کور / طنز / بخشي او سیفور

بخشي او سیفور

بخشي! څنګه يې یاره!
زه خو چې تا کله هم وینم نو د تندي نه دې د برمې لاسکی جوړ کړی وي–او دې ويښتانو ته دې وګوره!ټول سپین شول –
یاره سیفوره!—تاته څه تکلیف دی؟زه پوهه شه او زما ژوند–سړی چېغریب شي د هرچا د ملنډو شي-ځه ورک شه خپل کار کوه


سیفور–ګوره بخشي همزولی مې يې او یار مې هم يې نو زړه مې درباندې دړدیږي -ځکه مې خبره وکړه-یاد دې دي چې پلار به دې درته ویل چې سبق وایه چرته لوي سړی به درنه جوړ شي-خو تاته به ګپ ښکاریده-نن دې همزولي وګوره غټ غټ افسران دي استاذان دي او ته دې دې خپل مخ ته وګوره سم چوپلی ام درنه جوړ شوی دی او ستا په رنګ خلک ددې معاشرې ناسور وي- هر وران کار د جاهلانو او نالوستو د لاسه کیږي -په کور کې جنګ په کوڅه کې جنګ په بازار کې شر—–


بخشي—-بس بس بس بس سیفوره چې وړاندې لاړ نه شې!خله سمه خوزوه!داسې د فلسفي ځوی راغلی يې -دا فلسفه دې ځان سره د نیا په صوندق کې خوندي کړه–ړونده ! یه ړونده–په معاشره کې خو هرکار ستاسو دې نیمچه فلسفیانو وران کړی دی-دا مونږ چې لکه د ډنګرو ژوند تیروو دا خو ستاسو ددې نیمچه فلسفیانو د لاسه کنه!ستاسو تعلیم څه دی؟خو بس د غلا نوي نوي چلونه زدکول دي-تاسو هنري سبقونه هم ستر تعلیم ګڼئ!او د ډیر تعلیم موخه مو د ډیر دولت ګټل وي-ته راته اوایه چې دې سکولونو کې غلاګانې نالوستي خلک کوي؟د بنکونو نه قرض نالوستي خلک اخلي او بیا يې ځانونو ته معاف کوي؟په روغتونونو کې د ډاکټره واخله ترکمپوډره نالوستي خلک دي چې زمونږ د غریب ولس دا وینې څښي؟په عدالتونو او کچرو کې دا انصاف نالوستي خلک خرڅوي؟په پولیسو کې دا رشوت ټول نالوستي خلک اخلي؟دا وزیران مشیران کارخانه دار او فوځي مشران ټول ټول ټول نالوستي دي؟دا د خوراکي توکو ذخیره کونکي او د دفترونو دا بابوګوټي چې بې له رشوته ټک نه کوي-ټول نالوستي دي؟او دا غریبانو نه چې سرسايې د قربانۍ څرمنې او سخاتونه اخلي او کوډې تعویذونه ساختونه او دمونه کوي او دا نیمچه پیران چې مزارونو کې ناست دي او دندې کوي دا نالوستي دي؟او هه رښتیا-پرون چې هغه شوړه صیب مازیګري سیګرټ له د پولې سر ته راغی نو د بنګو وهلو نه يې وروسته د ترخه د یوې ورځپاڼې پاڼه راویستله-خپل لیکلی مضمون يې راته واورولو په کوم کې چې يې د ښاغلي بیغم صیب نه پرتوګ ویستلی وه-او لیکلي يې وو چې شاغلي بیغم د شوړه صیب چاربیته پټه کړیده -او نور يې هم اوږد کیس پتار کوو–سیفوریه!!!رب دې وشرموه دا ټول نالوستي خلک دي؟؟؟چې بل ټرت ونکړې !مازغه مې مه خرابوه -په داسې تعلیم کې مې لا ایښی–


سیفور–طالمه زړه دې ډک وه -سم شاجر دې تش کړ-ځکه خو زه هروخت درته لګیا یم چې دا زمونږ سیمو کې کوم تشدد ښکاري دا له محرومیانو له کبله دی-او دا زمونږ د طبقاتي تعلیم نچوړ دی چې ولس يې طبقاتو کې ویشلی دی-دلته کوم مذهبي جنګ نشته طبقاتي جنګونه دي او د وسایلو او واک لاس ته راوړنې د پاره انساني هوس خپل ځان ښکاره کوي-خو خلکو ته ښاخونه ښکاري او ځیلې خاورو کې پټې وي-
بخشي!–تا وګټله او ما وبایلله-ځکه چې ستا په جاهلیت کې ددې نظام چلونکو سره سره زما او د شوړه صیب دلې هم پوره پوره لاس دی-او زما په غل جوړیدو کې هم ددې نظام لاس دی -پکار خو داده چې زه تاته نالوستی او جاهل نه وایم او که وایم يې درته نو چې ځان درته وړمبی په عملي توګه لوستی او ځیرک ثابت کړم
او لاړم بخشي -ناوخته شو-ته هم شرمیږه او زه به هم شرمیږم.