کور / مرکه / د ډاکټر نجيب الله زاخيلوال سره مرکه

د ډاکټر نجيب الله زاخيلوال سره مرکه

((دماشوم دشخصیت دروزلو دوه ښوونځي دي ،یو کور او بل ټولنه ))

دماشوم د روان او روزنې په اړه له تکړه ارواپوه زاخیلوال سره مرکه


ډاکټر نجیب الله زاخیلوال دهیواد تکړه ډاکټر او په ارواپوهنه په تیره بیا دماشومانو په ارواپونه کې د پام وړ څیره ده، چې تر اوسه پورې په دې اړوند دپام وړ لاسته راوړنې لري،
لیکنې او اثار يې له مینې او صمیمیته برخمن دې چې دماشوم د روان او روزنې لپاره ډیر ګټور تمامېدای شي ،ما ورسره په دې ورستیو کې د روغتون مهالنۍ مجلې لپاره ه همدې اړه دانټرنیټ په مټ مرکه کړي تاسو درانه لوستونکې يې لوستلو ته را بولم .
ع .رحیم هلال


پوښتنه : ډاکټر صیب که په لومړي سر کې راته د ماشومانو د اروا پوهنې په اړه څه ناڅه وګړيږئ مثلا د ماشوم اروا پوهنه یانې څه ؟؟


ځواب :مخکې له دې چې د ماشومانو په ارواپوهنه خبري وکړوغواړم په عمومې ارواپوهنه باندي رڼا واچوم په دې اړه دارواپوهانو له خوابیلا بیل تعریفونه وړاندي شوې دي ،خو ترټولو غوره او منل شوی تعریف يې دادی چې ارواپوهنه هغه پوهه او علم دی چې دژوند دبیلا بیلو اړخونوڅیړنه کوي چې دژوند دا اړخونو عبارت دي له کړه وړه ، خبري کول ،او آن خوراک کول .
یا په بله مانا اروا پوهنې ته د کړو وړو یا سلوک پيژندنې پوهه ویل کیږي ،د کړو وړو څخه موخه دلته دری برخي دي ،خویونه ، کړنې او غبرګون ، چې ددغو دریو واړو برخو څیړنه ددې علم کار دی.
اوس را ځو دماشومانو ارواپوهني ته ، دا چې د انساني ژوند پیل له ماشوموالی شیروع کیږي نو د ماشوم والی ارواپوهنه هم ډیر زیات اهمیت لري ، د ماشوم والی اروا پوهنه عبارت له هغه علم او پوهي څخه ده چې د ماشوم ټولنیزه وده ،عاطفه شخصیت ، او هوش تر څیړني لاندي نیسې ،دا هغه څه دي چې د یوه انسان داروايې شخصیت د پوره والي لامل ګرځې .


پوښتنه : که اوس را شو د ماشومانو اروایې ناروغیو ته ،په ټولنه کې ډیر ځله له اروايې ناروغیو څخه یادونه کیږي که لوستونکو ته ددې ناروغیو د پيژندو په اړه مالومات وړانډي کړئ احسان به مو وې ؟


ځواب : ددې پوښتني ځواب ډير سخت دی،ځکه چې اروايې ناروغۍ د ګوتو په شمیر ناروغۍ نه دي چې څوک پرې رڼا واچوي .
( په ښوونځي کې له ستونزو څخه پيل، په کور کې له مور او پلار سره جنګ جګړي له خویندو ، وروڼو سره تاوتریخوالی ، په ټولنه کې نا اشنا کارونه کول ،ناوړه کارونه لکه غلا ، دروغ ویل… دشپې د خوب ستونزي لکه ویره ، په بستر کې میتیازي کول ، په خوب کې خبري کول … عادتونه ، لکه نوکان ژوول ، دنجینو په څير ویښتان پریښودل ، نڅا او ګډا کول ، سترګې تورول ، شونډي سرې کول ،اویا هغه نجونې چې د هلکانو په څير خویونه کوې لکه ، دهلکانو جامې په تن کول ، د هلکانو په څير کړه وړه زده کول ، دا هغه ستونزي دي چې دماشوموالي له عمر څخه نیولي بیا دژوند په هر عمر کې را منځ ته کیدای شي او ژوند تریخوالی شي .)


پوښتنه : ستاسو په اند یو ماشوم باید څنګه وروزل شې، په ځانګړي توګه دمور له لورې ،اویاکه په لنډه توګه راته ووایاست چې دمور رول د ماشوم په ژوند او روزنه کې څومره مهم دی ؟


ځواب : په دې برخه کې باید زه دومره ووایم چې افغاني میندي او پلرونه دماشومانو په روزنه کې لکه څنګه چې ښايې هومره خپل مسئولیت نه پيژني ، زیاتره په دې اند دي او وايې چې دژوند ټولې اړتیاوي يې ورته برابري کړي دي نورڅه ورته وکړي ، ستا په دې پوښتنه کې مور یاده شوې ده ، په افغانستان کې د مور شتون د ماشوم لپاره په نشت حساب دی ،او مور دلته کوم ارزښت نه لري ، اوددغه ارزښت په له منځه تللوکې هم میندي او هم پلرونه لاس لرې، په دې ډول چې کله یوه ماشوم کوم ناسم کار کوې نو مور ورته وايي ( که ته بیا دا کار وکړې نو زه به دي پلار ته ووایم )یا( پلار خو به دي راشي ) دلته مور ماشوم ته ښيې چې زه هیڅ هم نه یم او نه هم کوم ارزښت لرم همدا لامل دی چې زموږ په ټولنه کې دسړیو سترګه له ښځو نه سوزي .
پلرونه د ښځو ارزښت په دې ډول له منځه وړي چې له کور څخه وځي ، نو میرمن ته وايې( که ماشومانو څه ورانی وکړ بیا ما ته حال راکړه) او یا ماشومانو ته وايې (وهلکه مور مو په عذاب نه کړئ ) دلته ماشوم ته د مور د بې ارزښتۍ انګیزه ورکوله کیږي برعکس ورته ویل کیږي چې مور مو په عذاب کړئ . اوس به راشو اصلې خبري ته، مور هومره د خپلو اولادونو په روزنه کې ارزښت لري څومره چې يې پلار لري ، که چیرته د مور ارزښت د ماشومانو له روزني لیري کړو نو دا پدې مانا ده چې ماشوم به لوی شي خو داروايې پلوه نیمګړی ، او د ښځو په وړاندې به هغه خوی خپل کړې لکه څرنګه چې يې پلار لري ( مور مو په عذاب کړئ ) ښځي بیچاره ګانې په څه کې دي .


پوښتنه :کله چې یوه مور په کورنۍ کې له تاوتریخوالې سره مخ وې ، په مورباندې دا تاوتریخوالی دهغې په ماشوم باندې څه اغیز شیندي؟


ځواب : طبعې ده چې هره کړنه یا پيښه چې په کورنۍ کې تر سره کیږي د هغې اغیز او تاثیر د ماشوم په ژوند باندې وي ، یو ډینمارکی ارواپوه وايې : څه چې په کورنۍ کې ترسره کیږي ماشومانو هماغه کوې یاني تاوتریخوالی ، وهل ، ډبول ، ښکنځلې کول ، دورغ ویل … دا ټول هغه څه دې چې ماشومان يې له نورو څخه زده کوي . که چیرته په یوه کور کې پلار تل خپله میرمن وهې نو دلته ماشومان دا زده کوې چې ښځه دوهلو لپاره ده ، اونجونې دا زده کوي چي په کورکې کوم ځای نه لري او د پلار په وړاندي دپردیوالي احساس کوي ،او مور چې د تاوتریخوالي قربانې ده نشي کولای دخپلو ماشومانو احساسات درک او وساتې . نو همدا لامل دی چې لورګانې د پریدیتوب احساس ددرلودلو له مخې هڅه کوي چې یو څوک ومومي چې ورسره دزړه درد ،احساس او رازونه شریک کړي . په داسي کورنیو کې ښځي په دې روحیه را لویږي چې د سړي څخه ویره لري زیاتره دا ډول ښځې په لوړ عمر کې د فشار ، اروايې ستونزو او راز راز ناروغیو سره مخ کیږي . زیاتره دا ډول ښځې چې د انږور(انګور) څښتنانې شي نوخپله هغه غصه چې په ماشوالي کې په دوی کې پټه وه په خپلوانږورګانو باندي سړه وې، او لدې لاري خپل احساس اراموې او یا هم خپل اولادونه د مرګ تر حده وهي ، په دې اړه نور هم ډیر څه ویل کیدای شي خو دلته ټول را نغاړل ډیر وخت ته اړتیا لري زما په اند د اوس لپاره همدومره بس ي .


پوښتنه : هغه میندې او پلرونه چې له کوره بهر په دنده بوخت دي ،او په سمه توګه نشې کولای چې د خپلو ماشومانولپاره خپله ونډه ترسره کړي ، په ځانګړي توګه د هغو ماشومانو په وړاندي چې د بلوغ مرحلې ته رسیدلي وي خو ډیروخت ددوی له مرستې بې برخي وي ، داسې میندې اوپلرونه د خپلوماشومانو په وړاندې څه کولای شې؟


ځواب :مامخکې ورته اشاره وکړه چې په افغانستان کې میندې او پلرونه یوازي دماشومانو په راوړلو باندي ښه پوهیږي نه په ساتلو.
دوی د ماشوم ساتل په ښو جامو ، ښه خوړو ، کور او موټر کې ګڼې یانې د ماشوم اړتیاوي اوغوښتني نشي بیلولی ،ګوره دا پوښتنه هیچا هم له ځان څخه نه ده کړې چې ولي يې زوی غل دی ؟ ولي يې زوی بدمعاش دی ؟ ولې يې زوی ناوړه کارونه کوي ؟ ما په خپل یوه کتاب کې (ماشومان لرل ستونزه ) یوه بیلګه ورکړې ده هغه بیلګه زه دلته ورکوم: یو سړی یا ښځه د سپي ، ښارو،اوچرګانو ، په ساتنه کې څومره ستونزي ګالې تر څو یې ژووی داسي را لوی شي چې ددوی په خوله هر څه وکړي مګر هیڅ پلار د خپل ماشوم لپاره وخت نه لري ، یو څوک د خپل دوست د خبرو او بي ځایه خبرو د اورېدو لپاره ساعتونه ،ساعتونه وخت لري مګر د خپل اولاد لپاره د یوې خبري داوریدو حوصله نه لري ، او که چیرته له خپل اولاد سره خبري کوي نو په داسي انداز او ډول يې کوي لکه په جنګ چې ورسره بوخت وي (کینه )،(سړی شه)،( څو ّځله مې درته ویلي دي ) یا(په خبره نه پوهیږي) نو بیا داسي ماشومان هغسی را لویږي چې څه ډول یوه بي څوکه او بي سرنوشته ونه په ځنګل کې را لویږي.
له بده مرغه په افغانستان کې مور او پلار دیکتاتور ، وهونکي ، بادار ، حاکم ، ظالم تعریف کیږي ، او اولاد مظلوم بیچاره ، غلام ، بي څوکه ، بي ځواکه … تر څو چې دغه واټن له منځه نه وي تللی نو ماشومان به همداسي را لویږي او هیڅکله به په افغانستان کې دو هلو ډبولو جرمونو غلاوو وژنو سلسله پای ونه مومې ، میندو او پلرونو ته په کار ده چې د خپلو اولادونو سره د یوه دوست په ډول راشه درشه ولري دهغوی احساساتو ته د قدر په سترګه وګوري او هغه کړني چې مور او پلار يې نه غواړي د هغوی په اولادونو کې راشي نو هغه کړنې دي پخپله نه تر سره کوي او په کور کې دي دمشر،کشر، حاکم ، محکوم ، ظالم ، او مظلوم خبري له منځه یوسي .


پوښتنه:ډیری کسان په دې اند دي چې ګواکي دلیرو پرتو سیمو اوسیدونکي ماشومان نسبت هغو ماشومانو ته چې په ښار کې ژوند کوې زیاتي روحې نیمګړتیاوي لري ،ایا ښاراولیرې پرتې سیمې هم دماشوم په روان اوروزنه کې څه فرق لري ؟


ځواب : دا خبره په افغانستان کې تر یوه حده درسته ده داځکه چې د لیرو پرتو سیمو زیاتره میندي او پلرونه نالوستي دي ، او هغه خبري زیاتي تر سره کیږي چې ما ورته مخکې اشاره وکړه ، په ښاري سیمو کې زیاتره خلک لوستي دي ، او تر یو څه اندازې پوري دماشومانوپه احساساتو باندي برلاسی لري، خو بیا هم ستونزه په ټولیز ډول سره ستره ده چې په څیړلو يې کیدای شي یو کتاب خبري وشي.


پوښتنه : په دې کې شک نشته چې د ماشوم د هوښیارتوب او زکاوت په وړاندې د ټولنې اغیز ډیر مهم دی که تاسو ددې مهموالي په اړه راته ووایاست؟


ځواب : هو دټولنې او چاپیریال اغیزډیر زیات دی،د ماشوم د شخصیت د روزلو دوه ښوونځي دي،یو يې کورنۍ ده او بل يې ټولنه،اوټولنه بیا دوه برخې لري، یو يې عملې ښوونځی یا مکتب دی ،اوبل په خپله دټولنې وګړي دي چې دا ټول د ماشوم د زکاوت، هڅوني اولاسته راوړنو کې پوره ونډه لري.خو په افغانستان بیاهم له بده مرغه برعکس هم ټولنه ،اوهم عملې ښوونځي د ماشوم دزکاوت په وژلو کې ستر رول لري،او نه پریږدي چې ماشوم د خپل ورکړل شوي استعداد څخه به طبعې ډول ګټه وچته کړي، په دې برخه کې موږ ډیر زیات عملي مثالونه لرو ،له موراو پلار، خپلو خپلوانو څخه نیولي د ښوونځي تر ادارې پوري یا په اګاهانه ډول یا به په ناخوداګاه ډول سره لګیادي دماشوم استعداد وژني ،که موږ د افغانستان د ښوونځیو روان بهیر ته وګورو نو ډیر کم په سترګو کیږي چې یو څوک پکې د زکاوت څښتن وي هغه هم د خدای په فضل او کرم پاتې وي، نور د زیاترو استعدادونه وژل شوي وي .


پوښتنه : ستاسو په اند علمې ا و ادبي ناستي ولاړي د ماشوم دذهن په پرمختګ اوروزنه کې څومره ونډه لرلای شي ؟


ځواب :ډیره ستره ونډه لري خو له بده مرغه په افغانستان کې دماشومانو لپاره نه ځانګړي پروګرامونه شته او نه هم ورته د ښوونځي چاپيریال هاغسی برابر دی ،که تاسو وګورئ ښوونځي ډیر ناسم جوړښت لري ، له وړکتون څخه نیولي تر دولسم ټولګۍ پوري ټول په یوه تعمیر کې وي .چې دا حالت پخپله یو ناروین دی،علمي او ادبي ناستي پاستي خو لا لیري خبره ده ،که چیرته ماشومانو ته د ساعت تیرولو پروګرام ،چکرونه ، میلې او نور پروګرامونه برابر شي نو دوی به ډیر زیات ښه وروزل شي .


پوښتنه : پنځه کلن زمریالی له خپلې مورسره دخپلې خاله کور ته ځي مور يې له ټاکلې مودې وروسته غواړي خپل کورته ستنه شې خو زوی يې دخاله له لور او زو ی سره په لوبو بوخت دی نه غواړي چې خپل کورته ستون شې، په داسي وخت کې يې مورته څه کول په کار دي تر څوخپل زوی(زمریالی)په دې را ضي کړي چې باید کورته لاړ شي ؟


ځواب : هو زیاتره ماشومان غواړي له خپل ماشوم والي او کوچنیتوب څخه خوند واخلي ،اوا دا کار زیاتره وخت هله تر سره کیږي، چې نوموړی ازادي واخلي او ازادي زموږ په ټولنه کې یو ماشوم هغه مهال ترلاسه کولای شي چې د چا کره میلمه لاړ شي،دغه ازادي خوند لري او ماشوم نه غواړي چې دا خوند او ازادي له لاسه ورکړي هغه په دې پوهیږي چې که کور ته لاړ شي نو بیا د غلامۍ ډک ژوند (چوپ شه)،(غلی شه )،(منډې مه وهه) ،( ارام کینه) پيل کیږي نو کله چې دا حالت له لاسه ورکوي طبعي ده چې غبرګون به ښيې نو په دې حالت کې مور ته په کار ده چې ماشوم درک کړې چې ولي نه غواړې کور ته لاړ شي ،او دماشوم احساساتو ته ځواب ورکړې ترڅو ماشوم خپل ځان دمورپه وجود کې حس کړي د بلګې په ډول(زمریالیه نن دي دلته ډیري لوبي وکړې او لا تراوسه هم ستړی نه يې)،(زړه دې نه غواړي چې کور ته لاړشې ځکه په کور کې داډول لوبي نه شې کولای )،(خو باید کور ته لاړ شو ځکه چې ناوخته دی)یا( زمریالیه نن دې له شامحمد سره ډیري لوبي وکړې او زړه دي نه کیږي چې ته له شامحمد څخه لیري شې او غواړې چې له ده سره تر ډیره لوبې وکړې خو باید لاړ شو ناوخته دی) ،داسي نوري ډیري خبري دي چې په هغه کې د ماشوم احساسات را نغاړلي وي، کولای شي ماشوم دې ته برابر کړې چي له مور سره روان شي . خو خبري باید پرته له غصې امر، حکم او دیکتاتورۍ څخه وي .


پوښتنه: څلور کلنه ډيوه له خپل پلار سره ښار ته ځې ،په یوه ښاسته مغازه کې ډول ډول د لوبو سامان الات د پلورلو لپاره ایښي وي، ډیوه چې کوم ښاسته د لوبو څيز وګوري له پلاره يې دورته رانیولوغوښتنه کوي په داسی حال کي چې پلار يې دومره پيسې نه لري چې ورته یې رانیسې ،نوپه دې مهال يې پلا ر ته څه کول په کار دې چې نه سیخ سوځیدلی وې او نه کباب( څنګه کولای شي چې خپله لور دخپل توان برابر توکو باندي خوشحاله اوراضې کړي) ؟


ځواب : ډیر کله داسي کیږي چې ماشومان داسي څه غواړي چې اخستل یا رانیول يې د پلار له وسه او توانه وتلي خبره وي پلار باید د خپلې لور له اروا او احساس څخه خبري وکړي ترڅوډیوه دپلار ستونزه (دپيسو نشتوالی درک کړې )دبیلګې په ډول (لورې ستا زړه کیږي چې زه درته دا واخلم ، خو نن له ما سره دومره روپۍ دې چې زه پرې ایله بیله د کور سودا واخلم) یا،(ډیوې جانې په دې دوکان کې ستا داټول څیزونه خوښیږي خو زه ورته د اوس لپاره روپۍ نه لرم ) یا لورجانې( زه پوهیږم چې دا ستا خوښ دی او باید ته دا ولرې ،زه شرط پوري کوم چې دا به درته اخلم خو نن راسره روپۍ نشته) ،یادي ورته نوري داسي جملې اوخبري وکړې چې په هغو کې ماشوم ته کواښ ،تلاش ، رټنه او پيغور نه وي .


پوښتنه : طبعي ده چې هر ماشوم جرم او خطا کوي ،نو کله چې يو ماشوم په کوم جرم مرتکب کیږي لامل يې څه شی کیدای شي؟


ځواب: دماشوم د جرم او یاد جرم اروا پوهنه یوه بیله برخه ده .خو دا چې د ماشوم شخصیت او اروا سره تړاو لري نو تر یوه حده زه هڅه کوم چې په لنډو ټکو کې يې را ونغاړم ، که د جرم کوونکې ماشوم دوره را وسپړله شي نو دوی زیاتره له هغو کورنیو سره تړوا لري چې په ماشوموالي کې له خپلو ارواې روزني څخه بې برخي وو، او مور و پلار يې ظالمان تیرشوي وي، او یا مجرمان وو ، ترکومه چې د افغانستان د قومندانانو،مشرانواو زورواکوخبره ده ،دا ټول اروايې ستونزي لري، او دا ستونزي دوی آن له ماشوموالي څخه له ځان سره درلودلې دي . زه به د خپلو خبرو د سپيناوي لپاره یوه ناروغي ووایم hemocideهیموسایډ یو ډول اروايې ناروغۍ ده چې څوک خوښ ګڼې چې خپل هم نوعه ووژنې ، یا انسان د انسان له وژلو څخه خوند اخلې یا بله ناروغۍ چې ساډیزم ورته وایې چې بیلا بیل ډولونه لري یو ډول يې دادی چې یو څوک د بل چا له وهلو څخه خوند اخلي چې په دې ناروغۍ باندي دا مهال زموږ زیاتره پولیس اخته دي ، ددې ټولو ناروغیو اصلي سرچینه دماشوموالي ستونزي دي چې په وروسته عمر کې را برسیره کیږي.


پوښتنه : دا چې د ماشومانو اروا پوهنه یوه مهمه موضوع ده او په کار ده چې ورته ډیر کار وشي ستاسو په اند تر اوسه په افغانستان کې د ماشومانو ارواپوهني ته څومره کار شوی دی؟


ځواب: له بده مرغه په افغانستان کې د ماشوم لپاره تر اوسه پوري هیڅ هم نه دي شوي یوازي دمصور ټولنه ده چې یو څه کیسې يې د ماشومانو لپاره چاپ کړي دي، مګر په ټولیز ډول په دې برخه کې هیڅ هم نه دي شوي ، دلته په اصل کې د پوهني روان بهیر ناسم دی دا ښوونکي د ارواپوهني له انده د دې وړ نه دي چې ماشومانو ته درس ورکړي ، میندي او پلرونه د ماشوم د روزلو وړتیا نه لري او نه پرې پوهیږي چې ماشوم څنګه وروزل شي ،همدا لامل دی چې زموږ ملت نژدې (۹۹) فیصده خلک اروايې ستونزي لري ،له امله يې ټول هیواد له یوه بلا غمونو سره مخ دی لکه: غلا ، وهل ، وژل ، ټکول ، جنګ پسي جنګ ، رشوت ، اداري فساد ، یاني لنډه يې دا چې هر ناولتوب چې په دې ټولنه کې لیدل کیږي تړاو يې د اروايې ناروغیو سره دی ، او ددغه ډول کړنو کونکي هغه کسان دي چې دوی اصل کې خپل هویت ورک کړی دی او اوس اوس ددغه ډول کړنو په ترسره کولو سره غواړي خپل هویت جوت کړي او خپله اروا ارامه کړي .


استاده مننه چې په دې اړه دې راسره اړوند نظرشریک کړه خداې دي وطن ته په خیر راوله .


له تاسو هم مننه خیر یوسې ،په ګران وطن کې د ماشومانو د ښې روزنې او ښه شخصیت د جوړونې په هیله


پای