عبدالله احسان

سويډن:د خيرمحمدماموند او معصوم هوتک په وياړغونډه جوړه سوه

عبدالله احسان
Larawbar.com  2012-09-15

د پوهاندخيرمحمدماموند او پښتو ژبي د څېړونکي محمدمعصوم هوتک په وياړ غونډه نن د سويډن د مالمو په ښار کي د افغانانو د علمي او کلتوري مرکز لخوا جوړه سوه . د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز مشر حبيب الله غمخور په وينا په دې غونډه کي د سويډن او ډنمارک په ګډون د يو شمېر نورو اروپايي هيوادونو څخه تر ۱۵۰ زياتو مينه والو ګډون کړئ و .

ښاغلي غمخور د لراوبر سره په ټيلفوني اړيکه کي وويل چي غونډه دقرانکريم د ايتونو په تلاوت او ملي سرود په اورېدلو د ماپښين پر دوو ( ۱۴:۰۰ ) بجو پيل او دماخستن پر نهه (۲۱:۰۰) بجو پوري يې دوام وکړ .

د غونډي لومړۍ برخه د ښاغلي خيرمحمدماموند او دوهمه برخه د پښتو ژبي څېړونکي ښاغلي محمدمعصوم هوتک کار او زيار ته ځانګړې سوې وه ، د ښاغلي غمخور لخوا د پرانستونکي وينا وروسته په بېلابېلو هيوادونو کي د علمي او کلتوري مرکزونو او اشخاصو رالېږل سوي پيغامونه ولوستل سول او يو د غونډي ددواړو مېلمنو په اړه په غونډه کي حاضرو برخه والو هم خپلي ويناوي او مقالې واورولې. د ډوډۍ خوړلو تر تفرېح وروسته د ښاغلي هوتک او عبدالوهاب سرتېر په ګډون ټولو شاعرانو په مشاعره کي برخه واخيسته .

ښاغلي غمخور لراوبرته وويل چي د غونډي برخه والو ددواړو مېلمنو درناوئ او قدر وکړ مګر ښاغلي معصوم هوتک ته د بلني پر مهال د غونډي ټول برخه وال د هغه په درناوي پر خپلو ځايونو ودرېدل .

پوهاند خيرمحمدماموند د شوروي اتحاد د خارکوف په دولتي پوهنتون کې ۱۳۵۱ کال د ماسترۍ دیپلوم اخستی اوبیایې پر۱۳۵۴ کال د ډاکترۍ PhD دتېزس څخه دفاع کړې اود همدغه کال د میزان په میاشت کې خپل هیواد ته راستون او بیر ته د کابل پولیتخنیک انستیتوت د کیمیا په دیپارتمنت کې استاد په توگه وظيفه اجراکړېده. د خلق دموکراتيک ګوند غړی ؤ خو وايي چي وروسته يې اړيکي ورسره پرې کړې.

۱۳ بېلابېل اثار يې چاپ سوي او ۳ نور يې چاپ ته چمتو دي ، نوموړی دا مهال په هالنډ کي مېشت دی .

ښاغلی محمد معصوم هوتک په ۱۳۲۶ لمريز کال په کندهار کي زېږېدلی دی ، په ١٣٦٦ ش کال دکابل پوهنتون دژبواوادبياتوپوهنځي له پښتوڅانګي څخه فارغ او دپوهنتون د علمي شورا دفيصلې له مخي په علمي کدرکي شامل اودادبياتوپوهنځي ته داستاد په توګه معرفي سو.

په ١٣٦٨ ش کال له هيواده مهاجراوله ۱۳۷۱ش کال راهيسي په کاناډا کي مېشت دی . ښاغلي معصوم هوتک په ګڼ شمېر علمي کنفرانسونو اوسمينارونوکښي برخه اخيستې اوپه يوشمير هغو غونډوکيچې دده په وياړ جوړي سوي دغونډودکوربه اونور وعلمي اوفرهنگي ټولنولخوا ستايل سوی دی .
۳۳ بېلابېل آثار يې ليکلي چي ۱۵ يې چاپ ته چمتو دي .

د نننۍ غونډي دجريان جزيات به په تفصيلي راپور کي درته وړاندي سي.




بيرته شاته
 

وروستي سرليکونه

   د افغانستان بيا موندل شوي پانګي (پنځمه برخه)

   لرغونې آریانا ـ د رحمت آريا ژباړه ـ ديارلسمه برخه

   د مخابراتو وزارت د جدي پاملرني وړ

   غزني او د افغانستان په تاریخ کي د هغه درې ځانګړني

   ډاکټرانو په دماغ کې د درواغو ځاله موندلې

   څېړنيزه لړۍ: د تاريخي پيښو او ځانګړو لغاتونو د استعمال ترمنځ تړاو

   ارادیت Voluntarism (دپروفيسر رازمحمد راز ليکنه)

   څېړنيزه لړۍ : د بلوغ په دوره کي د توان په اړه موجود نظر غلط دئ

   د نوروز او لمريز کال په اړه څو اړين ټکي

   څېړنيزه لړۍ : د 3D د چاپ ماشين او نوی صنعتي انقلاب

   دوه وړانديزه دوې حل لاري

   د واول فونيم ارزښت د کلمې په اخير کي

   څېړنيزه لړۍ : د ترخو خاطرو په اړه سوچ وهل فکري سهوه ده

   سترګه (Oculus) دپنځوحواسواړین غړی

   یوه نۍ ، دوه نۍ … مه لیکئ !

   دډاروین Darwin تدریجي تکامل نظریه

   آیا سي ټي سکن CT Scan معاینه بدن ته زیان لري؟

   ګټمن پوستکالی - د ورانوونکو پروګرامونو حذفول (۲)