کور / تازه خبرونه / د پوليسو پر پوستې په حمله کي څلور وسلوال ووژل سول

د پوليسو پر پوستې په حمله کي څلور وسلوال ووژل سول

نېټه١٣٩٠، ٠٣، ٣٠
د کندهار ولايت د اوومي امنيتي حوزې اړوند د پوليسو پر امنيتي پوسته د وسلوالو مخالفينو په بريد کي څلور تنه وسلوال وژل سوي دي.
پېښه نن سهار څه کم شپږ بجې د ښار سهيل ختيزي خواته د زاړه ښار په مربوطاتو کي هغه مهال رامنځ ته سوه چي د پوليسو په جامو کي څلورو وسلوالو پر يادي پوستې بريد وکړئ.
ياد ٤ وسلوال چي په سپکو وسلو او لاسي بمونو سنبال ول غوښتل يې چي د پوليسو پوستې ته داخل سي چي د امنيتي ساتونکو لخوا وپېژندل سول او ترمنځ يې نښته رامنځ ته سوه.
د نښتي پرمهال د څلورو وسلوالو د وژني ترڅنګ درې تنه پوليس هم شهيدان سوي او ٧ تنه نور زخميان دي چي روغتون ته وړل سوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
په ننۍ پېښه کي د سيمي ملکي اوسېدونکو ته کوم ډول مالي او ځآني زيان نه دى اوښتى.