کور / هراړخیز / سلفي شم كه مذهبي پاته شم ؟ دوولسمه او وروستۍ برخه

سلفي شم كه مذهبي پاته شم ؟ دوولسمه او وروستۍ برخه

يادونه : لراوبر د لوستونکو د اسانتيا له پاره ټولي برخي په يوه صفحه خو بېلي بېلي خپروي.
سلفي شم كه مذهبي پاته شم؟
لومړۍ برخه :
مخكي له دې چي پورتنۍ پوښتني ته ځواب ووايو او دا مطلب روښانه كړو چي آيا موږ ته له مذهب نه استغناء او د احاديثو په موجود كتابونو كي په كوم يوه عمل كول ممكن او صحيح دي كه نه؟ دا راته غوره ده چي د كوم مذهب تقليد وكړو او كه ټولو مذهبونو ته شا كړو، په اصطلاح سلفي شو او پر حديث عمل وكړو؟ بايد څو خبري د سريزي په توگه وړاندي كړو: د شهيد عبدالله عزام هغه تاريخي وينا مي مخي ته ځلېږي چي ويل ئې: څوك چي افغانستان ته نوى مذهب راوړي له اسلام او جهاد سره خيانت كوي!! دا وينا بايد په سرو زرو وليكل شي او هر څوك ئې خپلي مخي ته پر دېوال وځړوي. شهيد عبدالله عزام به كله چي له افغانانو سره يو ځاى لمونځ كولو نو آمين بالجهر به ئې نه كولو، رفع اليدين به ئې نه كولو، پښې به ئې آزادي نه اېښودې، دې ته به ئې ترجيح وركوله چي په لمانځه كي كوم افغان امامت وكړي، په څو اوږدو او لنډو جهادي سفرونو كي ئې زما ملگرتيا كړې، تل ئې له ما غوښتل چي په لمانځه كي ئې امامت وكړم، د ده اخلاص، قوي ايمان، هوښيارتيا او په جهاد كي د ده لويي ونډي ته په پام سره دښمنانو ونه زغملو او د داسي چا په لاس ئې شهيد كړ چي د مسلمانۍ ادعاء ئې كوله!! دښمن پرون هم دا هڅه كوله چي په اسلامي امت كي د مذهب په نامه اختلافات راولاړ كړي او نن هم، اسلامي امت ئې هغه مهال ټوټې ټوټې كړ چي د مذهب په نامه ئې د دوى تر منځ د دښمنيو اور بل كړ، په افغانستان كي د نويو سياسي او مذهي ډلو د جوړولو لړۍ د جهاد په كلونو كي پيل شوه، او د هغو ځواكونو له لوري او د ډالر او ريال په زور چي په افغانستان كي د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت له جوړېدو سخت وېرېدل. په دغو ډلو كي ځيني ئې سياسي وې او ځيني ئې مذهبي، ځينو د وحدت تر نامه لاندي اختلافات راولاړول او ځينو له افغانانو غوښتل چي خپل مخكنى مذهب پرېږدي او نوى مذهب غوره كړي. كومو ډلو چي د نوي مذهب خورولو ته ئې ملا وتړله په څو ډېرو بسيطو او فرعي مسايلو ئې تركيز كاوو او له همدې ئې د اختلاف راولاړولو وسيله جوړوله، د پام وړ اساسي او مهم مسايل ئې دا وو: د الله تعالى لپاره د خداى نوم مه كاروئ، الله تعالى هر ځاى او له هر چا سره نږدې نه دئ بلكي د عرش له پاسه دئ او پر عرش ئې استوى كړې، په لمانځه كي د قيام په وخت كي پښې آزادي ږدئ، د تكبيرونو په وخت كي لاسونه لوړوئ، آمين په لوړ ږغ وايئ، د كوم مذهب تقليد حرام دئ، هر څوك بايد مخامخ احاديثو ته رجوع وكړي او پر حديث عمل وكړي نه د كوم امام پر قول!!… غواړم په دې ليكني كي د دوى دغه وروستۍ ويناوي وڅېړم او ماهيت ئې روښانه كړم: درنو محدثينو ته دي الله تعالى ډېر ډېر اجرونه وركړي چي د رسول الله ﹽ احاديث ئې په ډېر دقت او احتياط سره او د ډېرو ستونزو په گاللو سره راغونډ كړل، روايات ئې وچڼل، د راويانو په اړه ئې ژور تحقيقونه وكړل، صحيح روايات ئې بېل كړل، د اعتماد وړ راويان ئې له كمزورو بېل كړل او د مباركو احاديثو گڼ شمېر مجموعې ئې راتلونكو نسلونو ته په مېراث پرېښودې. په دې اړه د درنو فقهاوو له لوري راغونډ شوي احاديث او د هغوى په رڼا كي فقهي احكام تدوينول او د صحاح سته امامانو خدمات د ډېري ستايني وړ دي، خو اى كاش په اسلامي امت كي داسي مدبر او د بصيرت خاوند زعيم راپيدا شوى وى چي د رواياتو په اړه ئې همغه كار كړى وى چي عثمان (رض) د قرآن په اړه وكړ، كه موږ د احاديثو او رواياتو يوه معتبره او ټول امت ته د منلو وړ مجموعه درلودى او د احاديثو موجود كتابونه د قرآن په رڼا كي له تنقيح نه وروسته په يوې مجموعې كي راغونډ شوي وى نو له سترو فتنو او اختلافاتو به ژغورل شوي وو.

دوهمه برخه :

اوس خو متأسفانه د رواياتو په بېلو بېلو كتابونو كي د مختلفو مذاهبو پلويانو ته د اعتبار وړ رواياتو كي شديد تناقضات او اختلاف خو پرېږده د احاديثو په يوه كتاب كي به گڼ شمېر متعارض روايات ومومئ، داسي چي له دوو نه به ناچار يو منو او بل به پرېږدو، دا هم نه دي په گوته شوي چي په دغو متعارضو رواياتو كي كوم يو په كوم دليل د منلو وړ دئ او پر بل ترجيح لري. زموږ گران ائمه هم له دغي ستونزي او مشكل سره مخامخ ول، ليدل ئې چي د متعارضو رواياتو له كبله په امت كي شديد اختلافات راولاړ شوي، هر څوك په ځانگړو رواياتو استناد او عمل كوى، كمعلمه خلكو ته څو روايات په لاس ورغلي، له تحقيق پرته ئې منلي، همدا ئې ځان ته مذهب گرځولى، خپله لار ئې له نورو بېله كړې، له هغه چا سره مخالفت كوي چي د دې رواياتو پر ځاى نور روايات او د ده تر رواياتو ډېر صحيح او مستند په لاس ورغلي، دا اختلاف ورځ په ورځ زياتېدو، خبره ړوند تعصب ته رسېدلې، يوه بل په دې خاطر تكفير كړى چي د ده روايات ئې ورسره نه دي منلي، درنو ائمه وو تر ډېره حده د دې فتنې مقابله وكړه، كه د دوى مباركي هڅي نه وى نو امت به داسي ټوټې ټوټې شوى وو چي راغونډول به ئې ممكن نه وو. تر ډېري مودې دا فتنه غلې وه، خو ورو ورو ئې بيا سر رااوچت كړ، بيا په امت كي داسي خلك راپيدا شول چي نه يوازي مخكنۍ فتنه ئې راژوندي كړه او ويل ئې چي هر څوك بايد په حديث عمل وكړي، او د خاص مذهب له متابعت نه ډډه وكړي، بلكي د ائمه وو د متابعت په اړه ئې ويل چي دا متابعت ناروا تقليد او شرك دئ!! دا په داسي حال كي چي ائمه وو له دې پرته بل كار نه دئ كړى چي احاديث او روايات وچڼي، صحيح له ضعيف نه تفكيك كړي، او خلكو ته وښيي چي په كوم روايت عمل وكړي او په كوم نه، هر څوك چي د حديث متابعت ته خلك رابلي نو هرو مرو به د رواياتو يوه خاصه لړۍ د هغوى مخي ته ږدي، په ځانگړيو كتابونو كي د احاديثو د راغونډولو لړۍ دغه ضرورت ته په پام سره پيل شوې، نن هم كه څوك يوازي په حديث د عمل كولو خبره كوي نو ناچار به خلكـو ته وايي چي د احاديثو كوم كتاب ته به اعتبار وركوي او د رواياتو كومه لړۍ به معتبره گڼي، او دا له دې پرته بل كار نه دئ چي نوى مذهب ته به خلك رابلي، ځيني كمعقله او ساده خلك داسي فكر كوي چي مذاهبو امت وېشلى او په احاديثو عمل كول دا اختلاف له منځه وړي، حال دا چي خبره په بشپړه توگه د دې عكس ده. د احاديثو كتابونه دومره ډېر دي چي يو ستر كتابتون ترې ډكېږي، او د رواياتو شمېر دومره دئ چي لكونو ته رسېږي، عادي خلك خو په ځاى پرېږدئ متخصصين هم له هغوى نه د احكامو په راايستو كي له سترو ستونزو سره مخامخ كېږي. كاش موږ د رواياتو داسي متفق عليه كتاب او مجموعه درلودى چي ټول امت پرې متفق وى، او په هغه كي داسي روايت نه وى چي له قرآن سره تعارض لري او يا يو ئې له بل سره، كه تاسو د رواياتو اوسنيو كتابونو ته په دقت او له تعصب نه پرته رجوع وكړئ نو نه يوازي په سلگونو داسي روايات به ومومئ چي په بشپړه توگه له قرآن سره تعارض لري بلكي په خپلو منځو كي هم دومره ژور تعارض لري چي هيڅوك ئې په تلفيق نشي توانېدى. دا تعارض به نه يوازي په هغو رواياتو كي وگورئ چي د بېلو بېلو مذاهبو پلويانو ته د اعتبار وړ دي بلكي په هغو كي به ئې هم ومومئ چي د يوه خاص مذهب پلويان ئې د ځان گڼي. د مثال په توگه د شيعه وو له نظره معتبر كتاب اصول كافي په اړه د دوى يو مشهور عالم علامه برقعي ليكي: د دې كتاب اكثر روايات جعلي، له قرآن سره متصادم او د عقل خلاف دي او رواة ئې مجهول الهويه، كاذب او فاسق دي، برقعي د اصول كافي د ترديد په اړه يو ضخيم كتاب ليكلى چي په هغه كي ئې ليكلي: كه دښمنان خبر شول چي زموږ د رواياتو په كتابونو كي داسي روايات هم راغلي چي راويان ئې خر او چنگښه دي؛ نو څه به كوو؟!

دريمه برخه :

ځيني داسي دي چي ځان ته اهل حديث او سلفي وايي او د مذاهبو پلويان مشرك گڼي، دا په داسي حال كي چي دوى په خپله د يوه خاص امام او مذهب متابعت كوي، د ډېرو ئې امام بخاري امام دئ او بخاري ئې مذهبي كتاب، او دا په داسي حال كي چي د ائمه وو په وړاندي امام بخاري داسي دئ لكه د شاگرد شاگرد، هم د احاديثو د ذخېرې له پلوه او هم د صحابه وو دور ته د نږدې والي له پلوه، د څلورو مذاهبو امامانو هر يوه ئې په دومره احاديثو استناد كړى چي بخاري ئې نيمايي ته هم نه رسېږي، په ائمه وو كي امام ابوحنيفه داسي احاديث هم روايت كړي چي له صحابه وو ئې مخامخ اورېدلي!! آيا هغه به ډېر سلفي وي چي د صحابه وو، تابعينو او تبع تابعينو متابعت كوي او له دوى نه ئې مخامخ روايات ترلاسه كړي او كه هغه چي د احاديثو كتابونه ئې له دغو دريو ادوارو نه وروسته ليكلي؟!! امام ابوحنيفه وايي: كه كوم حديث صحيح ثابت شي نو همدا زما مذهب دئ، يعني د هري قضيې په اړه زما وروستۍ رأيه همغه رأيه ده چي صحيح حديث ئې وړاندي كوي!! د دې معنى دا ده چي د امام ابوحنيفه مذهب د صحيح احاديثو مجموعه ده، هغه هر صحيح حديث د خپلي فتوى بنسټ گرځولى، روايت ئې په هغه صورت كي نه دئ منلى چي اسناد ئې ضعيف او متن ئې د قرآن او درايت خلاف موندلى. او دا كار هر امام كړى او هر هغه څوك به ئې كوي چي مسلمان وي، پر قرآن ايمان ولري او د خاص مسلك او مذهب په اړه ړوند تعصب ونه لري. روايت خو يوازي په هغه صورت كي د منلو دئ چي منشأ ئې قرآن وي يا لږ تر لږه له قرآن سره تعارض ونه لري او د عقل خلاف نه وي، څوك چي پر قرآن ايمان لري نو نه د قرآن يو آيت داسي تعبيروي چي له گڼ شمېر نورو آيتونو سره په تعارض كي راشي او نه داسي روايت مني چي له قرآن سره تعارض لري. په رواياتو كي د اختلاف يوه بېلگه د لمانځه څرنگوالى دئ، گورو چي په دې اړه د مذاهبو تر منځ اختلاف دئ چي د تكبيرونو په دوران كي رفع اليدين وشي كه نه، د فاتحې په پاى كي آمين په جهر او لوړ ږغ وويل شي كه په ټيټ ږغ، د قرائت پر وخت لاس چېري، پر سينه يا پر نامه كېښودى شي او يا ځوړوند پرېښودل شي، د قيام په وخت كي پښې څنگه او څومره يوه له بلي لري كېښودى شي… دا په داسي حال كي چي په زرگونو صحابه وو د پيغمبر عليه السلام لمونځ په خپلو سترگو ليدلى، په جمع ئې لمونځ ورپسي كړى، ټول حركات ئې ليدلي، خو سره له دې د همدې لمانځه د څرنگوالي په اړه مختلف روايات د دې باعث شوي چي بېلو بېلو مذهبي ډلو بېل بېل صورتونه غوره كړي!! كاش زمونږ درنو فقهاوو لږ تر لږه د لمانځه د هيئت په څېر مسايلو كي اختلاف نه درلودى، ټولو د مدينې منورې د خلكو لمونځ او څرنگوالى ئې معيار گڼلى وى او نن د ټولي نړۍ د مسلمانانو لمونځ يو شاني وى، د پيغمبر عليه السلام نږدې اتلس زره لمونځونه د مدينې خلكو په خپلو سترگو ليدلي او په خپلو غوږونو ئې اورېدلي او خبر ئې نسل په نسل له يوه بل ته انتقال شوى، خو متأسفانه مونږ په دې كي هم د امت تر منځ د اختلاف شاهد يو، د كوفې، مدينې او شام د فقهاوو ترمنځ اختلاف دئ، دا درې مراكز په هغه وخت كي درې ستر ستر سياسي مراكز وو، د سياسي مراكزو اختلاف په فقهي مسايلو كي له اختلاف سره يو ځاى شو او دا دئ تر نن پوري د دې لړۍ روانه ده، هر څومره چي دا سياسي مراكز زيات شوي همدومره اختلاف ورسره پراخ ابعاد موندلي، مصر، استانبول، مرو او خراسان هم د كوفې او شام په څېر په سترو سترو سياسي مركزونو بدل شول او مزيد مذهبي اختلافات ئې وزېږول. دا مشكل به هغه وخت حل كېږي چي ټول اسلامي امت واحد ستر سياسي مركز ولري، او همدا مركز د مذهبي اختلافاتو د ختمولو لپاره داسي كار وكړي لكه عثمان (رض) چي د قرآن د مختلفو نسخو د توحيد په اړه وكړ او د يوه ستر اختلاف مخه ئې ونيوله.

څلرمه برخه :

د رواياتو دغو ارزښتناكو زېرمو هغه فتنه تر ډېره حده پاى ته ورسوله چي د اسلام دښمنانو، غرضي او مرضي كړيو او ناپوه مسلمانانو راولاړه كړې وه، په مسلمانانو كي د اختلافاتو راولاړولو لپاره له ځانه احاديث جوړول، غلطي، كمزورې، نيمگړې او د قرآن خلاف ويناوي ئې پيغمبر عليه السلام ته منسوبول، د سياسي اغراضو لپاره د قرآن آيتونه او د پيغمبر عليه السلام احاديث په داسي بڼي كي تعبيرول چي ټگماران خپلي موخي پرې ترلاسه كړي، هغه لويه فتنه وه چي په امت كي د تفرق او د سياسي اختلافاتو او شخړو پر مهال رامنځته شوه، هر څومره چي د اقتدار مراكز زياتېدل او د اقتدار د خاوندانو ترمنځ اختلافات تشديد كېدل نو د جعلي رواياتو او موضوعي احاديثو لړۍ تقويه كېده، تر هغي ورځي چي د اسلامي امت د اقتدار سياسي مركز يو وو، ستر اسلامي خلافت له يوه دارالخلافه نه اداره كېدو، مدينه له سياسي لحاظه دارالخلافه وه او له علمي پلوه د ارشاد او دعوت مركز، ټول اسلامي امت لدغه واحد مركز نه ديني او علمي لارښووني او سياسي پرېكړي ترلاسه كولې، خو كله چي سياسي مركز له مدينې نه كوفې بيا شام او مصر ته انتقال شو، نو د مدينې په خوا كي درې نور علمي او ديني مراكز جوړ شول، دغه مهال وو چي سياسي اختلاف مذهبي رنگ غوره كړ، بېل بېل مذاهب رامنځته شول او د رواياتو بېلي بېلي مجموعې جوړي شوې، د عباسيانو د اقتدار په مهال دا اختلافات خپلي لوړي كچي ته ورسېدل، شيعه مذهب هم په دغه دوران كي رامنځته شو، كه څه هم د دې مذهب بنسټ د يهودي عبدالله بن سبا له لوري اېښودل شوى او دى د هغي فتنې محرك وو چي په ترڅ كي ئې لومړى عثمان (رض) او بيا علي (رض) په شهادت ورسېدو، خو د ده تحريك هغه مهال د يوه مذهب بڼه غوره كړه چي اقتدار له امويانو نه عباسيانو ته انتقال شو او عباسي واكمنانو غوښتل چي د امويانو په ضد د هغو خلكو مرسته او ملاتړ هم ترلاسه كړي چي د علي (رض) ملاتړي او پلويان ول، د امويانو د اقتدار پر مهال د علي (رض) ځيني اولاد د ايران او خراسان په لوري هجرت ته اړ شول، د زوړ ايران سياسي او مذهبي مشرانو د مسلمانانو له هغو مشرانو سره ژوره كينه په زړه كي درلوده چي ايران د دوى د واكمنۍ په دوران كي فتحه شوى وو، دوى ته دا موقع په لاس ورغله چي د علي (رض) د خواخوږو په توگه راوړاندي او د علي (رض) د اولاد ملاتړ وكړي او د علي (رض) حب او ملاتړ ته د يوه مذهب بڼه وركړي. دوى د رواياتو داسي لړۍ ځان ته جوړه كړه چي يوازي د علي (رض) اولاد ته منسوب شوي، نهج البلاغه او اصول كافي د دوى د رواياتو دوه مجموعې دي چي د علي (رض) له شهادت نه نږدې څلور سوه كاله وروسته رامنځته شوې. دوى د قرآن د آيتونو په اړه په داسي رواياتو باور لري چي ښيي د قرآن ډېر آيتونه د علي (رض) او د ده د اولاد په هكله نازل شوي، دا په داسي حال كي چي د ټول قرآن په يوه آيت كي هم نه صراحتاً او نه اشارتاً داسي آيت تر سترگو كېږي چي د علي (رض) او د ده د اولاد په اړه وي، خو دوى د دغو آيتونو لپاره داسي شأن نزولونه له خپله ځانه جوړ كړي چي خپله ادعاء پرې ثابتوي، په دې كي داسي مسخره او خندوونكي روايات هم شته چي وايي: والشمس اى علي، والقمر اى فاطمه، والتين اى علي، والزيتون اى فاطمه!! يعني په قرآن كي چي الله تعالى په لمر يا انځر لوړه كړې له دې مراد علي دئ او په سپوږمۍ او زيتون له لوړي نه مراد د فاطمې پر سر لوړه ده!! كه څوك ورته ووايي: چي الله تعالى ولي دوى په خپل اصلي نومونو نه دي ياد كړي؟ الله تعالى د ابولهب نوم اخلي او د دوى نه، د هارون عليه السلام نوم يادوي او د دوى نه، ولي به ئې داسي الفاظ كارولي وي چي هر څوك بله معنى ترې اخلي؟ آيا الله تعالى غواړي چي خلك په شك كي واچوي؟ الله تعالى خو فرمايي چي په دې كتاب كي د شك ځاى نشته، داسي آيت په كي نشته چي څوك ئې د معنى په پوهېدو كي شك وكړي، الله تعالى خو فرمايي چي قرآن آسان دئ، څرگند او مبين دئ، د ټولو اختلافاتو د حلولو وروستۍ مرجع ده، خو دا څنگه تاسو په قرآن كي اختلاف راولاړوئ او دا اختلاف په رواياتو حل كوئ!! هيڅ ځواب نه لري.

پنځمه برخه :

په اهل سنت و جماعت كي هم داسي خلك راپيدا شول چي د قرآن په ځاى روايات وروستۍ مرجع گڼي، د آيت صراحت ته هيڅ اعتناء نه كوي، دې ته نه گوري چي د هر آيت معنى بايد تر هر څه د مخه په خپله په قرآن كي ولټوو او كه په قرآن كي مو ونه مونده نو رواياتو ته رجوع وكړو، روايت يوازي په هغه صورت كي ومنو چي د قرآن له كوم څرگند آيت سره تعارض او اختلاف ونه لري، پر قرآن د ايمان تقاضاء دا ده چي د هر څه په اړه د لارښوونو وروستۍ مرجع او د اختلافاتو د حل وروستۍ پرېكړه ئې وگڼو، دا خواركيان كله كله د قرآن په ځينو آيتونو د خپل مسلك د اثبات لپاره استناد كوي او وايي: قرآن موږ د الله تعالى او د هغه د پيغمبر په اطاعت مكلف كړي يو، نو په حديث عمل خو د دغه حكم تقاضاء ده، كه څه هم دا خبره په خپل ذات كي صحيح ده خو دوى ئې په غلطه تعبيروي او دا معنى ترې راباسي چي د هر هغه روايت متابعت پر موږ فرض دئ چي دوى ئې صحيح گڼي كه څه هم له قرآن سره تعارض لري، دې ته ئې پام نه دئ چي د پيغمبر اطاعت يعني د قرآن اطاعت، كه څوك غواړي د پيغمبر عليه السلام اطاعت وكړي نو په دې قرآن دي عمل وكړي، كوم څه چي له پيغمبر عليه السلام نه موږ ته په بشپړ امانت او د ټولو صحابه وو په اجماع سره رارسېدلى دغه قرآن دئ، الله تعالى خپل پيغمبر د دغه قرآن د تبليغ لپاره غوره كړى، د پيغمبر عليه السلام اصلي مأموريت دا وو چي دغه قرآن تر خلكو ورسوي، پيغمبر عليه السلام په قرآن دومره تركيز كولو چي د يوه روايت له مخي ئې د عمر تر پايه چا ته د احاديثو د ليكلو اجازه نه وركوله او د بل روايت له مخي د مدينې تر ورستيو كلونو پوري. د احاديثو له ليكلو نه د ممانعت په سبب گورو چي له احاديثو نه د گوتو په شمېر داسي دي چي په تواتر سره تر موږ رسېدلي، داسي احاديث ډېر لږ دي چي ټولو صحابه وو پرې اتفاق كړى وي او په مقابل كي ئې داسي روايت نه وي چي په معنى او الفاظو كي ورسره اختلاف ونه لري. احاديث خو د قرآن له شرحي او تفصيل نه پرته بل څه نه دي. د رواياتو د يوې خاصي لړۍ په اړه ړوند تعصب د دې باعث شو چي شيعه له ټول امت نه بېله لار غوره او په امت كي د اختلاف باعث شي، دوى د زرگونو صحابه وو له لوري وړاندي شوو رواياتو ته شا كړه او يوازي هغه ئې ومنل چي د علي (رض) اولاد ته منسوب وو، همدغه غلطه تگلاره په دې منتج شوه چي دوى په ټولو صحابه وو د نفاق او ارتداد حكم وكړي، له پيغمبر عليه السلام نه وروسته علي (رض) او زامن ئې د هغه ځاى ناستي او د خلافت اصلي او يوازني وارثين وبولي او ابوبكر، عمر او عثمان (رض) او ټولو هغو صحابه وو ته د غاصب په سترگه وگوري چي له علي (رض) نه پرته ئې له بل چا سره بيعت كړى او د بل په خلافت راضي شوي، حال دا چي علي (رض) په خپله له مخكنيو خلفاوو سره بيعت كړى او نه يوازي دا چي تل ئې په لمانځه كي په هغوى پسي اقتداء كړې بلكي خپله لور ئې عمر ته په نكاح وركړې!!

شپږمه برخه :

د امام حسين (رض) لپاره به د محرم په ورځو كي توره جامه اغوندي او د محرم په لسمه به د هغه د شهادت وير كوي، په مسخره، كركجنو، خرافي او اسلام ضد حركاتو او ناولو بدعتونو سره به دا ورځ لمانځي؛ خو په عمل كي به په كربلا او نجف باندي د صليبي ځواكونو د بريد په وخت كي د يرغلگرو مرسته كوي او د دوى په لاس د زرگونو هغو مسلمانانو د وژلو به هيڅ پروا نه كوي چي د امام حسين په څېر د ظلم او تېري مقابله كوي!! پر يزيد به لعنت وايي خو په عمل كي به تر يزيد نه د لازيات ظالمو واكمنانو ملگرتيا او له بې دينه، منافق، ظالم او مفسدو واكدارانو سره بيعت كوي!! كه د پيغمبر عليه السلام په ژوند كي دومره مسلمانان په عراق او افغانستان كي وژل شوي وى، مگر هغه مبارك به د كربلا تر شهيدانو په دغو شهيدانو زيات نه وو خواشينى شوى؟!! دغه شيعه چي نن په عراق او افغانستان كي د عاشورى په لسمه ځانونه وهي؛ د افغانستان او عراق په نيولو كي ئې له امريكايانو سره لاس يو كړ، په كربلا او نجف ئې د امريكايانو د بيرغ رپېدا ومنله، په داسي حال كي د عاشورى د ورځي مراسم لمانځي چي امنيت ئې امريكايانو نيولى!! دا ټول د څه لپاره او وجه ئې څه ده؟ په غلطو رواياتو باور په دې ډنډ كي پرې ايستل. په اهل سنت و جماعت كي هم دوى ته ورته يوه ډله جوړه شوه، په هر هغه چا ئې د كفر فتوى وركوله چي د دوى د رواياتو لړۍ ئې نه منله. په دې كي هيڅ شك نشته چي له اهل بيت او حسين (رض) سره د دوى د محبت ادعاء هسي يوه دروغجنه سياسي لوبه ده، دا د دوى پلرونه ول چي له حسين (رض) سره ئې خيانت وكړ، كوفې ته ئې وروبللو خو خپلي ژمني ئې تر پښو لاندي كړې او د يزيد په هغه لښكر كي شامل شول چي حسين (رض) او د ده ملگري ئې شهيدان كړل.

اوومه برخه :

يقيناً چي الله تعالى د همغه منافقت سزا نن د دوى اولادونو ته وركوي، داسي چي د هغه د شهادت په ورځ به ځانونه په خپله په زنځيرونو وهي!! دا هم په بشپړه توگه سياسي وجوهات لري چي د اهل بيت په نامه ئې روايات راايستلي او هغه ئې د خپل مذهب لپاره مستمسك جوړ كړي. د دې لپاره چي روښانه شي پر رواياتو مخامخ عمل كول څومره گران كار دئ، د بخاري څو لومړني روايات ستاسو مخي ته ږدم چي وگورئ د هغوى له منځه د يوه انتخاب څومره دروند او ستونزمن كار دئ: بخاري په دې حديث پيل شوى: حَدَّثَنَا الْحُمَيْدِىُّ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ الزُّبَيْرِ قَالَ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ قَالَ حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ سَعِيدٍ الأَنْصَارِىُّ قَالَ أَخْبَرَنِى مُحَمَّدُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ التَّيْمِىُّ أَنَّهُ سَمِعَ عَلْقَمَةَ بْنَ وَقَّاصٍ اللَّيْثِىَّ يَقُولُ سَمِعْتُ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ – (رض) – عَلَى الْمِنْبَرِ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ ﹽ يَقُولُ ( إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ، وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى، فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى دُنْيَا يُصِيبُهَا أَوْ إِلَى امْرَأَةٍ يَنْكِحُهَا فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْهِ). عبدالله بن زبير حميدي له سفيان نه، هغه له يحيى بن سعيد الانصاري نه، هغه له محمد بن ابراهيم التيمي نه روايت كوي چي له علقمه بن وقاص نه ئې اورېدلي چي ويل ئې: عمر بن الخطاب (رض) د منبر پر سر وويل: له رسول الله ﹽ نه مي واورېدل چي فرمايل ئې: يقناً چي عملونه په نيتونو پوري تړلي دي، او يقيناً چي هر چا ته هغه څه دي چي نيت ئې كړى، نو چا چي هجرت د دنيا لپاره وي چي په برخه ئې شي يا د كومي ښځي لپاره چي په نكاح ئې كړي نو هجرت ئې د همغه څه لپاره دئ چي هجرت ئې ورته كړى. بخاري دا حديث اته ځلي راوړى، په ټولو كي يَحْيَى بْنِ سَعِيد له محمد بن ابراهيم نه هغه له عَلْقَمَةَ بْنِ وَقَّاصٍ او هغه له عمر (رض) نه روايت كړى، له يحيى نه وروسته راويان بېل بېل دي، د بخاري په نورو رواياتو كي هم دا تكرار تر سترگو كېږي، كاش بخاري د روايت متن يو ځل راوړلى او په خوا كي ئې د راويانو مختلفي سلسلې بيانولى، په دې سره به هم لوستونكو ته كار آسانه شوى وو او هم به د بخاري حجم راكم شوى وو، په دې صورت كي به د بخاري اوسنى ضخامت نږدې پنځمي برخي ته راكوز شوى وو. كه دغو اتو رواياتو ته ځير شئ نو وبه گورئ چي په الفاظو كي ئې توپيرونه شته، ځيني ئې لنډ او ځيني ئې اوږده دي، ځيني الفاظ په يوه كي راغلي او په بل كي نه، په يوه كي (الاعمال) او په بل كي (العمل) په يوه كي (النية) او په بل كي (النيات)، په يوه كي (لامرىٍ) او په بل كي (لكل امرىٍ) او همداسي نور توپيرونه. بخاري دغو توپيرونو ته په پام سره اړ شوى چي ټول روايات راوړي او قضاوت ئې لوستونكو ته پرېښى چي كوم ترې غوره كوي.

اتمه برخه :

دا حكم ئې نه دئ كړى چي كوم روايت له كومو الفاظو او تركيب سره ارجح ورته برېښي، حال دا چي دا ډېره مهمه او ضروري مسئله ده، كه نه نو لوستونكى په شك كي لوېږي چي په يوې موضوع پوري اړوند رواياتو كي كوم يو ومني، په كوم يوه عمل وكړي، په يوې جملې كي د يوه لفظ تغيير په معنى كي ډېر بدلون راولي، لكه په دغه لومړني روايت كي لوستونكي ته دا پوښتنه راولاړېږي: ټول اعمال په نيت پوري تړلي دي او كه كوم خاص عمل (ځكه په يوه كي العمل او په بل كي الاعمال) راغلي، پيغمبر عليه السلام د (نية) صيغه كارولې كه د (نيات)؟، د وينا اصلي بڼه كوم روايت منعكس كړې؟ د بخاري د لوستلو په دوران كي به تاسو ته يوه بله مسئله هم مخي ته راشي، هغه دا چي وبه گورئ د روايت سياق او سباق ته له اشارې پرته د كلام يوه برخه رااخيستل شوې، لوستونكى په دې نه پوهېږي چي دا حديث كله ويل شوى؟ په څنگه حالت كي ويل شوى؟ تر دې مخكي څه ويل شوي؟ دا د يوې بشپړي وينا كومه برخه ده كه يوه مستقله وينا؟ د قرآن او حديث يو ژور توپير په دې كي دئ چي د قرآن هره سوره يوه مستقله موضوع ده، د سورې آيتونه يو له بل سره تړلي دي او په گډه ئې دا يو مشخص مضمون جوړ كړى، هر آيت په خپله په ځانگړې توگه هم يو مطلب افاده كوي او له مخكي او وروسته آيت سره په گډه هم، د آيت سياق او سباق ته په پام سره د هغه مطلب په واضح او بشپړه توگه د لوستونكي مخي ته راځي، خو د احاديثو كتابونه داسي نه دي، د پيغمبر عليه السلام هره وينا او خطبه په بشپړه توگه نه ده رااخيستل شوې، بلكي هر راوي د وينا يوه ځانگړې برخه حفظ كړې او هغه ئې نورو ته انتقال كړې، داسي نه دي شوي چي چا مثلاً د پيغمبر عليه السلام يوه بشپړه خطبه ليكلې وي او نورو ترې اقتباس كړې وي، پيغمبر عليه السلام دا اجازه نه وه وركړې، د هغه تأكيد پر دې وو چي يوازي قرآن وليكل شي، حفظ شي او نورو ته انتقال شي. طبيعي ده چي د يوې خطبې ټول مطالب په بشپړه توگه حفظ كول كه محال نه وي نو ډېر گران كار دئ، هر چا د خطبې يوه برخه حفظ كړې او نورو ته ئې ويلې، دا هم ډېره طبيعي ده چي په الفاظو كي تبديلي راشي او د ځينو الفاظو پر ځاى مترادف الفاظ راشي، د همدې لپاره محتاط كسان د پيغمبر عليه السلام د هر حديث په پاى كي وايي: او كما قال رسول الله ﹽ: او يا لكه څنگه چي رسول الله ﹽ فرمايلي!

نهمه برخه :

همداراز كه دغو اتو رواياتو ته ځير شئ نو هرومرو به دا پوښتنه درسره پيدا كېږي چي پيغمبر عليه السلام تر دې د مخه څه ويل؟ آيا د هجرت په اړه ئې خبري كولې كه پر دې چي د عمل تعلق له نيت سره څنگه دئ؟ د بحث اصلي موضوع څه وه؟ ځكه يوازي په دې خبري له پوهېدو وروسته ويلى شو چي د نيت او عمل تر منځ دا تعلق عام دئ كه خاص؟ يوازي د هجرت په څېر نيك عمل احتوى كوي كه هر عمل؟ د روايت له وروستۍ برخي داسي معلومېږي چي پيغمبر عليه السلام د هجرت په اړه بحث كولو، د همدې بحث په ترڅ كي ئې ويلي چي هجرت هغه عمل دئ چي د انسان نيت ئې څرنگوالى ټاكي. دا ځكه چي د نيت او عمل تړاو په لاندي صورتونو كي وي: 1- نېك نيت او نېك عمل، 2- بد نيت او نېك عمل، 3- نېك نيت او بد عمل، 4- بد نيت او بد عمل، 5- يوازي نېك نيت له عمل كولو پرته، 6- يوازي بد نيت له عمل كولو پرته. په دغو شپږو صورتونو كي د نيت او عمل تړاو يو شانته نه دئ، په ټولو كي دا خبره صدق نه كوي چي نيت د عمل څرنگوالى ټاكي، يوازي په نېك عمل كي نيت اعتبار لري، په بد عمل كي نيت اعتبار نه لري، نېك نيت له عمل كولو پرته هم معتبر گڼل كېږي او انسان پر بد نيت له عمل نه پرته نه نيول كېږي. بد عمل په هر صورت كي بد دئ، كه ئې تر شا نېك نيت وي يا بد نيت، دلته نيت هيڅ اعتبار نه لري. دغو خبرو ته په پام سره په بشپړ اطمئنان سره ويلى شو چي دا روايت د پيغمبر عليه السلام د هغي وينا يوه برخه زموږ مخي ته ږدي چي د هجرت په اړه ئې كړې. نو په دغو رواياتو كي هغه راجح دئ چي د (الاعمال) پر ځاى (العمل) په كي راغلى. دغو خبرو ته په پام سره گورو چي له مختلفو رواياتو نه د يوه غوره كول نه يوازي دې ته ضرورت لري چي د راويانو په اړه دقت او تحقيق وشي بلكي په الفاظو او تركيب كي ئې هم بايد له درايت او دقت نه كار واخيستل شي، دا ځكه چي په رواياتو كي د الفاظو او د هغوى د تركيب له پلوه پراخ او ژور توپيرونه تر سترگو كېږي، او دا يوه طبيعي خبره ده ځكه چي روايات تر هغو محدثينو پوري په ليكلي بڼه نه دي رسېدلي چي د كتاب بڼه ئې وركړې، خوله په خوله انتقال شوي، په ټولو كي به وگورئ چي د (حدثنا) او (قال) الفاظ راغلي، داسي مورد به ډېر لږ په نظر درشي چي په ليكلې بڼه كي كوم روايت له يوه بل ته رسېدلى وي. د امت فقهاوو دغو خبرو ته په پام سره مختلف، متعارض او حتى متضاد روايات چڼلي، يو ئې ترې غوره كړى او هغه ئې د يوه حكم بنسټ گرځولى، او اختلاف رأى ئې پاى ته رسولى، خو د حديث هغه كتابونه چي له ائمه وو وروسته ليكل شوي دا كار ئې نه دئ كړى، دا دئ گورئ چي بخاري يو روايت اته ځلي نقل كړى، داسي چي په الفاظو كي ئې ډېر توپيرونه دي، له دوى نه د يوه انتخاب ئې لوستونكو ته پرېښى!! د بخاري ټول هغه روايات به دې ته ورته ومومئ چي په مكرره توگه ئې نقل كړي، په ځينو كي خو به دومره شديد تعارض وگورئ چي تلفيق ئې قطعاً امكان نه لري او له دې پرته بله هيڅ چاره به په نظر نه درځي چي له ټولو نه يوازي يو غوره كړئ.

لسمه برخه :

او دا هم په هغه صورت كي چي د ترجيح دلائل ومومئ كه نه نو په متعارضو رواياتو عمل كول بايد متوقف شي. دې خبرو ته په پام سره بايد ووايو: څوك چي ځان ته اهل حديث وايي او گمان كوي چي هر څوك كولى شي له بخاري نه احكام راوباسي او عمل پرې وكړي، نه د فقهاوو آراءو ته په مراجعې اړ كېږي او نه د رواياتو چڼلو او تنقيح ته، سخته اشتباه كوي او دا وينا ئې يا له كمعلمۍ او يا له ړانده تعصبه راولاړه شوې. د بخاري دوهم حديث دا دئ: حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يُوسُفَ قَالَ أَخْبَرَنَا مَالِكٌ عَنْ هِشَامِ بْنِ عُرْوَةَ عَنْ أَبِيهِ عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ الْمُؤْمِنِينَ ﷹنَّ الْحَارِثَ بْنَ هِشَامٍ – (رض) – سَأَلَ رَسُولَ اللَّهِ ﹽ فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ كَيْفَ يَأْتِيكَ الْوَحْىُ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﹽ« أَحْيَانًا يَأْتِينِى مِثْلَ صَلْصَلَةِ الْجَرَسِ – وَهُوَ أَشَدُّهُ عَلَىَّ – فَيُفْصَمُ عَنِّى وَقَدْ وَعَيْتُ عَنْهُ مَا قَالَ، وَأَحْيَانًا يَتَمَثَّلُ لِىَ الْمَلَكُ رَجُلاً فَيُكَلِّمُنِى فَأَعِى مَا يَقُولُ ». قَالَتْ عَائِشَةُ ﷹوَلَقَدْ رَأَيْتُهُ يَنْزِلُ عَلَيْهِ الْوَحْىُ فِى الْيَوْمِ الشَّدِيدِ الْبَرْدِ، فَيَفْصِمُ عَنْهُ وَإِنَّ جَبِينَهُ لَيَتَفَصَّدُ عَرَقًا. دا حديث هم بخاري دوه ځلي رااخيستى دئ، په دوهم كي راويان دا دي: فَرْوَةُ له عَلِىُّ بْنُ مُسْهِرٍ نه، هغه له هِشَامِ بْنِ عُرْوَةَ نه، هغه له خپل پلار نه، او هغه له عَائِشَې ﷹ نه روايت كوي چي حَارِثَ بْنَ هِشَام له رَسُولَ اللَّهِ ﹽ څخه وپوښتل: يا رسول الله! وحي څنگه درباندي راځي؟ نو رسول الله ﹽ وفرمايل: كله كله د زنگ د غږ په څېر راته راځي، او دا تر ټولو راباندي سخته وي، او په داسي حال كي رانه جلا شي چي په وينا ئې پوه شوى وم، او كله كله (د وحي حامل) فرشته د يوه سړي په بڼه كي راته تمثيل شي نو خبري راسره وكړي او په هغه څه پوه شم چي وايي ئې، عائشې ﷹ وويل: ما د سختي يخنۍ په ورځ ليدلى چي وحي پرې نازلېده او بيا په داسي حال كي ترې بېلېده چي پر تندى به ئې خولې بهېدې. دلته هم په دواړو رواياتو كي څو توپيرونه تر سترگو كېږي: په يوه كي (كل ذاك) الفاظ شته او په بل كي نشته، په يوه كي ويل شوي چي (وحى) د (صلصلة الجرس) په څېر راته راځي او په بل كي ويل شوي چي فرشته د (صلصلة الجرس) په څېر راته راځي، په يوه كي د (وَهْوَ أَشَدُّهُ عَلَىَّ ) الفاظ تر نورو مخكي او په بل كي دا الفاظ وروسته راغلي. كه غور وكړو نو دا راته جوته كېږي چي د فرشتې راتگ له (صلصلة الجرس) سره تشبيه كول مناسب نه برېښي، خو د وحي راتگ له (صلصلة الجرس) سره تشبيه كول موزون معلومېږي، نو په يقين سره ويلى شو چي لومړى روايت تر دوهم ارجح دئ. د قرآن له وينا سره يوازي لومړى روايت اړخ لگوي ځكه قرآن د وحي درې صورتونه بيانوي هيڅ انسان ته نه ښايي چي الله ورسره تكلم وكړي مگر په وحي سره، يا د حجاب له شا نه يا دا چي فرشته ولېږي او هغه څه د ده په حكم ورته وحي كړي چي غواړي ئې، يقيناً چي هغه باحكمته لوړ دئ. دلته د وحي درې صورتونه ښودل شوي: 1- مخامخ وحي، 2- تكلم خو د حجاب له شا نه او 3- د فرشتې په لاس وحي، قرآن موږ ته وايي چي دوهم صورت ئې (د حجاب له شا نه تكلم) له موسى عليه السلام نه پرته له بل پيغمبر سره نه دئ شوى، دوه نور صورتونه ئې داسي دي چي يو ئې بلاواسطه وحي ده او بل ئې بالواسطه او د فرشتې له لاري وحي، نو ځكه يوازي هغه روايت د منلو دئ چي له قرآن سره اړخ لگوي، او همدا خبره كوي چي وحي دوه صورتونه لري: له فرشتې پرته وحي او د فرشتې له لاري وحي، يوه ئې صلصة الجرس ته ورته او بله ئې د انسان په بڼي كي د فرشتې له لاري، له دې نه معلومېږي چي هغه روايت دقيق نه دئ چي دواړه د فرشتې له لاري وحي گڼي، يو ئې له لري او بل ئې د انسان په بڼي كي د تمثيل له لاري. بخاري نه دلته او نه په نورو مواردو كي دا ويلي چي له متعارضو رواياتو نه كوم يو ئې تر بل ارجح دئ او په كوم يوه ئې بايد عمل وشي، كوم يو ئې له قرآن سره اړخ لگوي او كوم نه، هغه غوښتي هر هغه روايت په امانت سره ثبت او نورو ته ورسوي چي تر ده رسېدلى او اسناد ئې د اعتبار وړ ورته برېښېدلي. دا ئې لوستونكو ته پرېښې چي كوم يو غوره كوي. ښايي د بخاري د دوو لومړنيو رواياتو په اړه دا تحليل او څېړنه به كافي وي چي د نورو د څرنگوالي په اړه قضاوت وكړو.

دوولسمه برخه :

د دغو رواياتو په اړه يوازي هغه څوك صحيح پرېكړه كولى شي او ارجح ئې ټاكلى شي چي هم د قرآن په تفسير پوه وي، هم د درايت خاوند وي، هم ئې د حديث نور كتابونه لوستلي وي، هم د بخاري ټول روايات ورته معلوم وي او هم ئې د سيرت كتابونه لوستلي وي، او په اختصار سره يو فقيه وي، خو متأسفانه اوس داسي كمعقله او بې علمه كسان گورو چي له كوم استاد نه د بخاري په لوستلو او د پگړۍ په تړلو سره به داسي مغرور شي چي گمان به كوي د يوويشتمي پېړۍ مفتي اعظم شو، په هغو ائمه وو به اعتراضونه او نيوكي كوي چي امام بخاري ئې د يوه شاگرد حيثيت لري. دا په داسي حال كي چي دى به نه د بخاري د رواياتو په معنى سم پوهېږي، نه به د رواياتو ترمنځ تعارض درك كولى شي او نه به د دوو متعارضو رواياتو ترمنځ د ارجح د پېژندا پوهه او درايت لري