو د زړه ناروغیو چانس کموئ.
14. چې د یوه متوسط عمر لرونکی انسان زړه په ټول ژوند کې یو ملیون بیرله وینه پمپوئ.
15. چې په لمړی ځل په کال ۱۹۶۷ کې د زړه د اعضاوو بریالی بدلون د جنوبی افریقا په کپټاون کې تر سره شو.
16. چې ستاسو زړه په ۲۴ ساعته کې ۱۰۰۰۰۰ ځله غورځئ.
17. چې تر ډیر وخته انسانان په دې عقیده ول چې زړه د احساساتو مرکز دی.
18. چې په نړۍ کې هره ورځ ۲۷۰۰ کسان د زړه حملې له کبله مرئ.
19. چې په نړۍ کې د اونۍ د پیل په سهار تر ټولو د زړې ډیرې حملې را مینځ ته کیږئ.
20. چې د ښځو زړه د سړیو په پرتله وړوکی دی.