کور / کتابتون – اسلام او مذهب / کتابتون : سيرت النبي ( صﷺ ) د انقلاب حکمت پرله پسې لړۍ (۱)

کتابتون : سيرت النبي ( صﷺ ) د انقلاب حکمت پرله پسې لړۍ (۱)

لمړنۍ خبري


داسلام د سپیڅلې  دین له را څرګندېدو  څخه  را په  دېخوا  مونږ په  څرګنده   توګه  وينو ، او ګورو چې  رښتیا هم ، د  الله  (ج)  له  احکامو  او د رسول اکرم صلې الله علیه وسلم  له کړو  وړو  پرته د انسانیت  او بشریت د ژغورنې  له پاره  هيڅ  بله اغیزمنه  لاره  نه شته او نه به  پیدا شي ، په تیره بیا زمونږ د افغانستان مسلمانو مجاهدینو ته  چې د خپل پالونکې رب (ج) د رضا  او د اسلامی نظام د پیاده کیدو له پاره په خپل  سر او مال  هم ډیل نه شول  ، دا خبره  اوس ښه  جوته شوه  چې  په نړۍ کې  د هوسا او نیکمرغه  هوساینې  شپې له قراني  احکامو او محمدې  ارشاداتو پرته  نشي تر سره کیداې.


داچې  مونږ مسلمانان  د سیدنا محمد صلې الله علیه وسلم د امتیانو  وياړ  لرو  راته  په کار ده  چې د بشریت د لارښود  د ستر پیغمبر د ژوند او کړونو  په هکله تر بل هر چا زیات  معلومات  ولرو  او د هغه  صلې الله علیه وسلم د مبارزو او هلوځلو په  هغوبنسټیزو تګلارو   و پوهيږو  چې د څوارلسو پیړیو را پدېخوا د انسانانو په ژوند کې  ورځ په ورځ  پیاوړي  کیږي .


ما په دې  لړ کې  د رسول الله  ( ﷺ )  د سیرت  دغه کتاب  چې  ( رسول اکرم  کي حکمت انقلاب ) ترنامه  لاندې «سید اسعد ګیلانی» په  اردو ژبه  لیکلې و او دوخت د علمي ټولنې   او حاکمانو  څخه یې طلایي  مډال ترلاسه کړې و ،  د لوست  وروسته  ډیر ارزښتمند وموند اوومې  پتییله  چې د خپل ولس  د علمي پرمختیا د ودې له پاره یې په خپلې ملي مورنۍ  ژبه «پښتو» وژباړم .  که څه هم   ژباړه یې  راته ډیر دروند  کار بریښیده  خو الله تعالې ددې  توان را کړ چې په دې  ازمونیه کې بریالې  شم . …. //


قریب الرحمن «سعید »


پیښور، د سپتمبر میاشت  (۱۹۹۱زیږدېز کال )





د کتاب پېژندنه :



نوم  :  سيرت النبي (ص) د انقلاب حکمت

انلاين چاري :  لر اوبر لوی افغانستان  http://www.larawbar.com 


د لراوبر [لوی] افغانستان نښلونکی







 د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ


د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ !     size = 262 KB   ~  وزن = ۲۶۲  کيلو بايټه