کور / هستوي فزيک / زموږ کهکشان ټکر کېدونکی دی

زموږ کهکشان ټکر کېدونکی دی

فرانس پریس آژانس د امریکا د فضایی څیړنی د ادارې ( ناسا ) د تازه راپور په حواله خبر ورکوی چی زموږ کهکشان ( ګېلکسي ) او یو بل کهکشان مخ پر ټکر کېدو روان دي . ناسا وایی چی زموږ ګاونډی کهکشان چی ( اندرو میدا ) نومیږی ، مخامخ زموږ کهکشان ته را روان دی او ښایی څلور بلیونه کاله وروسته دواړه سره ټکر سی . ناسا وایی چی تر دغه ټکر وروسته دوه بلیونه کاله نور هم په بر کی نیسی څو چی هغوی دواړه سره مزج او یو واحد کهکشان سی .
د دواړو کهکشانونو ستوری یو له بله ډیر لیری دي او ځکه نو ښایی هغوی یو تر بله ټکر ونکړی مګر هغوی به د نوي واحد کهکشان د مرکز پر شا وخوا د چورلېدو نوي مدارونه غوره کړی ، او د فعلی کهکشان شکل به سخت ټکان وخوری چی د یوې کلچې غوندی دی ، او یو بیضوی شکل به غوره کړی .
ساینس پوهانو ډیر پخوا لا ویلی وو چی زموږ ګاوندی کهکشان یعنی اندرو میدا ( چی ایم ۱۳ هم نومیږی ) ، زموږ د آسمان درې خوا ته په یو ساعت کی د دوه نیم لکه ( ۲۵۰۰۰۰ ) مایلو یا ۴۰۲۰۰۰ کیلومترو په سرعت را روان دی ( یعنی هغه سرعت چی د مځکی څخه سپوږمۍ ته په یو ساعت کی کیږی ) .
فرانس پریس زیاتوی چی د ګاونډ کهکشان یعنی اندرومیدا شتون لومړی ځل یو مسلمان منجم ( عبدالرحمن الصوفی ) په ۹۶۴ میلادي کال کی د « یو څه اوریځی » په توګه کشف او معلوم کړی و .

خو قرآن مجید فرمایی چی د الله (ج) عظمت د انسان له استدراک او فهم څخه بهر دی ( الزمر : ۶۷ ) او الله تعالی په مځکه او آسمانونو کی د هر پټ شي څخه ښه خبر دی که هغه ذره ده یا تر هغې غټه او یا هم تر هغې کوچنۍ ( سبا : ۳ ) .