کور / هستوي فزيک / د نوو ستورټليزو موندنه

د نوو ستورټليزو موندنه

د امريکا خلاي ادارې ناسا انفراريډ دوربين ( تپوش لروينی) ، وايز (هيښيار)، داسې تشياله څېرې موندلې دي چې کومې له تر اوسه پورې د تشيال په دوندکې وروکې او پټې وې. ټوليزه وينی يواځې د رڼاګانو وړانګې ليدلې شي او وايز د څيزونو د تپ (ګرمايښت) لهرونه هم ويني. دغسې د دې ألې په وسيله د پينۍ (کاينات) د يوې ډيرې ځلنده څېرې موندنه شوې ده.


د دې موندنو په سبب اوس ماهرفلکيات دا مالومولې شي چې ستورټليزې او تورغار(بلېک هول) څنګه په وجود کې راځي. د هر يو ستورټليز په مينځ کې يو تورغار وي خو هر يو تورغار بېلابېلې خوبۍ لري . ځنې بنډه غارونه داسې وي چې د خواوشا ګازونه ، دوندونه او سيارې رانغاړي او ځنې بانډه غارونه دومره متره (انرجي) شيندي چې تر لرې لرې پورې سيارې جوړولو ته نه پرېږدي.



ستورټليزې او بانډه غارونه دواړه په يووخت جوړيږي خو ساينسپوهانو له مالومه نه کړی شوله چې داسې ولې او څنګه کيږي او سببونه يې څه وي؟


د ٫ وايز، په موندنو کې د ټولونه مهمه مينده يو ٫ ټروژن، نومې سيارچه ده چې په ۲۰۱۱ کې يې موندلې وه. خو دې سره سره د ستورټليزو موندنې هم ډيرې مهمې دي. د ناسا ساينسپوهان واي چې د تورغار پېری اوس د کابو لاندې راغلی دی. د ناسا ساينسپوه سترن او د هغه ملګرو د وايز موندنې او دهغه رالېږلي ايکس ريز انځورونه د نوسټار نومې دوربين په وسيله بيا اوکتل او د وايز د انځورونو رښتېاينه (تصديق) يې وکړه. ډاکتر سترن واي چې وايز دوربين څيزونه مومي او نوسټار دوربين يې شننه او رښتياينه کوي. د دې نه مونږ دا مالوموو چې بلېک هول څنګه کار کوي.


تر اوسه پورې نزدې زر ستورټليزې موندلې شوې دي. په دغو کې ځنې زمونږ د لمر نه يو زر کهرب ګونه زياتې روښانه دي. د دغو ستورټليزو موندلو دپاره وايز د تشيال ټولې لمنې کتلې دي. د دغو سپينولارو د څېړنې نه دا خبره مخې ته راځي چې ځنې بانډه غاړونه د ستورټليزو نه مخکې جوړيږي. داسې برېښي لکه چې اګۍ د چرګې نه مخکې پېدا کيږي.


موريځه!


بي بې سي اردو سروس