کور / راپور / له شاعر او سندرغاړي دروېش كاكړ سره مركه

له شاعر او سندرغاړي دروېش كاكړ سره مركه

عبدالخاليق دروېش چې د سهيلي پښتونخوا د كلا سيف الله د سيمې اسېدونكى دى او په خټه كاكړ پښتون دى له ډېري مودې راهسي سندرې وايي چې خداى پاك ډېر ښكى ږغ ورړى دى هغه تر حده زياتې انقلابي ترانې ويلې دي [ هلئ پښتنو زلمو دا وطن ګټل غواړي ] دې ترانې دروېش كاكړ ته يو نوى نوم وركړ او له سندرو سره سره ډېره خوږه شاعري هم كوي ما له هغه سره په رېډيو پاكستان ږوب كې يوه مركه كړې ده ، دا مرکه دوې مياشتي مخکي په لراوبر ويبپاڼه کي تر خپرېدو وروسته د تخنيکي ستونزي له امله اوس په دوهم ځل بياخپروم.  تاثير –كوټه


له شاعر او سندرغاړي دروېش كاكړ سره مركه


پوښتنه – د مركې د دستور سره سم بايد لومړى ما او ګرانو  لوستونكو ته خپل ځان را وپېژنې .


ځواب- ګران تاثيره! زه دروېش كاكړ، په قبيلوي لحاظ كاكړ سنزرخېل ميرزى قوم سره تړاو لرم اصلي نوم مې عبدالخالق دى  د سهيلي پښتونخوا كلا سيف الله اوسېدونكى يم ، د موسيقي او شاعري له دنيا او له خپلې ګرانې پښتو ژبې سره ډېره مينه لرم .


پوښتنه – ښاغلى دروېش كاكړ، ته شاعري هم كوې ،او سندرې هم وايې نو دا راته ووايه چې سندرې ويل دي لومړى پېل كړې كه شاعري ؟


ځواب – هو زه سندرغاړى هم يم ، او شاعري هم كوم خو ما مخكې شاعري كوله چې ناڅاپه مې له سندرې ويلو سره هم شوق پيدا شو.


پوښتنه – دروېش صاحب ته يو هنر مند يې يو فنكار يې او تا دوه لاري خپلې كړې دي يعني شاعري هم كوې ، او سندرې هم وايې، نو په دغه دوو لارو كې كوم كار ته په ډېر شوق او زوق سره كوې شاعري كه سندرې ويل ؟


ځواب – زه دواړه هنرونه هم شاعري كول او هم سندرې ويل په ډېر شوق سره سرته رسوم ، خو دومره به درته ووايم چې شاعري مې په شوق كړې ده او هم يې په شوق سره كوم .


پوښتنه – زموږ په پښتنه موسيقي كې سپين نظم چې په دستور كې ورته ازاد نظم وايي نه دى ويل شوى ، كه ويل شوى هم دى نو ډېر كم ويل شوى دى  د دې څه وجه ده ، ايا د دي موروج په پښتو موسيقي كې نشته ، اورېدونكي يې نشته او كه دومره استادان په پښتنه سندريزه نړۍ كې نشته چې دا كنډو بند كړي ځكه چې دا خو يو ډېر نازك او هڅاند صنف دى؟



ځواب – تاثيره وروره! خبره دا ده چې د موسيقي دنيا اوس د ماركېټ او كاروبار تر حده پوري محدوده ده ، دا اوس داسي وخت راغلى دى چې اورېدونكي مكمل ټپې يا غاړې يا د اتڼ سندرې غواړي ، نو ټوله سلسله كمرشليزه شوه ، هغه كار اوس سندرغاړي هم نه كوي كه هر څومره ښه سندرغاړى هم وي ، بس هغه ويل كوي چې په ماركېټ كې سم وچلېږي ، زه مكمل يقين لرم چې په پښتو كه څۀ هم نظم وي كه غزل وي كه ټپه وي هر څه خو ويل كېږي او ويل كېدى شي.


پوښتنه – عبدالخالق دروېش صاحب بخښنه غواړم كه يو سړى دوه هنرونه ، يو شاعري كول او بل سندرې ويل دواړه پرمخ بيايي نو ستا څه خيال دى چې دا دواړه هنرونه به په ښه منظم او دقيق ډول سره كامياب او بريالي كړي يعني دواړه به سرته ورسوي ؟


ځواب – هو يقين وكړه چې څوك وخت ولري او له وخت سره سره ښه ښه استادان وي زما په خيال چې هم به ښه شاعري وكړي ، هم به ښه اديب شي ، او هم به ښه سندرغاړى وي


پوښتنه – تا د استادانو خبره وكړه ، ښاغلى دروېش د اردو ژبې يوې شاعرې د يوه سوال په ځواب كې وويل چې [ د هرشي زدكړه كېږي ، خو د شاعري زدكړه نه كېږي ولې چې دا برخه الهي ده خو اصلاح كول د شعر يوه اضافګي ده ] نو ستا د موسيقي استاد څوك دى ځكه چې موسيقي غږول يا سندرې ويل خو زدكړه غواړي ؟


ځواب – منم چې شاعري [ برخه الهي ده ] خو زوروره شاعري هم زدكړه غواړي هغه دا چې زدكړه لكه دپښتو كتابونو كتنه ، د تاريخ يادونه ، او داسي نور ، او موسيقي خو يقينً زدكړه غواړي ، خو زه په خپل ډېر كوشش كې دا زدكړه په خپله كوم ، يعني زما هيڅ استاد نشته ،


پوښتنه – د پښتو ژبي فلسفي شاعر غني خان وايي چې [ شاعر د خپل ماحول غلام وي د دۀ مثال د يو داسي حيوان دى چې د هغه په وجود باندي څرمن نه وي كه پوټى د ازغي څوك وروړي نو په كړيكو ځان وژني ، او كه يوه زره ارام او سكون ورته ورسېږي نو بيا له خوشحالۍ څخه بې هوشه كېږي ] نو ته په دې اړه څۀ وايې چې موسيقي اورېدل هم و انسان ته كرار او سكون وربخښي كه څنګه ؟


لوى غني خان چې څه وايي نو يقينً چې صحيح وايي.


خو زه دا دعوه كولاى شم اميدلرم چې ته به هم راسره ومنې، موسيقي سكون خو پرېږده شك نشته چې په موسيقي كې به سكون نه وي .


موسيقي علمي او انقلابي بدلون هم لري ، او ولس ته ذهني يوه لويه ذريعه هم ده،ولې چې هر څوك خو كتابونه او تاريخونه نه ګوري ، نو د ښه سندرغاړي سندرې او د موسيقي رنګون و ډېرو خلكو ته د خبرتيا يو ښه ذريعه هم ده،



پوښتنه – دروېش كاكړ صاحب كله چې ته سندرې وايې موسيقي پېل شي ذهن ، فكر ، او خيال ، دي مستانه شي نو ته د شاعري كوم صنف په ډېر شوق سره وايې غزل ، نظم ، سندره، ترانه ، ټپه، غاړه ، او يا كوم بل شى؟


ځواب – زه چې كله د موسيقي په شړنګ كې  خپل هغه مظلوم اواز يا دردېدلى ږغ پورته كوم ، نو ماته تر هر څه زياته انقلابي ترانه خوند راكوي


پوښتنه- كوم شاعران دي د ښې شاعرۍپه لحاظ خوښ دي، او كوم شاعران دي چې د سندرغاړو دپاره شاعري كوي خوښ دي ؟


ځواب – شاعران خو ماشاء الله د پښتو ژبي دومره شاعران دي چې حساب يې نشم دركولاى ، بس دا به درته ووايم چې هر څوك چې حقيقي مقام ته رسېدلى وي زما خوښ دى ، په لوى سر كې مې د خوشحال بابا ، مرحوم ګل باچا الفت ، او ملنګ جان شاعري مې ډېره خوښه ده ، او ډېره يې اورم او لولم .



پوښتنه – ستا شاعري نورو سندرغاړو له موسيقي سره ويلې ده او كه نه؟



ځواب- نشم ويلى چې كوم داسي څوك به وي چې زما شاعري يې ويلې وي كه نه ، خو ډېرى زه په خپله خپل كلام په خپله وايم چې هغه زه په ښه قابو مقام كې ويلى شم .



پوښتنه- په خپل د موسيقي په سفر كې دي څومره سندرې ويلې دي او څومره كېسټونه دي ماركېټ ته راوتلې دي؟



ځواب – د سندرو حساب به ټول ټال نه كړم در ، ولې چې ځينې كېسټان مكمل ټپې وي يا داستانونه خو د كېسټونو به حساب دركړم چې د لمبرپه حساب زما ۳۲ دوه دېرش كېسټان دا وخت موجود دي او ماركېټ ته راوتلي دي ،


پوښتنه – ستا تر ټولو سندرو چې تا ويلې دي [ هغه كه دشاعري هر صنف وي او كه د هر شاعر وي ] ډېره زياته خوښه ده؟


ځواب – زما په خپلو ويلو سندرو كې خو داسي ډېري سندرې شته خو تقريباً چې زما خوښ دى ، نو يو نظم دى چې ماويلى دى د پروفيسر محموداياز صاحب نظم دى [په كاينات به دي فسم وخورمه ]  چې دا مې ډېر خوښ .


پوښتنه – په موسيقي كې كوم شى ږغولى شې رباب، ارمونيه ، تبله ، او كه كوم بل شى؟


ځواب – په موسيقي كې خو د هر څه ږغول ډېر ګران كار دى خو څه ناڅه ګزاره له ارمونيې سره كوم،


پوښتنه – ښاغلى دروېش كه زه له يوۀ ډېر نابلده سړي سره ستا پېژندګلوي كوم نو زه به دا ورته وايم چې دا زموږ د سهيلي پښتونخوا د سيمي يو ښه سندرغاړى او شاعر دى ، كه به داسي ورته وايم چې دا زموږ د سهيلي پښتونخوا د سيمي يو شه شاعر او سندرغاړى دى ،


ځواب – ګرانه تاثيره! انصاف ستاسو چې كوم څه زيات صلاحيت لرم هغه تاسو معلومولى شـئ ، چې زما په هنر كې كوم رنګ ښه دى ورته هغه ويلى شئ ، زه يقينً دا خبره نشم كولاى چې ايا زه كوم مقام ستاسو په نظر كې لرم د كوم هنر به قابل يم خوښه او فرق په تاسو محترمو اورېدونكو اچوم .


پوښتنه – په اخېر كې دا پوښتنه در څخه كوم چې كوم سندرغاړي دي خوښ دي ؟


ځواب – هر سندرغاړى مې خوښ دى چې زما په پښتو ژبه ماته رنګين خيالات وړاندي كوي ، يعنې هر ويونكى د پښتو زما خوښ دى ، فقط چې له چا زه ډېره زدكړه اخلم نو هغه سندرغاړي خو ناشناس ، مبارز عبدالله مقرى ، ګران خيال محمد،


مننه تاثير


ډېره مننه درورېش