کور / تازه خبرونه / دخاکريز ولسوالۍ سړک په اساسي ډول جوړيږي

دخاکريز ولسوالۍ سړک په اساسي ډول جوړيږي

د خاکريز ولسوالۍ اوسيدونکو له دولت څخه په خپله ولسوالۍ کي د امنيت د ټينګښت غوښتنه وکړه ، د خاکريز ولسوالۍ يوه قومي مشر وويل : بيخي ډير په مشکلاتو کي اخته يو ، زموږ سره دي دولت همکاري وکړي چي د ولايت څخه تر خاکريز ولسوالۍ پوري سړک جوړ او امنيت دي تامين کړي . هغوی نيوکه وکړه چي دولت د خاکريز ولسوالۍ شاوخوا کي په امنيت تامينولو کي پاته راغلی دی .


کندهار والي اسدالله خالد وويل : دامنيت تامينول يوازي ددولت کار نه ، بلکي سيمه ايز اوسيدونکي هم بايد د امنيت په تامين کي برخه واخلي ، نوموړي وويل چي په نژدې راتلونکو ورځو کي به د کندهار ولايت څخه تر خاکريز ولسوالۍ تر منځ غځېدلی سړک په اساسي ( پوخ ) ډول جوړ کړي .