اجمل اټک يوسفزی - ناروې

څلور لارې

اجمل اټک يوسفزی - ناروې
Larawbar.com  2012-09-09

يوازې همدا څلور ول چې د ژوند په نيمه لار پاتې شول ، ګنې ډېر خلک نور هم ول که تور و که سپين و ټول راټول شول او د يوه مشر پسې روان شول ، منزل ته ورسېدل او هر يو يې د هوسا ژوند خاوند شو٠
يوازې همدا څلور تنه سرتنبه انسانان د ژوند له ډلې ووتل او له کاروانه بيل شول٠
دوی ويل : موږ په چا پسې نه ځوو ٠
يو يې دې درې تنو نورو ته وويل : ګوره موږ ټول پوهيږو چې لار اوږده او منزل ډېر لرې دی په يو کس او يو سر نه لنډيږي ځنګلونه دي ، دښتې ، غرونه ، کمرونه دي ،پېچومي دي ، ځناور دي او رنګارنګ بلاګانې راځئ درېواړه لاسونه سره ورکړئ او زما پسې شئ بې کوتکه او بې ټوپکه به مو اتفاق منزل ته ورورسوي .
درېواړو نه نه وويل نه په تا پسې خو بېخي نه درځو٠
دويم وويل: هو پوهېږم چې که په ډله او لاس په لاس ولاړ نه شوو نو د ګيدړانو او د لېوانو د خوراک به شوو، نو راځئ زه به مخکې شم او تاسې درې راپسې شئ٠
ټولو بيا سرونه وښورول نه ستا مشري هم نه منو٠
دريم وويل : چې په خطر دومره پوهېږئ نو راځئ زماپسې شئ چې بېړۍ مو د ژوندون ساحل ته پورې باسم ګنې د ځانځانۍ ښامار به مو وخوري٠
ټولو بيا پښې په يوه موزه کې کړې نه نه نه ، يو وويل راځئ دوه دوه به يوځای شو٠
نه نه زه د بل چا پسې نه ځم، هره يو فقط همدا ويل٠ لنډه دا چې تر پايه سره جوړ او يوه خوله نه شول څلور واړه پر څلورو لارو ولاړ ل او هر يو خپل لاسونه پخپله وتړل، خلکو دنيا وخوړه او دا څلور لا ورک دي خدايزده چې چېرې به شرمښانو، ګيدړانو او کارغانو خوړلي وي ٠
اجمل اټک يوسفزی/ ناروې




بيرته شاته
 

وروستي سرليکونه

   د افغانستان بيا موندل شوي پانګي (پنځمه برخه)

   لرغونې آریانا ـ د رحمت آريا ژباړه ـ ديارلسمه برخه

   په خپله انرژۍ او فکر يې ورانوى‎

   حافظه څنګه ښه او قوي کيږي (څلرمه برخه)

   د اپریل میاشت

   تهذيبي ځان خوښونه

   دوی داسي وايي خو زه داسي وايم

   ژورنالیزم اوژورنالست

   مسئولیتونه

   د پېښوري ګوټ څنډنه

   راځئ خپل سیاسي اخلاق بدل کړو

   اريا نا پښتو ادبي ټولنه

   د کاڼی کرښه

   د مخابراتو وزارت د جدي پاملرني وړ

   دماشوم پرذهن منفي اغیزې

   له عشقه تر مرګه

   د ښاري زرغونتیا د زېربنا جوړول او د هغه مدیریت

   اسلام او بشریت