کور / طنز / د یوه شهید د فاتحې اعلان

د یوه شهید د فاتحې اعلان

دپلارنوم : مرحوم احمدشاه ابدالي
دنیکه نوم : مرحوم حاجي میرویس خان
دترورانو او نیاګانو نومونه : نازوانا ، زرغونه انا ، میرمن زینب ، میرمن عینو او . . .
دزامنو نومونه : په زهروشهید شوی وزیرمحمداکبرخان ، دزندان شهید امین الله لوګری ،په انګریزۍ وسله زخمي او بیا شهیدشوی عبدالله خان اڅکزی ،دمبارزې په مهال وفات شوی محمدشاه خان بابکرخېل لغمانی ، شهیدمیرمسجدي خان کوهستانی ، شهیداخترخان زمینداوري ، دانګریز زنداني غازي محراب خان بلوڅ ، ملامشک عالم اندړ ،بي مزاره غازي محمدجانخان وردګ ، حبیب الله خان وردګ ، شهیدمحمدعثمان خان صافی ، غلام حیدرخان څرخی ، میربچه خان کوهدامني ، په هجرت کې مړشوی حسین علي خان جوانشیر، دمیوندشهیدجنرال تاج محمدخان جبارخېل او د دوی زرګونه د جهاد اوملي مبارزو شهیدان ، زخميان ، زندانيان او مهاجرین ګمنام ملګري .

دلمسیانو نومونه : د هډې ملاصاحب نجم الدین اخندزاده ، دموسهي فیض محمد اخندزاده حسین خېل ، سپاه سالار صالح محمدخان پوپلزی ، حاجي ملا عبدالرزاق اندړ ،جنرال عبدالوکیل نورستانی ، دچکنور ملا صاحب ، داکاخېلو ملا سیداکبر ، غازی ببرک خان ځدراڼ ، ایپي فقیر حاجي میرزا علي خان ،دپکتیاشهیدملاعبدالله ، دشوربازار حضرت نورالمشائخ مجددي ، دقلعه جواد شهیدحضرت ضیاء المشایخ محمد ابراهیم مجددي ، دلوګر میرعبدالستار صاحب ، دکندهار خلیفه عبدالقیوم صاحب ، دغزني مولوي شرف الدین ، دزرمت دنیکنام ملا مولوی عبدالصمد ، شهید منهاج الدین ګهیځ ، شهیدغلام محمد نیازی ، دزیړوک شهیدفتح الله ، شهیدمولوي حبیب الرحمن ، شهیدسیف الدین نصرتیار،دپکتیا شهیدمولوي نصرالله منصور ، شهیدسیف الرحمن منصور او مولوي جلال الدین حقاني ، دغزني شهیدمولوي نیک محمد شهید قاري احمدالله او شهیدقارنعیم دزابل شهیدملاموسی کلیم ،شهید ملامدد او شهیدملا روزي خان، دکندهار شهیدلالاملنګ ،ملانیک محمد، شهیدملاامین الله بورجان ، شهیدملایارمحمد ،شهیدعبدالحنان جهادیار ،دروزګان ملامحمدشفیق اخند،شهیدملامشر ،شهیدملادادالله ، شهیدعبدالرزاق نافذ ، دهلمندشهید ملا محمدنسیم اخندزاده ،مولوي بازمحمدهمدرداو شهیدملااخترمحمد عثماني ، د فراه مولوي سیف الله دانش منداومولوي عبدالقیوم شجاع،دهرات داوبي مولوی اغاصاحب ،شهیدصفی الله افضلي او شهیدغلام یحیی اکبري ،د غور شهیدعلامه محمدصاحب دبادغیس مولوی عبدالحکیم ، شهیدمولوي غلام دستګیر او شهیدمولوي اسمعیل ، د کابل شهید مولوي شفیع الله او شهید عبدالمنان احمد ،دکونړشهیدشیخ جمیل الرحمن ، دنورستان شهیدمولوي رستم حنفي ، او شهید شیخ جمیل الرحمن ،د ننګرهارمرحوم مولوي محمدیونس خالص بابا ، شهید ملا کندهاری ، شهیدانجینیرمحمود او شهیدعزت الله عارف د لغمان شهید مولوي عبدالرحیم حنفي ، دبلخ مولوي عبدالجبار،دکندزمولوی باریداداو ملاملهم حلیمي ،دفاریاب مولوي عبدالسلام مغل،دسمنګانومولوی عبدالواسع ، دسرپل مولوی عبدالجلیل، دجوزجان مولوي مرادي د بدخشان مولوی عبدالحکیم مشهور په خمیني اومولوي عبدالرحمن د تخار مولوي عبدالوهاب اومولوي سرور دبغلان مولوي عبدالحی مغل اومولوي محمدقل او نور په زرګونو دانګریز ، شوروي او امریکا په خلاف داسلامي جهاد غازیان ، شهیدان او زندانیان . .

دلوڼو نومونه : شهیده ملاله میوندواله ، مجاهده غازي ادې ،مجاهده بخته سنځرخېله ، شهیده ناهیده ، شهیده عابده ترور ، شهیده زهرا زابلۍ ، شهیده عائشه فدایي او نورې زرګونې د دیني او جهادي احساس لرونکې تورسرې او پیغلې . . .

ټولو خبرو او ناخبرو افغانانو ته یوځل بیا اطلاع ورکول کیږي ، چې دمعاصر افغانستان څه کم دری سوه کلن (استقلال )دروان میلادي ۲۰۱۲ کال دمی دمیاشتې په دوهمه دشپې په ۱۲ بجې دکابل دارګ دننه دیوه تن پردي ( اوباما ) او یوه خپل ( حامدکرزي ) په مشترک برید کې په شهادت رسیدلی ، دګلګون کفن شهید ( استقلال افغانستان ) دجنازې لمونځ دروان کال دمی دمیاشتې په ۲۶ مه نیټه په کابل کې دپارلمان په ماڼۍ کې د ۱۷۵ تنو جرګه والو لخوا په خورا مجللو مراسمو سره ادا شو ، دیادونې وړ ده چې دجنازې ددې مراسمو په مهال دراغلیو له جملې یوازې پنځه تنه ( مولوي شهزاده ، قاضي نذیرحنفي ، عرفان الله عرفاني ، ملاتره خېل کوچی او عبدالستار خواصي ) هغه کسان ووچې د دې غمجنو مراسمو دلیدلو تاب یې رانه ووړ او په ډک زړه او ژړانده سترګو دجنازې له مراسمو ووتل ، دجنازې له ترسره کیدلو وروسته څوتنو جنازې ته راغلیو ( شکریې بارکزۍ ، رمضان بشردوست ، احمدبهزاد ، سیاووش بکتاش اونورو ) دخپلو احساساتو دڅرګندولو په مهال له دې امله خوښي وښوده چې دغه مراسم دهرکله خلاف په پوره بریالیتوب او بې له کوم جاروجنجال څخه دپارلماني مروج عرف خلاف درایو په اتفاق سره پای ته ورسیدل .

د ( شهیداستقلال ) فاتحه د راروانو دوو ورځو لپاره دکابل د مشرانو دجرګــې په غونډو کې اخیسـتل کیږي (فدايان) دې خبر وي .

دیادونې وړ ده چې دافغانستان استقلال چې تقریبا دری سوه کاله وړاندې داسیا دلویې وچې دمرکز ، جنوب او منځني ختیځ ترمابین خطه کې زیږیدلی وو، دخپلو ګاونډیانو په نسبت یې خورا اوږد عمر ، سرلوړی ژوند او بسیا تن او روح درلود ، دشهیداستقلال کور او کهول همیشه په مټورو ، باتورو او بیدارو زامنو ، لمسیانو او کړوسیانو باندې ډک وو ، داچې وروسته له دومره ازمیښتونو جناب استقلال صاحب په شهادت رسیدلی ، ځیني قریبان او ورثه یې سخت پرې خپه دي .

خو دجناب استقلال ترټولو سکني او رښتیني زامن بیا وایي ، چې استقلال افغانستان په خپل طبعي مرګ نه دی مړ شوی بلکې په شهادت رسول شوی دی ، او دشهادت مرګ په حقیقت کې مرګ نه بلکې لکه څرنګه چې قرانکریم فرمایي تلپاتې او ابدي ژوند دی ، دوی وایي له دې وړاندې هم محترم استقلال څو ځله همداسې په خپلو وینورنګین او شهید شوی دی ، مګر دوخت په تیریدو سره یې ثابته کړې ده ، چې نوموړی (استقلال ) مړ نه بلکې دشهادت په ابدي ژوند ژوندی دی ، نوځکه یې هیڅوک هم نه شي وژلی ، له اوس څخه پوره ۱۲۲ کاله مخکې په ۱۸۹۰ کال کې همدا دمی میاشت وه ، خو په دومره توپیر چې هغه ورځ یې ۲۶ تاریخ وو او رڼا ورځ وه ، چې دافغانستان استقلال دکابل له ارګ نه لږ ورکوز دګندمک په سیمه کې د دریو تنو ( یعقوب خان ، انګریز ځانګړي استازي کیوناری ، او په هندکې دانګریز ګورنرجنرال لارډ لیټن ) لخواپه شهادت ورسول شو ، مګر څوک چې خدای تعالی نه وي وژلي کله وژل کیدای شي ، له همدې امله داسې زمانه راغله چې یعقوب خان ، کیوناري او لارډ لیټن یویو مړه شول خو زموږ استقلال ژوندی او ګړندی وو چې دخپلو دې بدخواهانو دمرګ نندارې یې کولې .