کور / روغتيا / پوهان: په اسيا کي ټايفايډ وبا پر خورېدو ده

پوهان: په اسيا کي ټايفايډ وبا پر خورېدو ده

د صحت ماهرينو په ايشيا کښے دَ ټائفائډ دَ وبا خوريدل سرګند کړے دي

په داسے وخت چه په علاقه کښے دا وبا په تيزي سره خوريږي، دَ نړي دَ صحت مشرانو دَ زياتو معافيتي هلوځلو لپاره آواز اوچت کړے دے

بنکاک ، ۱۳ جون ۲۰۱۲/پي آر نيوز وائر/ایشیانیٹ پاکستان۔۔ دَ سابن ويکيسن انسټي ټيوټ پروګرام “کوليشن آګينسټ ټائيفائډ (سي اے ټي) “دَ ټائفائډ خلاف اتحاد” دَ پوره ايشيا نه دَ صحت دَ شعبے مشران نن په بنکاک کښے راغونډ کړل او هغوي په علاقه کښے د ټائيفائډ د وبا په زيات والي او د هغے د بوجه په باره کښے بحث اوکړو۔ ماهرينو دَ صحت په وزيرانو اور قانون جوړلو والو باندے زور ورکړو چه هغوي دے ټائيفائډ ټيکے په خپلو هيوادونو کښے ترجيح اوګرزوي۔

“پيډياټريک تنظيمونو او دَ خطے نورو خلقو دا خبره منلے ده چه ټائفائيډ ډيره خطرناک اثر لري، په خاص توګه دَ دے زيات والے او په دے ناجوړتيا باندے د دوايانو اثر نه کول ډيره د فکر خبره ده۔ دَ هند او انډونيشيا سره سره نورو ډيرو هيوادونو دَ ټائفائيډ د ټيکو د استعمال په حمايت کښے تجويزونه وړاندے کړي دي“ دا خبرے په نيو دهلي کښے دَ صحت عالمي تنظيم ( ډبليو ايچ او) دَ جنوبي مشرقي ايشيا علاقائي دفتر( ايس اي اے آو او) کښے د معافيت په باره کښے دَ تکنيکي مشاورتي ګروپ مشرے او د سري لنکن ميډيکل کونسل پخوانے صدر ډاکټر لليتا منډيس کړے دي۔ هغوي زياته کړه چه ” قامي اسټيک هولډرز اور پاليسي ساز دے د شواهدو تجزيه اوکړي او دَ ټائفائډ ټيکو په استعمال دي بحث اوکړي“

د ډبليو ايچ او دَ سپارښت ليك (تجويز) او دَ ډبليو ايچ او سيرو( ايس اي اے آر او) اجلاس کښے دَ فوري نفاذ لپاره د ټئفائډ ټيکو ترجيح ګرزلو باوجود دَ ايشيا ډيرو هيوادونو لا تر اوسه پورے د ټائيفائډ ټيکو تجويز وړاندے کړے دے او نه ي د دے استعمال شروع کړے۔
د ويتام قامي ايمونائزيشن پروګرام نائب مشر ډاکټر نګوين وين کونګ وئيلي دي چه” د کال ۱۹۹۷ نه د ويتام وزارت صحت په خطرناکو ضلعو کښے د دے ناجوړتيا دَ موثر کنټرول لپاره د ټائيفاډ ټيکے استعمال کړے دي” هغوي زياته کړه چه “په چين ، تهائي لينډ اور سري لنکا کښے په کاميابي سره دَ دے پروګرام نفاذ شوے دے”

دَ ډبليو ايچ او په وينا دَ ټائفائډ نه په کال کښے اندازه ۲۱ ملين خلق متاثر او دَ يو لاکه پورے خلق مري په کوم کښے چه زيات تر دَ اسکول د عمر نه مخکښے او دَ اسکول د عمر ماشومان شامل دي کوم چه دَ ايشيا او افريقه دَ ترقي په لور روان هيوادونو سره تعلق لري۔ د ډبليو ايچ او په وينا دَ ټائيفايډ نه ۹۰ فيصدي مرګونه په ايشيا کښے کيږي۔

په ويتام کښے د اکسفورډ پختنون کلينيکل ريسرچ يونټ ډائريکټر ډاکټر جرمي فرار وئيلي دي چه ” دَ ډبليو ايچ او منظور کړي دَ ټائفائيډ ټيکے اوس دستياب دي خو دا لا تروسه پورے د پورا ايشيائي علاقے دَ صحت وزيرانو قبول کړي نه دي”

د ټائفائيډ انفکشن د اسکول په حاضري او کاميابي باندے هم اثر غورزولے دے او دَ افرادي قوت کار او پيداوار يي ډير کم کړے دے۔ دا بيماري په غريبانو کښے ډيره زياته ده چاته چه صفا اوبه ،دَ نکاسي آب سهولت نشته او ګنده اوبه څکي او خوارک کوي۔

دَ نيپال د صحت او آبادي وزارت دَ طبي خدماتو شعبے، چائلډ هيلته ډويژن ډائريکټر ډاکټر شيام راج اوپريتي اوئيلي دي چه ” په نيپال کښے په اسپتالونو کښے دَ تبے په سلسلے کښے داخل شوي اکثر ماشومانو او نوجوانانو دَ بيماري غټ سبب ټائيفائډ دے۔” هغوي زياته کړله چه” نيپال دا ښکاره کړے ده چه دَ وزارت تعليم او نورو متعلق خلقو په نزدے مرسته سره په اسکولونو کښے د ټائيفائډ ټيکو موثر پروګرام په کاميابي سره شروع کيدے شي”

د نني تقريب خلاصه کولو په وخت شرکاو په دے خبره زور ورکړو چه په پوره علاقه کښے دَ بيماري دَ شناخت اور کنټرول لپاره د پروګرام شروع کولو سخت ضرورت دے۔ هغوي دا هوم وئيلي چه دَ ښه نتيجے لپاره د ټائيفائډ ټيکو پروګرام دے دَ عوامي صحت د پروګرامونو، لکه صفا اوبو څکلو ته رسائي او دَ لاسو وينځلوغوندي ښه طريقو باندے عمل سره شروع کړے شي

دَ ټائيفاډ په ايشيا باندے د وزن په باره کښے دَ نورو معلوماتو او د دے تقريب دَ ټولو شرکاو مکمل فهرست کتلو لپاره دے لنک ته لاړشي۔ http://coalitionagainsttyphoid.org/

دي کوليشين آګينسټ ټائيفائډ (سي اے ټي) په باره کښے

دي کوليشين آګينسټ ټائيفائډ ( سي اے ټي) دَ سائنسدانانو او معافيتي ماهريونو تنظيم دے څوک چه د ټائيفائډ دَ ټيکو په وړانديز سره د ژوند د حفاظت او په خلقو کښے د بيماري ختملو لپاره کار کوي۔ دَ عالمي صحت په ايجنډا باندے ټائيفائډ ترجيح ګرزولو او د دے بيماري د مقابلے لپاره يو جامع منصوبه جوړلو په ذريعه کوليشن آګيسنټ ټائيفائډ د ډيرو خلقو دَ ژونډ بچ کولو لپاره لازمي ټيکو ته دَ رسائي هيله لري۔ د سي اے ټي په باره کښے نورو معلوماتو لپاره دے لنک ته لاړشي۔

Homepage

دَ سابن ويکسين انسټي ټيوټ په باره کښے

سابن ويکسين انسټي ټيوټ دَ سائنسدانانو ، او محققينو او وکيلانو يو غير منافع بخش 501(c)(3) تنظيم دے کوم چه دَ ټيکو نه لګولو په وجه غير ضروري انساني پريشانو کمولو لپاره ځان وقف کړے دے۔ سابن دَ نړي د غټو او مسلسلو طبي چيلنجونو د پاره حل واړندے کولو لپاره د حکومتونو، او سرکرده سرکاري او غير سرکاري تنظيمونو او تعليمي ادارو سره کاري کوي۔ د پوليو ټيکے جوړنکي ډاکټر البرټ بي سابن په اعزاز کښے په کال ۱۹۹۳ کښے جوړ شوے دا انسټي ټيوټ دَ نوو ټيکو جوړولو، زړو ټيکو په استعمال زور ورکولو او طبي علاج تک رسائي زيات والي په ذريعه د دے بيمارو کنټرول کولو، علاج کولو او ختمولولپاره کوششونو والو په اولني صف کښے ولاړ دے۔

دَ نورو معلوماتو لپاره دے لنک ته لاړشي؛ www.sabin.org.

رابطه: جوهانه هاروے، کميونيکيشن آفيسر، سابن ويکسين انسټي ټيوټ، +1-202-744-5996، johanna.harvey@sabin.org، وادي ديپروات ، کميونيکشن کوآرډينټر، کيو کين ميډيا ، +66-2-260-9494 ، wadee.deeprawat@quo-keen.com