کور / نوميالي / ارواښاد ډاکټر عبدالوکيل لراوبر افغان ولس ته خدمتونه کړيدي

ارواښاد ډاکټر عبدالوکيل لراوبر افغان ولس ته خدمتونه کړيدي

 دهيواد دكرنې دپخواني وزير ارواښاد ډاکټر عبدالوکيل لنډ ژوند ليک
 


چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه              داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي



ارواښاد ډاکټر عبدالوکيل د سردار خان زوی په ۱۲۹۸ ليږديز لمريز کال د کابل په ښار کې په يوه دينداره او روڼ اندې کورنۍ کې زيږيدلی .
لومړنۍ او منځنۍ زده کړې ئې دکابل په غازی ليسه کې په اعلی درجه پای ته و رسولې. له نوموړې ليسې څخه تر فراغت وروسته د لوړو زده کړ و لپاره له هيواد څخه بهر د هند هيواد  ته ولاړ د ليسانس دوره ئې د نوموړي هيواد په لا  لپوري پوهنتون کې د کرنې او بڼوالۍ په څانګه کې پای ته ورسوله بيا د ماسټری او دوکتورادتر لاسه کولو لپاره انګستان  او  د امريکې متحده اياﻻ توته وﻻړ ،د دوکتورا تر اخستلو وروسته هيواد ته راستون شوُ ، هيواد ته تر را ستنيدو وروسته  نوموړي هڅه کوله تر څو هغه څه ئې چې په بهر کې  زده کړي د خپل ګران هيواد د ځوانې سټې په واک کې ور کړي نو همداسبب ؤچې د کابل په عالی دارالمعلمين کې ئې دنده تر لاسه کړه  اودښوونکي په توګه ئې د افغاني بچيانو په روزلو پيل وکړاو په خورا صداقت ئې دغه دنده سرته ورسوله .


د کرنې په مسلکي ليسه کې ئې هم  د ښونکي په توګه خپل هيواداو خلکو ته د پام وړ خدمتونه کړي او په سلګو نو افغاني ځوانان ئې تولنې ته دخدمت په موخه روزلي.وروسته د نوموړي دهغې پوهې ، تقوا او کاري وړتيا له امله چې په خپل مسلک کې ئې لرله  دوخت د حکومت له خوا د هلمند وادۍ د پروژې د تخنيکي  مرستيال او ور پسې د رئيس په توګه وټاکل شو ،چې د هلمند په وﻻ يت کې ئې خپلو هلمندي هيوادوالو ته نه هيريدونکي خدمتونه وکړل چې د نوموړي وﻻيت د بغرا ستره وياله (( نهر بغرا ))د هغه د خدمتونو ستره بيلګه ده بايد يادونه وشي چې دبغرا وياله د هلمند وادۍ په خړوبولو او سمسورتيا کې ستره ونډه لري .



ارواښاد ډاکټر عبدالوکيل د هيواد د ابادۍ او ښيرازۍ سره خورا زياته مينه لرله او تل ئې هڅه کوله تر څو خپلو هيوادوالو ته د ژوند په بيلا بيلو ډګرونو کې خدمت وکړي چې د خپلې دغې سپيڅلې موخې د ﻻ سته راوړلو لپاره ئې ځان د ملي شورا غړيتوب ته کانديد کړ چې ولس ورته په ورين تندي رايه ور کړه او نوموړی ئې د خپل استازي په توګه وټاکه ارواښاد ډاکټر عبدالوکيل ،د ولس د استاز ي په توګه هڅه کوله  تر څو په ملي شورا کې د خپلو خلکو غوښتنې څرګندې او دهغو له حقوقو څخه دفاع وکړي چې پوره يوه دوره ئې دغه دنده په خورا ايماندارۍ سره ،سرته ورسوله .

داچې نوموړی  دپوره پوهې او تقوا څښتن وه،د شاهي دورې دوروستي لومړي وزيرشهيد محمد موسی(( شفيق )) دحکومت پر مهال د کرنې دوزير په توګه و ټاکل شو چې د خپل وزارت په موده کې ئې د هيواد ډيری هغه سپيرې دښتې چې چا پکې شين بوټی نه ؤليدلی،په شنو حاصلخيزو سيمو بدلې کړې .
نوموړى په هيواد  کې د۱۳۵۲  لمريز کال ،دچنګاښ د ۲۶ نيټی د سياسی بدلون په پايله کې له کاره  ګوښه  او په کور کښيناست کله چې د ۱۳۵۷ ليږديز لمريز کال د غوائی  دمياشتې په اوومه نيټه دکرملين په لمسون په ګران هيواد افغانستان کې د جمهوري   نظام پر ضد د يو شمير روس پلوه کمونستانو له خوا  کودتا وشوه چې له امله يې  زمونږ ګڼ شمير هيوادوال دخپل کور اوکلي پريښودلو ته اړ شول نوموړي هم خپل کلی اوکور پريښود اودلرې پښتونخوا دپيښور ښار ته کډه شو اوهلته ئې دپردېسۍ ژوند غوره کړ .
 ډاکتر عبدالوکيل يو پوه ؛ په هيواد اوخلکو مين شخص ؤ: له خپل ټاټوبي سره ئې زياته مينه لرله نو همداسبب ؤ چې دپرديسۍ پرمهال ئې هم دخپل هيواددسمسورتيالپاره د  CoAR, ADA, DIA, VITA    له غيردولتي موسسوسره دکرنې دسلاکارپه توګه دنده ترسره کوله .
نوموړي له خپلې پلرنې سيمې ( ميدان ) سربيره د هيواد په ګوټ، ګوټ کې د کرنې په برخه کې خپلو هيوادوالو ته د ستاينې وړ خدمتونه تر سره کړي له وردګوڅخه نيولې ترغزني ، زابل ، کندهار ، هلمندپورې ئې خپلو زوريدلوهيوادوالوته دميوه لرونکونيالګيوپه کينولوسره دهغوی داقتصادي ستونزوپه لرې کولوکې کارنده ونډه اخيستې .
ارواښاد ډاکترعبدالوکيل دپيښورپه سوات اوهمدارازدکويټې په ځينو سيمو کې هم ګڼ شمير انصاروروڼه دميوه لرونکوونوپه کينولوسره پاللي چې کولای شودبيلګې په توګه دسوات دمدين اوکالام له باغونوځخه يادونه وکړو .
نوموړي  له خپل مسلک ( کرنې ،بڼوالې ) سره خورا مينه لرله او تل به ئې بڼوالوته د هغوی د کرنيزو محصولا تودزياتوالي په اړوند سلا مشورې ور کولې .
ولسي ژونديې لروداوهڅه ئې کوله دخپلوبزګرو هيوادوالو په خواکې واوسي . له خپلورسمي دندوڅخه نيولې ترمرګه پورې ئې له جاپان ، امريکا ، بيروت ، اومنځنۍ اسياڅخه دمڼو، بادامو ، انګورو، شفتالو، ګيلاسو ، ناکو ډول ، ډول  نيالګي هيوادته راوړل اوله تکثيروروسته به ئې دهيوادوالوپه واک کې ورکول بايد وويل شي چې دنوړي دنيالګيودتکثيردمرکزونوله ډلې څخه دميدان دنرخ او دلغمان دچهاردهي سيمې ديادولووړدي .
ارواښاد ډاکترعبدالوکيل دکرنې اوبڼوالۍ په هکله په سلګونو مسلکي اوڅيړنيزې مقالې ليکلې چې پخپل وخت کې دډله ايزورسنيوله خواچاپ اوخپرې شوي . دهغه دقلمي اثاروزياته برخه په انګيسي ژبه ليکل شوې چې دنوموړي ديوشمېر دوستانوله خوا په پښتوژبه ژباړل شوي اوپه  ((افغانستان کې دباغونو پرمختګ  )) په نوم ټولګه ورڅخه چاپ شوې  .
ډاکترصيب عبدالوکيل دعلم اوپوهې سره خورامينه لرله چې له همدې امله ئې له مرګ څخه ايله څوورځې وړاندې له خپل شخصي ملکيت څخه څه دپاسه درې جريبه ځمکه دخپلې پلرنۍ سيمې  (( ميدان ، نرخ  )) دعالي لېسې دودانۍ لپاره په وړياتوګه ورکړه .
د نو موړی د پوهې او خدمتونو په هکله که هر څومره وليکل شي بيا به هم له سمندر څخه  د يوڅاڅکی اوبو د را اخستلو په مانا وي .خو لدې سره ،سره دا چې له لوی خدای څخه پرته ټول ساکښان مري نوموړی هم د ۱۳۷۹ ليږديز لمريز کال د ليندی د مياشتې په ۲۳ نيټه چې د ۲۰۰۰ زيږديز کال د ډسمبر د مياشتې له ۱۴ نيټې سره سمون خوري د هغې ناروغی له امله چې ورپيښه شوې وه ، دلرې پښتونخوادپېښورپه ښارکې لدغې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
دنوموړي ارواښاد جنازه دهغه ديوشمېردوستانواوخواخوږوله خوا هيوادته راوړل شوه اودميدان وردګوولايت دنرخ ولسوالۍ دعمرخېلو په پلرنۍ هديره کې خاوروته وسپارل شوه .
((  ار وائې ښاده او ياد ئې تل  ))
لراوبرډاټ کام د خپل قام د نومياليو لپاره ځانګړې پاڼه پرانيزي ، که تاسو درانه لوستونکي په دې برخه کي مرسته او همکاري کولای سئ نو د لراوبر افغانستان د ( ملي ) مشرانو ژوندليکونه او د ژوند خاطرې موږ ته راولېږئ larawbar.com@gmail.com