نور محمد لاهو

همدرد دمينې په لټون کې

نور محمد لاهو
Larawbar.com  2012-08-10

عارف په لغت کې خدای پيژندونکي ته وايي يا په بله مانا هغه څوک چې د لوی خدای ج له اوامرو يوه ذره هم دا خوا او هغه خوا قدم نه ږدي او تل يې د مينې ډيوه په زړه کې بله ساتي او همدرد بيا هغه چا ته ويل کيږي چې تل د نورو په غمونو او دردونو کې ځان شريک بولي.

نن ستاسو په وړاندې د همداسې يو چا کتاب پروت دی چې ځان هم د خدای دوست او هم د نورو په درد او غم کې شريک بولي.

دا يو ډېر لوی صفت دی خدای دې وکړي چې د زمانې فتنې يې له دې هوډه وانه ړوي آمين!

عارف همدرد يادوم کيدای شي ساپی تخلص يې د قومي تړاو له مخې ځان ته غوره کړی وي خو زه يې له دغه نوم سره موافق نه يم زه وايم خلک دې دی يوازې د عارف خان "همدرد" په نوم وپيژني ځکه له نوم سره يې د ساپي تخلص په غوټه کولو سره له مينې جوړ شوی روح په يوه واړه چوکاټ کې ايساريږي.

د عارف خان "همدرد" هدف انسان دی هغه که د نړۍ په هر ګوټ کې اوسي خو شرط يې دا ورته ايښی چې له مينې به سر نه غړوي.

دغه کتاب چې په ډيره خوږه او ساده پښتو ليکل شوی زيات مينې او محبت ته د خلکو د رابللو په هدف ليکل شوی دی خوځای ځای په کې د يوه دايمي فراق ويرنې هم تر سترګو کيږي له يوه داسې معشوق څخه ګيلی شوي دي چې د مرګ تر وخته يې هم د خپل عاشق حال پوښتلی نه دی.

همدرد ساپى د خپل ولس د بدبختيو او تباهيو اصلي لامل کرکه بولي دا چې دا کرکه څنګه رامنځته شوې علتونو ته يې اشارې کړي او خپل ولس ته يې د حل لارې هم ورپه ګوته کړي دي ((وينه مه تويوئ! له يو بل سره مينه وکړئ! سوله خپله راځي)) دا هغه توري دي چې په بيلا بيلو بڼو د همدرد په ليکنو کې راڅرګنديږي. دی په مينه کې د رحمان بابا مريد دی :

دا جهان دی خدای له عشقه پيدا کړی

د جمله وو مخلوقاتو پلار دی دا

عارف همدرد په شخصي او ټولنيز ژوند کې هم يو ډير صميمي، له مينی ډک، په خپله خاوره او ولس مين شخصيت اوتکړه ممثل هم دی.

څرنګه چې زموږه سپيڅلې ژبې ته ډير لږ کار شوی دی څوک چې يوه کرښه هم په دغې درنې ژبې ليکي بايد غنيمت يې وګڼو او د زړه له تله يې بايد وستايو.

په پای کې درانه عارف او خواږه همدرد ته د دغه کتاب د خپريدو مبارکی وايم او له خدای ج څخه ورته په دې لاره کې د لا حوصلې او توفيق هيله کوم.

سويس زيوريخ

نېټه : ٢٠١٢-٠٣-٠٩




بيرته شاته
 

وروستي سرليکونه

   د افغانستان بيا موندل شوي پانګي (پنځمه برخه)

   لرغونې آریانا ـ د رحمت آريا ژباړه ـ ديارلسمه برخه

   د مخابراتو وزارت د جدي پاملرني وړ

   غزني او د افغانستان په تاریخ کي د هغه درې ځانګړني

   ډاکټرانو په دماغ کې د درواغو ځاله موندلې

   مبارک: افغانستان د کرکټ د اسيايي سياليو اتلولي وګټله

   کرکيټ: افغانستان پايلوبي ته ووتئ

   څېړنيزه لړۍ: د تاريخي پيښو او ځانګړو لغاتونو د استعمال ترمنځ تړاو

   ميدان وردګ:د واليبال سيالۍ دپامير لوبډلي وګټلې

   ارادیت Voluntarism (دپروفيسر رازمحمد راز ليکنه)

   افغانستان سکاټلنډ ته په څلور ورځنۍ لوبه کي هم ماته ورکړه

   افغانستان له سکاټلنډ څخه دوهمه يوه ورځنۍ لوبه هم وګټله

   افغانستان په لومړي یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې سکاټلینډته ماتې ورکړه

    دافغانستان دکرکیت ټیم دسکاتلند ټیم څخه دوهمه لوبه وګټله

   افغان فوټبال ملي لوبډلي په خپل ګروپ کي لومړی مقام وګاټه

   د کرکټ راتلونکو لوبو اهمیت او افغان ملي لوبډله

   څېړنيزه لړۍ : د بلوغ په دوره کي د توان په اړه موجود نظر غلط دئ

   کرکيټ: افغانستان الف د پاکستان الف لوبډلي ته سخته ماته ورکړه