کور / سياسي / سوله او جګړه

سوله او جګړه

په افغانستان کي امریکایی یرغلګر نظامی ماهران او جنرالان بيله دي چي د جګړي تباهیو ته اهمیت ورکړي، ډير پام د جګړي تاکتیکونو او ستراتیژی څیړلو ته کوي. د سولي غږونه هر سړي کوي خو هیڅوک نه سولي ته لیوال دی او نه ورته کوم میکانیزم لري چی څنګه سوله راتلل شی؟

د ۱۳۵۷ کال راهیسي چي کومه جګړه روانه ده او لا به روانه وي ټوله لوبه د بل چا په ګټه تمامیږي، د نورو مالي مرستو باندی چلیږي خو صرف افغان بچي وژل کیږی، افغان ټاټوبي ورانیږي، افغان بچي له سیال سره له سیالي وځوي، له ګاونډیو هیوادونو څخه وروسته پاتی کیږی، او بلااخیره هر څه محروم پاتي کیږی صرف جګړه پیژني ځکه چي په جګړه کي پیدا کیږي او جګړه کي مړه کیږی.

خو اوس داسي انګیرل کیږي، چی ځوان نسل پدي باندی پوه شوي چي نور سوله غواړي او پردی جګړي ته وفادار نشي پاتی کیدلي. لاکن افغان بچي د رواني جګړي اور نشي مړ کولي، دي جګړي ته د نړۍ اسلامي او کفري هیوادونه جمع ګاونډیان د پاي ټکي کیښودلي شي په هغه صورت کي چی یا د ځینو هیوادونو ګټي د تل لپاره تضمین شي او یا د ځینو هیوادونه پوه شي چی نوري د هغوي ګټي نشته په افغاستان ک دراتلونکي اداري لپاره بايد داسي حکومت منځ ته راسي چې هرافغان په هغه کې خپل ځان وويني ترڅو د محروميت او محکوميت حالت ختم سي.

دلته امریکا غواړي چي دایمي شتون او حضور اطمیناني کړي. ځکه چي امریکا کولي له افغانستان څخه منځنۍ اسیا هیوادونو هغه د تیلو او ګازو ذخیري په خپل واک کي واخلي چی نن مسکو لد لاري په اروپا باندی خپل واک چلولي.

ګاونډي هیوادونو ګټي تقریبا شریکي دي ځکه دوي څو مشترک اهداف لري، لاسپوڅي او ضعیف حکومت، ضعیف امینتي ځواک، د هغوي لپاره ښه مارکیټ او د خامو مواد تهیه کوونکي هیواد، په خپلو اوبو باندی نه قدرت لرونکي، په سیمیز او نړیوال سیاست کي د هغوي په اشاره باندی د خا او یا سر خوځول او داسي نور…..

سعودی او خلیج هیوادونه غواړي چي افغانان سلفي شي، په نړیوال سیاست کي د سعودي په اشاره باندی ستایل او غندل وکړي نو په خپلواکه توګه، د عربانو لپاره یو ښه د بازانو د ښکار مرکز وي او داسي نور….

اروپا غواړي چي هم ځانګړي ګټي ولري او هم د امریکا سره شریکي ګټي.

مسکو جمع د شمال جمهوریتونه غواړي په هغه بایللي نفوذ او قدرت بیرته ترلاسه کړي او همدارنګه منځني اسیا هیوادونه له اسلام پالي څخه وژغوري ترڅو مسکو په بشپړه ډول د منځنۍ اسیا ذخایر په خپل ګنټرول کي ولري، او تل د منځني اسیا د کازو له لاري وګواښي.

همدارنګه دوي د سولي لپاره هم ځانګړي موخي او ستراتیژی لري، دوي ته دا ټکي مطرح ندي که په جګړه کي دوي کټي تامینږي یا په سوله کي خو دوي صرف خپلي ګټي په نظر کي نیسي. نو ځکه افغان ولس هم نشي کولي چی افغانستان ته سوله راولي ځکه د سولي لپاره ګاونډي هیوادونه، اسلامي او کفري هیوادنه ځانګړي ستراتیژي لري او جګړه هم همدوي شروع کړي او دوي به یی ختموي.

پدي هیله چي نوره جګړه ختمه شي او افغانستان ته سوله راشي او افغان بچي وشي کولي چی په ارام ساه واخلي.

نړۍ مننه