کور / طنز / سوالونه

سوالونه

سوالونه

لیکوال: شوکت علی مظفر
ژباړه : احمد شاه پاڅون

1. د میرمني خشکه ډیره زوروه ده که د خواښي ؟
2. د خاوند ژوند ژر ختمیږي که د میرمني فرمایش ؟
3. د ښځي اوښکي نارینه ژر را ماتوي که مسکا ؟
4. انجوني یو له بله ډیر حسد کوي که ښځي ؟
5. نن سبا برقه د پردې لپاره اغوستل کیږي که د څهرې د عیب پټولو لپاره ؟
6. انجوني په عذابونونکي ډیر وهل خوري که وکیلان پعذابوونکي ؟
7. د مور دعا ته خو د جنت هوا ویل کیږي ، د خواښي دعا څه شی ده ؟
8. نر او ښځه د یوه موټر دوه ټیرونه دي ، چي یو هم خراب سي د ژوند موټر ولاړ دی ، هغه څوک چي دې ښځي لري هغه ته رخشه ویلای سو ؟
9. یخی ډیر یخ وي که د یخي اوبه ؟
10. د ګراني له وجي د تیلو نرخونه لوړیږي ، که تیلو له ګرانیدو سره نرخونه ؟
11. نن سبا بریښنا ځي ، که راځي ؟
12. د چوهدري شجاعت حسین اردو ډیره ستونزمنه ده که د پیښوریانو پښتو ؟
13. پر جیو ( ژوند و کړئ ) تلیویزون د ژوند خبري ډیري راځي که د مرګ ؟
14. که پنځوس کیلو اوره وړیا در کړل سي ، نو نیم کیلو چاته په ډالۍ کي ورکوې ، ورور ته ، اخښي ته او که پولیس ته ؟
15. پر دیوال لیکل سوي خطونه ډیر اغیزمن دي ، که کتابونو کي ؟
16. د پولیسو دوستي ډیره خطرناکه ده ، که د ډاکټر دښمني
17. د نن سبا زده کوونکي څه شی ډیر لولي ، دیوالونه ، ورځپاڼي او جریدې ، کتابونه که کتابي څیرې؟
18. د ټوپک ګولۍ ډیره خطرناکه ، که ناپوه ډاکټر ؟
19. لوږه ډير خطرناکه ده که ، وږی انسان ؟
20. امریکایان له مسلمانانو زیات ویریږي ، که له اسامه ؟
21. که هنرمندان د سولي سفیران دي ، نو ایا سفیرانو ته هنرمندان ویلای سو ؟
22. شیطاني سیاست ډیر خطرناک دی ، که د شیطان سیاست ؟