صدیق الله پوپل زابل

خلک: شخصي روغتونو تجارتي بڼه خپله کړې

صدیق الله پوپل زابل
Larawbar.com  2012-08-10

د کندهار د عامې روغتيا ریاست پدې ولايت د ټيټ کيفيت له امله خصوصي
روغتونونو ته خبردارۍ ورکړی، چي که معيارپوره نکړي نو فعالیت به يې منع
کړي.
د ښې او دقيقي درمنلې په موخه ځينې کسان تر دولتي روغتونونو، شخصي
روغتونو ته ترجيع ورکوي.

خو د روغتيا مسئولين بيا وايي، خصوصي روغتونونه له معياري پلوه دومره ټیټ
دي، چي څوک ورباندې حساب نشي کولای.

کندهاردجنوبې حوزې په سطحه د يوه مرکزي ولايت په توګه، د ګاونډيو ولاياتو
د ناروغانو د درملنې عمده مرکزدی.

پدې ولايت کې ۱۸ خصوصي روغتونو فعاليت لري.

په خصوصي روغتونونوکې ، دغيري مسلکی طبي کارکونکوموجوديت ، په نامناسبو
ځايونو کې د هغوی د ودانيوشتون اولوړفيس هغه ستونزي دي چي هم يې د روغتيا
مسئولين اوهم يې د ناروغانوپایوازان ياونه کوي.

د کندهارد عامي روغتيا ريس ډاکترعبدالقيوم پخلا وايي چې تر څو پرله پسې
شکايتونو وروسته پدې ولايت کې د فعالو ټولوخصوصي روغتونو تر څارانې
وروسته يې يو روغتون بند کړى دى.

د ده په وينا چې د ټيټ کيفيت له امله د بل روغتون ځيني کارکونکې يې له
دندو لرې کړي او پاتې نورو ته يې خبرداری ورکړ، چې که د فعاليت د جواز
مطابق خپل خدمات معياري نکړي، نو د هغوی فعاليت به هم منع کړي.

پخلا وويل ((دا دټولو خصوصي روغتونو لپاره يوه خبرداری دی او دوی دې په
دې وپوهېږي چي د صحت رياست پدې برخه کې جدي دى او موږ به هغه روغتون ته
نورپه هېڅ صورت د فعاليت اجازه ورنکړو چې مسلکي طبي پرسونل ونلري او
معياري خدمات حرضه نکړای شي))

ښاغلی پخلازياتوي، چې خصوصي روغتونو پدې وروستيو کې تر ډېره تجارتي بڼه
خپله کړې او طبي پرسونل يې غيري مسلکي دي.

نوموړي زياته کړه، د څارنې څلور ګروپونه يې توظيف کړي، چي په دقيق ډول
وخت پر وخت د خصوصي روغتونو د خدمتونو له ډول او معياري حالت څخه څارنه
وکړي.

تردې مخکې ناروغانو او د هغوی پايوازانو څو څو ځله شکايت کړی، چې په
خصوصي روغتونونو کې د خدماتو په پرته له ناروغ څخه زياتې پیسې اخيستل
کېږي.

دوی د عامي روغتيارياست د دې نوي ګام هرکلي کوي اوغواړي چې دا بهيردې
دوام داره وساتل شي.

ناروغان(( د يوه ډاکتر فيس سپږسوه دی هغه هم په نسخه کې اخلي مخامخ ناروغ
ته نه وایي، دا بېخي ظلم دی او مخه يې بايد ونیول شی، زما د پښي تکليف دی
ځمکه مې وپلورله چې خپله درملنه په وکړم خو د يوې افغانۍ ګټه يې هم نده
راته رسولې اوس راته وايي، چې د درملنې لپاره دې خارج ته ولاړه شه، خو زه
سل افغانۍ په جېب کې نلرم.))

دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰خصوصي روغتونونه فعاليت کوي چې د
عامې روغتيا له وزارت څخه يې د فعاليت رسمي جواز اخستی.

خو له دې کبله چې د دغو روغتونونو له خدمتونو څخه بشپړه رضايت ندی موجود،
بيا هم ډېری کسان د لوړو مصارفاتو په ګاللو سره خپله درملنه له هېواد څخه
بهر، په خاص ډول په پاکستان او هندوستان کې کوي.




بيرته شاته
 

وروستي سرليکونه

   د افغانستان بيا موندل شوي پانګي (پنځمه برخه)

   لرغونې آریانا ـ د رحمت آريا ژباړه ـ ديارلسمه برخه

   وده مجله اوپسرلنۍ مشاعره

   د ارواښاد زرملوال د علمي سيمينار راپور (لندن)

   خبريال ويبپاڼي برياليو واليانو ته مډالونه ورکړل

   د سوله مل شینواري د لنډو کېسو په اړه ادبي ناسته

   د زري کړکي ادبي جایزو راپور

   د مخابراتو وزارت د جدي پاملرني وړ

   د کندهار روهي ادبي بهیرد ۳۳۶ غونډي راپور

   غزني او د افغانستان په تاریخ کي د هغه درې ځانګړني

   ډاکټرانو په دماغ کې د درواغو ځاله موندلې

   دکندهارشاعرانودجمعې دورځي غونډه وکړه

   څېړنيزه لړۍ: د تاريخي پيښو او ځانګړو لغاتونو د استعمال ترمنځ تړاو

   په هند کي افغان محصلينو نوی کال په کلتوري نندارتون ونمانځه

   ستورو ته ناست یم له سیتاره سره مخکتنه وشوه

   په اديسه کي افغانانو د نوي کال ورځ (بزګر ورځ )ولمانځل

   په ماسکو کي د افغانانو لخوا د نوي کال دجشن راپور

   په بلجیم کې د پسرلي مشاعرې راپور