کور / هراړخیز / دمور ورځ په ټوله نړۍ کښي لمانځل کيږي

دمور ورځ په ټوله نړۍ کښي لمانځل کيږي

د۲۰۱۲ ز کال می پنځمه
دامورده چي په يو لاس ځانگوپه بل جهان ځنگوي

دامورده چي پېغمبران زېږوی ،دامورده چي فيلسوفان ،نابغه اوعالمان زېږوی،دامورده چي قهرمانان زېږوي،دامورده چي شاهان ،اوولسمشران زېږوي .اوداهم مورده چي قاتلان ،غله ،رشوتخوره په اخلاقي فسادککړاودخلکوپه منځ کښي منفور زېږوي اوداهم مورده چې دروغجن دخپل ولس دښمن اودهغوي پر انساني،اوټولنيزوحقوقوتيری کوونکی او سوداگرزېږوي .دهمدې کرامت له مخې داسلام په مقدس دين کښي داټکی په گوته سوی چي جنت اودوزخ دمورترپښو لاندي دۍ اوټول مسلمانان ئې مورته په درناوی اودهغې پالنې مکلف کړی .

مورټول يوشان لڅ اوماشوم دنياته راوړی،مورئي لويوی،مور خبري ،اوډوډۍ خوړل ورزده کوی ،په مورنۍ مينه اومحبت ئې خبروته هڅوی اوپه خپلو پاکواومقدسوشيدوکښي دژوندون درس ورکوی . موردشپې بيدارخوابۍ گالي،دماشوم په يوه عادي ناروغۍ دمور روح هم ناارام وی،په غم ئي غمجن اوپه خوښيوکښي ورسره خوشحاله وی .

حقيقت اولمر غونده روښانه خبره داده چې دې مقدس موجود (مور) خپل يوه ماشوم ته هم داندې ويلې داسي کاروکړی چي بل ته ئې تاوان اوخساره ورسېږي ،مورشپه اوورځ خپل ماشوم ته دايوه خبره کوی،انسان اوسه ،اودانسان درناوئ وکړه، مور پدې ترهرچاښه پوهيږي چې ترانسانيت بل عالي مقام نشته .دامورده چي خپل ماشوم ته وايي که دې نارواوکړه اود خلکوسره دې ظلم وکړه خپلې شيدې مې ندې دربخښلي .دبشرټولنودتکامل تاريخ څېړنوثابته کړه چي ترهرچاوړاندي مورخپل ماشوم چي دبشري ټولنې راتلونکی جوړونکی اوسمبال لېدونکی دی خپلو انساني اوټولنيزو مسوليتونواو مکلفيتونه ته متوجه کوي .

په همدادليل دی چي دبشريت له پيداېښت نه په ټولواديانواومذهبونوکښي مورته ترهرچادقدر په سترگه کتل سوی اوډير ځله ئي په عبادتونوکښي دخپلو خدايانودميندو ستاينه کړې .

البته په اوسنی معاصره بڼه دموردورځي تجليل اوپه کال کښي يوه ورځ په خپلو کالهنداروکښي دموردورځې په نامه نومول له نن څخه ۱۰۵ کاله وړاندي په امريکاکي پيل سو ی اودزمان په تېرېدوسره دنړۍ تر گوټ گوټ پوري رسېدلی دی چي اوس به داخبره رښتياوي که ووايودمورورځ دکال په مختليفو ورځودنړۍ په ټولوهيوادو کښي لمانځل کيږي اوپدې ورځ دموردمقام اوزحمتونودرناوی کيږي .

که دژونديو موجوداتوتر منځ اړېکو ته ژوره پاملرنه وشې نودابه راته څرگنده شي چي نه يوازي انسانان بلکې ټول ژوندی موجودات مورلري اومور پر گرانه ده،داځکه چي دهغوي مور نه يوازي داچي خپل بچۍ ئي دنياته راوړي په مختلفو بڼود خپل بچی نه دبهرنی حملې په مقابل کي دفاع کوياو په لوېدو ئې کړاونه گالي .تاسو وگوری هغه حيوانات چي هگۍ اچوی هم کوښښ کوي خپلي هگۍ داسي ځاي کښېږدي چي له زيانه اوتيری نه په امان وي ،ترڅو چيچۍ ئې هم ترڅو لوېږي په امان کي پاته وي .

زه نه غواړم پر دې مسله زيات بحث وکړم دومره ويلاي شم چي ټول موجودات په شکل داشکالو مور لري دادخداي حکمت دی چي پرټولوموراوپر مور اولادونه ترهرڅه گرانه وي .دمورڅخه دفاع اوساتنه په خپل ذات کي دهغۀ ددرناوي معنالر ي ځکه خوډيرحيوانات هغه وخت په قهرېږي اوځان حملې ته تياره کله چي ئې مورله کوم گواښ سره مخامخ سي .

که له حيوانانو اونورو حيه موجوداتو را تير سو انساني ټولنه راوڅېړ و،نودلته بيامور هغه لوړ مقام لري چې سارۍ ئي نشي موندل کېداي ،ځکه خودوي لخوامورپه شعوری بڼه اونازول کېږ ي .

انسانو تل دمور درناوی کړی اوهغه ئي نازولې ده ځکه په حقيقت کي مورتر هر چاپر سړي گرانه وي که څه هم انسان دمور اوپلارنه دنياته راځي پلار داولادونولپاره نفقه برابروي اومور ساتي خوپلار هيڅکله دمور ځاي نسي نيولاي اوهيڅکله پرلا تر مور پر سړي نسي گرانېدلاي .

دبشرپه تاريخ په مختلفيو ډولونودمور ياد اودرناوی سوی ،خوکه ئې رېښې ته ځيرشونوريښه ئي له مذهبي علايقو او عقيدونه راټوکېدلې ده . دا چي په زرگونه کاله پخوا لومړنيوانسانانوخدايان اوهغه څه چي دوي ورته عبادت کاوه دمور په څېره کي ليدل داپدې معناده چي دمور مقام دبشريت په تاريخ کي څومره لوړ اودقدروړوو.

دتاريخي روياتوله مخي دعيسی عليه سلام تر پيدايښت ۲۵ کاله پخوا په يونان کي دوي يومعبد ته د خداي په نامه عبادت کاوه،ديونان خلکو په کال کي يوځل دغه معبد ته دمور ورځې جشن جوړاوه اوپه دغه ځانگړې ورځ ئي دهغې لپاره دموردورځي په نامه خاص مراسم ترسره کول .

دموردورځې دتجليل دپيدايښت تاريخ په هکله ترټولو پخواني لاسته راغلي سند دپخوانی يونان څخه لاسته راغلي چي هلته ۲۵۰ کاله مخکي تر ميلاد يونانيانودپسرلی مېلې سره يوځاي ددخداي دمور ((Rhea )) په نوم جشن جوړاوه ،همدا ډول په روم کي دخدايانودمورپه نوم ((Kybele)) ځانگړی جشنی مراسم نيول کېده .

په پخواني يونان کي دمياشتي په نيمايي کې دخدايانو ((رئا مور)) ،(( زئوس )) دخدايانوخداي څخه ددرناوي په خاطر دمور دورځي يادونه کېدل . په همدې بڼه په نوروسيمو کي هم دمور دورځي نه دهغه سيمودمذهبې اړېکو اوعقيدوپر بنياد يادونه سوې ده .

په ۱۳ مه پېړی کښي روميانو اويونانيانو يوه ورځ دمور دورځي ،په نامه ونومول اوددې ورځې په وېاړ مراسم ئي په کليساکي تر سره کول .

د ۱۶ پېړی راپدې خواپه انگليستان کښي په عنعنوي ډول هرکال ديکشنبې په ورځ جشونه جوړېده چي د((مورنۍ يکشنبې))په نامه ئې شهرت موندلی وو. دغه مراسم دمسحيت دڅلوېښت ورځودروژې په وروستۍ يکشنبې جوړېدل

په هغه وخت کي خلک ډير بېچاره وه دانگلستان خلک مجبور وه ډيرو ليري ځايوته دکارلپاره ولاړ سي . پدغه مورنۍ يکشنبه دغه کارگران رخصت وه تر څو وکولاي شي خپلو کوروته راشي،دخپلې مور اوکورنۍ سره يوځاي ددې ورځې په خوښيو کي برخه واخلي . پدې ورځ دمېوې کيک پخېده اوپر دسترخوان پروت وو.

پسله هغه چي مسحيت تر ټولي اروپا راورسيد دغه دموريکشنبې خپل ځاي د((کليسامور)) ته پرېښود. داپدي خاطر وو چي هغه وخت دعسيوي دين ملايانو غوښتل دخلکو پام کليساته راواړه وي اوکليسا ديوه مقدس اوددوي دخلاصون دمرکزپه توگه وروپېژني . دوخت په تېرېدوسره دادواړه مراسم يوځاي سول اوپه يوه ورځ ترسره کېدل اوپدې ورځ دکليسا اومورڅخه يوځاي يادونه اولمانځنه کېدل .

په ۱۷ ميلادي پېړی کښي د انگلوساکسون په فرهنگ کي هم يوه ورځ دمور دورځي په نامه موجوده وه . هغو کسانوچي په مختليفو برخو کي کار کاوه پدې ورځ رخصت اخيستی تر څودکورنی سره يوځاي سي .پدې ورځ ئي مورته ډالی ورکوله اوځانگړې خواړه تيارېدله ،البته معمولأدغه ټول مراسم په کليساکي ترسره کېدل .

داسي تاريخي روايتونه هم شته چي دتمدن اومدني ژوند دپيل سره زرگونه کاله پخوادښځې مقام اواهميت ددرناوي په وياړ يوه ورځ دښځي دورځې په نامه تجليلېده . له لاسته راغلو اسنادو اوليکنو نه داسي ښکاري چي پدې ورځ ښځو خپلې غوښتنې مطرح کولې ،دستونزو اوناخوالوپه هکله ئې خبري کولې اودحل لاري چاري ئي سنجولې . پدې ورځ زامنو مندو ،وروڼوخوندواودښځويامادينو خاوندانوخپلي کوروداني ته ډالی ورکولې اوله هغوي نه ئې مننه کول .

ابوسعید عبدالحی بن ضحاک ابن محمود گردیزی په خپل تاريخي اثر ((زین الخبار )) کښي تراسلام دمخه زموږ په هيوادکي دښځې په باب ليکي : « این روز پنجم اسفندارمذ باشد، و این نام فرشته است که بر زمین موکل است و بر زنان پاکیزۀ مستوره، واندر روزگار پیشین، این عید خاصه مر زنان را بودی. و این روز را مرد گیران گفتندی، که به مراد خویش مرد گرفتندی.» ۱

د((مرد گيران)) څخه موخه داده چي پېغله کولاي سي په خپله خوښه ځانته دژوند ملگری وټاکي .تراسلام دمخه انجونو پخپله خوښه دمېړه دانتخاب حق درلود. ،البته په اسلام ګښي داحق ساتل سوی ،خواوس داسلام سياسي ټېکدارانودښځونه په يوه اوبل نوم داحق اخيستئ دی .

ابور یحان بیرونی هم ددې ورځې نه (( الباقیه )) په نوم خپل کتاب کښي ياونه کوي ،ليکي : « اسفندارمذ ماه روز پنجم آن روز اسفندارمذ است و برای اتفاق دو نام آن را چنین نامیده اند و معنای آن عقل وحلم است و اسفندارمذ فرشته موکل به زمین است و نیز بر زن ها درست کار و عفیف و شوهر دوست و خیر خواه موکل است ، ودر زمان گذشته این ماه بویژه این روز عید زنان بوده و در این عید مردان به زنان بخشش می نمودند» ۲

دنړۍ ټولو ولسونوله ډير پخوانه په کال کي يوه ورځ دمور دورځې په نامه نومولې ده اوله دې ورځي په ډير ه لوړه کچه دخوښيو او خوشحاليونه کو محفلونوپه جوړولوسره لمانځنه کوي .

په ۱۸۰۶ م کال کي ناپليون دلومړی ځل لپاره دموردورځې په رسميت پېژندو وړانديز وکړ .

په ۱۸۷۲ م کال آغلي جولیا وارد هووه (Julia Ward Howe) ،چي يوه امريکايي ليکواله اوحقوق پوه وړانديز وکړ چي وه ورځ دي دمور په نامه ولمانځل شي .

دموردورځي لمانځنه يوازي دهغو مندو په خاطرنده کومې چي ژوندۍ دي بلکې دهغوياد هم دي کوم چي اوس حيات نلري .ځکه نوپه غير اسلامي ټولنو کي ئي اولادونه دخپلو مندوقبرته ځې اوپر قبرئې گلان ږدي ،مگرپه اسلامي ټولنو کي بيادهغې روح ته دعاکوي اودخداي درضا لپاره خيرات کوي .

ددي لپاره چي مورته درناوي اوله هغې سره مينه نړيواله پديده ده ځکه خو دنړۍ په هرگوټ کي دمور دورځې په نامه يوه ورځ ټاکل سوې اوپدې ورځ دمور له مقام اوارزښت نه يادونه کېږي .

په معاصره بڼه دمور دورځی لمانځلو دتاريخ ريښه له امريکانه پيل سوې ده . په امريکا کي ددې ورځې بنسټ اېښودونکې يوه ښونکې د اننا جارويس ((Anna Jarvis)) په نامه ده چي له (( 1864- 1948 )) کلوموکي ئي د ویرجینیا په غرب کي ژوندکاو.

داننا جارویس سره هغه وخت چي ددې مور په ۱۹۰۵ کال دمارچ پر اتمه مه مړه سول دافکر پيداسو چي بايد دټولومندو څخه دهغوي په ژوندکي قدر اودرناوی وسي اودمورددرناوی لپاره يوه ورځ وټاکل سي. په همدې خاطر ئې زيات تلاښ کاوه چي په خپل دغه هدف کي بريالی شي .هغې لومړۍ دهغې سيمي چي داپکښې اوسېدل دکليساله کشش نه وغوښتل په ټولنه کي ((دمورد رول او ارزښت )) په اړه يوه وينا وکړي .پسله هغه نه ئي ټولومذهبي اوسياسي شخصيتونوته يو ليک ولېږه ،هغې دډله ايزي رسنۍ په مرسته ((مورته ددرناوي اواحترام په خاطرديوې ورځي ځانگړتيا به دهغوي يادا بدي کړي )) تر نامه لاندي خپل پيغام تر ټولوپوري ورساوه . اننا جارویس په لومړی ځل په ۱۹۰۷ کال دخپلي مورديادبود په خاطر په کليساکي ځانگړ مراسم جوړ کړل اوکليسائي له سپينو گل مېخکونه ډکه کړل ،دادی تر اوسه دنړۍ په ټولو هيوادوکي په مختلفو مياشتو اومختلفو ورځودمور ورځ لمانځل کېږي اوددې ورځې بنسټ اېښودونکې اننا جارویس چي هيڅکله مور نسول هم يادونه کېږي .

دغې ښوونکي په ۱۹۰۷ کال کي اجازه ترلاسه کړه دخپلې مور دمرگ دوهمه کليزه چي هغه هم ديوه کشش لوروه اوپه کليسا کي ئي نوروته ښوونه کول په هغه کليساکي په ځانگړو مراسموسره ولمانځي چيري چي ددې مور هره يکشنبه هلته عبادت کاوه .په کليساکي دخپلې مور دمرگ دوهمه کليزه ولمانځي ،آنا جارویس ((Anna Jarvis ) دخپلي مور دمرگ دکليزي په خاطر په خپلو پيسو ټوله کليسا په سپين رنگه گل ميخک ډکه کړه اوپنځه دستې سپين گلان ئي کليساته راوړل .کله چي دې خپلي مورته ددرناوي اواحترام ځانگړي مراسم پاي ته ورسول له همدې گل ميخ ياسپين گلي يوه يوه دسته ئې هغوټولوکسانوته دمننې دڅرگندولودبېلگې په توگه ورکړه کوم چي لدې سره ئې پدې مراسموکي برخه اخيستې وه ،په همدې دليل په زياتو هيوادونوکي دهمداگل دمور په ورځ هغې ته ډالی کېږي .

البته دڅولسيزوپه تېرېدواوپه ځانگړې توگه کله چي په ۱۹۲۵ کال پدې ورځ دگلانو خرڅوونکوله يوازي دسپين گل ميخکياسپين گلي دخرڅولونه ډډه وکړه ،همدا وچي دنورورنگونونه ئې هم رانيول اودسپين رنگه پرځاي ئې رنگه گلان ډالی کيږي . اوس سپين رنگه ميخک گل کله چي مورمړه سي دهغې پر قبرئې ايږدي .

بالاخره په ((۱۹۱۰)) م کال دغربي ویرجینیا د ایالن په سيمه کي دمور دورځي مراسم په رسمي بڼه ترسول،چي وروسته تر ټولي امريکاتر ښاروپوري ورسېدل .

جارویس اونورو دوستانو ئې دليکونواوپيغامونو پوسيله له دولتي چارواکو،سياستوالو اوسوداگرونه وغوښتنه وکړه تر څوددې ورځې په ملي کېدوکي مرسته ورسره وکړي .

په ۱۹۱۴ کال دامريکاولسمشر ((وودرو ویلسون)) (W.Wilson) دمور دورځې لمانځلو لپاره دمی دمياشتي دوهمه يکشبنه ديوې اعلامې په صادرولو وټاکل . له هغه وخت نه بياتر اوسه پوري داورځ په امريکا کي عمومي رخصتي ده . سويډن لومړنو هيوادوڅخه وچي دامريکا دولسمشر له دې فرمان څخه ئي هرکلی وکړ .

دانا جارویس دزياتو تلاښونوپه پايله کي تر لومړۍ نړيوالي جگړې وروسته دموردورځې لمانځل اروپايي هيوادوته هم لار پيداکړل . داورځ په ۱۹۱۷ کال په سويس اوپه ۱۹۲۲ په جرمني کي ولمانځل سول .البته دنازستانودحاکميت په دوران کي داورځ بيادا ورځ تر دې نامه لاندي چي مور دآريايي نژاد ددوام لامل ده لمانځل کېده .

د۱۹۱۷ کال راپدې خوا داورځ داروپا اونړۍ په زيات شمير هيوادوکښي دځانگړو مراسمو سره لمانځل کيږي ،په هغو هيوادوکي چي داورځ دجمعې له ورځې سره برابره نه دمور ورځ عمومي رخصتي اعلان سوې ده .

دمور دورځې سمبول دهغو مندو :لپاره چي ژوندی دي سور گل مېخک اودهغو مندو لپاره چي مړې دي سپين گل مېخک ټاکل سوی دی . ديادو وړده چي دايوازي په امريکا اولږ شميرو نوروهيداو کي معمول دي البته په زيات شمير هيوادوکي نور گلان هم مورته دالۍ کيږي داچي جارويس دلومژی ځل لپاره سپين گل ميخک باندي کليسا ډکه کړه دهغۀ ورځې راپدې خواگل ميخک زيات ډالی کيږي تر څوهغه تاريخي ريښه ئي ورکه نسي .

آنا جارویس دمور دورځې بنسټ اېښودونکې چي تر مرگه مور نه سول دفلادلفيادښار دزړوکسانود اوسېدوپه کورکي دورپېښي ناروغۍ له امله په په ۱۹۴۸ کال سترگي له دنيا پټې کړې .ديادولو وړده چي دزړوداوسېدوپه کور کښي دهغۀ داوسېدو،ټول لگښت دژوند تر وروستۍ ورځې دگل مېخک دخرڅونکوپر غاړه وو.

په سويډن کي يو وخت دامريکا په څير دمی دمياشتي دوهمه يکشنبې دمور دورځي په نامه لمانځل کېده. البته اوس په سويډن کي دسويډن ديوه وتلي فرهنگی شخصيت (( Cecillia Bååth Holmberg )) په وړانديزدکليسا دکششانواو نوروپوهانوپه مرسته دا ورځ دمی د دوهمې يکشنبې پرځاي دمی په وروستی يکشنبه لمانځل کېږي .

دهغه دليل داوچي دمی په ورستيو ورځوکي طبعت دژمي له خوبه راويښيږي ،درختي اوگلونونه غوړېږي هره خواتکشنه ښکاري ،کورنۍ کولاي سي داورځ په ازاده فضاکي له کورنه بيرون ولمانځي اوجشنونه جوړکړي .پدې ورځ دسويډن په ټولوکورونوکي دسويډن بيرغ ځوړندېږي .

ديادولووړده چي کله داورځ دمی وروستی يکشنبه وټاکل سوه عام خلک نه پوهېدل داورځ څرنگه اودکومومراسموپه ترسره کولوسره ولمانځي؟ په همدې خاطر د(( Cecillia Bååth Holmberg )) لخواچي ددې ورځې دتغير مبتکر وو دموردورځي دمراسموداجرا اوڅرنگه والي په خاطر خلکوولاندي لارښودنې وسولې :

۱/ په کورونوکي دسويډ ن بيرغ ځړول کېږي

۲/ دهرې کورنی ماشومان بايد سهاروختي چي مور لاويده وي دځانگړو شعرونواوترانوپه ويلوسره مورته ورسي .

۳/ مخکي له دېنه چي مور له بسترې پورته شي بايد دهغۀ لپاره دسهار دچايي اونور خواږه شيان تياراوهغې ته له گلانو اوډالی سره يوځاي وروړل سي .

زماپه باوردغه عنعنه په هندوستان کي هم له ډير پخوانه مروجه ده البته هلته نه يوازي مورته چي ډيره گرانه ده بلکي ښځې خپل مېړه اويامېړه خپلې کوروداني ته دمحبت دڅرگندولودبېلگې په توگه کله ناکله مخکي تردې چي هغه له خوبه راپورته اوله بستره ولاړسي وروړل کيږي .

۴/ پدې ورځ دسهارچاي څښلو پر وخت ،غرمه اويادماښام ډوډۍ خولوپر وخت دي دماشومانوپلار هم دخپلي کوروداني دزحمتونو څخه مننه څرگنده سي . ديادولووړده چي دماشومانو پلرونه په کله ناکله خپلې کورودانې ته په همدې ورځ ځانگړې ډالی تياروي .

۵/ پدې ورځ بايد موردکورله کارنه وزگاره وي اودکورنورغړي اوزامن ئي هغه سرته ورسوي .

هغه زامن اولوڼې چي له خپلو کورنيو نه ډير ليري ژوند اويا کار کوي پدې ورځ دتليفون اوياپست کارټ په لېږلو سره مورته مبارکي وايي اوله هغه ځايه هغې ته ډالی لېږي .

اوس تجارتي کمپنۍ ددې ورځې لپاره ځانگړي توکي توليدوی اودنړۍ په ټولوهيوادونوکښي ئي دخرڅلاو بازارته وړاندي کوي ،چي ددغو توکو اوگلانودپېرودلو له لاري زيات پسې ترلاسه کوي يوازي دگلانودخرڅلاو له درکه په ميليونوډالر ترلاسه کېږي .

افغانستان :

په گران افغانستان کي هم لکه دنړۍ نور ولسونه په کالهنداره کښي دشاوخوانهولسيزوراپدې خوادجوزا ۲۴ مه دمور دورځي په نامه نومولې ده . اوداورځ په لومړيوکي يوازي په ارگ کي لمانځل کېده، دوخت په تېرېدوسره له ارگ نه راووتل اوکرار ،کرا دلاياتو ترمرکز ونو پوري را ورسېده اودلته ئي دتل يازيات وخت لپاره کډه واړول .ځکه خو تر اوسه يوازي دولاياتوپه مرکزنوکي ددولتي چارواکو لخواپه سمبوليکه بڼه لمانځل کېږي . يوازي هغه کورنۍ چي دليک اولوست له نعمت نه برخمن دي اوياپه اصطلاح ښاري ژوند لري يو شمير اولادونه پدي ورځ دمور لپاره څانگړې ډالۍ تياروي اوله گلانوسره يوځاي ئې هغي ته وړاندي کوي .په حقيقت کي زموږ په هيواد کي دولتي چارواکو اوډله ايزو رسنيوددغې ورځي ارزښت اواهميت ته چندان پاملرنه نده کړې اونه ئي ددې لپاره کوم ځانگړی تبليغ کړي .ځکه خوئې دلمانځلو رېښه زموږ دټولنې ترکليواو بانډوپوري نده رسېدلې .

له بده مرغه زموږ دهيواد غوځ اکثريت ميندي ددي ورځي نه خبري هم ندي . هلته دمور ورځ نه پېژنې اونه څوک ددې ورځې په هکله له هغوي سره خبري کوي . دادی سړکال يوځل بياپه ارگ اودولاياتوپه مرکزونوکښي به ددې ورځې نه پداسي حال کښي يادونه وسې چي دهيواد په ټولوولايتونو،،ليري اونږدې سيمو کښي زموږ غيرتی اوزورېدلې ميندي دخپلو ماشومانودويرپر کمبله ناستې دي. له يوې خوادبهرنيانودخپل سريواودبلې خواددولتی چارواکودبېغوری نه زموږميندي زورېږي .ددې ترڅنگ هغه چي دپاکستان اوايران په هدايت دجهادچيغی وهئ په وحشيانه بڼه زموږ ماشومان له ژوند،تعليم اوتحصيل نه محروموی ،ددوي په وړاندي په جنوبي اوجنوبي شرقی سيمو کښي ښوونځئ ورانوی اوياېې زمالي ولايتونوکښي دتنکيوماشوامانومسموکېدوته ملاتړلې داداسلام اوافغان ولس دښمنان زموږ دماشومانواوميندوپر چېغو خوند اخلي اوپه دخپلو کرغېړنوکړنوپه راپورونواومسليت پرغاړه اخيستلوخپل ايراني اوپاکستاني بداران خوښ ساتی .

دآلمان فدرالی جمهوريت :

د۱۹۲۰ کال په لمړۍ لسيزه په المان کښي دماشومانودزېږېدوکچه ديولړدلايلواواقتصادي ستونزواوکاری بوختياووله مخې راټيټه سول .له همدې امله دددې هيوادټولوسياسي اومذهبی ډلواومشرانوداوپتېيله چي ميندې بايد وهڅول ساي توڅودماشومانوزېږېدوته تياري سی اوماشومان وزېږوي.

پدې خاطردرايوپه اتفاق ټولوسياسي اومذهبي شخصيتونوپرېکړه وکړه چي دامريکااوناروی پشان دغه ورځ چي هلته دمورپه نوم لمانځل کيږي يعنې دمي دوهمه يکشنبې دلته په المان کښي هم ولمانځل سي .د۱۹۲۳ کال راپدې خوادمی دوهمه يکشنبه عمومی رخصتي اوداورځ دموردورځې په نوم په ټول هيوادکښي په ځانگړو مراسيموسره لمانځل کيږي .

اسپانیا:

په اسپانیا کي دمور ورځ دمی په لومړۍ يکشنبې لمانځل کيږي . پدې ورځ په اسپانياکي هغه کورنۍ چي مالي حالت ئې ښه وي رستورانتونوته ځي اوهلته ډوډۍ خوري تر څوپدې ورځ مورپه کورکي کارونکړي . البته په هغو هيوادوکي چي کاتوليک عيسويان دي دهغوي لپاره ددوي دمذهب له مخې دامياشت بي بي مريمي مقدسې مياشت ده .داسپانياپه ليري پرتو سميو اقريوکي تراوسه هغوي پدې ورځ سپين گلان مرمي ته ډالی په توگه کليساته سپين گلان وړي .

ايټاليا:

په ايټاليا کښي دلمړی ځل لپاره د۱۹۵۷ ز کال دمی پر ۱۲ مه دمور ورځ د آسیزی په ښارکښي په ښکلو مراسيمو ولمانځل سو.ددې ورځې د انتخاب ابتکارددېبوتودکليسا کشش ((اوتلومیگلیوسی)) لخواوسو .اودهغه لخواددې ورځې مراسم سازماندهی سول .ددې ورځې مراسم ډيره بريالي اودټولوخشوښ سول .له همدې امله پسله يوه کال نه په همدې ورځ په ټوله ايټالياکښي دمور ورځ ولمانځل سول

په ايټاليا کي هم دامريکي په څير دمی ه دوهمه يکشنبه دمورورځ لمانځل کيږي .تر کومه ځايه چي دمی مياشتي په ايټالياکي هم مقدسه اودبي بي مريمې مياشت بلل کيږ ي،په ټوله مياشت کي دمور دمقام اومنزلت په اړوند په له ايزو رسنو کي تبلغات کيږي اوپه تلويزيوني پروگراموکي ځانگړي خپرونې اودمشهوروهنرمندانوهغه سندري خپرېږي کومې چي دمورپه وياړ ويل سوي دلته هم لکه دنړئ په نوروهيوادوکي دډالی سره يوځاي دښکلوگلانودسته مورته ډالی کيږي . ديادولو وړده چي په اټيالياکي دگلانودخرڅلاوله درکه دپيسو يوه برخه دبسپنې موسسو اودسرطان له ناروغئ سره دمبارزې اومخنيوی اداروته لېږل کيږي .

برازیل :

برازيلیان هم دمی دوهمه يکشنبه دمورمقام درناوي ته په نښه کړې ده ،پدې ورځ دمور درناوی دځانگومسموپه ترسره کېدوسره ترسره کوي . پدې ورځ دامکان تربريده دکونۍ ټولی غړی(مور ،پلار ، انا،نيکه ،ناوي،اخښيان اونور) پر يوه دسترخوان سره راټوليږي اويوځاي ډوډۍ خوري . پدې ورځ ځانگړې سندري ويل کېږي اودخوښی مراسم دومره تاوده اواو له خوشحاليونه دک وي چ کله ناکله ميندي له خوشيو ژاړي اوترسترگو ئي دخوښی اوښکي جاري سي.

بلجيم :

په بلجيم کي هم داورځ دمی پر دوهمه تجليلېږي ،دپام وړخبره داده چي په بلجيم کي داورځ په مختلفو ورځولمانځل کيږي ،دبېلگې په توگه په يوشمير سيمو کي داگست پر ۵ ۱مه چي دماري ماري (Marie) ورځ بلل کيږي ،دمور ورځې لمانځنه کيږي اوپدې ورځ مورته دگلودډالی په وړاندي کولوسره ځانگړي مراسم ترسره کيږي .

مکسيکو :

په مکسيکودزياتو کلونوراپدېخواپه مکسيکو کي دمور ورځ دمی پر لسمه لمانځل کېږي اومورته جالې ډالي ورکوي.

دمی پر ۹ مه په نيمه شپه ځوانان سره راټوليږي له گيتارسره ځانگړې سندري وايي کورپه په کوروگرځي ترڅومور ددوي پر مخ دروازه پرانيزي ،دوي هغه کورته ننوزي اوميوې تر خوړلو ورسته بل کورته ځي. دامرسم چي اکثرأ دشپې له ۱۱ بجو پيلېږي اودسهارتر شپږو بجودوام مومي معمولأ ځوانان ۱۷ کورونوته سر ورښکاره کوي.

دچک اوسلواک هيوادونه :

دچک اوسلواک په جمهوريتونوکي مخکي تر دې چي پر دوبرخو ووېشل سي دنوروسوسيالستي هيوادوغونديتر ۱۹۸۹زکال پوري دمور دورځې نه هم دمارچ پر اتمه چي دښځودنړيوال پيوستون ورځ ده يادونه کېدل ،په هغه ورځ مورته ډالی ورکول کېدې . مگر پسله هغه چي په نړۍ کښي سوسيالستي نظامونه ړنگ سول اوچکسلواکیا پر دوبرخو (چک اوسلواک ) ووېشل سول دمور ورځ دامريکا په دود دمی پر دوهمه تجليلېږې .دچک په جمهوريت کي پدې ورځ په ښوونځيو کښي مندوته ځانگړي محفلونه جوړېږي اوهلته مندوته تحفې اوگلان ډالی کيږي .البته په ۱۹۹۳ کال دچک دولت پرېکړه وکړه چي دمور ورځ په اروپايي کالهينداره کي دولانتاين (عاشقانوورځ)په نوم ورځ چي دز کال دفبروري له ۱۴ مې سره سمون خوري ولمانځی اوپدې ورځ لکه نورومعشوقو،مورته هم ډالی ورکړي . ديادولووړده چي داورځ دومره مهمه نده بلل سوې په ټوله اروپاکښي يوازي دسوداگری لپاره چي گلان اونورواړه ولي قيمتی توکي خرځلاوبازارته وړاندي کيږي ،په اروپاکي دتجارتی ورځې په نوم هم شهرت لري .

هنگري :

په مجارستان ياهنگري اوليتوانيا کي بياددې ورځي نه دمی پر اوله يکشنبه يادونه کېږي .دسوسيالستي نظام په دوره کي داورځ دهنگري دگنريانودهويت پېژندنې ورځې په نامه يادېدل . دموردورځي لپاره په هنگري اوچک کښي په ښوونځيوکي شاگردان ځانگړي ډالی جوړوي اوښکلي شعرونه لکه دمور (mama) په نوم شعر اودساندور پتوفی (sandor petofi) شاعر شعرونه پيادوي تر څودمورپه ورځ ئي مورته ډالی کړي . ساندور پتوفی دهنگري د۱۹ پېړۍ مشهور او وتلی شاعر دی چي دمور په وياړئي زيات شعرونه ليکلې اودهغه دشعرونوپه ويلوسره دهنگری ځوانان دخپلې مور زړهونه ترلاسه کوي . پدې ورځ دهنگري په ټولوښارونوکي گل باران وي اوهر لوري هنرمندان کنسرتونه وي ،دتياتر لوبغاړي هم دتر سندر بولو شاته نه پاتيږي هغوي هم په واټونو اوميدانوکي ددې ورځې په وياړ ځانگړې ننداري وړاندي کوي ورکوي،ښځي اونارينه دملي اونور ښکلوجاموپه اغوستلوسره دخوښيوپه لويواو وړو محفلونوکي گډا اونڅاوي کو ي .

انگلیستان :

په انگلیستان کي دپسرلی څلرمه يکشنبه دمور دورځې په نامه لمانځل کېده اوپدې ورځ د(( Simnel Cake )) په نامه ځانگړې شيرني له يوې دستې گلانوسره مور ته دالۍ کېږي .په انگلستان کي دلومړی ځل لپاره د(Mothering Sundy) ،((مور ديکشنبې )) دکليساددرناوي په خاطر دمذهبي مور په نامه دهنري دريم ( ۱۲۱۶ تر ۱۲۳۹ میلادی) پاچا لخوا نه په رسمي بڼه بنسټ کښېښودل سو،هغه دمارچ دريمه يکشنبې ددې ورځې دلمانځلو لپاره وټاکل،چي تقريبأ زموږ دنوروز له ورځې سره نږدي راځي . همدا ډول په ايرلند،بنگلدېش او نايجرياکي دمارچ دريمه يکشنبه ددې ورځې دلمانځلو لپاره وټاکل سوېده.

استراليا:

په استراليا کي د مور ور ځ د۱۹۲۱ ز کال راپدې خوادمی په دوهمه يکشنبې لمانځل کيږي .پدې هيواد کي هم لکه دنړۍ په نوروهيوادو کې ددې ورځي لپاره ځانگړې تياري نيول کېږي اومور دځانگړو مرسمواوډاليو باندي نازول کيږي .په استرالياکښي ددې ورځې بنسټ ايښودونکې اغلي ((جانت هيدن))ده چي په سدنی کښي او سېدل اودلمړی ځل لپاره ئي په ۱۹۲۱ کال ددې ورځې لمانځل پيل کړه .

مراكش :

په مراكش دمی وروستۍ يکشنبه دمورورځې ته ځانگړې سوېده . په هغو سيمو کي چي وگړې ئي غرب اونالوستي دي ددې ورځې له لمانځلونه تېرېږي . پدغو سميوکي دمور ورځ نه لمانځ کېږي ،يوازي په ښوونځيوکي شاگردانوته ددې ورځې يادونه کېږي تر څو هغوي خپلې مورته مبارکي ووايي اودخپل خوښې يوڅه ورته دالۍ کړي . معمولأ ماشومانه خپله يو کارت جوړوي اوهغه ديوشعر په ويلو سره مورته دالی کوي .

چین :

په چین کښي دمور ورځ نه ددغه هيوادپه په جنتري کښې يادونه نده سوې .ولي ددې سره بياهم د۹۰ موکلونوراپدې خوا په لويو ښاروکي ځوانان دمور دورځي په وياړ جشنو کي برخه اخلي . دوي هم دامريکا په څير دمی په دوهمه يکشنبه مورته په غربی بڼه دهغې دورځي مبارکي وايي اوځيني گل ورته ډالی کوي .

چینایان له ۳۵کلنۍ نه وروسته دمور لپاره جشن نه جوړوي،ددوي په نر دايوازي دځوانومندولپاره دی،ځکه سپينږېرو اوسپين سروته دوي په عنعنوي توگه له دير پخوانه زيات احترام لري اودهغوي درناوی کوي .

ناروي :

په ناروي کي دفبروري دوهمه يکشنبه دمور ورځې ته ټاکل سوې ده پدې ورځ په هر کورکښي دخوشيو سوخوشحاليو مراسم جوړېږي اومورته له گلانوسره ځانگړي الی تيارېږي .ددې تر څنگ په اطریش،کرواسی،کوبا، کرواسی ، استونی،)،یونان ، لتوانیا، هالند،نيوزيلند، لوکزامبورگ ، اوکراین هيوادونوکښي هم دمی پر دوهمه یکشنبه دمورورځې لپاره جشن نسي اومورپه ډاليو نازول کيږي .

ډنمار ک :

په ډنمار ک کي دوهمه يکشنبې دمور ورځې ته په گوته سوېده .پدې ورځ مورته يوه دسته گل ديوې قطی شکلاد چاکلېټو سره ډالی کيږي.مورته دغه ډول ډالی تر ټولودرنه ،ښکلې اوپه زړه پوري ډالی وي . په يوشمير هيوادو اوسيمو کي دمور په ورځ ټوله کورنۍ رستورانتو ته دډوۍ خولو لپاره ځي داهم دټولولپاره په زړه پوري وي ځکه ټول سره يوځاي کيږي .

دعاج ساحل :

دعاج په ساحلو کښي بيادمور ورځ دفرانسې هيواد غوندي دمی په وروستۍ يکشنبه لمانځل کېږي .

هغه کورنۍ چي مالي حالت ئې ښه دی داورځ په ځانگړو مراسمو تجليلېږي . ځوانان دخپلوملگرو اوهمصنفيانو سره يوځاي په گډه دخپلو مندي لپاره مېلمستيا جوړه کړي .پدې هيوادکي يوه اونۍ وړاندي د Ahouan(( په نامه تلویزیونی پروگرام کي چيدهرې چهارشنبې په ورچ خپرېږي يوه اونۍ وړاندي دهمدې پروگرام له لاري خپلي مور ته ډالی وړاندي کوي اودمبارکی په ويلو سره ئې نازوي . پدې پروگرام کښي دثبت لپاره دير پخوا ځوانان نومونه ثبتوي دغه پروگرام کي دبرخې اخيستوسره چوانان ډالی تر لاسه کوي چي اودهمدې پروگرام له لارې ئې خپل مورته ډالی کوي . داپروگرام دهغو لپاره جوژ سوی دی چي غريب ي دډاليو رانيو توان نلري ځکه نوهغه چي پدې ورځ په دغه تلويزيوني پروگرام کي برخه اخلي پدې نامه داداي لخوا يوه وه ډالی ورته جوړېږي تر دغه ريب ماشوم وکولاي سي خپلي مورته ډالی ورکړي . داپروگرام چي درې ساعته دوام پيداکوي ځوانان خپلو مندوته شعرونه اوغزلې وايي.

سويس اوکاناډا :

پدې هيوادوکښي هم دمی دوهمه يکشنبه دمور ورځې ته دالی سوې ده .همدا ډول په دلاتيني امريکااواسياپه يوشمير هيوادونوکښې لکه : آرجنتاين، آنگویلا، آروبا،باهاما،باربادوس،هندوراس، برمودا،بونیر،بوتسوانا،برازیل، برونئی،شیلی، کلمبیا،کوبا، کوراسائو،قبرس، دومینیکا،اکوادور،اتیوپی (حبشه )،فیجی ،ساحل گلد، گرنادا،گویان ،هندوراس، هنگ کنگ،ایسلند،يامائیکا، لیختن‌اشتاین،ماکائو،مالزیا، مالتا،برما،پاکستان،پېرو، فیلیپین ،پورتوریکو،سنت کیتس و نویس ،سنت لوسیا،سنت وینسنت او گرنادین‌،ساموآ،سنگاپور،سنت مارتین، جنوبی آفريقا، سریلانکا، سورینام ، تانزانیا،تونگا،ترینیداداو توباگوجمهوريت ،اوگاندا،اراگواي ، ویتنام ، ونزوئلا، زامبیا، زیمبابوي . دمور ورځ دمی په دوهمه يکشنبه لمانځي اوپدې ورځ دمور لپاره په خپلو کورونوکښي هم جشن نسي. ديادولو وړده چي په کاناډاکښي دمور ورځ رسمی رخصتی نده دمور ورځ دکورنيوپه کچه لمانځل کېږي اولبته په ډله ايزورسنيو کښي ددې ورځې نه پوره يادونه کيږي

فرانسه :

په فرانسه کي اولین وارناپليون يو ه ورځ دمور دورځې په نامه ونومول ،دکلونو په تېرېدوسره ددې ورځي دلمانځلو په شکل اومحتوا کي يوسلسه تغيرات راغلل .جنرال دوگل دمی دمياشتي وروستی يکشنبه دموردورځي دلمانځلوپه خاطر رسما وټاکل .هرکال دفرانسي دښارونو ولايان اوښاروالان دمندولپاره مډالونه جوړوي اومخکښواودډيروماشومانو خاو ندو ميندوته ئې ډالی کوي: دطلامډال ،کله چي يوه مور ۸ ياتر هغه زيات زامن ولري،که يوه مور ۶ يا ۷ زامن ولري د نقرې مډال او که يوه مور ۴ يا ۵ زامن ولري نودزېړو يا برنزمډال ورکول کېده .

مگرپه آلبانیا،ارمنستان، آذربایجان، بلاروس، پخوانۍ يوگوسلاويا، بلغارستان، قزاقستان،لائوس مقدونیه، ملداویا،مونته‌نيگرو، رومانی،صربستان کي بيادمور ورځ دمارچ پر ۸ لمانځل کيږي .

كامرون :

په کامرون کي هم دفرانسې غوندي دمورورځ لمانځل کېږي .دلته هم ماشومان په ښوونځيو کي دمور لپاره دالي تياروي اوبيا ئې مورته ډالی کوي . پدې هيوادکي مندي لکه په يو زيات شمير هيوادوکي له ځانگړي درناوي او احترام نه برخمن دي .کامرون يوه مرد سالاره ټولنه ده چي هلته ښځې تر بل هر ځاي زياتي متحدي او اويو له بل سره مرستندويه دي ،په همدې دليل دوي دغې ورځې ته تر هاچازيات دقدر اودرناوي په سترگه گوري .

پرتگال :

په پرتگال کښي هم دمور ورځ داسپانياهيوادپه شان ددسمبرپر ۸ په ځانگړومذهبي مراسمو په کليساکي لمانځل کېږي . پدې ورځ دوي نه يوازي داچي دمندو درناوي اوحترام مراسم ترسره کوي بلکې حضرت عیسی (ع) دموروبي بي مريم څخه هم شکرگزاری اومننې مراسم تر سره کوي .

په پخوانی يوگسلاوياکي يو شمير خلکو ددسامبر په مياشت کي دمور ورځ د ((ماتريس )) لمانځل ،دکريسمس تر جشن دوې اونۍ وروسته انجونو اوهلکانودمور پښې اولاسونه پداسي حال کي تړل چي هغه ويده وي ،کله چي مور راوېښه شول خپلو ماشومانوته به ئې هغه وړې ډالی ورکولې کومي چي به هغې دشپې تر خپل بالښت لاندي ايښې وې بيا نواولادو دهغۀ پښې اولاسونه خلاص کړ .

پخواني شوروي جمهوريتونه :

پخواني شوروي ټولو جمهوريتونوکي چي اوس خپلواک هيوادونه دي هغه دمارچ ۸ مه دښځودنړيوال پيوستون ورځ دښځو دورځې په نامه لمانځي په زيات شمير نوو جوړسووهيوادوپه ځانگړې توگه مرکزی اسياهيوادولکه ازبکستان، تاجکستان،قرغزستان ،ترکمنستان اوبلغاريا هيوادکښي تراوسه دمور دورځې په نوم بله کومه ورځ نپه کالهنداره کې نده په نښه سوې .

ايران :

په ايران کي په پخوانيو زمانوکي دحوت ۵ پر په فارسي ژبه اسفند مياشت بولي ، دنوی موسم دپيلېدو او بهاردراتگ په درشل دموردورځې په نامه لمانځل کېده، دوي ددې ورځې لپاره معين تعبير لري. اما بر بنیان کتاب های «آثارالباقیه» و «التّفهیم» ابوریحان بیرونی، «زین‌الأخبار» گردیزی، «شرف‌نامه» نظامی گنجوی و «شاهنامه» فردوسی پر بنياد دايران په فرهنگ کښي دښځې اومور ورځ يوځاي لمانځل کېده ،زماپه گمان دغه ورځ دمارچ دمياشتې له پيل سره سرخوری ممکن هغه وخت چي په ايران کي داورځ لمانځل پيل سوی هغه وخت به دپسرلی دپيل ورځې بلل کېدې . بياوروسته محمد رضاشاپهلوي دحاکميت په دوران کي داورځ دقوس پر ۲۵ لمانځل کېدل .

خوکله چي په ۱۳۵۷ کال اخوندان پر ايران واکمن سول دوي هم دې ورځې ته تغير ورکړ،او س دبي بي فاطمه زهرا دزېږېدو ورځ دجمادی‌الثانی ((۲۰)) سره برابره ده ،دمور دورځې په نامه دهغې دزېږېدودورځې سره يوځاي لمانځي .

تركیه :

په تركیه کي دمی دوهمه يکشنبه دمور دورځې په نامه لمانځل کېږي،دلته لکه نور اروپايي هيوادونه مورته چانگړ ډالی تياريږي اوله گلانوسره يوځاي ورکول کېږي ،البته په ترکيه کښي دمور سره يوځاي اناگانو اونورومشرو ښځو ته هم ډالي ورکول کيږي .

فنلانداونوی زيلانډ: په فنلانداونوی زيلانډکښي دمی دوهمه يکشنبه دمور ورځ ده اوپدې ورځ مندوته دگلانواونوروقيمتی توکو په ډالی کولوسره دمور ورځي درناوی او لمانځنه کېږي .

جاپان :

په جاپان کيدشوواپه دوره کښي دکوگوملي کې چي دجاپان دامپراتورموروه دزېږېدوو رځ ددمارچ ۶ سره برابره وه دمور ورځ لمانځل کېده . کله چي په ۱۹۳۱ کال دشاهنشاهی ښځوپه نوم اتحاديه جوړه سول،ددې اتحاديې لخوا دموردورځې دتجليل پر تاريخ تربحث وروسته دمور ورځ په ۱۹۳۷ زکال دلمړی ځل لپاره دمی پر ۸ ولمانځل سول.د۱۹۴۹ ز کال راپدې خوادمی دوهمه يکشنبه دمور ورځي ته ډالی شوېده . پدې ورځ ماشومان له شپږ کلنۍ نه تر ۱۴ کلنۍ پوري درسمونواودنوروگلانوسره گل ميخک چي سپين رنگ لري په ډال کېدوسره دمور درناوی پرځاي کوي . هرڅلور کاله يوځل دغورسوو رسمونوڅخه چي مندو ته ډالی سوي دي د((زما مور )) په نوم نندارتون جوړېږي

عربي هيوادونه :

په بحرين،مصر،اردن ،کویت، لیبيا،لبنان، عمان ، فلسطین قطر،سعودي عربستان ، سودان ،سوریه، متحده عربی امارات، یمن ،عراق اوشاوخواټول عربی ژبې هيوادونوکي دمارچ پر ۲۱ دپسرلی لومړی ورځ سره برابره ده دمور دورځې په نامه لمانځل کيږي اوپدې ورځ مور ته ځانگړې قيمتي اوزينتي ډالی چي ددې ورځې لپاره تياره سوې وي له گلانو اوکيک سره يوځاي مور ته ډالۍکيږي ،لوي او واړه چي مورئې ژوندی وي پدې ورځ ډالی پلاس مورته ورځي اودهغې درناوی کوي دهغوي داولادو لخوا ښکلي ډالي وړاندي کيږي.

اسرائېل :

پدې هيوادکښي په لويه کچه دمور ورځ دجنوري پر ۳۰ مه لمانځل کيږي ،ديادولووړده ترکومه ځايه چي داسرئيلو هيوادته په ورستيو لسېزوکښي دنړۍ له مختليفوهيوادونه يهودانوکوچ کړی پدې خاطرپدې هيواد کښي په کورنۍ کچه دمور ورځ په مختليفو تاريخونولمانځل کيړي اومروته ډالي ورکول کيږي .

نيکاراگوا:په نیکاراگواکښي د۱۹۴۰ کال راپدېخوادمی ۳۰ مه ، دمور ورځ لمانځل کيږي .

الجزاير:يوازي په الجزايرکي دمارچ ۲۸ مه دمور دورځي تجليل ته ځانگړې سوېده .

هندوستان :

په هندوستان کي داکتوبرپه مياشت کي دمور ددرناوي لپاره لس ورځي ځانگړي مراسم تر سره کېږي .داجشن ددورگاپوجا( Durga Puja) دهندی مقدسه مور اوښځې ((دورگا)) په نامه نومول سوی دی .ددوي دمذهب افسانوپر اساس دخدايي مور لس لاسونه لري اوپه هر لاس کې دشيطان دله منځه وړلو لپاره وسله نيولې ده .

په هندي مهب کي مورته زيات درناوی کيږي ددوي شاعرانوتر بل قوم دمور په نوم زيات شعونه ويلي ان تردې چي دوي فکر کوی ددوي دخداي څيره دمور څيره لري . ځکه خوپه ټولو معبدونواوعبادت ځايو کي هندوان دخدايانو مجسموته چي ښځينه څيره لري عبادت کوي .

سومالي او سودان :

سومالي او سودان کي هم دمارچ پر ۲۱ چي پسرلی لومړی ورځ ده دمور له مقام اوزحمتونه مننه کيږي اوداورځ دمور دورځې په نامه يادېږي . البته دلته هم لکه په يو شمير شاته پاته هيوادو کي دمورد ورځې نه ددولتي چارواکو له خوايادونه کېږي . عام وگړي داقتصادي ستونزو اونوروټولونيزو ستونزوسره داسي په گرېوان دي چي دمور ورځ يې ځيني هيره کړېده . البته په يوشمير افريقايي هيوادوکي دمور ورځ دامريکا ،فرانسي اوانگستان هيوادونوسره ورته لمانځل کېږي دليل ئي دادی چي دلته هر اوسنۍ ازاد هيواد چي دکوم زبرځواک هيواد تر مستعميره لاندي و دهغه هيواد تر کلتوري اوټولنيز تاثير لاندي راغلي دي .

همدا ډول په گرجستان کي دمارچ دريمه په جنوبي کوريا کښي دمی ۸ ،په السالوادور ،گوآتمالا،مکسيکو دمی پر ۱۰ مه پاراگواي دمی ۱۵ ،پولنډ دمی ۲۶ مه ،بولويا دمی ۲۷ مه همدا ډول دمی وروستۍ يکشنبه ئې هائیتی،موریس،مراکش ،تونس ،دمی پر ۳۰ نيکارگوا ،دجون په لمړۍ و رځ منگوليا ،دجون په دوهمه يکشنبه په لوکزامبورگ دجون وروستۍ يکشنبه په کنيا،داگست پر ۱۲په تايلنډ، داکتوبردوهمه يکشنبه ملاويا ،داکتوبر ۱۴ سپينه روسيه ،په ارجنټاين کي داکتوبر ۳ ،په پاناماکي ددسمبر ۸،اندونزياددسمبر۲۲ اوکوستاريکا هيواد کښي داگست پر ۱۵ دمور ورځې نه درنه اودځانگړومراسيموپه سرته رسولوسره لمانځنه کيږي .

البته په اکثره آفريقايي هيوادوکښي دانگلستان په دوددموردورځې لمانځه کيږي .

دليکنې داوږدوالي له ډارنه ئي نور پدې ټکو رالنډه وم :

که څه هم دنړۍ په ټولو هيوادوکي دمور ورځ اودهغې مقام ته ددرناوي په وياړ يوه ورځ ځانگړې سوېده اودبلې خوا مور ،مورده اوپر هرچالکه چي پورته ورته اشاره وسول تر هرڅه گرانه ده .مگر له بدمرغه دمور يا ښځې په وړاندي دغې انساني عاطفې تر اوسه لادبشريت په عملي کړنو کښي لکه چي اړتيا ورته برېښي اوددوي طبعي حق دي ځاي نه دی ورکړه سوي . په ډير ځايو کي ښځې ته چي مور ده دانسان په سترگه نه کتل کېږې اوکله ناکله خودهغې انسانی مقام اوحيثيت ته ددرناوي نه دسياسي سوداگريوپه موخه پراخه استفاده کېږي . پدې ورستيوکي دښځوگډون دهيوادونوپه ټولنيز اوسياسي ژوند کي ددموکراسی دپلي کېدو بېلگه بولي چي داسي هم ده ،خو دغه گډون زموږ دهيواد په شمول سمبوليک وي ؛په عمل کښي هغوي ته دپراخ کار اوعمل صلاحيت نه دۍ ورکړه سوئ . دبېلگې په توگه دوه کاله وړاندي دکابل چارواکو دسولي دجرگې په نامه له مرکز اولاياتونه خپل دوستان راوبلل،دامريکا اواروپايي ټولنې دفشار له امله ئي دلته هم دښځوگډون دفيصدی پر بنياد ۲۵ په سلوکښي وټاکل سو اودوي ته هم دگډون اجازه ورکړه سول . مگر ددې نمايشي سازمامان په لمړنۍ غونډه کښه دښځينه وودگډون په هکله تراوسه دخلکوسره داسوال بې جوابه پاته دی چي خداي مکړه دایې گونگياني راغوښتي وې اوکه دوي ته دخبرو اجازه نه وه ،ځکه ټولو يوازي دنورو ننداره کول اوددوي يوه خبره چا وانه ورېده،ددې تر څنگ پدې دزورآزموينواوسياسي سوداگری په پروسه کي چي نوم ورباندي سولي ته رسېدل اوپر رسېدونکوئي دسولي دعالي شورا نوم ايښې دښځورول کم رنگه دی .همدا اوس عملا يوشمير دولتي چار واکي په يوه اوبله بهانه اودسلام له نامه نه دناروا گټې اخيستنې په پلمه په ټولنز ژوندکښي دښځودفعال گډون مخه نيول کيږي،اوپدې بڼه په نوروټولنيزواوسياسو پروسوکي ددوي گډون دبهرنيانوله داراودهغوي په اشاه سمبوليک دی.

نوداسوال پرځاي دی چي ددې ښځوگډون پداسي سازمانوکښي چي بايد دجنگسالارواوبنسټپالوسره خبروسی کوم ارزښت لري اودوي به له کوم مخالف سره خبري وکړي اوهغه به سولي ته راوبولي .تر اوسه خزموږ په ټولنه کښي ښځې ته حيوان په نوم اوسترگه کتل کيږي هرڅه نمايشي بڼه لري .

تر اوسه افغان موردنوروشاته پاته هيوادودولسوپه پرتله تر ډير زيات جبر اوستم لاندي ژوندکوي . په حقيقت همدا اوس له دواړو خوانه (دولت اومخالفين ) ئې ترهرڅه وړاندي زموږ ميندي کړوي اوهر ورځ ددولت واک دترلاسه کيدوپر سر دسيالانواوپرديودنوکرانو دزور آزموينو دقرباني همدا افغانه مورده .

پدې هيله چي يوه ورځ افغانه مور هم دخندا اوهوساژوند کولو حق او امکان تر لاسه کړي .

پدې هيله چي ښځې ته په هيوادکي ټول انسانی حقوق ورکړه سی اوپدې هيله چي دقدرت پر سرجگړه په هرنام اونښان چي همدا اوس دگاونډيانوپه لمسون روانه ده نوردافغاني مورکوراوکاله ته دغم خبررانه وړي.که مودمور درناوی وکړاودهغې دخوشحالېدولپاره موتلاښ وکړپدې باوريم چي چي داوسنی وحشت اوبربريت ځاي به انسانيت ونسی . ومن الله التوفيق
……………

مؤخذ:

1 – ابوسعید عبدالحی بن ضحاک ابن محمود گردیزی، تاریخ گردیزی ،دعبدالحی حبیبی ژباړه ، لومړی چاپ ۱۳۶۳ ل کال تهران .
۲ –همدا اثر
۳– رنگين کمان مجله ۱۲۰ مه گڼه ۲۰۰۸ کال
۴– شخصي ياداښونه اوبرېښناپاڼي