کور / د ډيورنډ کرښه / د پښتون ولس او افغان ملي دولتونو ترمنځ د ډیورنډ استعماري سره کرښه

د پښتون ولس او افغان ملي دولتونو ترمنځ د ډیورنډ استعماري سره کرښه

ليکنه:سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

۱۰ . دافغانستان ملي دولتونه او د ډیورنډتحمیلي غیري فطري کرښه

ملي دولت :

کله چې یوه ډله خلک یوسیاسي ارګانیزیشن له دریو ټاکل شویوعنصروڅخه دولتي ولس،دولتي ځمکني بشپړتیا،دریګونې ځواک اوڅلورم عنصر خپلواکۍ هم ورګډیږي رامنځته کړي،یوملي دولت پیژندل کیږي . ۱ . ملي دولت بایدیودولت وړونکې خپلواک ولس یا ملت ولري اودهیوادنوم دهمدې سترولس په نوم نومول شوي وي . دغه ملت بایدپه هیواد کې یواځینې مشروع سیاسي ولسواک او یوموټي ځواک وي . دولتي ولس په هیواد کې باید خپله سیاسي،قانوني ،ټولنیزه اوکولتوري ملي واکمني ولري . دولتي ولس بایدپه هیواد کې ټولو میشتو وګړو ته خپل ملي پیژنداو ملي هویت ورکړي وي . کله چې د دولتي ولس یوه برخه دملي دولت له ملي واکمني څخه بهر اوسیږي،دغه ولسي برخه دخپل ملي دولت سره ځانګړي مثبتي اړیکې لري .کله چې ددولت وړونکې ولس یوه برخه دملي دولت څخه استعمار ي ځواکونو په زور اوظلم سره بیله کړي وي اودملي دولت دولت وړونکې ولس موخه داوي چې دخپل تاریخي پلارنې هیواد خاوره او دخپل محکوم دولتي ولس له لاسه وتلي برخه بیرته د خپل ملي دولت سره یوځای کول وي،لکه دانګریزانو،روسانو ښکیلاکګرو ځواکونود لویې لوبې په ترڅ کې دپښتون یوموټي دولتي ولس پر وجود دخپلوګتولپاره د ډیورنډاستعماري تحمیلي غیري فطري کرښه ویستله .دې حالت لپاره ایټالیوي توري

ایرردنټه مانا 🙁 ملي لږکې دملي دولت نه بیلودونکي برخه ده ) استعمالیږي . Irredente

۲ . دولت باید خپل ملي ځمکنۍ بشپړتیا ولري،ددولت پولې باید دولتونو لخوا په نړیواله کچه په رسمیت پیژندلي شوي وي . ۳ . ددولت په خاوره کې باید ددولت درېګونې ځواک په مکمله توګه ملي حاکمیت ولري . ددولتي ولس ټول غړې باید دیوګډ،یوموټي، واحد،خپلواک او ویښ ولس په څیر ځان احساس کړي .

داسیا په زړه کې لوی افغانستان دخپل جیوپولتیک او جیو ستراتیجک خورا مهم پوځې حساس موقعیت له امله پښتانه افغانان دې ته مجبور کړل شوي چې د نړۍ له یرغلګر وزبرځواکونوسره د نړۍ جنګې تاریخ و لیکي . د نړۍ او دلوی افغانستان په تاریخونوکې پښتانه د افغان ملي دولتونو ددولتي ولس په څیر پیژندل شوي دي . پښتنونه یواځي خپل نوم دې هیواد ته ورکړي،بلکې پښتنو دافغانستان دملي دولتونو په تاریخ کې د افغان ملي دولتونو واګې اوستنې پر خپلو اوږو وړي او په دغه لار کې دوی سترې قربانې ورکړي دي . افغانستان کې پښتانه افغانان په تاریخي ډول ځانونه د دولت جوړوونکې ولس په څیر مسوول احساسوي . په دوی کې ملي خپلواکۍ،ملي ګټې،ملي یوالي،ملي ویښ احساس ،هیوادپالنه او دملي هویت ارزښتونه ځښت ډیر ځواکمن دي . د پښتنو لخوا تل د افغان ملي دولتونو ملي ایدیالوجۍ لیکل کیږي .د افغانستان دملي دولتونو ملي ایدیالوجۍ او ترمینالوجۍ تل په دې لټه اوهڅه کې ده،چې ټول لراوبر پښتانه افغانان د یو واحد خپلواک لوی افغانستان په ملي مرکزي دولتي ادارې چوکاټ کې سره بیا یوموټي کړي . په پاکستان کې دافغانستان ملي لږکي یا پښتانه په سلو کې ۱۳ برخې دي . نن د لراوبر هر پښتون اوهره پښتانه پوهیږي چې لوی افغانستان دټولولر اوبر پښتنوافغانانو پلارني تاریخي ګډ هیواد دی ، لراوبر یو افغان دی .

افغان ملي دولتونو د افغانستان خاوره پښتونستان او د خپل دولتي ولس ترمنځ ډیورنډ کړکیچني کرښې له امله دپاکستان پنجابي پوځې ،دانګریز میراث خواره رژیمونو په وړاندې په ۱۹۵۵ ،۱۹۶۱ ،۱۹۷۷ او ۱۹۷۸ کالونو کې د وسله والې جګړې کرښې ته مخامخ شوي دي . په ۱۹۴۹ کال کې دافغانستان شاهي ملي دولت لویه جرګې د ډیورنډ خونړې کرښه د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې له منځه تللي اعلان کړي ده . دافغانستان دملي دولتونو او دهیچ یو ریښتینې پښتون لخوا دغه خونړي انګریزي کرښه په رسمیت پیژندل شوي نه ده . په ۱۹۵۵ کال کې د افغانستان پاچا د ملت بابا مرحوم اعلیضرت محمد ظاهر شاه دافغانستان سره د پښتنونستان یوځای کیدولو فیصله وکړه . افغان ملي دولتونو دهمدې تاریخي،سیاسي،قومي،مذهبي اوکولتوري منل شویو اوصلو او ارزښتنو پربنسټ پښتنونخوا کې دخپل ملي دولت دولت وړوونکو وګړو سره د قومي وروګلوي ښې اړیکې ساتلي اود افغان ملي دولتونو پلازمېنه کابل کې دپښتونخوا یا د پښتونستان وتلي مخورو پښتانه ملتپال سیاستوالو ته د دوی په خپل پلارني خپلواک هیواد افغانستان کې دپښتنودبیا یووالي مبارز ي لپاره ځای ورکړي وو. په ډیره خواشینې سره باید وویل شي، د پاکستان استعماري پوځي یرغلګړو رژیمونو په پرتله د افغان ملي دولتونو لخوا پښتونخوا ته، دستر پښتون افغان ولس ستري برخه ته ، دډیورنډ خونړي کرښې اوسني خونړي کړکیچونوعواقبو ته او دپیښور ستراتیجک ښارته ډیر لږ ارزښت ورکړل شوي دی . د لر اوبر پښتنو سیاسي، قومي مشرانو، پوهانو د ډیورنډ کرښې نړیوالي کړکیچنې مسئلې ته د لږ پاملرني له امله ،نن ستر پښتون ولس دیرغلګرو دنا پایه جګړو په اورکې سوزځي،سیمې کې دخونړيوکړکیچونوسره لاس اوګریوان شوي دي . افغان وژل کیږي ،دافغان وینه توییږي، د افغان کور ورانیږي، افغان وږې تږي ، بي حقوقه درپه دره په خپل هیواد کې لاهاند سرګردانه ګرځې، دخپلو د حقوقو د پښتني ځای نشته اوددغې ناروا جګړې ګټې نور اخلي. دافغانستان د راتلونکې ملي مرکزي دولتونو ستراتیجې باید د نړیوالې ټولنې پام دې مهمي نړیوالي مسئلي ته راوګرځوي .

دافغانستان ملي دولتونو تر اوسه د ډیورنډکړکیچنې کرښې په اړه د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې ټولو ته یوه منل شوي دسولیزه حل نړیواله ټګلاره او داوږدمهاله کړکیچ دحل لپاره ملي ستراتیجې نه ده وړاندې کړي . دشهیدسردار محمد داود خان خپلواک ملي دولت ته روس پلوه پوځي کودتا چیانوموقع ورنه کړه، چې د ډیورنډ کرښې په اړه په نړیوالو ارونو،قوانیننو برابره ملي ستراتیجې او افغان ولس ته د پښتنو دبیا یوالي لپاره یوعملي میکانیزم وړاندې کړي .ترڅو ددې ملي ستراتیجۍ له لارې د لراو بر افغان ولس تاریخي بیا یوالي رامنځته شي .

دافغانستان د ورستیو دري دیرشو کالونو ګوداګې رژیمونه د جګړو له امله اصلأ د لوی افغانستان د بیا یوالي فکر په سر کې نه درلود،دغه پردیپاله رژیمونه د روسي کمونیزم ،د برتانوي پاکستان دپوځ ،د ای ایس ای شبکو او دامریکايې ښکیلاکګر پوځونولاسپوڅې کمزوري، ګوډاګې،کاغذي بي بنسټه ملي ضد رژیمونه وو. دغه درېواړ ه ډول ډول ایدیالوجیک مزدور رژیمونو دپښتون افغان ولس په وینو تویولو،بربادي او ویشلو کې هم ستره ونده اخیستي ده . دغه رژیمونه د افغانستان په محاصر تاریخ کې ملي ضد رژیمونو نه تیر شوي دي . د دغو ګوداګې رژیمونو کاڼه ، ړانده او ګونګ مشرانو خپل لراوبر پښتون افغان ولس دیرغلګر هیوادونه سره ترنننه په خونړیو جګړو کې راګیر کړي دی .

د افغانستان راتلونکې ملي دولتونه مجبور دي،خپلي له لاسه وتلي تاریخي خاورې د بیرته ترلاسه کولو لپاره خپل ایرردنټ فعال سیاست او پالیسي په ازاده قبایلي سیمه،پښتونخوا کې له سره د اوسنیو شرایطو په رڼا کې نوي پیل کړي . دافغانستان راتلوونکې ملي دولتونه مجبور دي ،دډیورنډ کرښې کړکیچ د خپلي ملي اجنډا په سرکې ولیکې او خپل یرردنټ سیاست یا دبیا یوالي فعال سیاست د ډیورنډ کرښې رسمي ټولولو ستراتیجکي پلان دسیمې له حالاتوسره نوي سمبال کړي . ځکه دلوی افغانستان تل پاتي سولې،اثبات او دپښتنو دنیکمرغي،خپلواکۍ لاره د همدې خونړي ګواښمن کرکیچ له لارې تیریږي . افغانستان کې تلپاتي سوله ثبات د دې کرښې په شتون کې ناشوني ښکاري . په سیمه کې د پښتون ضد قوتونو تل دهمدي لارې د افغان ملي دولتونو بي ثباته کولو اوکمزوره کولو هڅه کوي . له یوې خوا نن ډیر افغان سیاسي کارپون په دې اند دي، دملي دولت دنشتون ، د افغانستان بې ثباته حالت ، ماتیدونکې رژیمونو،جګړیزوحالاتو او دپوځې کمزوريو له امله د ډیورنډ کرښې نړیواله مسئلې د راپورتکولو وخت نه دی . له بلې خوا ډیر پوه افغانانو ویني ، چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړوکې د انګریزي کرښې دکړکیچ دنه حل کیدو له امله نن د بي ګنا ه افغانانو وژنه ،دپښتنو قومي وژنه یا ژنوساید او ورسره د پښتنو وسله وال مقاومت روانه دی .

له یوه لوري افغان ملي دولتونه په لر او بر پښتنو افغانانوکې د پښتونستان په مسئله یا د ډیورنډ کرښې په رسمي ډول ټولولو کې غورځنګ جوړونکي ځواک ښکاري . له بل لوري د پنجاب پوځیان خپله ستراتیجکې لیوالتیا او اغیزه داسلام په نامه د افغانستان په کورنۍ سیاست او ګوډاګي رژیمونوپه وړاندې جګړه اود ګوډاګې رژیمونو په راوستو کې څرګندوي . پاکستان دجوړیدو راهیسې د افغانستان لپاره خپله ستراتیجکه ژوره لري . ظاهرآ تر نننه په پاکستان کې دا ویل کیږي، چې د هند سره د جګړي پر مهال افغانستان به دوی د خپلو پوځونو د یو پټناځاي په څیر وکار وي او پاکستان به همزمان په دوو جبهو او جګړو کې د افغانستان او هند سره بوخت نشي . په اصل کې پاکستان دخپل ستر زورور مشر ورورهندوستان څخه دومره نه ویریږي، لکه د ډیورنډکرښې لمنځه تللو څخه ویره لري . د اسلام اباد واکداران په دې پوهیږي چې ډیورنډ د کرښې د ټولیدو سره په نړۍ کې د پاکستان شتون لمنځه ځې . افغانستان کې د پاکستان پوځې بریدونو،سیاسي لاسوهني اوتوغندیو او توپچي بریدونو یواځیني لامل د ډیورنډ کرښې څخه د فاع کول دي . په حقیقت کې دا د پنجاب ورستي سلګې دي . د نړۍ جګړیزو تجربو موږ ته داښودلي ده، چې پوځې برید د خپلو ګټو څخه بهترینه دفاع ده . له همدي امله دپاکستان پوځیان د ډیورند کرښې په دواړو غاړو کې پښتانه افغانان په بیل بیل نومونوسره جنګوي . اسلام اباد د همدې هڅې له لارې غواړي، په کابل کې د خپلي خوښي ګوډاګې کمزوري رژیم واک ته ورسوي . پاکستان په افغانستان کې د افغانانوملي دولت رامنځته کیدو مخه نیسې، تر څو د افغان ملي دولت د پاکستان سره د ډیورنډ لاین مسئله بیا را پورته نه کړي او د کرښې دبلې غاړي دپښتنو دیووالې هڅې بیا پیل نه کړي . پاکستان د همدې ټولویادوشویو ټکو له لارې هڅه کوي دپښتنو یوالې او د افغان ملي دولت رامنځته کیدولو مخه ونیسي .

پاکستان د خپلو ستراتیجکو پلانو عملي کولو لپاره په پوځ او استخباراتو کې اکثرآ دپښتونخوا یو شمیر پښتانه ګمارل شوي دي .دوی د پنجابیانو سره یوځای په افغانستان کې دبي ثباتي ، بدامنې او ورانکارو عملیاتو لپاره مستقیمآ داسلام اباد له مشرانو څخه اوامر و ترلاسه کوي .د غو پښتنو په افغانستان کې د پنجابیانو پلانونو او د ای ایس ای استخبارتي شبکې کار ډیر اسانه کړي ، ښه بیلګه يې د طالبانو درژیم پرمهال وه . د ای ایس ای افسرانو طالبانو ته له همدې لار ې سپارښتنې او مشوري ورکولي .

له یوي خوا د پنجاب پوځي ډیکتاتوري رژیمونو یوشمیر ړون اندې بي هویته پښتانه په خپل پوځ ،د ای ایس ای په استخبارتي شبکو ګمارلي او د پاکستان د فاع شورا په نامه یو شمیر مذهبي ګوندونه او تنظیمونه دپښتنو جنګولو ، ویشلو،دپښتنو دبیا یوالي ملي احساسات کنټرولو او د افغانستان د پښتنو په اسلامي ډلو باندې اغیزې لرلو لپاره رامنځ ته کړي دي . له بله پلوه دافغانستان حکومتونو د دریو لسیزو دجګړو له امله د پښتنو ملتپالو،سیاسي فعالینو ، خپلواکۍ غوښتونوونکې مشرانو او مدني ټولنو سره دبیا یوالي اړیکې شلولي دي .دغي حالت د افغان راتلونکې ملي دولتونو فعال سیاست او پالیسي د ډیورنډ کرښې په اړه له سترو چلنجونو سره مخامخ کوي .

ټول خپلواک ملي افغانان پښتانه په یوه خوله پوهیږي چې اسلام اباد د دوی د ملتپالني،پښتني هویت او د ملي یوالي احساسات نه نشي زغملي . د ایران شیعه رژیم او دپنجاب تور پوځیان افغانستان کې د پښتنو خپلواک ملي دولت رامنخته کیدل نشي منلي . لوی الله (ج ) دپښتون ویشلي ولس یي د دوو منافقو اوخبیثو ګاونډیانو تر منځ رایسار کړي دی .د تاریخ په بهیرکې پنجابیان پټانان پیژني او ایرانیان افغانان پیژني .په دغه حالت کې به خدای ( ج ) له پښتنو څخه ازموینه اخلي . دوښمن پوهیږي چې پښتنوته ډیر وخت پاتي نه دی چې دوی خپل خپلواکه ملي دولت او ملي یوالي بیا رامنځته کړي .

پاکستان په افغانستان کې د هغوپښتنو واکمني را وستل غواړي چې په دوی کې دپښتونپالني ، هیواد پالني او ملتپالني ملي احساس وژل شوي وي . پاکستان هڅه کوي له همدې لارې په افغانستان کې دپښتنو واک او دریځ پڅه کړي ، د پښتنو لرغوني ملي هویت ،کولتور ارزښتونه له منځه یوسي او د ډیورنډ د دواړو غاړو طالبان تل د پاکستان د لاس سیاسي اله وي . په پاکستان کې پښتون هڅي محکوم دی، اوس خپلواکه ملي مسلمان پښتون ترهګر او مجرم دی ! .

۱۱ . دافغانستان راتلونکې ملي دولتونو بهرني سیاست

دافغانستان دراتلونکې ملي دولتونه د خپل کورنۍ او بهرني سیاست اجنډا په سرکې د افغان ولس ولسي ملي بنسټیزو ستونزو دحل لاري باید جوتې ولیکې او د افغان ولس له ملي ارادې او ملي داعیه څخه باید په نیغه دفاع وشي . افغان ملي دولت بایدد ملګرو ملتونو او خپلو ستراتیژیکو ملګرو هېوادونو له لارې د دې مسئلې د هواري هڅه وکړي .د لر اوبر افغان دبیا یوالې لپاره په نړیواله کچه یوه ملي ستراتیجۍ وړاندې کړي .

افغان راتلوونکې ملي دولتونه دپرله پسې جګړیزو ناورینونو او دکورنیو،بهرنیوکړکیچونو،ستونزو سره سره باید دومره ظرفیت او توان په ځان کې ومومي ،چې د ډیورنډ کرښې یا د پښتونستان نړیوالې مسئلې دحل اړین سیاسي توکې، ثبوتونه اوفرصتونو په نړیواله کچه د نړیوالو قوانینو په رڼا کې مطرح کړي . همدې ملي ارمان لپاره همدا نن باید دلراوبر د حجرې ، جومات او پوهنتون ټول پښتانه افغانان پرته له سیاسي ګوندي ،ایدیالوجکې ډله بندیو څخه ددې بنسټیزي ملي ستونزي په اړه د راتلوونکې نسلونو،د خپل مظلوم افغان ماشوم د نیکمرغي سوکالې او بقا لپاره باید په یوخوله شي . دافغانستان پښتانه باید دپښتونخوا،کوټي او د قبایلي سیمومشرانو، د پښتنو ملتپالو مخورو ملي اعتباري مشرانو ته د ورورګلوي لاس ور اوږد کړي او د کابل مرکز ملي حکومت باید د دې سیمو له وګړو سره سیاسي ، کولتوري اوټولنیزي اړیکې رسمآ نوره پیاوړي کړي .

د دیورنډ نړیوالې مسئلي حل دافغانستان دجګړې پای دی ، د افغانستان د ملي حاکمیت ، ملي امنیت اوځمکنې بشپړتیا ،دسیمې هیوادنو او د نړیوال امنیت سوله اوثبات د ټینګښت لپاره خورا مهمه مسله ده. د ډیورنډکرښې لمنځه تلل سره به د کرښې له دواړو خوا څخه د القاعدې او ور پوري تړلي ډلو او دنه بلل شویو میلمنو په ایستلو کې ستر رول لوبوي شي .

د افغانستان د راتلونکې ملي دولتونو دنده ده ،د ډیورند کرښې کړکیچ دحل په اړه د پاکستان سره د سولیزه حل خبرې اترو ته کیني ، دنړیوالې ټولنې او ملګروملتو پام د ډیورنډ ایدیالوجکۍ ،ستراتیجکې استعماري توري کرښې د ټولیدو په اړه رسمآ راوګرځوي . څوموده مخکې د افغانستان، پاکستان او بريتانيا درې اړخيزې غونډې ترسره شوه،افغان ملي دولت به خامخا په غونډه کې دډیورنډ کرښه کړکیچ مطرح کړي وي .

افغانستان د خپل جیو ستراتیجکې تاریخي موقیت له امله د مرکزي ، سویلي اسیا او دمنځني ختیز ترمنځ د ارتباطي پله رول لوبوي . د ډیورنډ کرښې کړکیچ یو نړیوال کړکیچ دی،ډیورنډ کرښې نړیوال امنیت او سولې ته ستر ګواښ رامنځ ته کړي دی . دافغانستان اوسني حکومت د نړۍ له مخور هیوادنو سره یوشمیر د ستراتیجکو همکار یو تړونونه لاسلیک کړي دي .د ډيورنډ کړښه دافغانستان ددولتونو لخوا په رسمیت پیژندل شوي نه ده دافغانستان په ستراتیجکو تړونونوکې په دې اړه هیچ نه دي لیکل شوي . دافغانستان او ګاونډي هیوادونوترمنځ د په رسمیت پیژندل شویواو په رسمیت نه پیژندل شویو پولو ته هیچ اشاره نه ده شوي .

د افغانستان راتلونکې ملي دولتونه باید د د ولسي جرګې او مشرانو جرګې په تالار کې په سمبولیک ډول د پښتنوتر بیا یو والې رسیدو پوري دازاد قبایلي وګړو لپاره تښې څوکې بیلې کړي . د لر او بر افغانانو د بیا یوالي تګلاره د افغانستان د ملي دولت په اساسي قانون کې باید ولیکل شي . د افغانستان ملي بودیجه کې باید دازاد قبایلي ولس لپاره مالي بودیجه غوره شي . دافغانستان په ملي رادیوټلویزیون او ملي رسنیوکې د بیا یوالي لپاره ځانګړي خپروني پیل شي ،ددرست لر او بر افغانستان دوګړو د پوهاوي لپاره بیلا بیلي خپروني باید پیل کړل شي . د بیا یوالې په اړه دافغانانو ترمنځ ولسي عامه پوهونه ستونزې، د پښتنو دبیا یوالي ګټه ، توان او ګواښونو باندې باید بحثونه پیل شي، ترڅود پښتانو افغانانو په منځ کې فکرآ د یوالي لپاره چمتووالي ومندل شي . د لوی افغانستان لپاره دوو ستراتیجکو ښارونو پیښور او کوټه سیاسي ، اقتصادي او پوځې ارزښتونه او اقتصادي برخه کې دهند او عربي خلیچ سمندري ته لاره موندل، په بحثونوکې دافغانستان سوداګریزه اقتصاد لپاره سمندري بندر ارزښتونه باید وڅیړل شي . په دې برخه کې افغان ملي دولتونو ته ډیر لاره پر مخ پر ته ده . د لراوبر پښتنو افغانانو ترمنځ یوالي ، ورورګلوي ،قبیلوي پیژندګلوي او دیو واحد افغان ولس هویت تر هغې ډیر ه ټینګ، پوخ ، ژور پرمختللي دی ، تر کومه چې داسلام اباد پوځیان استخبارتیان او پښتون ضد قوتونو ته مالومیږي .

د ډیورنډ پرکرښه دپیړویو پیړو څخه د کوچیانود تګ راتګ ، دیرغګرو پوځونو په وړاندې ګډ جهاد،مقاومت ،دجګړو له ا مله په میلیونو کډوال او د طالبانو غورځنګ د تګ راتګ له امله دپښتنو ترمنځ کرښه عملا له منځه تللي ده . همدا نن هره ورځ پر دغه کرښه باندي په سلوګونه زره افغانان تګ راتګ کوي .

نن هرریښتنې افغان ،هره پوهه پښتنه په دې پوهیږي چې پښتونستان، پښتونخوا،افغانیه د افغانستان د ملي دولتونو نه بیلیدونکې نه وریریدونکې تاریخي خاوره ده . د ډیورنډ خونړي کړښې افغان ملي دولتونه، لر اوبر پښتانه،دپښتنو راتلونکونکې نسلونه د بقا یا پایښت له برخلیک ټاکوونکې کړکیچونو سره مخامخ کړي دي . د پښتون افغان دولتي ولس اوسنې څیرلي جګړیزحالت ، نه یووالې اود ستر پښتون ولس د ویش حالت ، دپښتون ولس په ډول ډول فکرنو او ګوندو،ګدوډیوبوختیدو یو خورا مهم لامل همدغه د ډیورنډ استعماري سره کرښه ده .د ډیورنډ کرښه نه یواځې دافغانانوملي دولتونو بلکې دسیمې هیوادونواو دنړیوالو زبر ځواکونو له بنستیزو ستونزو څخه یوه ستونزه ده . د پښتونو دغه ملي ستونزه پس له ډیرو کړونو څخه اوس ورو ورو خپل حل ته رانږدې کیږي ، پښتون ولس ورور راویښ کیږي .ځکه پښتانه پوهیږي که د زمانې توپانونو، یرغلګرو پوځونو مخې ته سره يو نشو نو برباديږو .

پښتانه په دې هم پوهیږي چې د نړۍ دنن اوسبا هیچ کوم ځواک او طاقت نه شي کولي چې پښتانه د کرښې دیخوا او هاخوا پښتانه په نوم سره بیل کړي . پښتانه د پنجاب تورو پوځونو ته لکه د انګریزانو، روسانو او نوروبهرنې یرغلګرو پوځونو په څیر ګوري .

پښتون دسیمې پنځوس میلیونه ستر ولس به هغه ورځ په پیغورنو کې مړ وي، که د پنجاب دوه مخې وکدارنو خوب ریښتیا شو، چې دوی به د تل لپاره د انګریزانو پر کرښه او پل د پښتنو په زړه او لوی کور کې د پښتنو تګ راتګ ،پاسپورتونو،ویزو، د پښتون توریالي او ننګیالي ولس د ویش کنټرول اوڅارنه به کوي .

څلورمه برخه:

۱۲ . دطالبانوسختدریځه اسلامي غورځنګ او د انګریزانو استعماري کرښه

دډیورنډ کرښې په دواړو خواو کې پښتانه د لرغونوزمانو څخه ددولتي ،تاریخي، سیاسي ،مذهبي ،ژبني کلتور ي ویښ ګډ ژوند لري او هیڅوک نه شي کولي دوی د کر ښې دخوا او هاخوا پښتانه په نوم سره بیل کړي . د افغان ولس د ورستیو درې دیرش کلني جګړې په بهیرکې دلومړۍ ځل لپاره د ډیورنډ کرښې په دواړوغاړو کې د لر او برو پښتنوڅخه له هراته تر سواته یو وسله وال غورځنګ دطالبانو اسلامي تحریک په نامه رامنځ ته شوي دی . داسي ښکاري چې ډیورنډاستعماري کرښې ددوسله والو طالبانو دجګړیزوخوځښتونو مخه نه ده ډب کړي . افغان طالبانو د خپلي واکمني پرمهال او نه هم اوس په لوی افغانستان کې دډیورنډ استعماري کرښې خیال نه دی ساتلي .

پاکستان پوځې رژیمونواو د ای ایس ای استخبارتي شبکو په اتیایمه لسیزه کې لومړۍ له مجاهدینو او ورسته له طالبانو سره مرستي کړي .

په افغانستان کې د پاکستان استخبارتي شبکې ای ایس ای دناوړو دومخي پښتون ضد سیاستونو او پاکستان د خپلي ستراتیجکې ژوري دعملي کولو په بهیر کې پوځې جنرالانو داسي منفي کړني اوسیاسي تیر وتنې دافغان جهاد پرمهال تر سره کړي دي چې د ډیورنډ استعماري کرښې نړیوال مشروعیت ،رسمیت يې عملا په خپله له منځه تلل دی . اوس دغه فرضي،خیالي،استعماري سره کرښه یواځي دپښتنو په فکرونواو د کاغذپر مخ په نقشه کې ښکاري . جوته خبر ده چې دکرښې په دواړو خواو کې ډیرې طالبان پښتانه دي، خو ټول پښتانه بیا طالبان نه دي . په دې کې هم هیچ شک نشته چې طالبان د افغانستان د دیرش کلني جګړې جنګې ماشومان دي . افغانستان کې د طالبانو غورځنګ او ددوی سختدریځه رژیم برخلیک ټاکونکې نبښونکې تیروتنو لست ډیر اوږد دی . دا یوحقیقت دی چې طالبانو د خپلو غلطو سختدریځو‌،ړندو سیاستونو او دیو افغاني، ملي، ویښ سیاسي شعور نه درلودلو له امله نه یواځي دوی خپل ځانونه تباه کړل، بلکې دوی افغان پښتون مظلوم یتیم ولس یې له ډیرو روا هیلو،له خدای ورکړي شوي رښتو یاحقونو بي برخي کړو،افغانان یې دنامالومي مودې لپاره د وینو، ویرنواو غمونو په ټغرکیناولو .

تر اوسه داسي ښکاري،چې دپنجاب پوځې جنرالان او د ای ایس ای کرنیلان د طالبانو له ځینو ډلو څخه د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوکې دپښتون ولس راویښیدونکې ولسي ځواک په ځپلوکې ،د پښتون ولس ویښ قامي ملي وحدت په مخنوي کې او د پښتنو دملتپالنې پاک روا احساساتو په وړاندې د یوي بدرنګه اسلاميستي سیاسي الې په ځیر او دیوي ګواښمني ستراتیجګې وسلي په توګه کاراخلي . د پنجاب جنرالان هڅه کوي له دې لار ې په پښتنو کې له یوې خوا د افغانانو ملي ځواکمن خپلواک دولت مخه ونیسي، دکرښې په دواړوغاړوکې دپښتونپالنې ملي پاک احساسات ، د پښتون ولس تاریخي لرغوني هویت ،قامي حیثیت وقار او کلتور ي یووالي د اسلامي ماسک په اغوستلو سره وځپې ،له بلې خوا د پنجاب واکداران،استخبارتي اجنټان د طالبانو په لاس دپښتنو خپلواکه ملي مخور وبیګناه پوهه ،لویان ،مشران او سپین ږیرو وژني تر سره کوي او د پښتنو ماشومانو خاورین ښوونځې په بمونو ورانوي ، دغه ښوونځې بیا په دیني ایډیالوجکې جنګې مدرسې بدلوي او د خپلو بدرنګه سیاسي موخو لپاره استعمالوي .

دا ثابته خبره ده ،پر افغانستان باندې د ناټو دپوځې یرغل اصلي لامل د طالبانو خام ،لنډ،ګونګ اونه ډیپلوماتیک سیاست وو. طالبانو نړېوال کړکیچن ډیپلوماتیک سیاست ته په خپلو کوشنیو سترګیو کې کتلو. سختدریځه طالبانو دنن ورځې خوراکړکیچن نړیوال سیاست ، په یو ساده تونل لید سیاست کې ګوري .د طالبانو ځیني مشرانو لاتر اوسه په دې نه پوهیږي ،چې ددوی اسلامي خود جوشه غورځنګ څنګه او په څومره مهارت سره دبهرنیو استعماري ځواکونولخوا دسیمي په سیمه ییزو سیاسي معادلاتوکې د افغان بي دفاع ولس په وړاندې استعما لیږي .

په ۲۰۰۱ کال کې کله چې دامریکایانو لخوا د طالبانو رژیم ونړول شو،تر دې ورسته ډیر پښتانه طالبان او د دوه زرو څخه ډیر د القاعدې نړیوال جنګیالي د افغانستان څخه دپښتونخوا قبایلي سیمو ته په تیښته بریالي شول . (۱)

بهرنې جهادي جنګیاليو د شوروي اتحاد په وړاندي د جهاد له مهاله په قبایلي سیمه کې پیژندګلوي او پلویان درلودل . دوی د جهاد له مهاله دسیمه ییزو خلکو سره نږدي کورني اړیکې درلودي اود ځای میشتو وګړوسره وادونه هم کړي وو. دسیمي خلک د بهرنیوجهادیانو سره له پخوا څخه مذهبي ایدیالوجېکې خواخوږي درلودله . بهرنیو جهادیانو د قبایلي سیمیزو خلکو دنیمه خپلواکۍ،له سیاسي،حقوقي ،اقتصادي بي وزليو ، د دولتي دریګوني ځواک تشي، نالوستیتوب او د بشري حقوقومحرومیت څخه پوره خبر وو . د القاعدې نړیوال جهادیانو دقبایلو ځینو ملکانو او دقومونو ځیني ځوانانو ته نقدي مرستي هم ورکولي، د همدغو ځوانانو مغزه په مذهبي مدرسوکې دنړیوالي جهادي ایدیالوجې کې ورمینځل شول او قبایلي سیمه د ترهګرو په مرکز بدله شوله . دازادو قبایلیان څخه د خپلې خاورې اختیار ،د جرګو او فیصلو واک ورو ورو وخیستلو شو. له همدې سره ازاد قبایل دخپلي ددودیزه قبایلي جوړښتونو، د پښتونوالې ،رښتینوالې، دانساني نورو لوړو ارزښتونو او لرغوني دودونو څخه لري وساتل شول . دهمدي لاملونو په وجه بهرنېو جهادیانو نه یواځي په قبایلو کې ځای ومند، بلکې دوی دپاکستان دای ایس ای استخبارتي شبکو په مرسته له همدي قبایلي سیمي څخه افغانستان کې په بهرنیانو ځواکونو باندې بریدونه هم پیل کړل . په همدي حالت کې د قبایلو او سیمیزو مذهبي ډلو تر څنګ په سلګونه عرب، اوزبک، چرچیني، تاجکې او پنجابي اورپکې ډلې قبایلي سیمه کې د واک ځواکمن فکتورنه وګرځیدل . ورسره د دودیزه لرغوني قبایلي جوړښتونو ودې مخه ډب کړل شوه . له همدې سره دلر اوبر د پښتون ځوان نسل او بې ګناه پښتنو وژنو ته لاره خلاصه شوه .

پښتانه د ډیورنډکرښي په دواړو خواوو کې د هوا او ځمکې له لاري او دځانمرګي بریدونوله امله بي ګناه وژل کیږي،کورنونه یي ورانیږي ، د خلکو امنیت خوندي نه دی ،ښوونځې سوځول کیږي ، روغتونونه شتون نه لري او د پښتنو په سیمه کې مطلقه بي روز ګاري ،کاراو بار ،دپوهني او د ژوندانه پرمختګ دروازې پرې تړلي شوي دي ، دلته له یوې پیړۍ څخه وخت او زمان ټول په ټپه دیو ستر ولسي پاڅون لپاره چمتو شوي ولاړ دي . دملګرو ملتونو یو راپوټ وایي چې د پاکستان قبایلي سیمې په روان میلادي کال کې تر بل هر وخت په وینو لړلې وې او د تیر کال په نسبت په دې سیمه کې د تاوتریخوالي اندازه شپیته فیصده نوره زیاته شوې ده .

د ازادو قبایلو په سیمه کې تیر کال کې ۱۲۰۰ وګړي دسیاسي ،پوځې عملیاتو او زور زیاتي له وجهي وژل شوي دي (۲)

په ۲۰۱۰ کال کې پاکستان په سهیلي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانود تحریک په وړاندې سخت عملیات تر سره کړل . په دې اړه د همدې لیکنې په لومړۍ او دوهمه برخه کې یو څه رڼا اچول شوي ده .

دویکي لیکس ویبپانې د مالوماتو له مخي د پاکستان پوځ او ای ایس ای استخبارتي شبکې له دې ویریږي، چې که طالبان په افغانستان بیا واک تر لاسه کړي د پاکستان امنیت او پایښت لپاره ګواښمنې پایلي به ولري . اوس ځینې پاکستاني چارواکې وايي ، موږ نه غواړو چې خپلواک طالبان بیا پر افغانستان واکمن شي .

پاکستان دخپلو ستراتیجک چلونو له لارې تل هڅه کړي، دافغانانو اسلامي ګوندونه ،سیاسي ډلې دخپلو شومو پلانو لپاره د افغان ستر ولس په وړاندې استعمال کړي . د پښتونو اسلامي ګوندونه او مذوري اورپکې ډلې د پنجابي پوځ او ای، ایس،ای له خوا داسي روزل شوي ،چې دوی ته اجازه نشته په پاکستان کې د پښتون افغان ولس دبیا یووالې نوم واخلي . دپنجابي پوځیانو لخوا ځینو پښتنو ته د خپل هویت افغان نوم اخیستل حرام ګرځولي شوي ، دغه ډله مذهبي پښتانه په ډګر نشي وایلي چې موږ د انګریز انو لخوا دډیورنډ استعماري کرښه په خپله پلارني اسلامي پښتنه خاوره کې نه منو. دپنجاب جنرالان د پښتنودازادۍ غوښتونکې احساسات او دپښتنو بیرته یووالي د اسلام سپیڅلي دین خلاف بولي .د پنجاب څارګري ادارې دای ایس ای ملایانولخواد پښتنو ځینو سختدریځه اسلامي ډلو ته داسي درس ورکړل شوي چې دانګریزانو لخوا دپښتنو پر اسلامي خاوره باندې دیستل شوي لیکې ټولواو د لراو بر پښتون افغان ولس تاریخي بیرته یووالي حرام دی .کله چې کومه افغاني پښتنه اسلامي ډله یا ګوند دپښتون ولس د هویت نوم واخلي، پاکستان د غه نازوالي روزل شوي زوي سمدستۍ حاق کوي او دپنحاب د ای ایس ای لخوا د لوی افغانستان په سیاست کې ګوښه کیږي .

دطالبانو په اړه دپاکستان دوه مخي سیاست ټولو ته څرګنددی .د پاکستان پوځ او ای ایس ای هغو طالبانو ته چې د پاکستان په وړاندې جنګیږي او پاکستان ته يي د توپک خوله اړولي ده ترهګر وايي او هغه طالبان چې افغانستان کې جنګیږي مجاهیدین بولي .کوم طالبان چې خپلواک او ملي افغاني فکر لري هغه اوس په واک کې نه مني .

د پاکستان ای ایس ای دقبایلوځايي طالبان د پاکستان دښمنان بولي . د لراو بر طالبانو دخپلمنځي او د یووالي په اړیکو کې ای ایس ای خنډونه جوړوي . د پاکستان ای ایس ای بیریږي چې لراو بر پښتانه طالبان د پنجاب تور سیاست په وړاندې سره یوموټي نه شي . دپاکستان داي ایس اي لخوا سوله خواښوونکې او سوله کوونکي افغان طالب مشران سمدستي له صحني لري کیږي ،بندیان او وژل کیږي .

ملا عبدالسلام ضعیف په پاکستان کې د طالبانو د اسلامي امارات سفیر ،دی د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته د ۲۰۰۲ کال په جنورۍ کې دپاکستان د ای ایس ای لخوا په اسلام اباد کې ونیول شو او امریکایي لیوانو ته د ای ایس ای د افسرانو لخوا لکه یو پسه خرڅ او وسپارل شو .دی څو کاله دګوانتنامو په بدنامه زندان کې بندي وو.

ملا عبداالسلام ضعیف د پاکستان په اړه دخپلي یوې لیکني ( پاکستاني جیلونه ) په یوه برخه کې لیکي :

زموږ ګاونډی پاکستان دامریکاترغوړیدلې سیورې لاندې دافغانانو پر عزت څه لوبې روانې کړی دي؟ پاکستان چې په آسیا کې کلیدي رول اداکوي په چلبازي کې دومره ماهره دی چې ترډیره په وچه غوا شیدي کوي، په یوه بام کې دوې هواوې غواړي، په یوه حلقه کې دوې ژبي لري اوپه یوه سرکې دوه مخونه لري ترڅو دهر چا په ژبه پوی شي، دهرچانه کارواخلي اوهر څوک وغولوي چې ګواکې مخ یې ددوی په وړاندې دی، عرب یي داسلام داوسني اټومې قوت په نامه پوښلي دي چې ګواکې داسلامه اواسلامې هیوادونوبه دفاع وکړي، امریکا او اروپا یې دتروریزم ضد اتحادپه نامه وخوړل، دپاکستان اونړۍ نور مسلمانان یې دکشمېر دجهادپر نامه تیر ايستلي دي آما د پردې شاته یې له هرچاسره دغدراو خیانت لوبه روانه کړی ده. اسلام اوجهاد خو یې داسو چې یوګاونډی اسلامې هیوادیې دخپلي خاوري نه په کفري قوتونو لوټي لوټي کړ خپل هوايې ډګرونه یې دمسلمانانو دوژلو اوداسلامې هیواد د ورانولو لپاره دامریکاپه واک کې ورکړه، دعربو سره وفاخوداسوه چې عرب ډیپلوماټان، ژورنالستان، عام خلک، مجاهدین چې هیڅکله یې دوی ته تاوان نه وه رسولی د څو ډالرو په بدل کې په امریکایانو باندې دڅارویو په څیر په پیغورونو او ښکنځلو بالا وپلورل اوپه آيبټ آبادکې داسامه پر سرلوبه لاتراوسه هم پوره نده معلومه چې څنګه روانه وه اوده؟ اوڅومره ګونګه اومرمووزه ده؟ اټوم خو لاخدای خبر چې دمسلمانانو اواسلام د دفاع لپاره وکارول سې، بلکه ددې امکانات ډیر سته که داقوت دداسې لاسونو پر کنټرول کې وې لکه دی ډيرامکان لري چې دمسلمانانو په ضدترینه کارواخستل سي.

هغه بندیان چې دپاکستان دڅارګرو ادارو دساتني اوتحقیق وروسته امریکایانو یا د افغانستان اداري ته سپارل کېده دومره به یې شکرونه کښل لکه چې بېخي خوشې کېدو ته نژدې سوی وې، هغوی به نسبت امریکایې مظالم پاکستان ته په نه څه ګڼل ما د ځینو بندیانو څخه دا پوښتنه څو څو ځلي کړي ده چې افغاني اوامریکایې چلند او محبسونه بد دې که پاکستاني محبسونه؟ هغوی به افغاني او امریکایې زندانونه ترپاکستاني محبسونو ډیرښه بلل تردې چې یوه بندې په ډیره قهرجنه لهجه راته وویل چې امریکایان خو نسبت پاکستاني څارګرو ته مسلمانان دي، یاني چلندیې تر هغوی ښه دی، هغو بندیانو چې دافغانستان او پاکستان امریکایانو چلند لیدلی دی هغوی ته ډیر ښه معلومېږي چې څوک ښه اوڅوک بد چلند لري او داسي نور ( ۳ ) .

زما په اند دالیکنه په زړه پوري ځکه ده،چې دغې طالب ډیپلومات څوکاله د پاکستان د ګټولپاره خپل هیواد، خپل ولس ،خپل رژیم ، خپل ډیپلوماتیک حیثیت صفر ته را تیټ کړي وو . کله چې ده له رسنوالو سره دخپل رژیم د سیاست په اړه ډیپلوماتیکې مصاحبې کولي،د ده تر شاه به د ای ایس ای افسران د څارني لپاره ولاړ وو . ده به د اسلام اباد له ستیژه څخه د خپل رژیم سیاست نړیوالورسنیو ته تشریح کولو. د ده په خپل هیواد کې د ده پر خپل با عزته بې وزله ولس باندې د ای ایس ای ملایانو په اشاره دپاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره په افغانستان کې په هر شي باندې ان په انځوریزه رسنیو باندې د اسلام په نامه بندیځ لګولي شوي وو .چې تکرار یي لازم نه دی . پوښتنه دا ده چې ولي ملا ضعیف دومره موده د ورسته وپوهیدو،؟ باید هر پوه پښتون د ملا ضعیف په شان دغه تجربه وکړي او دی بیا ژوندي پاتي شي،هلته به بیا دی دخپل ستر ولس دوست او دوښمن پیژني ؟ اوس داسي مالومیږي چې د طالبانو د مشرانوپه فکرو نوکې د پاکستان دوه مخي سیاست په وړاندې ژور بدلون راغلي او دا بدلون دپاکستان جوړښت او پایښت لپاره د خطر یوځواکمن زنګ دی . په لومړۍ قدم کې به همدا بې نامه، بې نشانه استعمار شوي استعمال شوي ازاد قبایل چې په یوویشتمه پیړۍ کې د انګریز دایف، سي، ار دبشریت او اسلامیت ضد تور قانون په پنجرو کې داسلام اباد دګټو لپاره لرې ساتل شوي دي را پاڅې . خودمختاره قبایلیان مجبور دي ځان په خپله له دغې ناوړه سیاسي حالت او جنګې چاپریال څخه خلاص کړي . نن هر ازاد پوهه قبایلي پوهیږي چې دوی ته د پاکستان په فدرالي نظام او اساسي قانون کې هیچ ډول بشري، ټولنیز حقوق منل شوي نه دي . دوی مجبور دي خپل په هوا کې معلق ولاړ برخلیک، ویشلي سپک حالت ته بدولون ورکړي . پښتانه به ترڅو دپنجاب د دفاع او حکمراني لپاره دخپل ورور ګرانه وینه توییه وي . نن هر پښتون افغان پوهیدلي چې د جنګ او جګړوپه بهیرکې د پښتون ولس ترمنځه قومي ،قبیلوي او د انګریز استعمار فرضي،تحمیلي ویشلي تورې کرښې لمنځه تللي دي . دوی بایدپه جګ اواز د افغانستان د مرکزي ملي خپلواک دولت څخه لکه نور افغان وګړې تابعت واخلي او دافغانستان په ادارې چوکاټ خپل ځای ونیسي . ازاد قبایل د لراوبر پښتنو او د لوی افغانستان په جوړولو کې دمنځ زړي رول بوي . دا بهیر دلوی افغانستان لپاره ،دسیمې او دنړیوال امنیت لپاره ، دسوله ،ثبات، سوکالي او د ترهګري په وړاندې یو ستر مثبت ګام به وي .

پاکستان د طالبانو سمبالوونکې او مرسته کوونکې د خپل ستراتیجک بري لپاره اوس باید یوه ستره سیاسي بیه ورکړي . پاکستان ډیرهڅه کوي چې لر اوبر طالبانو سره بیل او لرې وساتي، یو ترهګر بل مجاهد بولي . د طالبانو غورځنګ رامنځته کیدو او بري سره سم دډیورنډ استعماري کر ښه عملا یوځلي بیا لمنځه تللي ده . لر او بر پښتانه طالبانو له هراته تر سواته په دیني مدرسو کې په یوه ژبه دای ایس ای له ملا څخه زده کړه کړي ده . دطالبانو په لیکو کې هر خپلواک طالب ته د پنجابي ای ایس ای د اجنټانو ناوړ ه چلند او منافقت ښه مالوم شوي دی . کوم تاوانونه چې د ای ایس ای داستخبارتي شبکې له خوا دطالبانو غورځنګ ته رسیدلي دي ، دهغي حساب یو خدای ج ته مالوم دی . اوس دطالبان دغورځنګ مشران مجبور دي چې واک ته له رسیدو سره په مناسب فرصت کې د پنجاب د ای ایس ای له افسرانو او یرغلګرو سره د خپل بي حقوقه ،بي خبره تاریخي مظلوم ورور حساب تصفعیه کړي . طالبانو په لومړۍ ځل د امریکایانو سره دسولې خبرو اترو په بهیر کې ځان دپاکستان هیواد له سیاسي اغزې او منځګړتوب څخه یستلي دی .اوس طالبان په خپلو لیکو د پنجاب له سیاسي نفو‌ذ او اغیزې څخه په تدریجي ډول ورو ورو ځان راوباسي .له همدې سره پاکستان خپله اغیزه پر طالبانو باندې له لاسه ورکوي . دطالبان ځواک نوره د پاکستان د ای،ایس ،ای او د دوی ګټو لپاره د یو محرک بی مسوولیته پوځ نه دی .

اوس دیوې لسیزي په تیریدو او د ترخو تجربو سره خپلواکه طالبان پوه شوي چې پنجاب له دوی څخه ډیره ناوړه سیاسي او ستراتیجکې ګټه اخیستي ده .دطالبانو غورځنګ ډیر و جګپوري مشران پوهیدلي دی چې دوی د پنجابیانو او عربانو له خوا د خپلو سیاسي موخو لپاره استعمال شوي دی . دوی باید ځان له القاعدې او ای ایس اس څخه خلاص کړي . داسي انګیرل کیږي چې ډیر ژر به لراوبرخپلواکه طالبان د خپل ګډ دښمن په وړاندې سره یو موټي شي . دوی به خپله مورني سپیڅلې پښتنه خاوره ،دافغان ستر مظلوم ولس او ځانونه دپنجابي، ایراني ،روسي ،انګریزي او امریکایي استعمار ګرو له ظلم او بر بادیو څخه خلاص کړي . افغانستان کې طالبان به له نور افغانان سره په خپل هیواد کې دسوله،ثبات ، ملي یووالي،ملي پراخ بنسټه دولت په جوړولوکې او ملي واکمنۍ په تینګولوکې مرسته وکړي .

همداوس خپلواکو طالبانو په قبایلي سیمه کې خپل قبایلي امارات ته ورته دولتي سیسټم رامنځته کړي دی . دغو خپلواکو طالبانو په دې ورستیو کې د پنجاب پوځ او دولت ته هم د خپل توپک خولې ور اړولي دي . له همدي سره د پښتنو په مورني خاوره او سیمه کې د برتانوي هنداو برتانوي پاکستان دستراتیجکو پلانونه پای رانږدې شوي دی .

قبایلي پښتانه له لسګونو کالونو څخه د انګریزي پولیتیکل ایجنټ او دملک سیسټم ، دایف ،سي، ار تور قانون په پنجرو کې ساتل شوي، دخپلمنځي اختلافاتو،تربګنیو،قومي شخړو کې نوره ستړي ستومانه شوي دي . دغو قومي شخړو او تربګنیو دوی له ستر بدمرغیو، بې عدالتیو او نالوستيتوب سره مخامخ کړي دي . دقبایلي پښتنو بنسټیزو پرمختګ ته په لویه کچه زیانونه اوښتي دی . په قبایلو کې امن، سوله،ثبات او پرمختګ بهیر په ټپه ولاړ دی . پښتانه قبایلیان د پنجاب له دې چلونو ناروا او ظلم سیاست څخه ډیر په تنګ شوي دي . ازاد قبایلیان د ټولو یرغلګرو ځواکونو څخه په ځانګړي ډول د پنجاب یرغلګرپوځ څخه په ټوله پښتنه خاورکې نفرت لري .

دانګریزانود ځواکونو یو ستر جنرال او قوماندان ( سر روبیرټ)لیکي « موږ باید له افغانستان څخه ونه دار شو،که افغانان خپل برخلیک ته پریږدو، امکان لري چې دغه خبره په غوږو سمه ونه لګېږي . زه احساسوم چې دا به سمه ادعا وي چې هر څومره چې دوی ته موږ لږ په مخه ورځو . هغومره به دوی له موږ نه لږ نفرت کوي .که موږ تصور وکړو چې روسان پر افغانستان د یرغل هڅه وکړه او خپل لاس یې هندوستان ته وغزواوه ، موږ ډیر چانس درلود چې افغانان خپلې خواته راواړوو. که موږ د دوی په کورنیوچاروکې له لاس وهنې نه ډاډه کړي وی . ( ۴ )

په افغانستان کې انګریزانو، روسانو، امریکایانو، پنجابیانو او ایرانیانو هغه څه وکړل چې بایدنه یې وای کړي . امریکایانو له ترهګري سره جګړه ، له پښتون ولس سره په جګړه بدله کړي،په تکتیکې ډول د جګړې د دوام لپاره داسي غوره شوي چې پښتون ولس د دښمن په ټوګه وپیژندل شي . له پښتنو سره ناوړه چلند او جګړه د یومنظم جنګې پلان له مخې پیل شوي دی . په سیمه کې دا ټول پښتون ضد قوتونه باید پوهه شي ، دوی ته به د یو ستر او تاریخي ولس سره دښمني کول خطرناکه پایلي به ولري .

۱۳ . د افغانستان په راتلونکې ملي خپلواکه دولت کې خپلواکه طالبان

دا پښتونستان لوی افغانستان رامنځته کوي، دا دلراوبر وپښتنونه بیلویدنونکې پلارنې خپلواک هیواددی .

ټول افغانان د واحد افغان ملت پر وجود دبیلتون تپل شوي استعمار توره کرښه نه مني او له امو څخه تر اباسینه پورې دغه هیواد د ټولو خپلواکو ملي افغانانو پښتنو شریک لوی کور او ټاټوبی دی . دپښتنو ترمنځ د دیورنډ کرښې اصلي موخه د برتانوي هنداو کابل ترمنځ د سیاسي نفوذ سیمي معلومول وو،له همدي امله د ډیورنډ کرښې حقوقي،سیاسي ، ماهیت او څرنګوالي هیڅکله په نړیواله کچه نه دی حل شوي . د د ډیورنډ کرښه په سیمه کې یوه جیوستراتیجکه نا حل شوي نړیواله تاریخي مساله ده . پر افغانانو د پرلپسي پوځې یرغلونو له امله اودسیمي په اوسنیو کړکیچونو جنګې شرایطو کې دې مسئلي د حل په لاره کې افغان ملي خپلواک دولت ته باید سم فرصت وموندل شي . افغانان په جدي ټوګه پوهیږي چې داکرښه په نړۍ کې دپښتون افغان ولس برخلیک ټاکې،دډیورنډ تاریخي مساله د لراوبرو پښتون ولس دراتلونکو نسلودبقا لپاره یوه حیاتي مهمه موضوع ده .

دافغانستان په پښتونخوا کې پښتنو قبایلو تل د انګریزانو پر استعماري پوځي اډو او لښکرکوټونو باندې بي له ویرې مخامخ بریدونه د افغان په ننګ او لوی افغانستان لپاره ترسره کړي دي . پښتانه توریالي جنګیالي دانګریزي پوځونو په وړاندې د جګړو لپاره په خلاصو ډګرونو کې دافغانانو د خپلواکۍ لپاره مخامخ دریدلي دي . پښتنو په خپل جګړیز تاریخ کې پر دښمن ناځوانمردانه او پر بیګناه خلکو باندي دشرمه ډک بریدونه نه دي تر سره کړي .

په لوی افغانستان باندي د انګریزانو دښکیلاک پرمهال وینسټون چرچل چې ورسته دې د انګلیستان صدراعظم هم شو، ده هغه مهال دخیتځ افغانستان یا پښتونخوا څخه د جګړو له ډګرونو څخه دډیلي ټیلګراف ورځپاني ته خبریالي کوله . وینسټون چرچل په خپله د پښتنو او انګریزانو د جګرو پرمهال د پښتنو د جنګیالیو ستانه کړي ده .دی لیکي د پښتنو او انګریزانو جګړیزي اړیکې ځکه له تاوتریخوالي څخه ډکې دي ، چې دلته په افغانستان کې پښتانه قبایلي ننګیالي ، جنګیالي ځوانان ښه سپورتي کرکټر لري .

په ډیر خواښینۍ سره دپښتنو ځینو قبیلو د خپل منځي بدیو،تربګنیو ،ځانځانیو، د جغرافیایي ستراتیجک خورا پیچلي موقعیت ، د غرو درو اود اړیکو مخابراتي ټکنالوجۍ نشتون له امله ، دوی په خپل سر او منفرد ډول ،د ازادۍ غوښتونکې جزباتوسره په خپلواک ډول پر انګریزانو بریدونه ترسره کول . له همدي امله د پښتون ولس پاڅونونه ، مقاومتونه او غزاوي یو ګډ افغاني خپلواک مرکزي ملي هویت نه درلوده . اوس په پښتونخوا یا ددیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د پښتنو کوشني اسلامي دلې په هماغه انګیزه په منفرد ډول ډلې، ډلې د روسي ،پنجابي ،امریکايي ،انګریزي یرغلګرو پوځونو په وړاندې د جګړو ډګرونو ته راوځوي . دا ډلې او ګوندونه د افغان ستر ولس لپاره په خپلو کوچنیو دیګونو کې په خپله خوښه او خوند دپردیو په نسخو شوبا پخوي . اوس د دې وخت رارسیدلي دی چې دغه ډلې او یا ګوندونه په يو لوی دیګ کې ټول لراوبرافغان ولس ته د دوی په غونداو خوښه یوه خوږه شوربا پخه کړي . له همدې لارې د ټولو افغانانو ملي یووالي ،تل پاتي سوله او امنیت رامنخته کیدی شي .

د افغانستان په ستراتیجکو مهمو ښارونو پیښور او کوټه کې د ملتپالو پښتنو د یوې خپلواکه پښتونخوا یا پښتونستان غوښتنه، دا د دوی یوه سیاسي اله ده ، تر څو دوی خپله اغیزه د پاکستان یا پنجاب ځواکمن دولت په وړاندې نوره ځواکمنه کړي . د افغانستان له پښتنو څخه دپښتونخوا په پښتنو کې د پښتنو بیرته یووالي روحیه، ویښ احساس ډیر ځواکمن او د دوی په فکرونو کې دامسئله په ډیره هوښیار ي سره پټ ده . دوی په افغانستان کې د یو ملي باثباته دولت رامنځ ته کیدو ته سترګه په لاره دي . د افغانستان راتلونکې اسلامي دولت باید هر افغان او هري پښتني ته د نړۍ د نورو مسلمانانو په څیر ازادي ، خدای ورکړي بشري حقونه او سوکاله ارامه سولیز ژوند تضمین ورکړي . راتلونکې افغان ملي دولتونه مجبور دي ، دلراوبر پښتنو دبیا یووالي لپاره دنړیوالي ټولنې پام راوګرځوي او د ټولو پښتنو لپاره به نړیواله کچه سیاسي ګرانټي برابره کړي ، تر څو د تل لپاره دپښتنې په سیمو کې تلپاتي سولې رامنځته شي ، دافغانانو په خپل کورکې د جګړو اور مړ، دخپل ورور ناحقه وینه تویولو کولتور ته باید نوره د پای تکي کښودل شي .

دپښتون ولس اوافغان ملي دولتونو ترمنځ د ډیورنډ استعماري کرښې درسمي ټولیدو لپاره ته ټول هغه اړین توکې په راټولیدو دي . کوم چې افغان ولس دیووالي او خپلو روا ملي مخو ته درسیدو لپاره ځښته ډیره اړتیا لري . لر او بر افغانان یا پښتانه تر ټولو لومړۍ د جرګو له لارې یو ملي منل شوي افغان ولسمشر او ملي منځلاري اسلامي دولت له کمښت سره مخامخ دي . ترڅو افغان ملي خپلواک دولت دپښتنو ملي مقاومت ، دپښتونو بیرته یووالي ،ملي غورځنګ دیو بین الافغاني تفاهم له لاري دا فغانستان په دې خورا حساسو تاریخي جنګې شرایطو کې د اسلام اباد په وړاندې په سمه منطقي توګه پلان ،تنظیم او رهبري کړي .

افغانان پښتانه د نړۍ څه باندې یو میلیاردو شریفو دودیزه مسلمانانو څخه یوه برخه جوړوي . افغانانو د اسلام سپیڅلي دین او خپلواکۍ لپاره نه هیریدونکي بلهاري وړ کړي دي .

ټول افغانان له امو څخه تر اباسینه دانګریز ي او پنجابي استعمار خونړي سره کرښه په خپله مورني خاوره او پلارني هیواد کې نه مني . ټول افغان ولس په خپل پلارني هیواد کې له امو څخه تر اباسینه یو واحد ملي اسلامي منځلارې دولت غواړي . افغانانو په خپل شریک سولیز لوی کور کې انسانیت ،افغانیت او اسلامیت باندې ټینګ خلک ولاړ دي ، دوی له افغان هندو، افغان سیګ، افغان یهود،افغان عیسوي او له نورو افغان قومو سره د ورور ګلوي مساوي ټولنیز ژوند کړي او په راتلونکې به هم انشاالله وکړي . پښتانه له یو منافق مسلمان څخه یو ریښتینۍ هندو ته ډیر ارزښت ورکوي درنښت ورته لري .

طالبا ن زموږ د لرغوني اسلامي پښتني ټولنې یوه څنګنه برخه ده . خپلواک طالبان دافغانستان په راتلونکې سیاست ،ملي پراخ بنسټه دولت جوړولواو ملت جوړولو کې چې دا درې دیرش کلنه جګړه پای ته ورسوي مهم رول لوبلې شي . طالبان د یوي سیاسي ډلې په ټوګه نوره څوک له پامه نشي غورځیدلي . د ۲۰۴۱ کال څخه ورسته طالبان د افغانستان په ملي سیاست او ملي پراخ بنسټه افغان دولت کې د ناټو پوځونو له وتلو سره سم خورا مهم رول به لوبوي . نن په افغانستان کې ټولې جګړه ماري ډلې دې پایلي ته رسیدلې دي چې دافغانستان غمین خونړي کړکیچ پرته له سیاسي حل لاه بله لاره نه لري . افغانستان کې د تلپاتي سولې لپاره دطالبانو وسله وال غورځنګ او نوري وسله والي ډلې ډیر ې اړینې دي .طالبان به دافغانستان د راتلونکې ملي خپلواک پراخ بنسټه اسلامي دولت یوه مهمه برخه وي .

د څلورمي برخي پای

اخیځلیکونه :

Zahid Hussain, Frontlne . The Struggle with Militant Islam, New York 2007 S.120 und S.143.
Pakistan Institute of Peace Studies, Pakistan Security Report 2009 ,Islamabad 2010 S. 4 f.

۳ . ملا عبداالسلام ضعیف، د پاکستان په اړه ( د پاکستاني جیلونه ) په نامه دلیکني یوه برخه :

4. Land der Blutenden Sinne ; Mit der Roten Armee in Afghanistan ;Deutsche Erstausgabe ro . Verlag GmbH Januer 1992