کور / روغتيا / طبیعی ټاکسینونه Natural toxins

طبیعی ټاکسینونه Natural toxins

۱ – موخه
ددی لیکنی موخه دا ده چی د په خوړو کی معمول طبیعی زهر باندی مرور وکړی ، د هغوی منابع په ګوته کړی او ضمنا  دهغوی د استعمال د مخنیوی په خاطر ځینی، ممکنه او حتمالی د حل لارو چارو وړاندیزونه هم وکړی.‌


۲ – مقدمه
خواړه په طبیعی ډول سره د کیمیاوی موادو څخه جوړ شوی دی او زموږ د حیات لپاره ارزښنتاکه ګټه لری او بنسټیز ارزښت لری. مګر ځینی خواړه په لوړ مقدار سره کیمیاوی مواد لری چی د طبیعی زهرو په نامه سره یادیږی. ډیر کم مقدار زهرونه په طبیعی ډول سره په خوړو کی موجود وی اویو تعداد نور یی په لوړه کچه سره هغه وخت منځ ته راځی چی کله خواړه د قارچونو تر حملی لاندی راشی.


دا زهرونه ځینی وخت کیدای شی د مناسبو تخینکونو لکه لمدولو، تخمر او پخولو وروسته خنثی حالت غوره کوی، مګر یو تعداد نور یی زهری شکل حفظ کوی.


۳ – مهم طبیعی زهرونه


Aflatoxin افلا ټاکسین  
یو سرطان زیږوونکی زهر دی چی د Aspergillus flavus فنګس په واسطه منځ ته راځی. دا فنګس معمولا په دانه لرونکو حبوباتو لکه غنمو، جوارو ، اویا مغز لرونکی لکه چارمغز، پسته او بادام او بادام هم تر خپلی حملی لاندی راولی. دانه لرونکی بوټی کیدای شی چی مخکی له رفع حاصل څخه او یا په ذخیره خانه کی مصاب کړی. افلاټاکسین په شدو کی هم پیدا کیږی.


Amygdalin امیګډالین
زرد آلو د مندکو د نوعیت له اړخه په دوه ډوله ویشل شوی ، یو یی خواږه او بل یی ترخه زرد آو دی. د ترخه زردالو مندکی په طبیعی ډول سره یوه ماده چی ورته amygdalin وایی، لری. او د د هایدرولیز کیدو په نتیجه کی د سیانایدونو د تولید سبب کیږی چی د انسان بدن یی په کم مقدار سره جذبولی شی مګر لوړ مقدار یی زهری خاصیت لری. علاوه د د زردآلو د مندکو یا زړو ،‌د شفتالو،‌ مڼی، ګیلاس او آلو مندکی هم عینی مادی لرونکی دی، نو د هغه د استعمال څخه باید خود داری وشی.


لیکتین Lectin
په سره وچه لوبیا کی په طبیعی ډول سره موجود زهر د lectin یا په علمی ډول ورته Phytohaemagglutinins  په نامه سره یادیږی چی ممکن د معدی د درد او استفراق لامل شی. کله چی لوبیا په حد اقل ډول سره د ۱۲ ساعتونو په موده کی لانده شی او بیا د ۱۰ دقیقو لپاره و ایشول شی،‌ نو دا زهر له منځه ځی.


Glycoalkaloids  ګلایکو الکلاید
ټول کچالو یو زهر چی ورته glycoalkaloids وایی.  لری او مقدراد یی کم دی. مګر کله چی کچالو د لمر سره د مخامخیدو څخه ورسته د شنه رنګ لرونکی شی نو د ګلایکوالکلایدونو مقدار یی زیاتیږی او غلظت یی تر ۷۶۰۰ ملی ګرامه پر کیلوګرام کی تر اوسه پوری لیدل شوی دی. تر اوسه شدید مصابیت یی منځ ته نه دی راوړی.‌ مګر د شنو کچالیو د خوړو څخه باید ډډه وشی. ورسته د هغه چی تاسی د کچالو څخه شنه برخه لیری کړی وی ،‌مګر بیا هم ترخه مزه کوی ، هغه باید ونه خوړل شی.  که چیری غواړي چی کچالو مو شین رنګ وانخلی نو هغه پّ تیاره ، یخو او وچو ځایونو کی ځای په ځای او ذخیره کړی.


پټولین Patulin
قارچ لرونکی مڼی یا خرابی مڼی کیدای شی چی یو زهر د Patulin په نامه سره ولری.‌ دا زهر معمولا د زخم په شاوخوا کی ډیر تراکم کوی.‌ هغه مڼی چی زخم ولری باید د خوړلو څخه یی ډډه وشی او علاوتا په جوس او ساس جوړولو کی ورڅخه استفاده ونشی.


بحری خواړه او زهرونه
په بحرنو کی معمولا شړاوی یا الجی شتون لری. کوم زهر چی د الجی په واسطه تولیدیږی د algal toxin په نوم سره یادیږی. نن ورځ تر ټولو ډیر معمولا زهر دی د Paralytic Shelfish Poisons (PSP) او Amnesiac shelfish poison (ASP)     او Diarrhetic shelfish poson (DSP)  په نمونو سره یادیږی. علاوتا یو تعداد نور هم لکه ciguatera poisoning   او scombrotoxic fish poisoning څخه عبارت دی.      


جګر او ویټامین A 
ویټامین ای د هر فرد په خوړو کی ډیر ارزښت لری مګر که چیری یوه ښځه د حمل په وخت کی د ډیره ویټامین ای په خپلو خوړو کی په مصرف ورسوی ، د جنین د متضرره کیدو لامل کیږی.‌ نو ددی په خاطر چی ښخی له دی ستونزی څخه په امن وی هغوی باید د هغو خوړو څخه او یا هم مصنوعی منابعو څخه چی د ویټامین ای تمویلوونکی وی، خود داری وکړی. دا خواړه کیدای شی جګر او یا هم د هغه څخه لاس ته راغلی نور محصولات وی.‌


Mycotoxin مایکو ټاکسین
فنګسونه معمولا د خوړو په سطح باندی مشهود وی مګر کوم زهر چی تولیدوی یعنی mycotoxin ، غیرمشهود وی او په خوړو کی د نفوذ وړتیا لری. نو که چیری د خوړو د سطحی څخه فنګس لیری هم کړی ، بیا هم ددی احتمال شته چی هغه خپلی مایسلیمونه په خوړو کی تزریق کړی وی او د مختلفو ناروغیو او ځینی وخت د مرګ لامل هم کیدای شی.


فنګسونه په ګرم او مرطوب چاپیریال کی ښه وده کوی. که چیری وچه ټکله په یو ګرم چاپیریال کی کیښودل شی نو د هغه په سطح باندی په فنګسونه د څو ورځو په ترځ کی په وده پیل وکړی.


کوکوربیټاسین Cucurbitacin
په کدو کی هم کله کله کیدای شی چی یو په طبیعی شکل سره واقع کیدونکی ټاکسین د cucurbitacin په نامه سره موجود وی. ددی له کبله د هغه مزه کله ناکله ډیره ترخه وه. دا زهر یا ټاکسین د cucurbitacae په ټوله کورنۍ کی رایج دی.


د ډیرو ترخو بادرنګو خوړل د استفراق، د کلمو د درد او اسهال لامل کیږی. د هغه کدو او بادرنګو څخه استفاده ونشی چی تند بوی یا ترخه مزه ولری.


 صپونین Saponins
صپونین په اوبو کی منحل نباتی مواد دی چی په ډیر غلظت سره هم کولی شی د اوبو سره د صابونی څګ جوړ کړی. اصلی کیمیاوی ترکیب یی glycoside  او د aglycone  یو قسمت چی پرته دی قند څخه دی د sapongenin په نامه سره یادیږی ،‌ تشکیلوی.


صپونین ترخه مزه لری او د وینی د سرو کرویاتو د هیمولایز کولو وړتیا لری. د اسهالاتو او استقراق لامل کیږی.  او د هغه د کیمیاوی جوړښت له مخی په دوه برخو ویشل شوی دی چی د سټیرویډل او ټریپرپینوید صپونین په نامه سره یادیږی.


دا زهر کابو د نباتاتو د عالم په ټولو نباتاتو او د هغه په ټول بدنی برخو کی پیدا کیږی او غلظت یی د نبات په ورایټۍ او د نمو په مرحله باندی تړاو لری. په سویابینو ، چغندر،‌ ممپلی ، پالک ، اسپرګوس، براکولی ، کچالو ، مڼو ، تور بانجان او رشقه کی پیدا کیږی.‌


 Oxalic acid  اګزالیک اسید
پښۍ معمولا د هغه پاڼی په لوړ مقدار سره  زهر چی د اوګزالیک اسید او انتراکینون په نامه سره یادیږی، لری. ددی زهرو په استعمال سره ګردی فعالیت له لاسه ورکوی او د مرګ سبب کیږی. د ستونزی د مخنیوی په خاطر د پښۍ د پاڼو څخه باید استفاده ونشی او یوازی ساقه یی په مصرف ورسیږی.


۴ – څنګه د طبیعی زهرو څخه په خپلو خوړو کی مخنیوی وکړی؟
طبیعی زهرو یوازی هغه وخت ډیر خطرناکه تمامیږی چی په ډیره اندازی سره په متوالی ډول سره په مصرف ورسیږی. مګر بیا تاسی کولی شی چی دلاندی ټکو په پام کی نیولو سره، د هغه د ناوړه اثراتو څخه مخنیوی او یا هم په هغه کی کمښت راولی:
۱ –  مختلف خواړه وخوری یعنی یوازی یو نوع خوړو د مصرف څخه ډډه وکړی.
۲ – خواړه هغه وخت وغورځی چی کله یی د انقضا وخت تیر شوی وی، کوښښ وکړی چی دهغه خوړو څخه چی د انقضا نیټه یی تیره وی ، په هیځ ډول استفاده ونکړی او خپلو هغو حیواناتو چی بیرته انسان ته خواړه تهیه کوی ، ورنګړل شی.
۳ – خواړه باید په مناسبه یخه هوا معمولا د صفر او آته دریجی د سانتی ګراد کی وساتل شی.
۴ – هیځ وخت هم دا فرضیه د خوړو د محفوظیت په برخه کی مه پلی کوی چی ووایاست چی هر هغه شی چی طبیعی وی ، نو سالم به هم وی.‌
۵ – خواړه باید په پاک ډول سره تیار او په کافی اندازه پاخه شی.
۶ – هغه خوړو یا میوو او سبو چی رنګ یی له لاسه ورکړی وی ، زده شوی یا زخمی وی باید د سالمو خوړو له ډلی لیری شی.
۷ – هغه خواړه چی خراب بوی تری ځی ،‌ ترخه مزه ولری او یا هم ناوړه نور مشخصات چی په معمولی خوړو کی وجود نلری ، د مصرف څخه ډډه وکړل شی.


۵ – پایله
خواړه په طبیعی ډول سره د مختلفو کیمیاوی مواد څخه جوړ شوی دی. عموما په بحری خوړو ،‌ میوو ، سبو او حیوانی غذا ګانو کی پیدا کیږی. د مشهودو او مضره کیمیاوی موادو د استعمال څخه باید ډډه وشی او کوم خواړه چی فنګسونه په سظح ولری، یا هم زخمی شوی وی، باید استعمال نشی. خواړه باید په یخ ځای چی کم نم او رطوبت ولری وساتل شی. ضمنا خواړه باید ښه پاخه شی تر څو د ځینو زهرو د شتون په صورت کی ، هغه خنثی شی.


۶ – مأخذونه
http://www.food.gov.uk/multimedia/pdfs/publication/naturaltoxins.pdf
http://www.healthy-eating-politics.com/toxins-in-food.html
http://www.foodsmart.govt.nz/whats-in-our-food/chemicals-nutrients-additives-toxins/specific-foods/
http://www.cfs.gov.hk/english/programme/programme_rafs/files/Press%20kit%20on%20natural%20plant%20toxin_english.pdf
http://www.hc-sc.gc.ca/fn-an/pubs/securit/2009-apricots-abricots/index-eng.php
http://www.cfs.gov.hk/english/programme/programme_rafs/files/ras27_natural_toxin_in_food_plant.pdf