کور / طنز / ښاروال لیونی سو!

ښاروال لیونی سو!

طنز
زوړ ښاروال که به مړوي خدای دې وبخښي او که به ژوندی وي نو خدای دې مل سي ، هغه د چاخبره هرځای چې وي زموږ یاردی.

ژوندی دي وي ، دورې دي وي.

هغه په بخت خورا زورور وو، دواړي يي سمي وې ، هم حکومت نازاوه او هم ښاري وکیلانو اوږه پراوږه ګرځاوه .

داسي ښارواکي دیرکم پیداکیږي چي هغه د چاپرچم هم خدای ولري او هم خرما .

خو هغه داسي وو، هم يي د خپلو مافوق چورواکو جیبونه ډک کړي و ، هم يي دنس حق پرځان نه و پري ایښی او هم يي د ښاري وکیلانوخولې خوږې ساتلي وې.

معزول ښارواک صاحب فضیلت مآب سلامت خان په قوم برابرزی و او همدغه پراخ قومی نفوذ وو چي د بخت ستوری يي ورځلولی او د ښارواکۍ ترمعراجه رارسیدلی وو.

سلامت خان په یوه کال کی زموږ د ښارشپږم ښاروال وو خو هغه ځکه ترډیره پردې چوکۍ سریښ پاته سو چي د ناحیود مشرانو او نورو قومی سپاه سالارانوپراخ ملاتړیي له ځان سره درلود.

هغه به نوولي د دوی نه و خوښ ؟ هغه خو دومره کمینه (خاکساره) انسان وو چې د لوی سره لوی و او دکوچني سره کوچنی ، خان یی د خان پرځای کښیناوه او غریب يي د غریب .

د هغه د معرفۍ په لومړۍ ورځ لا د ناحیود وکیلانو مشر حاجي توراکا او د قومی شورا سپین ږیري قومندان سالارخان ویلي وو چی زاړه ښاروالان ټول لیونیان ول.

هغوی په خپلو خبروکي داهم ویلي وه : موږ امیندواره یو چي نوی ښاروال ساب به له زړو څخه عبرت اخیستی وي او د هغوی په ډول لیونتوب به نه کوي.

ریښتیاهم سلامت خان پوره عبرت اخیستی وو او هیڅ داسي د لیونتوب کاریي نه کاوه چي د ښاري شوروا او قومي سپاه سالارانوارږی دي وربد کړي .

د سلامت خان په لیري کیدو سره تول خلک اریان ول ، خدای خبرچي څه پیښه وه چي د ولسمشرتور ورته په تندي سو او د قهرساه يي پردې اجل نیولی ومښته.

د نوي ښاروال ایله دوې میاشتي کيږي خو بیاداسي اوازې ترغوږو کیږي چي ګواکي دی هم لیونی دی.

نن حاجي توراکا هم د ولایتي شوروا په احتجاجیه مجلس کي په دې اړه خورا له زوره ډکي خبري وکړي.

توراکا وویل نوی ښاروال د دوی خبري نه منی او خاص د یورپ قانون چلوي.

حاجي توراکا پردې هم انتقاد کاوه چي ګواکي د ښاروالۍ عوائد زیات سوي دي ، د هغه استدلال داوو چي ښاوالي که مړه او که وږي د دوی یي په څه؟ خو دوی باید ماړه وي.

توراکا د شوروا غړوته په خطاب کی وویل ، د ده لاله اولي ورځي شک و چي نوی ښاروال لیونی دی، خو اوس یی داشک په یقین بدل سوی .

په داسي حال کی چي د شوروا غړو سرونه د تائید په رقم پورته کښته غورځول توراکا پردوو سو او خپلي خبري يي داسي پسی اوږدي کړي: ښاغلو وکیل صاحبانو ! تاسي ټول د قومونو نمایندګان یاست ، تاسي ووایاست تاسي هریو له ښاروالۍ څخه ناامینده نه یاست راوتلي؟ ښاغلی کلام مل ساب چي د جعلي قوالې په دوسیه کي د خپل مؤکل په سپارش ښاروال ته ورغلی و ښاروال له دفتره نه و ایستلی؟ تاسي ووایاست ایا دا د روغ ښاروال کاردی؟

د مجلس حضارو ټولو سرونه وښورول او د توراکا خبري يي پرغبرګو ومنلې.

توراکا غاړي ښه پسې تازه کړي او زیاته يي کړه : موږ داسي ښاروال څه کوو چي زموږ سره زموږ پرکمبله نه کښیني. او زموږ مشکلات راحل نه کړي.

دادی قومندان سالارخان ناست دی ، د غوړه مال اکادي خدای مل سي ، دی نسته خدای يي سته ، هغه زما په مخکي ښاروال ساب ته د ډوډۍ دعوت ورکی خو ښاروال ونه منل او ویل یي دی د هیڅ چا ډوډۍ نه خوري.

زه خو يي لا په اوله ورځ خړکړم ، ما او د ناحیو وکیلانو ښایسته د ګلانو هارونه جوړکړي وه خو ښاروال دا ټولو ته په سپکه وکتل او یويي هم غاړي ته وانه چاوه.

د توراکا په خوله کي لاخبره نیمی پاته وه چي د شوروا یوه وکیل حاجي پردلي اکا پرراږغ کړه :

توراکا ښه وايي ، د جلات خان د شل منزله مارکیټ په اړه زه خپله ښاروال ته ورغلم خو هغه نه زماخبره ومنل او نه یي د جلات خان سره د یوه سرمایه داره په حیث چلند وکړ.

زه خووایم دا ښاروال زموږ د ښاروالۍ نه دی ، دابلکل لیونی دی.

د پردلي ساب خبري ټولو په یوه ږغ تائید کړي او یوه وکیل خو لا داهم وویل چي ولسمشرناحقه زوړ ښاروال لیری کی ، موږ بیرته هغه غواړو.

په اخرکی د شوروا مشر سپاه سالارراکټي ساب د غونډی نتیجه ګیری وکړه او په دې خبره يي مجلس راټول کړ چي : (ښاروال لیونی سوی او یوه چاره یي باید وکړو).