کور / مرکه / د ښاغلي عبدالباري جهاني سره لنډه مرکه

د ښاغلي عبدالباري جهاني سره لنډه مرکه

د پښتو ژبي د معاصر ادب مخکښ شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني د تېرو ۲ کلونو راهيسي د امريکې ږغ راډيو سره د کار څخه تقاعد سوئ دی ، دا مهال د پښتو ژبي اوادب د تحقيقي کارونو تر څنګ وخت په وخت د افغانستان د سياسي چارو په اړه تحليلي ليکني کوي .


ښاغلی جهاني هر کال د افغانانو سره د ليدنو کتنو ، ادبي بانډارونو ، مشاعرو او غونډو کي د ګډون په موخه يو شمېر هيوادونو ته سفرونه کوي ، ښاغلي جهاني ته د هغه د شاعرۍ او ليکوال تر څنګ ددغه ډول سفرونو د ښو نتيجو له امله يو شمېر افغانانو د يووالي سمبول لقب ورکړئ دی چي ښه بېلګه يې تېر کال په اوکراين او روسيه کي د افغانانو راټولېدنه وه .


ښاغلي جهاني په دې وروستيو کي افغانستان ته سفر کړئ و ، هلته يې د وردګو ولايت دمڼې ګل او کندهار د انارګل په کلنيو مشاعرو کي د برخي اخستني تر څنګ د يو شمېر ادبي ، تعليمي او سياسي ټولنو د استازو او بېلابېلو نورو ځوانانو سره ليده کاته لرله . لراوبر ويبپاڼي غوښتل له ښاغلي جهاني صاحب سره د اوسنيو سفرونو تر څنګ د پښتو ادب د پرمختيا او په ځانګړې توګه سیاسي چارو په اړه مفصله مرکه وکړي .


د ځينو ستونزو له امله دټولو موضوعګانو پر ځای يوازي د يو څو پوښتنو په اړه د جوابونو په ترلاسه کېدو وتوانېدو چي دادی ستاسو سره يې شريکوو :



ښاغلی او قدرمن جهاني صاحب !


مننه کوم چي د لراوبر ويبپاڼي لپاره مو مرکې ته وخت راکړ . که د خپلو وروستيو ادبي او څېړنيزو کارونو په اړه معلومات راکړئ هغه چي مینه وال تر اوسه ښایی خبر نه اوسي.


جواب:  بسم الله الرّحمن الرّحیم. لومړی خو ستاسي څخه مننه کوم چی په دې توګه د لراوبر د ویبپاڼي له لوستونکو سره د زړه د خوالې کولو زمینه را ته برابروی. بیا نو که زما د وروستیو چاپ سویو کتابونو خبره وي هغه خو د تیر کال په مني کي زما درې کتابونه له چاپه را ووتل چي یو یې د پند او عبرت په نوم زما د چاپ سویو کیسه ایزو نظمونو یوه مجموعه وه. بل یې د کوثر په نوم زما د شعرونو اوومه مجموعه وه او باید  ووایم چي دا نوم هم د کندهار ځوان شاعر عبدالله ستوري ورته انتخاب کړی  او ما خوښ کړی وو. دریم د پښتو د فوکلوري نکلونو لنډ تحلیل په نوم یوه څیړنه وه، چي زه ګومان کوم پر دغه طرز تر اوسه پوري د پښتو د فوکلوري نکلونو په باب څیړنه وه سوې او زه هیله لرم چي ګوندي ځوانان به په دغه برخه کي زما کار تعقیب او بشپړ کړي. نور نو که زما د راتلونکو ادبي او څیړنیزو کارونو خبره وي، زه باید خپلو لوستونکو ته مخکی له مخکي بیځایه امید واري ورنه کړم. زه لګیا یم خو ګوروو به چي ژوند، حالات او قسمت څه ورسره راوړي.


         پوښتنه: تاسي د پخوا په پرتله افغانستان ته سفرونه زیات کړي دي. د دغو سفرونو څخه مو موخه څه وه؟
       جواب: ما یو وخت د امریکا ږغ راډیو سره کار کاوه او زیاتره به د هغې راډیو له لاري افغانستان ته لیږل کیدلم. خو کله چي مي د راډیو څخه تقاعد واخیست او روغتیایی حالت مي اجازه راکړه نو له افغانستانه پرته به بل کوم ځای ته زیات تللی وای. تاسي ته معلومه ده چي زه اروپا ته کله نا کله سفرونه کوم او په هغو سفرونو کي مي هدف د افغانانو سره لیده کاته وي. افغانستان ته د سفر کولو څخه هم بل مطلب نه لرم او غواړم چي د خپلو افغانانو، په تیره بیا ځوانانانوسره، چي زما یې په لیدو سترګي خوږې کیږی، له نیژدې وګورم. د خپلو وروستیو دوو سفرونو په لړ کي کابل، کندهار، خوست، هیلمند، میدان وردګ، ننګرهار، لغمان، کونړ او لوګر ته تللی یم. له نیکه مرغه، په ټولو ولایتونو کي مي تود هرکلی سوی دی. د خپلي آرزو سره سم مي له ځوانانو سره کتلي دي. زما لپاره به تر دې لویه نیکمرغي چيري وي چي زما وجود په هر ولایت کي د لویو ادبي غونډو د جوړیدلو سبب کیږي.




      ما په دغو ټولو ادبي غونډو کي، د ګډون والو د غوښتني سره سم، خپل شعرونه لوستي دي او په هره غونډه کي مي، د شعرونو د لوستلو څخه مخکي، خلک، په تیره بیا ځوانان ملي یووالي ته، چی زه یی د افغانستان لپاره د یوې روښاني ایندې او ټولو راتلونکو نیکمرغیو اساس او بنسټ بولم، رابللي دي. په افغانستان کي، په تیره بیا پښتني سیمو او ولایاتو باندي د بې اتفاقیو بلا نازله سوې ده. د قدرت او پوهي خاوندان، په لوی لاس، د دې بې اتفاقیو لمبې تازه کوي او راز راز سیاسی او مادي ګټي ورڅخه پورته کوي. د درانیو او غلجیو په نوم قومي اتحادیې ورته جوړوي او ځوانان پر دښمنو ډلو سره ویشي. ما په هر مجلس او محفل کي ویلي دي چي هر هغه څوک چی ستاسي تر منځ قومي بې اتفاقي اچوي هغه ستاسي ټولو ګډ دښمن دی او د خاین په نوم یې وشړی.




      نن سبا، تر تولو لویه ستونزه د معیاري او غیر معیاري پښتو لهجو او لیکدود را ولاړه کړې ده. په دې موضوع کی هم، د نورو ډیرو ټولنیزو او فرهنګي مسایلو په څیر، عام وګړي برخه نه لري او په اصطلاح منورین او پوهان د دې زهرجني ټولنیزی ستونزي اصلي عاملین دي. استادان او پوهان، چي په دغه راز غمجنو حالاتو کي د خپل قام پر ټپونو د پټيو ایښودلو وظیفه لري، خپلو پیروانو او شاګردانو ته د معیاري او غیر معیاري لهجو په باره کي مضامین او کتابونه لیکي. عادي ګرامري، لهجوي،ژبني او بالاخره علمي اختلافات په شخصي اختلافاتو بدلوي او د پښتني سیمو د لیکوالانو، چي د خپلو قومونو سترګي او ژبي دي، ترمنځ اختلافات او دښمنۍ پیداکوي. زه یقین لرم چي ځینی استادان او پوهان په ناپوهي کي او ځینی په لوی لاس د پښتنو او ټول افغانستان د دښمنانو خدمت کوي او یوه ورځ به د خپلو دغه راز شومو اعمالو حساب ورکوي. د ژبي له معیاري کیدلو، غني کیدلو او علمي کیدلو سره هیڅوک مخالفت نه لري او کولای یی نه سي. خو دا کار د ورور ګلوۍ په فضا کي، له یوه بل سره د تفاهم له لاري، د صمیمانه غونډو د جوړولو له لاري، یوه بل ته د ورتللو او علمي لیکچرونو او لیکنو په وسیله کیږي. د یوه بل په لهجه پوري ملنډي وهل او د« سو او شو» څخه سیمه ایز او قومي اختلاف جوړول د پښتنو د دښمنانو کار دی.



دغه لیکوالان د ټول پښتون قام سره جفا کوي. ما په ټولو غونډو کي ځوانانو ته د دوست او دښمن د پیژندلو فارمول ورکړی او ورته ویلي مي دي چي د هر چا له خولې، قلم او عمل څخه چي د پښتنو تر منځ د بې اتفاقۍ اچولو بوی راتلی هغه ستاسي ټولو ګډ دښمن دی. ما په ټولو محفلونو او خصوصي غونډو کي ویلي دي چي هر هغه پښتون چي له هزاره او تاجیک سره دښمني کوي هغه د خپل پښتون قام دښمن دی او هر هزاره، تاجیک او اوزبک چي له پښتنو سره دښمني کوي هغوی د خپلو قومونو دښمنان دي. زما د وروستیو سفرونو هدف همدغه د ملي یوالي تبلیغ وو. ما ټولو ځوانانو ته وویل چي دا زما جهاد دی او په دغه مقدس جهاد کي ټول را سره ملګري سی! البته زما له دې ملي دریځ سره نه چا مخالفت کړی او نه یې ښایی د مخالفت کولو جرأت کولای سوای. ډیرو زیاتو منورینو، چي احتمالا به زما سره موافق هم نه وه، سرونه را سره ښورول. یوازي ځوان لیکوال او شاعر لعل پاچا آزمون زما سره په دې جهاد کي برخه واخیستله. په کندهار، کونړ او جلال اباد کی یی زما د دریځ په تایید مفصلي او علمي ویناوي وکړې. ما یې مخامخ هم ستاینه کړې ده او اوس یې هم ستاینه کوم. خدای تعالی دي د لعل باچا آزمون په څیر ځوان او پر قام او وطن مین استادان نور هم زیات کړي. آمین!


            پوښتنه: تاسي د شاعرانو او ادیبانو تر څنګ د یو شمیر ځوانو سیاستوالو او سیاست د مینه والو سره هم لیده کاته لرله. که په دې برخه کی معلومات راکړئ.



            جواب: افغانستان د ناراضیانو هیواد دی. یوازي هغه کسان او په اصطلاح منورین په اوسنی وضع راضي دي او له اوسني فاسد رژیم څخه دفاع کوي چي د دولت له فساد څخه ګټه پورته کوي او د خپلو شخصي ګټو لپاره تر دې هم د ښې ایندې خوبونه ویني. د ټولو اولسونو خلک، په تیره بیا پښتانه، چی سیمی یې د راز راز ستونزو مرکزونه دي، او هیڅ غمخور نه لري، په عمومي صورت خواشیني او تقریبا په بشپړه توګه مأیوس دي. هغه ځوانان چي سیاسی مبارزه او حرکت یې د ژغورني لاره بلله، په تشکیلاتي لحاظ ډیر کمزوري وه. په هیواد کي د څو لسیزو اختناق او اداري او سیاسی فساد ډیره زیاته بې اعتمادي، بې باوري او بې اتفاقي منځته راوړې ده. بې اعتمادیو او بې اتفاقیو د براخو سیاسی تشکیلاتو د منځته راتللو او سیاسی تجربو او حتی سیاسی پوهي ترلاسه کولو امکانات کمزوري کړي دي. له هري نوي سیاسی طرحي سره یوه نوې هیله پیدا سي. ځوانان سره غونډ سي. د زړه دردونه سره ووایی. د ټولو ستونزي، دردونه او ارمانونه سره شریک وي. دا غونډي ډیره لږه موده دوام وکړي. خو دوی نه پوهیږي چي دوهم او دریم ګام به څه وي او یا لږترلږه خپل تشکیلات، چي د هر سیاسی عمل بنسټ دی، څرنګه پراخ او موثر کړي. ځکه نو لږ وروسته د لارو پر انتخاب باندي اختلافات پیدا کړي. ځینی مأیوس سي او په خپله مخه ولاړ سي. او په دې توګه منځته راغلی تشکیل ټوټې ټوټې سي. البته په دې کي د اوسني رژیم لاس وهنه باید له نظره ونه غورځول سي. رژیم په هره  وړه حلقه کي د نفوذ کولو امکانات او وسایل لري. له تطمیع او تخویف دواړو څخه کار اخیستلای سي او سیاسی او ټولنیز حرکتونه په نطفه کي خنثی کولای سي.



ځوانان سیاسی مشرتابه ته اړتیا لري. افغانستان ، له بده مرغه، اوس د مشرتابه له بحران سره مخامخ دی. ټول هغه کسان چي د قدرت واګي په لاس کي لري، له استشنی پرته، په فساد کي ډوب دي. هغه کسان چی د سیاست په صحنه کي مطرح دي، او غواړي چي د انتخاباتو او یا بلي کومي لاري، قدرت ونیسی، د خلکو له باور څخه بې برخي دي. او چي له هر یوه څخه یې پوښتنه وسي د راتلونکي د پاره هیڅ پروګرام نه لري. بدي لا په دې کي ده چی له هر سیاسی مشرسره د اوسني فاسد نظام دوه درې شرمښان او جنګي جنایتکاران ملګري دي. د ځوانانو او نسبتا پاخه عمر څښتنو کسانو څخه جوړي سیاسی ډلي د پرمختګ له مخي تقریبا ځای پر ځای ولاړي دي. یو پربل باندي بې باوري دونه زیاته ده چي د ایتلاف کولو او یو ځای کیدلو امکانات یې نه لیده کیږی. په دې حساب افغانستان له سیاسی رکود سره مخامخ دی. که ما له چا سره سیاسی خبري کړي وي، طبیعی خبره ده، چی هیڅ نتیجه به مي نه وي ورڅخه ترلاسه کړې. زه اوس هم مأیوس نه یم. زه اوس هم د خپلو ځوانانو په قوت او ایمان باور لرم او لا هم په دې هیله یم چي دا تیارې به یوه ورځ رڼا کیږي.


        پوښتنه: په ادبي ناستو او مشاعرو کي د پښتو ژبي شعر په کوم حالت کي درته ښکاره سو؟
      



  جواب: پښتو شعر په عمومي صورت په ډیر ښه حال کی دی. غزل او نوي شعر دواړو دونه پرمختګ کړی دی او دونه ښایسته سوي او غني سوي دي چي زه په جرآت ویلای سم چي په افغانستان کي یې له دري ژبي څخه میدان وړی دی او په سیمه کی له سیالو ژبو سره سیالي کولای سي.زه پخپله، د پښتو ژبي د یوه سپین ږیري شاعر په حیث، له دغه درکه ډیر راضي یم او په تیره بیا دا چي اوس په پښتو شعر کي د نجونو او میر منو ونډه زیاته سوې ده. د نجونو او میرمنو ونډه هم د کمیت او هم د کیفیت له مخي د توجه او ستایني وړ ده. زه په کابل کي د میرمنو ادبي بهیر ته ورغلم. د تنکي عمر له میرمنو څخه مي ډیر پاخه نظمونه واوریدل. او په جلال آباد کي د سپین غر د هوټل د مشاعرې ښه والی خو لا په دې کي وو چي میرمنو له نارینه شاعرانو سره په یوه محفل کي برخه اخیستې وه او یوې ځواني شاعري خو لا خپل شعر په ترنم کي ووایه. ادبي برخه، د حکومتي مقاماتو د بشپړي نا ځوانی سره سره، ډیره ښه پرمخ روانه ده. سره له هغه چي د پښتو ژبي شاعرانو او لیکوالانو ته تقریبا هیڅ ډول امتیاز نه ورکول کیږي، هغوی له زیار او زحمت څخه نه ستړي کیږی او زیاتره وختونه د خپلو آثارو د چاپولو لپاره له تاجرانو څخه مرسته غواړي. دولت، چي یوازي یې د فساد او سیاسی دسیسو لاره خپله کړې ده، د نورو ټولو ګټورو ټولنیزو پروګرامونو په څیر، د ادبیاتو، په تیره بیا پښتو ادب، برخه هم، د یوې بشپړي بې ګټي پروژې په څیر، له نظره غورځولې ده. زه د خپلو ځوانانو پر همت باندي آفرین وایم چي لا هم نه ستړي کیږي او لا هم پر مخ روان دي.



مننه ، ښاغلی جهاني صاحب .
که څه هم غوښتل مي د ځينو نورو ادبي موضوعګانو او سياسي چاروپه اړه هم ستاسو سره بحث ته ادامه ورکړو ، خو دا چي ددې مرکې لپاره ستاسو وخت ته په کتلو سره بريالئ نه سوم . د خدايه به ژوند سره غواړو چي بل وار بيا پر ځينو مسائلو وږغېږو .


ما او تا دي خدای لري
سړک به جوړ سي سرکاري


په درناوي
عبدالله احسان