کور / شعر / مــــوري

مــــوري

موري ستا په هر قدم کي ښه حکمت دی
په نامه کښي دي را نغښتی ډیرعزت دی
زړه سرکښه مهربــانه خـدای درکــــړی
په وینا کښي دي احســـاس دشفــــقت دی
در واري دي سم سل ځله ستا په پښو کي
ستا په مینه مي اخیستی لـــوی قـــوت دی
چي رایاد کړم ستا دغېږ خواږه خوبونه
په هــر وخت کي مي لیـــدلی کرامت دی
دحکمت نبوغ چي ستا په زړه کي ویــنم
په هـــر ځای کي يوروښانه حقیـــقت دی
چاته مور یې چاتـــه خور یې چا ته مینه
امانزيه ژونــد د مور لـــوی برکــت دی

امانزی ۱۲مارچ ۲۰۱۱ناروي