ولي نورزی

نثار احمد بهاوی۲ لوبي وګټلي او ۲ لوبي یی وبایللي

ولي نورزی
Larawbar.com  2012-08-11

    
نن (جمعه د/اګست۱۰) د افغانستان د تکواندو بل اتل نثار احمد بهاوي د لندن په المپیک لوبو کې لومړۍ مسابقه د خپل مراکشي سیال سره د درې په وړاندې په څلورو امتیازونو وګټله خو دوهمه یې پر ارجنټایني لوبغاړي سیستاین ایدواردو سره دصفر په مقابل کي وبایلله.

بهاوي له مراکشې لوبغاړي سره لومړۍ لوبه په داسي حال کې وګټله چې یوه ورځ مخکې روح الله نېکپا افغانستان ته په خپل سپورتي تاریخ کې دوهم المپیکي د زیړومیډال لاس ته راوړي.

د تیکواندو دغه تکړه لو بغاړی نثار احمد خپله دریمه لوبه د نیوزیلاند سیال سره تر سره کړه چي د یوولسو پرشپږو امتیازاتو یی لوبه په ډیر مهارت سره وګټله او خپل حریف یی مات کړي.

نثار احمد بهاوی خپله څلورمه  لوبه دایتالوی لو بغاړی سره تر سره کړه. ددي لوبی په وروستیو شیبو کي ایتالوی لوبغاړی ته چانس په لاس ورغلي او بهاوی څلور دصفر په مقابل کي لوبه وبایلله.

نثاراحمد بهاوی دخپلي دوهمي لوبی په ترڅ کي د خپلي پیښي ددرد څخه ډیر ربړیدي ولي بیا یی هم خپل  مهارت اوجرئت له لاسه ورنکړي . نوموړۍ په یوه ورځ کي د څلورو لوبغاړوسیالانو سره  مخامخی مسابقي ته چمتو شواوډیر ښه وځلیدي. نثاراحمد دخپل وزن په جدول کي د تیکواندو دنړیوالو سیالیو په قطار کي پنځم مقام ځانته خپل کړی دی.

دالمپیکي لوبو په نني جدول کي نثاراحمد بهاوی د لندن د المپیک  د ۲۰۱۲ لوبو میډال څخه محروم شو.

افغان تیکواندو لوبغاړي روح الله نیکپا د بیجنګ د ۲۰۰۸ کال په المپیک لوبو کې هم افغانستان ته د ژېړو میډال ګټلی وو. او پرون یی هم دزیړو مډال ترلا سه کړي.

  نثار احمد بهاوي څو کاله پخوا په خپل وزن کې په نړۍ کې دوهم مقام ګټلي وو.

موږ ټول افغانان ددواړو لوبغاړو نیکپا او بهاوی ګډون د المپیک په لوبو کي یوستر بریالیتوب ګڼو او دوي دواړو ته دراتلونکي بر یاوو په هيله یوو.

 




بيرته شاته
 

وروستي سرليکونه

   د پښتو دټپې شاعردلاور سيلاب مړشوى

   په متنو کې دامنيتي ځواکونوپرگزمه بريد شوى

   زابل په سیوري ولسوالۍ کی یوروغتون پرانیستل شو

    دامریکاپه مشوره دافغان دولت اوطالبانوترمنځ دخبروڅرک بیاپيدا شو

   ارګ:په قطرکي دطالبانوسره دسولي خبري نه کوو

   دبشري حقونودکمیسون نوې ټاکلي کمیشنران کافي تجربه نلري

   دسعودی عربستان یوشهزاده غواړی دنړۍپه کچه ترټولوجګپوړیزي وداني جوړي کړي

   افغان دولت په قطرکي دطالبانوددفتردپرانیستلووروسته دامریکا سره دامنیتي تړون

   عمران خان د قومي اسمبلۍ دغړيتوب سوگند پورته کړ

   څلور امریکایی پوځیان ووژل سول

   د ايساف هوايي بريد اته ماين ښخوونکي ووژل

   طالبانو په رسمې ډول په قطرکي خپل سیاسي دفترپرانیستي

   تازه خبر : طالبان په قطر کی دفتر خلاصوی

   د ماين چاودني د يوه بزګر دواړي پښې پرې کړي

   ٤ ماينونه موندل سوي او له منځه وړل سوي

   په بولدک اولسوالي کي ٢ ماين ښخوونکي وژل سوي

   په ډنډ اولسوالي كي ديوه سړك دجوړولو كار پيل سو

    دايالتي اسمبلى غړى عمران مومند ووژل شو