کور / راپور / سويډن: د خيرمحمد ماموند او معصوم هوتک وياړ غونډه

سويډن: د خيرمحمد ماموند او معصوم هوتک وياړ غونډه

دپوهاند خيرمحمد ماموند اوپښتوژبې تکړه ليکوال اوڅېړونکی الحاج محمدمعصوم هوتک دعلمی زيار اوچوپړددرناوی اوستاينې دعلمی کنفرانس دجوړېدو رپوټ .


د روان۲۰۱۲  م کال دسپتمبر په  ۸ مه دپوهاندخيرمحمد ماموند اوپښتوژبې دپياوړي ليکوال ،څېړونکی اوشاعر دعلمی هڅواو زيارددرناوی  اوهڅونې تر نامه لاندي دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکز،دوستۍ فرهنگي ټولنې اوارياکلتوري ټولنې په گډه همکاری درنه  علمی او ادبي  غونډه جوړه سول .



غونډه دافغانستان دمشهوراو وتلي قاري ،قاري مبين  لخوادقرانکريم دڅومبارکوايتونو په تلاوت او ملي سرود په اورېدلو پيل سوه . کله چي ملي سروداورېدل کېده دغونډي برخوال داحترام په توگه پر خپلو ځايو ودرېدل .


دملي سرودتراورېدو وروسته دراغلو مېلمنو هريوپوهاند خيرمحمد ماسموند،محمدمعصوم هوتک وتلی اوپياوړی شاعر عبدالوهاب سرتير،پوهنمل حاجي محمدنوزادي اوډاکتر ظفرلرغون ته بلنه ورکړل شوه تر څوټاکل سوی ځاي ته  تشريف راوړي .


دغونډي په پيل کښي دمالمو دښاردهيلي دناحې داوسېدونکوسره دکلتوري او ټولنيزچارومسول ښاغلي انتوتوميچ دمالمودښاراوټول سويډن په استازيتوب ددې کنفرانس برخه والوته  هرکلی ووايه اودداسي کنفرانسونوجوړول ئې دولسونوترمنځ دکلتوری مناسباتواوافغان نسل دسالمی روزنې په لارکښي سترگام وباله .هغه وويل دغه تالارچي نن يوځل بياتاسوپکښي راټول سوی ياست څوځله دافغاني پوهانواوقلم خاوندانو ددرناوی اوافغان زلموته ددوي دوپېژندنې دنړيوالوغونډواوکنفرانسونوشاهد دی کوم چي دافغانانوپه مټ اوځان گړې توگه دحبيب الله غمخورپه زياراوهڅوجوړېږي .



هغه زياته کړه موږ تاسوته پدې کلتوري اوعلمی هڅوکښي دلازياتوبرياو هيله کوو،اميد چي ددې ښکلی غونډي کارموهم په بری اودخوښيوپه فضاي کښي پايته ورسېږي اوله دې کنفرانس نه هغه څه ترلاسه کړی دکوم لپاره چي سره راټول سوی ياست .دخپلوخبروپه اخر کښي ئې ښاغلي حبيب الله غمخورته دگلوگېډۍ اويوټوک هغه کتاب چي مالموښارپکښي انځورسوی ډالی کړ اودښاغلي غمخورلخوادمننې په څرگندولوسره ومنل سوه.


ترهغه وروسته دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکزاودوستۍ ټولنې دمشرتابه جرگومشر ښاغلي حبيب الله غمخورته بلنه ورکړل سول ترڅوغونډه په خپله پرانيستونکې وينارسمی توگه پرانيزي .




دښاغلي غمخورترپرانستونکې ويناوروسته دارياناکلتوری ټولنې مشر ښاغلي کبير اميري نه غوښتنه  وشول چې دخپلې ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب پېغام  واوري .


ترپیغام اورولووروسته ښاغلي پوهنمل حاجي محمدنوزادي ته بلنه ورکړه سول چي خپله  ويناواوروي .


دښاغلي نوزادي  د خپلي ويناپه يوه برخه کښي غوښتنه وکړه چي دخداي بخښلي پير محمد کاکړ قبر چي دورانېدوپه حال کښي دی په اساسی بڼه دوباره جوړاوهمدا ډول  دمحترم محمداعظم سيستاني  کتاب د((نقش وزیر فتحخان و . . . ) په نوم  چې دښاغلي حاجي محمدنوزادي لخواپښتو ته ژباړل سوی په خپل شخصی لگښت چاپ کړي .


دښاغلي نوزادي صاحب تر وينا وروسته  په لندن کښي مېشت افغان ليکوال .ژباړونکی اوفرهنگپال فدامحمدنظری لاس پورته کړ، ترلاس پورتره کولو وروسته هغه ته دنظر څرگندو لواجازه ورکړه شول ،ښاغلي فدامحمد نظري دکنفرانس گډون والوته په خپلو خبرو کښي وويل  ،ددې کنفرانس په وياړ زه حاضر يم چې دخداي بخښلي پير محمد کاکړ قبرپه خپلو پيسو په اساسی بڼه جوړکړم ترڅودله منځه تللو امکانات ئي ورک او دمحمداعظم سيستاني د((نقش وزیر فتحخان و . . . ) په نوم  کتاب چي پښتو ته ژباړل سوی په خپل شخصی لگښت چاپ کړم ،اميد چي دمالمو اوسويډن پر هنگپال زماداډالۍ ددې کنفرانس په وياړ ومني .




ورپسې ښاغلي حاجي حکمت الله حکمت ته  بلنه ورکړه سوه چي دافغانستان دوتلي اوياوړ ي  شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني پيغام ولولي،ترهغه ورسته دښاغلي وديرساپي نه هيله وسول چي د افغان – ډنمارک د لیکوالواو په ډنمارک کې دکونړ دفرهنګی ټولنو پیغام ولولي بياښاغلي ډاکتر ظفرلرغون  دوينالپاره دريځ ته راوغوښتل سو، دښاغلي خان محمد مصلح صاحب نه  غوښتنه وسول چي دهلمند ادبی بهير راليږل سوی پيغام ولولي،تردې وروسته ښاغلي هلمند شيرزاددښاغلی حبيب وقار رالېږل سوې ليکنه دغونډي برخه والوته ولوستل ،بياله ښاغلي شاولي آرين ته بلنه ورکړه شول چي دډنمارک داغوس دښاردافغانانود ټولنی پیغام واوروي .


دغونډي دلمړۍ برخې په ورستی شېبوکښي دپوهاند دکتورخيرمحمد ماموند صاحب نه هيله وسول چي دکنفرانس گډونوالوته خپله ويناواوروي,کله چې ښاغلی ماموندصاحب له خپل ځاي نه ستيج ته راتلی دکنفرانس گډونوالو لخواپداسي حال کښي چي هغه ته داحترام اودرناوي په خاطرپر پښودريدل په گرمو چکچکوبدرگه کړ  .دوينامتن دغونډي ددې رپوټ ضميمه دی .



دپوهاند ماموند ترعالمانه ويناوروسته د۱۵ دقيقولپاره تفريح اعلان سول ، دتفريح په وخت کښي دکنفرانس دگډونوالو لپاره تازه او وچه ميوه ،کوکالااوفانتاپه نظرکي نيول سوې وه .


تريوې لنډې دمې وروسته دغونډي دوهمه برخه پيل شول .
دغونډي پدې برخه کښي داکتر محمدنعيم مفتون ستيج ته دکامران پښتومطبوعاتي مرکز اودجنوبي
پښتونخوادليکوالوټولني  پيغــام لوستلولپاره بلنه ورکړه شول.


دپيغام تراورېدو وروسته دپښتوژبې تکړه شاعر ښاغلي بېکسيارصاحب څخه غوښتنه وشول چي دپوهاند دوکتورزيار راليږل سوی پيغام ولولي ،تردې وروسته له ښاغلي رحمت الله سرداردريځ ته راوبلل شوترڅود کانديداکادمېسن محمداعظم سيستاني رالېږل سوی پيغام دغونډي برخواله ته واوروي بياښاغلی ولايت خان ځدراڼ له کاناډانه دډاکتر صاحب نثارصمدراليږل سوی پيغام ولوست ،په هلمند ولایت کي دملغلري ښوونیز مرکز مشر رالېږل سوی پيغام  شاهين اميري لخوا ولوستل سواوهمدا ډول ښاغلي اجمل مومنددختيځ ادبی بهير رالېږل سوی پيغام واوراوه ،بياښاغلي يرغل ساپي له کندهارنه رالېږ ل سوی دعلامه رشاد اکاډيمۍ پېغام ولوست اوترهغه وروسته ښاغلي زمري محقيق صاحب ته بلنه ورکړه شول چي په ډنمارک کښي دکلتوري ودي ټولنې پيغام واروي ولولي .


دغونډې ددوهمې برخې په پاي کښي له ښاغلي محمد معصوم هوتک  نه هېله وشول ترڅو ستيج ته تشريف راوړي اودغونډي له برخوالو سره دزړه خواله وکړي،ديادولووړده کله چي ښاغلي هوتک دستيج په لور ولاړسوله هغه سره يوځاي دغونډي برخوال له خپلو ځايوداحترام په دودپورته اوهغه ئې په اوږدوچکچکوسره بدرگه کړ .



ترکومه ځايه چې دښاغلي محمدمعصوم هوتک ويناشفاهی وه زه غواړم دهغه دوينااساسي ټکې په گوته کړم : ښاغلي هوتک دوینا عمده ټکي دخپل قلمي فعالیت درې استقامتونه په گوته کړل،چي یوئې دکره لیکني په باب اندېښنې اوپه هغوکي دپښتودټولو لهجوپه پام کي نه نیول ئې په سرکي راتلل اودغه رازدنوولغاتوجوړول ئې هم داندېښنې وړوبلل . دوهمه برخه ئې دمتونوسم برابرول اوپه دې برخه کي تېروکارونوته انتقادي کتنه اودریم ئې دکلاسیک ادب مقایسه له اوسنیوپښتولهجوسره وه. هغه په خپلوخبرو کښي وويل چې په دې درواستقامتوکي يې شل کاله کارکړی دئ چي محصله ئې پرمعیاري ژبه دمعیارپه نامه یوه څېړنه، دپښتو متون سمېدل غواړي اوله کندهاره تراټکه کتابونه دي .


هوتک صاحب څرگنده کړه مادمعیاري ژبي دمنځ ته راتگ له پاره دپښتنوپرباسواده کولو،په پښتنوکي دتعلیم وتربیې پر پراخېدلو اودپښتنودټولنیز،اقتصادي اوسیاسي ژوندپرمتکامل کېدلوباندي زورواچاوه اوپښتنوته مي وویل چي دژبي دمعیاري کېدوله پاره لومړی دپښتنودټولولهجوڅېړنه، دپښتنوداقتصادي، ټولنیز اوسیاسي حالت لوړېدل او متکامل کېدل لازم دي . که داکارونه سي نودمعیاریت درجې ته ژبه نسي رسېدلای . دم درحاله مي پښتنوته سپارښتنه داده چي پښتوفرهنگ ته دي کاروکړي، لیکني دي پکښې وکړي، ترجمې دي وکړي. خیردئ که هغه یوڅه لهجوي توپیر هم ولري. دسرسرکېدلواوچاڼ کاربه ئې راتلونکووختوته پرېږدو. ښاغلي هوتک صاحب په خپلوهراړخيزه  خبرو کښي دلهجودنزدې والي اونزدې کېدلوله پاره دټولولهجوته پردرناوي کولوباندي فشارواچاوه اوځوان نسل ئې په پښتوليکلواوپښتوته راژباړلوته وهڅاوه .


دښاغلی هوتک تر هر اړخيزي عالي ويناوروسته  ښاغلي حبيب الله غمخور څخه هيله وسول  چې په افغاني دوداودستور زموږ دغودرنواومنلوپوهانوته لنگۍ ورپرسراوددوي له علمی اوادبی چوپړنه ددرناوي او ستاينې په خاطردوي هريوپه برابرسوی ستاينليک په ورکولو ووياړي .



کله چي ښاغلی غمخورستيج ته راغلی دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکزدمشرتابه جرگې غړو دښاغلي مياجان محمدی اوښاغلي انجينرعبدالاحدعزيزي نه ئي هيله وکړه چي پوهانوته دډالی په وړاندي کولوکښي له نوموړي سره يوځاي اوسی،هغوي هم راغلل او دواړوپوهانوته ئې لنگۍ ورپرسراوستاينليکونه ورکړل  .


دستاينليکونوتر ورکولو وروسته  له ښاغلي حبيب الله غمخورنه غوښتنه وشول چي زددې غونډي يوبل برخوال ځوان سپورتمين او دسپورت په ډگر کې ځلېدلې څيره مالک جان ارش دغونډې درنو برخوالوته ته وروپېژني .



ښاغلي غمخور په سويډن اونړيواله کچه دامامآدسپورت په برخه کښي ددې سپورتي لوبي قهرمان دغونډي برخوالوته ورپېژندلولپاره ستيج ته رادعوت کړ اوهغه ئي دکنفرانس گډونوالوته وروپېژاند،دټولوافغانانونه ئې غوښتنه وکړه چي داکتوبرپر ۶ مه په هغه سپورټي نړيوالوسياليوکښي چي داروپاپه کچه دمالمو پښارکي جوړېږي دارش جان دهڅوني په خاطردهغه شاته ودرېږي اوهغه په خپل فعال گډون تشويق کړي ،هغه ته ئي دگلوگډۍ ډالی اودلوي څښتن له دربارنه  دلازياتوبرياوغوښتنه وکړه .دښاغلي غمخور ترلنډي ويناوروسته


ښاغلي مالک جان ارش  دخپل ژونداوسپورټي لوبوپه هکله معلومات ورکړاوهمدا ډول ئي هغه دقهرمانۍ گټلوکمربندکوم چي په نړی والوسياليوکښي ئي ترلاسه کړی وو دغونډي برخوالودليدولپاره نندارې ته وړاندي کړ .ښاغلی ارتش دغوندي دبرخوالولخواپه زياتوچکچکواوچېغوبدرگه شو.


 دغونډي تر ددې برخې په پاي کښي دکنفرانس ټول گډونوال دشپې ډوډۍ خوړلوته دعوت سول کوم چي دمېلنو اوکنفرانس دگډونوالولپاره برابره سوې وه .


دريمه برخه مشاعره وه  :


دمشاعرې په برخه کښي چې داغلي لطيفې کاکړ لخوادشعرپه ويلو پيل سوه ،وتلو شاعرانو هريوه ښاغلي سلام اندړ, اوترهغه وروسته ښاغلی محمدمعصوم هوتک ته بلنه ورکړه سول چي په خپل شعردامشاعره نوره رنگينه کړي ،دهغه تر شعر اورولووروسته ، ښاغلي ارمان ،ښاغلي عبدالمالک بېکسيار ،ښاغلي ډاکتر مفتون ،ښاغلي هلمندشيرزاد ښاغلي ودير ساپي ،ښاغلي هيواد شيرزاد،ښاغلی خابن محمد مصلح صاحب ،ښاغلي عبدالقدوس رحمت زی دښاغلي نيازمحمد پياوړي ،ښاغليولايت خان ځدراڼاونورولخواښکلی شعرونه ولوستل سوه .دمشاعرې په پاي کښي دافغانستان دوتلي اوپېژندل شاعر ښاغلي عبدلوهاب سرتيرصاحب نه غوښتنه وشول چي ديوه پېژندل ساوی اومشر شاعرپه توگه په خپلوښکلو اوزړه راکښونکوشعرونودکنفرانس اومشاعرې لمڅی راونغاړي.


دکنفرانس کارچي دځوانو شاعررانوښاغلي ولايت خان ځدراڼ اوښاغلي  نيازمحمد پياوړي لخواپرمخ بېول کېده،دورځې پردو بجو پيل اودشپې دلسوبجوپر شاوخوا دښاغلي غمخورغونډه دکنفرانس دگډون والو، ويناوالودرنو شاعرانو اوټولوهغو دوستانونه چي په خپلوهر اړخيزه مرستواوملاتړئې دکنفرانس دجوړېدو زمينه برابره کړې،په ځانگړې توگه له ټولوهغونه چې دکنفرانس دکاردسمبالښت ،عکاسی اوفلمبرداری،په مالموکي دژوندون تلوزيون همکار اوکامره مين ښاغلي وارث خان دولتزی ،هغوځوانانونه چي دکنفرانس  دگډون  والونه دډوډۍ خوړلوپر وخت مېلمه پالنه کړې  اودسالون د پاک ساتلو په برخه کښي نه ستړي کېدونکي زيار ايستلي دمننې څرگندولوسره په هيوادکي دسولي اوثبات راستنېدواوملي يووالي دټينگېدوپه دعاپاي ته ورسېده  .


په غونډه کي دغه ليکني واورول سوې :


De bijlage kan niet volledig worden weergegeven, omdat deze te groot is.
Als de bijlage afbeeldingen bevat, worden deze niet weergegeven.  De oorspronkelijke bijlage downloaden
 


 


پرانيستونکې وينا


دلوي اوبخښونکی څښتن تعلا په سپېڅلې نامه !


اغلو اسوښاغلو


اجازه راکړۍ تر هر څه وړاندي  په سويډن کې دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز،ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوارياناکلتوري ټولنې دمشرتابه جرگوپه استازيتوب له تاسودرنو،پوهانو،فرهنگيانو،په اروپاکښي دفرهنگی ټولنو استازو،ليکوالواوشاعرانوته چې دپښتوژبې دپياوړي ليکوال،څېړونکي او شاعرښاغلي محمد معصوم هوتک اودطبعی علوموپوهانددوکتورخيرمحمد مامونددعلمي هڅواوزيارددرناوی په خاطرپدې درنه علمی غونډه کي ئې دگډون لپاره مودنړۍ له مختلفو هيوادونه تشريف راوړۍ دزړه له کومي ښه راغلاست په ویلوسره تاسو ټولو درنو مېلمنوته کورودانی وايم ،هر کله راشۍ خداي موراوله .


اغلو اوښاغلو!


زموږ ننۍ ادبي غونډه چي  د۲۰۱۲ زکال دسپتمبر پر اتمه دسويډن دمالمو په ښارکې جوړه شوېده ددطبعي علوموپه برخه کښي افغا نستان دپياوړی عالم اوڅېړونکي پوهاندخيرمحمدمامونداودپښتوژبې پېژندل شوی اووتلی ليکوال  اوشاعر ښاغلي محمد معصوم هوتک دعمر پنځه شپېتم پسرلی درارسېدودلاري څارلو اودپښتوژبې په برخه کښي دده علمی اوڅېړنيزوگټورولاسته راوخړنواوهڅودرناوي ته ډالی شوېده .


زه پداسي حال کښي چي خپل دقدروړمېلمنو هريوه پوهاندصاحب خيرمحمدمامونداوښاغلی محمدمعصوم هوتک صاحب ته دروغتيا،ښېرازه اوهوساژوند ددوام هليه کوم . زه ستاسو هريودخپل گران هيواد افغانستان دزورېدلی اوکړېدلی ولس اوپه ځانمگړې توگه  ځوان نسل ته دعلمی چوپړپه لارکښي تل ځلانده،پياوړی اوسرلوړي غواړم .


دوستانو!


زموږ دپاره دوياړ ځاي دی چي نن موږسره پدې درنه غونډه کښي دافغانستان  پېژندل سوی اوسرکښ شاعر ښاغلي عبدالوهاب سرتيردراډيوافغانستان پېژندل سوی سندرغاړی ښاغلي استاديارمحمدعليزی او تاسوغوندي درانه شخصيتونه ،فرهنگيان او فرهنگپال اودمالمو ښاردهيلي ناحې دټولنيزواوفرهنگی کارونودادارې مشراومرستياله پدې درنه ادبی غونډه کي له ځان سره لرو .


اغلو اوښاغلو!


زموږ لپاره دزياتی خوښې ځاي دی چې دټولوورځنيو مصروفيتونوسره پدې علمی کنفرانس کښي دگډون لپاره له کاناډا، انگليستان،المان، هالنډ،ناروي،ډنمارک اوسويډن له مختلفوښارونه زموږ دهيوادوپيژندل سوی ليکوال ، شاعران ،دفرهنگي ټولنواستازي اوفرهنگپال کډون لري.


ځان مکلف بولم دهغوعلمي اوفرهنگپالوشخصيتونواوټولنونه  مننه وکړم کوم چي له بهرنه ئي زه دې ملي چوپړته هڅولی يم .


ترکومه ځايه چي په افغانانوکښي متل دی وايي که يولرې سل ځله اوکه سل لرې هريو،يوځل وپوښتۀ،دهمدې منل سوی اصل له مخې دپوښتنو اوگروېږنوپه درشل کښي ښاغلي رحمت آريا سره په مشوروکښي هغه زموږسره دداسې غونډو په جوړولوکښي نه يوازی داچي همږغی وو،بلکي داکارئي ستايه ،دوتلي ژورنالست ،ليکوال اوژباړونکی ښاغلي دادو جنبش ،ښاغلي طارق بزگراوپه هالنډکښي مېشت افغان ډاکتر ظفرلرغون چي له نېکه مرغه دادي نن زموږسره غونډه کښي گډون لري ،له استرتاليانه زموږ تکړه اوپېژندل سوی ليکوال ښاغلي هدايت صاحب  نيک اوهڅونکی نظر درلود. دمولانا داکتر سعید افغاني دسولی وتفاهم نشراتي ارګان ، نشراتي بورد،په افغانستان کي يوشميرفرهنگی ټولنواوادبی بهريرونو،ځانگړوشخصيتونولکه پېژندل سوی ليکوال ښاغلي حبيب الله رفيع ،دافغانستان راډيواوتلوزيون لوي رئيس ښاغلی زرين انځور،تاريخ پوه پوهنوال رسول باوري، پوهنمل ډاکټر عبدالواحدنظری،اسدالله غضنفر،په کندهارکي ځوان ولي هڅاندفرهنگپال ښاغلي روهيال  اوداسي نوروکه دټولونمونه يادکړم وينابه په کتاب بدله سی،همدا ډول په  اروپا،امريکا اوله افغانستان څخه دکابل،کندهار،هرات ،بلخ ځوانانو،هلمند، بادغيس،پلخمری،ننگرهار،لغمان،کنړ،پکتيا،لوگر،خوست،روزگان،زابل،غزني،له لعلونوډک بدخشان،کاپيسااوپروان څخه مې دافغان روڼ اندواوهغوچي له وطن اوافغان ولس له علمی اوفرهنگی غوړيدوسره مينه لري اوپدې لارکښي دافغانستان په ستونزمنوشرايطوکښي نه ستړي کېدونکی زيارباسي ددې علمی کنفرانس دجوړېدواوپه ژوندوني دهيواددعملی اوادبی شخصيتونو دستاينې اوهڅونې دلړۍ له دوام سره خپل ملاتړ اودهرډول مرستوژمنه دبرېښان ليکونواوتليفون په مټ تر لاسه کړېده .


غواړم دهمدې درنې غونډي له ترېبون څخه دغوټولوفرهنگی شخصيتونوافرهنگپالوځوانانو،فرهنگی ټولنواو ادبي بهيرونوڅخه  ددوي دملي اخلاص،هڅونې اوملاتړله امله دزړه له کومې مننه وکړم .


درنودوستانو!


غواړم يوځل بيادا څرگنده کړم چې داستاسوافغان فرهنگپالوبې ساري معنوی مرستو،ملاتړاوډاډ برکت دی چي موږ دلته په مالمو کښي هرکال دداسي علمي اوتاريخي غونډوپه کوموکښي چي موږ بېله کومې موخې اوهدف نه دخپل هيوادعلمی اوادبي شخصيتونوپه وياړ ددرنوغونډوپه  جوړېدوسره نه يوازي داچي دوي په ژوندکښي خپل دغه علمی اوانساني زيارته هڅووبلکې دهمدې غونډواوکنفرانسونوپه مټ په بهراوکوردننه افغانستان کښي خپلو هيوادوالوته داو رپه گوته کړوچي تاسو هم  دنړۍ له نورولسونه کم وياړلي علمي او ادبی شخصيتونه نلري .


همدا ډول غواړم دهمدې درنې غونډي له تريبون څخه دتاند،لراوبر،بينوا،دعوت،کوفي،ټول افغان ،افغان جرمن انلاين  ،تل افغان ،سپرغۍ ،ياران ،خوست ويب پاڼواوهمدا ډول په گران افغانستان کښي ديوشمېرډله ايزورسنيونه دزړه له کومې مننه وکړم ،چي ددې غونډې دجوړېدوپه لارکښي ئي زموسره ډيره مرسته کړې او دخبرپه خپرولوکښي ئي له بيلابيلو ابتکارونه کاراخيستۍ .


غواړم په درناوی سره تاسوته  خبردرکړم چي همدا شان دنړۍ دمختلفو هيوادوڅخه  زيات شمير افغاني ليکوالواوپوهانوددې علمی اوادبی غونډي  په ادرس له محتواډکي ليکنې اوپيغامونه راليږلې دي،زه يې دوخت دکمښت له امله دټولوديادولونه ډډه کوم،دټولو څخه دمننې په څرگنده ولوسره دبېلگې په توگه له انگلستان نه دپوهاند دوکتور مجاويراحمد زيار،دامريکادمتحده ايالاتونه دافغانستان  وتلي شاعر،ليکوال اوڅېړونکی ښاغلي عبدالباري جهاني،دپښتوژبې تکړه ليکوال اوڅېړونکی  ښاغلی  ډاکترصاحب رحمت زيرکيار،له کاناډانه زموږ پېژندل سوی ليکوال ډاکتر نثاراحمد صمد،زموږتکړه ليکوال اوڅېړونکی ښاغلی حبيب وقار، دکندهارپوهنتون ،له جرمنی نه دافغان سینماـ تیاتردمرکز مشرپوهنمل ډاکټر عبدالواحد نظری ، کاندید اکادمیسین محمد اعظم سیستانی،له هالنډنه ليکوال اوشاعر ښاغلي ولي محمد نورزی له کوزی پښتونخوانه دکامران پښتومطبوعاتي مرکز کوټياو دجنوبي پښتونخوادليکوالوټولني،له کندهارنه دعلامه رشاد اکاډيمي مشرتابه،په هلمند ولایت کي دملغلري ښوونیز مرکز،دهلمند ادبي بهير،له همېشه بهارننگرهار نه دختیځ ادبي بهیر،له جرمنی څخه انجنیر شېرساپی,له ډنمارک نه پوهندوی آصف بهاند ,ډنمارک داغوس ښاردافغانانو ټولنې , په آسترلیا کی د آفغان آسترلیا د بشر دوستانو دټولنی ،ددوست آواز راډیو او دبشر دوستانود ویب پاڼی  اوداسي نور فرهنگی ټولو،بنيادونواوسازمانونوپېغامونه اوليکنې رارسېدلي.


هغه دوستان چي دلته په غونډه کښي گډون لري هغوي به خپلې ليکنې اوپېغامونه واوروي اوهمدا ډول به دغونډي دوخت په نظرکي نولوسره ديو شمېرفرهنگی ټولنوپيغامونه تر تاسو پوري درورسوو،هغه چي ونه لوستل سي هغه به دکنفرانس له ټولوليکنواوپيغامونوسره يوځاي دکنفرانس په اړوند مجموعه  کښي چاپ اودويب پاڼوپه مټ به دټولوهيوادوالودلوستلو لپاره وړاندي شي .


درنو دوستانو!


واقيعت خودادۍچي تاسو په خپل گډون،پيغامونو اوبرېښنا ليکونوسره موږ ته وياړ راوباخښه  اوموږ مونورهم  وهڅولوترڅوپه راتلونکی کښي هم دافغاني کلتوراوژبو دپياوړتيا اواووياړلو شخصيتونودرناوي اوهڅونې ته تردې لاهم زياته پاملرنه وکړواو ددغه ډول درنوعلمي او فرهنگي غونډود جوړيدو جوگه شو .


پر ځاي ئي بولم دکوربه ټولنودمشرتابه جرگوپه استازيتوب دهر هغه چانه چي زموږ سره ئې ددې درنې غونډي په جوړېدو، دکارونو په سمبالښت  اودميلمنوپه هرکلي کښي بې سارې مرسته کړېده دزړه له کومې مننه په څرگندولوسره دويته کورودانۍ وايم . زه دخپلو دغودوستانوپدې ډول هراړخيزه ملاتړوياړم اوددوي ملاتړاوهڅونه ددې لامل گرځېدلې چي موږدداسي کنفرانسونودجوړېدوپه کارکښي نه ستړی کېږو،کورمو ودان لوي څښتن موتل خوشحال اوبريالي لره.


همدا ستاسو بې سارئ ملاتړ دی چي موږ دمالمو په ښارکې دهر ډول غونډو دجوړېدو جوگه کېداي شو.


زموږ لپاره دخوښۍ اوافتخارځاي  دي چي يوځل بيا دهيواد دداسي پياوړوعلمی شخصيتونودعلمی اوادبی چوپړدستاينې اودرناوی په موخه دداسي علمی اوادبی درنې غوندي دجوړيدوجوگه سولو.


بلې دوستانو!


موږ غواړوپه دوامداره توگه ځوان  نسل دغه ټکي  ته متوجه کړو چي بايددخپل هيواد دتاريخ  اووياړنو علمی،ادبي اوسياسي شخصيتونوپه اړوندکره اودقيق معلومات ورلري . موږ غواړودورته غونډوپه مرسته  خپل ځوان نسل ته عملأ داور په گوته کړوچي ددوي دهيوادمنلو علمی شخصيتونوددې لپاره چي وکولاي شي خپلې ټولنې اوبشريت ته گټور تمام شي له څومره کږلېچونواوله کړاونو تېرسوی  اوژوندتر وروستۍ سلگی پوري دعلمی هستونوپه مټ دخپل ولس په خدمت کښي دي .


اغلو او ښاغلو!


دافغانانوعلمي اوفرهنگي مرکز دخپلو امکاناتو په چوکاټ کښې ددې علمی اصل په پوهېدوسره  چې افغانان هم لکه بل هرقوم حق اومسؤليت لري په بهرکي دخپلي ټولني مثبت اومعقول عنعنات ،رواجونه اوکلتوري توکي  ژوندی وساتي،ترڅودځوانسل  اړېکي له پلارني ټاټوبي اوخپل فرهنگ سره تلپاتي پاته شي اودافغانانو دملي کلتوردژوندي ساتلو اوځوان نسل دسالمی روزنې په موخه يوشميرنوري غونډي هم جوړکړي دي،دلته يوه ملي،مذهبي اوتاريخي ورځ  بيله يادونې اولمانځني نه ده تيره شوې، پدي کارکښي موږ دوې موخي لرو:


يوداچي خپلي تاريخي،ملي اومذهبي ورځوياد ژوندی وساتو،اوبل داچي غواړو ځوان نسل مود افغاني کلتور،دود اودستور نه بېگانه پاته نشي .


ددې درنې غونډي دجوړېدونه مو موخه داده چې يو خومو دپوهاند دکتور خيرمحمد ماموند اوښاغلي محمد معصوم هوتک څه ناڅه  حق اداکړۍ وي او دهغوي دادبي اوعلمی چوپړ قدرداني کړی وي اوله بلې خواموپه ژوندنې دخپلو پياوړشخصيتونواو پوهانو درناوی په يوه ملي عنعنه بدله کړې وي .


زماله نظر يوولس بايد دخپلو علمي اوفرهنگي شخصيتونودرناوی دهغه په ژوند کښي وکړي ،تر څوهغه دا احساس کړي چي دهغه دزياراوزحمت دهغۀ ولس ته څومره  اندازه قدر وړدی .


درنو فرهنگيانو او فرهنگ پالو!


سره له دې چې ماددې دوعلمی شخصيتونوبيوگرافي دوې مياشتي وړاندي دهمدې غونډي دجوړيدودخبرسره يوځاي دگرانوهيواد والودپوهاوی لپاره دانترنت ويب پاڼوپه مټ نشرته سپارلې ،خوبياهم په لنډه بڼه ددوي ژوند ليک ته کتنه اړين ه بولم ،غواړم ددغو دوعلمی شخصيتونوکوم چې ددوي په وياړداکفرانس رابلل سوی دژونداوعلمی هستونوپه هکله لنډمعلومات ستاسو سره شريک کړم :


پوهانددوکتور خیر محمد ماموند د محترم مظلوم خان ځوی پر ۱۳۲۱ هجري کال د کونړ ولایت د مرکز اړوند د تېشې په کلي کې زېږېدلې دی .


نوموړی پر ۱۳۲۷ کال د کونړ ولایت دمرکز ( اسعد اباد ) په لمړني ښونځي کې شامل او پر ۱۳۳۳ کال له دغه ښوونځي څخه د فارغېدو وروسته په کابل کې دابن سینا د منځني ښونځي په اوم ټولګي کې شامل او پر ۱۳۳۶ کال ددغه ښونځي دنهم ټولګی څخه دفارغېدو وروسته دکابل دارالمعلمین په لسم ټولګي کې شامل شوی دی. 


دکابل دارالمعلمین د هغه وخت د مقرراتوسره سم خیر محمد ماموند د یولسم ټولګي دنمرو پر اساس دمشرقي ولایت د ممتاز شاګرد په توګه دهیواد دنورو۱۸  ولایتونه  چي هغه وخت دافغانستان په ملکي وېش کښې ۱۸ ولايتونه وه دممتازوشاګردانو ((اتلسو تنو )) سره یوځای د کابل دارالمعلمین دفاکولتې د څانګې په دولسم ټولګي کې شامل او پر ۱۳۳۹ کال د کابل دارالمعلمین له دولسم ټولګي څخه د فارغېدو وروسته پر د۱۳۴۰ ل کال دوری په مياشت  دکابل پوهنتون د طبیعي علومو په پوهنځي کې د کیمیا او بیالوژي په څانګه کې شامل شوی اوپه ۱۳۴۳ کال دجدي په مياشت کي له دغه پوهنتون څخه د فارغېدو وروسته په کابل کې د ښونکو د روزنې په اکادمۍ کې د طبیعي علومو د متخصص سره د کونتر پارت په توګه مقررشوی دی .ماموند د ښونکو د روزنې په اکادمۍ کې ۱۳۴۴/ ۱۳۴۶- ) دیونسکو د ځانګړي درسي پروګرام سره سم د کیمیا ، بیالوژي ، او فزیک د مضمونونو د تدریس تر څنګ د لسم ټولګي کیمیا، یولسم ټولګی  فزیک ، دولسم ټولګي کیمیا اود دولسم ټولګي د بیالوژي کتابونه لیکلي دي . خیر محمد ماموند پر ۱۳۴۶ کال د ځانګړي کانکور امتحان له لارې د کابل پولیتخنیک انستیتوت د کیمیا په دیپارتمنت کې اسستانت( نامزد پوهیالی )مقررشوی او پر ۱۳۴۸ کال د کابل پوهنتون لخوا د لوړو زده کړو د بشپړولو لپاره شوروي اتحاد ته استول شوی دی . ښاغلي ماموند د شوروي اتحاد د خارکوف په دولتي پوهنتون کې ۱۳۵۱  کال د ماسترۍ دیپلوم اخستی اوبیایې پر۱۳۵۴ کال د ډاکترۍ PhD دتېزس څخه دفاع کړې اود همدغه کال د میزان په میاشت کې خپل هیواد ته راستون او بیر ته د کابل پولیتخنیک انستیتوت د کیمیا په دیپارتمنت کې استاد په توگه مقررشو .


پوهانددوکتور خیرمحمد ماموندد۱۳۴۶  /۱۳۷۱  کلونوپه موده کې د کابل پولیتخنیک د عمومي کیمیا د دیپارتمنت په سپارښتنه د عمومي او غیر عضوي کیمیا او فزیکي کیمیا په مضمونونو کې(( ۸ )) درسي کتابونه لیکلي دي اوهم یې دفزیکي کیمیا اوعمومي کیمیا مضمون تدریس کړی او په دې برخه کې یې د کابل پولیتخنیک او کابل پوهنتون د کیمیا په دیپارتمنتونو کې د فزیکي کیما په برخه کې د علمي څېړنو لارښونه کړی ده چې د دې علمي څېړنو نتایج د کابل پولیتخنیک او کابل پوهنتون په علمي مجلوکې چاپ شوي دي . پوهاند دوکتورخیرمحمد ماموند پر ۱۳۶۴ کال د پوهاندۍ علمي رتبه ترلاسه کړېده .


پوهاند خيرمحمدمامونددخپلو علمی خدمتونوپه درشل کښي تراوسه  ۳۸  عنوانه علمي اثار چاپ شوي دي چې له دغې ډلې څخه اتلس عنوانه درسي کتابونه دي چي په تعليمی اوتحصلي موسسوکښي ورځيني استفاده کيږي .


پوهاندصاحب سره لدې چې سږکال په اوړی کښي ئې دخپل ژوند ۷۰ پسرلی پيل کړ،دلته په بهرکښي لاس ترزنه نه دی ناست بلکې دمهاجرت له ټولوستونزوسره په گټورعلمی اوتحقيقاتی پروژوکښي مصروف دی .


دژوندزياته برخه ئې دسيانسی علوموپه ځانگړې توگه کيمياعلم ته دخدمت په لاره کښي تېره کړې دُطبعی علوموله لاري ئي نه يوازي داچي علمی تشه ډکه کړې بلکې داټول علمی اثارئي په پښتوژبه ليکلې يعنې پښتوئي لکه دنړۍ نوري ژبې دعلمی ډگردسياليوجوگه کړې ده  .زه ددې کنفرانس په ښکلی تالارکښي ستاسوټولوپه استازيتوب ښاغلی پوهاند صاحب  ته د۷۰ پسرلی دپيل له امله دزړه له کومي مبارکی وايم اودويته خوښ اودروغتياسره ملگری ژوند غواړم .


اغلو اوښاغلو!


ښاغلی محمدمعصوم هوتک سره له دې چي دطبعی علوموپه برخه کښې ئي عالي تحصيلات سرته رسولی خودپښتوژوبې ته دچوپړ په لارکښي ډير وځلېداودپښتوژبې دپراختيااوغښتلتيالپاره ئې بې شمېره کتابونه وليکل اوزياتي ليکنې ئي خپرې سوې دي .


ښاغلی محمد معصوم هوتك دحاجي محمود زوى پر ١٣٢٦ل كال د سلواغې دمياشتي پر شپاړسمه نېټۀ د كندهار ښار د کابل بازار د ملاگل داد په کوڅه کي زېږېدلى دى . لومړنۍ دينی زده كړې يې دخپلې كورنۍ له مشرانو څخه ترسره كړي .


په ١٣٤٦ ش کال دکندهارله ميرويس ليسې څخه فارغ سو اولومړی ئې  دکابل پوهنتون دحقوقوپه پوهنځي کي درس پيل کړ، بيا د کابل پوليتخنيک وساختماني څانګي ته تبديل سو، د دغه پوهنځي په دوهم ټولګي کي ناروغ سو،چي ناروغۍ ئي شاوخوادوه کاله دوام وکړ  . دوه کاله وروسته د کندهارعالي دارالمعلين ته شامل اود ساينس له څانګي څخه فارغ اوتر هغه وروسته دکابل پوهنتون دساينس پوهنځي دريم ټولګي ته دشامليدو چانس واخيست . خوکورني مشکلاتو پرېنښود چي تحصيل ته ادامه ورکړي .


په ١٣٥٣ش کال د کندهار په مشرقي ليسه کي دښوونکي په توګه مقررسو . په ١٣٥٨ش کال د کابل انصاري ليسې ته تبديل سواو تر١٣٦٠ش کال پوري يې هورې د تدريس وظيفه سرته رسوله او پرڅنګ يې داطلاعاتواوکلتوررياست دباخترآژانس په پښتوڅانګه کي دبالمقطع اجيرپه توګه کارکاوه چي بياوروسته په (١٣٦٦ش) په دغه څانګه کي درسمي غړي په  توګه کار پيل کړ .په باختر آژانس کي يې دکار په جريان کي د ارواښادپوهاند علامه رشادپه لارښوونه دسهارله خوادکابل پوهنتون دادبياتوپوهنځی تعقيبوله اود ماپښين له خوايې په اژانس کي کارکاوه .


په ١٣٦٦ ش کال دکابل پوهنتون دژبواوادبياتوپوهنځي له پښتوڅانګي څخه فارغ سو . دپوهنتون د علمي شورا دفيصلې له مخي په علمي کدرکي شامل اودادبياتوپوهنځي ته داستاد په توګه معرفي سو. معصوم هوتک وايي دوخت واکمنو ورته بيوروکراتيک مشکلات پېښ کړل اودتقررمخه يې ونيوله . په ماموريت کي دعادي دندي داجرا په دوام کښي ترڅلرمي رتبې ورسېد.


ديوې پوښتنې په جواب کښیي وايي : پښتوشعرمي لومړی وارپه ١٣٤٤ش کال په طلوع افغان اخبارکي خپورسوی دئ خومنظم مي تعقيب کړی نه دئ اوکله کله خوداسي هم پېښه سوې ده چي څوکاله مي يو فرد ترخولې نه دئ وتلئ .


په ١٣٦٨ ش = ١٩٨٩ع کال له هيواده مهاجراوله ۱۳۷۱ش = ١٩٩٢ع کال راهيسي په ټورنټو- کاناډا کي له خپلي کورنۍ سره  اوسي . دوه زامن (ذکي او اتل) او دوې لوڼي (کوچۍ او تنکۍ) لرم .


دهغه شخصی معلومات له مخې چي زه ئې لرم ښاغلی محمد معصوم هوتک همدا اسو د((هزارويک شب)) په مشهوراثرکارکوي ترڅوهغه سلسله چې مرحوم نوميالی صاحب پيل کړې وه پوره کړي اوداداستان پښتوژبې ته راوژباړي ،همدا ډول پر دونوروعلمی پروژوکارکوی چي خپله به دهغوپه هکله تاسواغلو اوښاغلوته معلومات درکړي . زماله نظر ه کله چې سړی دښاغلي معصوم هوتک نه ستړی کېدونکي زياراودکتابونوچاپ اوليکنوته گوري داسي ښکاري چې هغۀ  دژوندهرشېبه دپښتوژبې غنااوپياوړتيا ته ډالۍ کړې ده اوپدې لارکښي ئې دافغان ولس لپاره ډير علمی،ادبی اوتاريخی  اثار دځوان نسل دپوهاوی لپاره وړاندي کړي دي.


موږ افغانان دښاغلی محمد معصوم هوتک ددې علمی او انسانی زيار اوزحمت منندوي يواودده په وجودوياړو،هوتک صاحب قلم موتردې لانورهم غښتلی اوسه .


ښاغلی محمد معصوم هوتک ۴۱ علمی اوڅېړنيز اثارچاپ سوی او ۱۷ ئي دچاپ انتظارباسي ديادولووړده چې څه موده وړاندي وړاندي دکندهارپه تاريخي ښار کښي د هيواددې  د پېژندل سوي څېړونکي، خوږ ژبي شاعر  استاد محمد معصوم هوتک د ادبي خدمتونو په وياړدرنه غونډه جوړه سوې وه .


پدې درنه غونډه کښي هرويناوال ښاغلى معصوم هوتک په خپلوکارونوکي نه يوازي بريالى،بلکي دراتلونکو نسلونوله پاره دادبي ژوند لاري څراغ يادکړ ی .


دوي معصوم هوتک دنومياليومحقيقينو له ډلي څخه شميرلی، چي د پښتو ژبي او ادب په باب ئې تردې دمه ډېرمغتنم اثارافغاني ټولني ته وړاندي کړي دي . يوه وينا وال په خپلو خبروکښي دمرحوم  نوميالي صاحب هغه خبره ټولوته ورپيادکړه چې ښاغلی معصوم هوتک ئې د جامع الفنون په نامه سره ياداوه. نوموړى نه يوازي د کندهار، بلکي د ټول افغانستان له پاره د افتخار وړ دئ .


د کندهار پوهنتون د متن څېړني استاد او د علامه رشاد اکاډمۍ مشر څېړنمل انجنير شېرشاه رشاد د خپل پلار علامه رشاد د لسګونو ناچاپ اثارو په چاپيدو کي د استاد معصوم له ډېروکوښښونو څخه يادونه کوي وايي، که چيري له دوى سره د معصوم هوتک معنوي مرسته نه واى نو امکان يې درلود چي د علامه رشاد وروستي چاپ سوي اثارهمداسي ناچاپ پاته سوي واى.


درنو دوستانو!


ددوي دژوندله بهيرنه داله ورايه څرگندېږي چې دوي هريوه دخپل ژوند له مادي،معنوي اوټولنيزامکاناتونه په استفادې سره په نه ستړې کېدونکې توگه دخپل ولس لپاره دگوتواومغزپه زوراودزړه  په وېنه دقلم په مټ دخپلو معنوي امکاناتو له مخېدخپل ولس  لپاره نه هېرېدونکی خدمت کړی چې هېرول ئي ناشوني دي.


ددوې همدا ملي اووطنی چوپړددې لامل سوچي په مالمو کښي اوسېدونکې افغانان په استازيتوب په سويډن کښي دافغانانو علمي اوفرهنگی مرکز، ددوستۍ فرهنگی ټولني  اودافغانانو کلتوري ټولني  مشرتابه جرگې پردې خبره سلا اومشوره سوې  چې سږ کال دخپلو علمی کنفرانسونوپه لړکښي دپوهانددکتور خيرمحمد ماموند اوهمدا ډول دپښتو ژبې دعلمی اوادبی څېړنې اوليکنوپه برخه کښي دپېژندل سوي ليکوال،څېړونکی اوشاعر محمد معصوم  هوتک دعلمی ادبي خدمت ددرناوی اوهڅونې په موخه دروان کال دسپتمبر دمياشتي پر ۸ مه يوه درنه علمی اوادبي نړيوال غونډه راوبلل سي، چي دادی نن موږ اوتاسو پدې رابلل سوې غونډه کي دخپلو پوهانوپرعلمی او ادبی چوپړهر اړخيزي خبري کوو.


 دغه دوه درانه مېلمانه به  تاسودکنفرانس له گډون والوسره دطبعی علومودڅېړنوپه برخه کښي اوهمدا ډول دپښتو ژبې دهراړخيزڅېړنيز وکارونواودپښتوژبې دپياوړتياپه برخه کښي دنه ستړی کېدونکو هڅوداړتياپه هکله  زموږ درانه مېلمانه ستاسوسره دزړه خواله وکړي .


لکه چي دکنفرانس دجوړېدوپه لمړی خبرکښي ماورته اشاره کړې ،دداسي غونډونه دپوهانوددرناوی اوهڅونې ترڅنگ زموږ لويه موخه داهم ده چي زموږ ځوان نسل دخپلوپوهانو دژونددبڼې اوعلمی هڅواولاسته راوړنو په هکله دقيق اوژورمعلومات ترلاسه کړي اوپدې پوه سی چې دغوپوهانودژوندپه کوموستونزمنوشرايطو،ډول ،ډول کړانونو او شاته پاته تخنيکی امکاناتوپه لسهاو کتابونه اوپه سلهاومقالې ليکلې اوپه بې شمېره علمی کنفرانسونوکښي ئي برخه اخيستې ده .


داچي اوس دکمپوټراوعالي تخنيک دنياده اوزموږ ځوان نسل ته چي دلته په بهرنيو پرمختللوهيوادوکښي اوسېږې اودتحصيل هرډول شرايط او امکانات ورته برابردي بايد په هرهيوادکښي په لسهاو عالمان اوپوهان ولرو،داسي شخصيتونه ولروچي نه يوازي افغانان بلکي ټول بشريت ئې په پوه اوعلمی چوپړووياړي .


درنو دوستانو!


څرنگه چي زموږ په ننۍ درنه علمی غونډه کې زموږدهيوادپيژندل سوې پوهان ،ليکوال ،څيړونکی،اديبان او شاعران  برخه لري نه غواړم زموږ دهيواد ددې پيژندل سوو اومنلو شخصيتونودکارنامو،ادبي هڅواونوښتونو په هکله وږغيږم . دغونډي دکوربه په توگه درنو پوهانو اوروڼ اندوته وار ورکوم ،ترڅوهغه څه چي يې ددې علمی او ادبي شخصيتونو په اړوند دقلم په ژبه  دکاغذپر مخ انځور کړې ستاسودغونډي درنو برخه والوسره شريک کړي  .


په آخرکښي اجازه راکړۍ داحترام او درناوې په څرگندولوسره په سويډن کښي دافغانانو دعلمي او فرهنگي مرکز  او دوستی فرهنگي ټولني دمشرتابه جرگو په استازيتوب  يوځل بيا تاسو ددې تاريخې غونډي برخه والوته کورودانی په وړاندي کولوسره څرگنده کړم . ستاسو دالويه لورېنه به زموږ هيڅ وخت هيره نشي چي تاسودخپلو مصروفيتونوسره لطف وکړ اوپدې درنه ادبې غونده کي مود گډون لپاره زموږ  بلنې ته  لبيک ووايه ، په حقيقت کښي دا تاسو واست  چي پخپل تشريف راوړلواوفعال گډون  سره  مو دداسي درنې او ادبي غونډي دجوړېد وزمينه  برابره کړل ،بياموهم کورودان ،برياوي هوساينه ،بسياينه اوخوښۍ مومل .  خوښ اوسی .


………………………………………..


 


پوهنمل حاجی محمد نوزادی


     درنو دوستانو ، دسیمینار جوړونکو ، راغلو ګډونوالو ، اغلو او ښاغلو !


   دغه تالار چی نن ور پکښی را ټول شوی یو ، په سویډن کی د افغانی بنسټونو او په تیره بیا د محترم حبیب الله غمخور د زیار اوهڅو په برکت هرکال لږ ترلږه یو ځل د داسی علمی او ادبی غونډو شاهد دی . د غونډو د پاره پلمی لږ ندی خو غمخور صاحب او انډیوالان یی تل داسی وتلی څیری ورته غوره کوی چی په رښتنی ډول په غوره کولو ارزی . دلته دوی خبری د پام وړ دی چی یوه یی د وتلو څیرو شتون او بله یی علم او فرهنګ ته دهغوی د چوپړونو په ویاړ درناوۍ کولو ته د زړه سوی نه ډکه اوسپنیزه اراده ده . البته د دغی ارادی ترڅنګ د فریکی او معنوی وړتیاوو شتون هم داسی توکی دی چی دنوموړی ارادی دپیاده کولو اړین بنسټ منځته راوړی . ددی ټولو اړوندو توکو شتون په ګډه سره ددی لامل ګرځیدلی چی موږ اوتاسی یی نن دلته سره یو ځای کړی یو . فزیکی امکانات خو موږ دلته په اروپا کی تر اړینی کچی په هر هیواد کی موندلای شو خومعنوی امکانات بیا په هر هیواد کی ترلاسه کول اسانه کار ندی او ترڅنګ یی همدارنګه هڅاندی ټولنی او په سر کی یی فعال مټان هم د ګوتو په شمیر دی . له همدی کبله زه د غمخور صاحب او انډیوالانو نه ستړی کیدونکی هلی ځلی د ستاینی وړ بولم او دلا بریالیتوبونو هیله ورته کوم .


 داځل ددی موخی دپاره دوی پیژندلی شوی څیری غوره شوی لکه د چا خبره زما د تورپیکی یار ګران ډاکتر صاحب خیرمحمد ماموند او وتلی لیکوال ، څیړونکی او شاعر محمد معصوم هوتک چی په کندهار کی دلیسی د وخت نه سره هم دوره او برسیره پر دی د پښتنو په غلجی اړخ کی سره ګډ نیکه کان لرو . د ماموند صاحب سره دهغه وخت نه نژدی اړیکی لرم چی کله زه د مسکو په دولتی پوهنتون کی محصل وم او ده په خارکوف کی د ډاکتری پر تیزس کار کاوه . وروسته بیا په کابل پوهنتون کی د استاذی پر وخت چی دکابل پولی تخنیک انستیتوت یی یوه پوهنځۍ وه . د محترم محمد معصوم هوتک له پیاوړی قلم څخه می چی څه تر سترګو شوی ، په پټو سترګو ورڅخه تیر شوی نه یم . لیکنی یی راته خوږی او په زړه پوری دی .


نن می دوه داسی کسان مخته ناست دی چی په شخصی ډول هم راباندی ګران دی . هر یو یی پدی ارزی چی ساعتونه یی د خدمتونو په هکله خبری وشی او د هڅاند شخصیت بیلابیل اړخونه یی په ځیرسره وسپړل شی ، ځکه نو زه نپوهیزم له کوم یوه نه یی پیل وکړم . غمخور صاحب ! خدای دی داسی حیران کړه لکه چی زه دی حیران پاته کړم . ماموند صاحب د کیمیا یو وتلی استاد او هوتک صاحب بیا یوه وتلی ادبی او فرهنګی څیره ده . زه چی د کان پیژندنی د یوه ماهر په توګه د لوستلی مسلک له مخی ددوی دواړو څخه په بیلو کچو ټاکلی واټن لرم ، نو دچا پرڅنګ به ودریږم . یوازی یوه د تښتی لاره راته پاته ده او هغه دا چی که د وطن له کانی ثروتونو څخه لیری یم خو په شوقی او اماتور ډول کله ناکله قلم را اخلم ، دکاغذ مخ په توروم او همدارنګه د نورو دلیکنو د لوستلو پراخه حوصله د ځوانۍ له وخته راسره پاته ده، چی دا می بشپړ معنوی ثروت ګڼم . باور لرم چی د ماموند صاحب پراثارو به دلته راغلی درانه پوهان ډیر و ږغیږی او زه به دده په اجازه لږ د هوتک صاحب سره تم شم .


محمد معصوم هوتک دلوست د پای ته رسیدو څخه را پیل بیا تر نن پوری د خپل فعال ژوند هره شیبه تاریخ ، ادب ، شعر او څیړنو ته سپارلی ده . لکه څنګه چی د ژوندلیک نه یی څرګنده ده ددغو نه ستړی کیدونکو شیبو د فصل څخه یی پریمانه اثار درمند شویدی . دده د لیکنو په سمندرکی د هری سلیقی والا لوستونکی د خپل ذوق سره برابر ملغلری موندلای شی . زما د پاره هم هلته ډیر څه شته چی هغه پرانیزم او په اړه یی خپلی اخیستنی د ارویدونکو او لوستونکو سره شریکی کړم .


اوس ګړۍ زه تر ټولو مخکی غوره ګڼم دده دیوه هغه کتاب سره اړیکی ونیسم چی دامهال د ورځی توده خبره او رسنیو هم ډیره پرله اړولی ده . دا هغه « پرمعیاری ژبه د معیار په ژبه یوه څیړنه » ده چی په ۲۰۰۷ کال په کندهار کی د علامه رشاد خپرندویه ټولنی لخوا د زرو ټوکو په تیراژ خپور شوی کتاب دی او دنیکه مرغه اوس په بریښنایی ډول پرلیکه شوی هم دی . هوتک صاحب ددی کتاب په لیکلو کی اوږدی ستړیاوی ګاللی ، بی شمیره اخیستځایونو ته یی سر وهلی او دخپلی خبری پخولو ته یی په هره برخه کی بنسټونه لټولی دی چی خالی لاس تری نه را وتلی ندی . هغه څوک چی ددی ډول چارو سره سروکار لری ، دده ستړیاوی ښه انځورولای شی .


زما په اند د پښتو په ژبپوهنه کی دغه دمعیار او معیاری کولو خبره هغه څه دی چی باید دا ګړۍ دپښتو ژبپوهانو دلومړی او ځنډ نه منونکو اولیتونو دلست په سر کی راسی . د نوی تکنالوژی پر لمن د پښتو ژبی په ځای ټاکلو کی همدغه د معیاری توب نشتوالی لویه ستونزه رامنځته کړی ، ځکه نو ددی ژبی د ودی په اوسنی پړاو کی پکار ده له هرڅه نه وړاندی دمعیار چارو ته پام واړړل شی . معیارته په دوو برخو کی دپام اړولو اړتیا لیدل کیږی . یو یی د لیکدود معیاری کول او بل یی د ګړدود . خو ددی دواړو برخو ترمنځ د معیاری چارو په عملی ډګر کی بیا لوی توپیر پروت دی . که دلیکدود معیاری کول د ژبپوهانو په همږغی سره په نسبتا اسانه توګه تر سره کیدلای شی خو د ټول هیواد په کچه په واحده بڼه د ګړدود معیاری کول که ناشونی کار نه وی نو د اوږدو لسیزو تاریخی پړاو ته اړتیالری . ګډی اقتصادی اړیکی ، د رسنیو او په ځانګړی ډول د ږغیزو رسنیو پراختیا ددی پروسی په چټکولو کی ګټور رول لوبولای شی .


هوتک صاحب ددغه کتاب په ۳۵ مخ کی داخبره چی معیاری ژبه کومی ژبی ته ویلای شو ، داسی انځوروی : «معیاري ژبه هغه منلې سوې ژبه ده چي دیوه ژبني قلمروپه هره جغرافیایي سیمه کي دپوهېدلو وړوي . . . . . اود همدې ژبي ټول لیکلي متون هماغه دمعیارپه نامه منل سوې املا او ګرامري نورمونه پالي» . که چیری ما په ژبپوهنه کی ډیر لږ صلاحیت هم درلودلای چی له بده مرغه نه یی لرم ، نو ما به د معیاری ژبی ددی تعریف په پای کی یوه وړوکی جمله ور زیاته کړی وای چی ورسره سم به نوموړی تعریف داسی بڼه اخسیتی وای : « معیاري ژبه هغه منلې سوې ژبه ده چي دیوه ژبني قلمروپه هره جغرافیایي سیمه کي دپوهېدلو وړوي او دټولو دغو سیمو بیلابیل ګړدودونه په یوه واحد لیکدود سره پری وکښل شی » . ددی زیاتونی څخه می موخه داده چی په ګړدود کی به د اوس دپاره د الفبایی تورو د ږغونو او لهجو توحیدول د اقتصادی – ټولنیز پړاو و لانور پرمختګ ته پریږدو خو لاس تر زنی به نه ورته کښینو . مګر دیوه واحد لیکدود درلودل د همدی ګړی بیړنۍ اړتیاده . دغی خبری ته هوتک صاحب هم پخپل کتاب ډیر پرځای پام اړولی دی .


د هوتک صاحب د څرګندونو سره سم ، داخبره د پوهیدلو وړ ده چی ژبه نه د ویونکو څخه جلا په مجرد ډول څیړل کیدلای شی او نه هم د نورو ژبو څخه جلا دا کار شونی دی . له همدی کبله سوچه او مجرده ژبه به ښایی دا مهال و نه موندل شی . پر یوه ژبه باندی د نورو ژبو اغیزی تر لویه بریده د دوو لارو څخه تر سره کیږی . یو د ګاونډو سیمو دژبی دلاری او بل په علم او تخنیک کی برلاسه ژبو ته د اړتیا د لاری . پښتو ژبه هم ددی دواړو لارو څخه اغیزمنه ده ، پدی توګه ویلای شو چی د لومړی لاری اغیز ورباندی تر دویمی لاری زیات دی . که د دویمی لاری اغیز دیوی عینی مثبتی اړتیا له مخی ترسره کیږی خو د لومړی لاری اغیز یی بیا تر ډیره حده د یوی منفی بیوسۍ له مخی ترسره شویدی . د فارسی او عربی ژبو څخه د ننوتو یا « دخیلو لغاتو » لاملونه دادی چی د یوی خوا پښتو تر ډیره وخته یوازی شفاهی ژبه پاته وه او دخپلی وییپانګی د کمبود په پوره کولو کی یی فارسی ژبی ته اسان لاسرسۍ درلود ، د بلی خوا نه د اسلام دین د رارسیدو او دوګړو د اعتقاد په پخیدو سره دعربی لغاتو او جملو نه ډیر کار اخیستل یو ډول معنوی اعتبار او ان ثواب ګڼل کیدی .


زه خو پدی اند یم چی داګړۍ پښتو هغه د نژدی یوی پیړۍ مخکی بیوسه ژبه نده . په تیری پیړۍ کی د یوشمیر وتلو پوهانو په مټ چی د ( ستورو ) پنامه ویاړل شویدی ، د لیکدود په ګډون په هره برخه کی تر یوی کچی کار ورته شوی او بډایه شویده . مګر ددی دپاره چی د نااړینو پور کړو لغاتو څخه خلاصه شی ، تر اوسه لا ډیر او نه ستړی کیدونکی کار ته اړتیا لری . په همدی خاطر اړینه ده چی و نیولوجیزم ( نوی لغات جوړونی ) ته په علمی بڼه پام واړول شی او په مټ یی د پښتو پر اوږو د پردیو پورونو بار سپک او منت یی ورباندی کم شی .


نیولوجیزم ته کیدلای شی د دو اړخونو څخه وکتل شی ، یو داچی دعلم او تخنیک د پرمختګ سره سم باید د نوو رامنځته شوو لغاتو یا اصطلاح ګانود پاره په پشتو  کی اړوند انډول لغاتونه ولتول شی لکه «بریښنالیک» د « ایمیل » دپاره . زه پخپله د ټولو هغو نومونو او اصطلاحګانو د پاره د پښتو لغاتونو د لټولو سره همږغۍ نه یم چی دعلم او تخنیک په برکت باید ژبی ته راننوزی . دا شیان ژبه نه کمزوری کوی بلکه بډایه کوی یی .  زه دا تر لویه بریده اړینه بولم چی د هغوموجودو غیر پښتو ( دخیلو لغاتونو ) او یا   ( پور شوو لغاتونو ) د پاره انډول پیدا یا جوړ شی چی د علم او تخنیک د پرمختګ جبر یی لامل ندی ، دا ځکه چی یو وخت پښتو ژبی د خپلی ټیټی ویی پانګی د لوړولو په موخه دالغاتونه د خپلواړتیاوو د پوره کولو په خاطر  دمجبوری او بیوسی له مخی پور کړی وه . اوس چی هغه بیوسی تر زیاتی کچی له منځه تللی ده ، باید دهغوی انډول داسی پښتو لغاتونه د نیولوجیزم په مټ را پیداشی چی د نوموړی غیر پښتو لغات دپاره یو صلاحیت لرونکی ځای ناستۍ اوسی او قبوله شوی مانا یی هم په یوه زړه پوری ږغ سره څرګنده کړای شی . دبیلګی په توګه د « عکس العمل » د پاره « غبرګون » ، د « قیام » د پاره « پاڅون » ، د برنامی یا خط مشی د پاره « تګلاره » او داسی نور خورا ښکلی ځایناستی لغاتونه دی . نوی ځایناستۍ لغات باید موزون ژغ ولری او په ګرامر کی اسانه وکارول شی . داسی نوی لغاتونه لکه د «جلبیو» د پاره « کږی وږی خوږی » یا د « رادیو» د پاره « ږغدبلۍ » د نیولوجیزم شرمول دی . زما په اند په نیولوجیږم کی باید دا حتمی نه وی چی خامخا به د هر خارجی یا ( غیر پشتو ) لغات دپاره یو نوی لغات جوړیږی . د نوی لغات موندل یوازی د یوشمیر نا اړینو دخیلو او په پور اخیست شوو لغاتونو دپاره یوه بیړنۍ او ځنډ نه منونکی دنده ده . داځکه ، که موږ د معیارولو په لور ځو ، نو ښه به دا وی چی دا ستونزه هم تر اړینه بریده ورسره حل شی . ځینی فارسی ، عربی یا نور لغاتونه چی په پښتو ژبی کی ډیر ورننوتی او دچا خبره خیښی یی وره کړی وی ، کیدلای شی بڼه یی دخپل تلفظ پربنسټ پښتو لیکدود ته واړول شی او د ژبی ملکیت ته وسپارل شی لکه د « یعنی » عربی لغات چی اوس یی « یانی » لیکو او همدارنګه د دا ډول اسمونو مفرد او جمع د پښتو ګرامری دود له مخی وټاکو لکه د « حق » جمع د « حقوق » پرځای « حقونه » ولیکو .


زه پدی باندی ښه پوهیږم چی د ( نوو لغاتونو ) پر جوړولو باندی دبشپړی همږغی ترلاسه کیدل د ژبپوهانو د پاره ساده خبره نده . پر همدی خبره باندی راپورته شوی ناندری د پښتو او پښتنو دپاره له بده مرغه ، کله ناکله د رسنیو په کچه تر قلمی او ان لفظی شخړو پوری هم رسیدلی دی چی داکار بیا زما غوندی بیوسه کسانو د پاره د ډیرو ناهیلیو لامل ګرځیدلی دی . ایا څه مشکل سته چی هوتک صاحب ولاړ شی د زیار صاحب سره د مڼی د ونی تر سیوری لاندی کښینی او یا زیارصاحب راشی د هوتک صاحب سره دسیب د درختی سایی ته کښینی ، دغی ستونزی ته په ګډه دحل لاره ولټوی او هغه اتفاق مات کړی چی ګویا پښتنو پر بی اتفاقی باندی کړیدی . ښکاره خبره ده چی د زیار صاحب او هوتک صاحب نومونه دلته سمبولیکه بڼه لری او دبیلګی په توګه یاد شویدی .


پدی کی شک نشته چی دا ستونزه حلول غواړی ، خو دا ستونزه باید د ژبی د معیاری کولو مخه و نه نیسی . که د درختی تر سایی لاندی او یا د ونی تر سیوری لاندی وی ، دا یوه اړتیا ده چی باید اړوند څیړونکی او ژبپوهان سره کښینی او د پښتو معیاری کولو ته لیڅی را ونغاړی . پدی توګه کیدلای شی یو له سیوری نه اوبل له سایی نه لږ راووځی او یودبل په لور قدم واخلی . که موږ دمعیار کار د نیولوجیکی چارو تر بشپړیدو پوری وځنډوو او د پښتو ویونکو تر سیال کیدو پوری انتظار وباسو ، بیله دی چی وخت مو دلاسه ورکړی وی ، بله ګټه به پلاس را نه وړو .


د هیواد د وتلو څیرو د چوپړونو په ویاړ سیمینارونه او کنفرانسونه جوړول ، بیله شکه دستاینی وړ خبره ده خو زه وړاندیز کوم چی د پښتو دمعیاری کولو پر اړتیا باندی دی دبحث په موخه په راتلونکی کی یو ځانګړی سیمینار راوبلل شی . لکه څنګه چی ددی ژبی دمعیاری کولو اړتیا ته هوتک صاحب اشاره کړی ، همدارنګه ټول هغه کسان چی په پښتو ژبه دلیکلو یا لوستلو سره سروکار لری ، د معیار نه شتون یی په کار کی خنډ ګرځیدلی او زوروی یی . نژدی ټول د لوړو زده کړو لرونکی پښتو ژبی لیکوالانو ته په دری ژبه لیکل اسان ښکاری تر دی چی په پښتو یی ولیکی . که خپل ځان راواخلم ، ما لومړنۍ ښوونځۍ د نوزاد په لیری او وروسته اولسوالی کی په پښتو ژبه لوستی ، لیسه می په کندهار کی په پښتو ژبه لوستی او دکابل پوهنتون کی تر یوه سمستر وروسته د لوړو زده کړو دپاره شوروی ته ولیږل شوم . شفاهی دری ژبه ما اصلا د مسکو دولتی پوهنتون په لیلیه کی دافغانی محصلینو سره په راشه درشه کی زده کړه . د کابل پولی تخنیک انستیتوت کی مجبوره شوم د دود سره سم په دری ژبه لکچر ورکړم او لدغه ځایه می په دری ژبه د لیکنو سره قلم بلد شو . سره لدی چی ډیری لیکنی دا مهال په پښتو ژبه کوم ، خو باید اعتراف وکړم چی دا اوس اوس می د دری لیکنو ستندرد تر پښتو لیکنو لوړ دی داځکه چی دری ژبه دنیکه مرغه ترټاکلی کچی معیاری ده او پښتو لیکدود لا تر اوسه پوری له بده مرغه معیار شوی بڼه نلری .


د هوتک صاحب داکتاب تر هغه څه ډیر بډای دی چی ما یی په لوړو څو کرښو کی یادوونه وکړه . هلته ډیر څه شته چی په ځانګړی ډول دلیکوالانو د جدی پام وړ دی .  زه یی لوستل نه یوازی دلیکوالانو دپاره اړین بولم بلکه بیځایه به نه وی چی د لوړو زده کړو د ژبپوهنی په څانګو کی دیوه مرستندویه ( ممد درسی ) کتاب په توګه ونومول شی . کتاب پدی ارزی چی پربیلابیلو څپرکو یی اوږده بحثونه وشی چی له بده مرغه ددغی نننۍ غونډی له زغم نه بهر ښکاری . دا کار به پریږدو هغه په راتلونکی کی احتمالی رابلونکی ځانګړی سیمینار ته .


په څیړنیزه برخه کی دکتاب دلوړو ارزونو سره سره د هوتک صاحب څخه د بخښنی په غوښتلو سره ، غواړم دی یوی ډیری وړی نیمګړتیا ته هم دده پام راواړوم ، هغه داچی په کتاب کی د پښتو ژبی د اوږو څخه دفارسی او عربی ژبو دروند بار تر هغه لږ سپک شویدی چی ده یی دسپکولو توان درلود . که دی زما سره پدی اړه همږغی وی ، هیله ده په خپلو راتلونکو لیکنو کی لږ فکر ورباندی . او که چیری راسره همږغی نه وی ، داچی پدغه برخه کی زه مسلکی صلاحیت نلرم ، کولای شم خپله نیوکه بیرته واخلم . دنن دپاره همدومره . د زغم نه مو مننه !


 


………………………………….


عبدالباري جهاني


                     محمد معصوم هوتک اود هغه څیړني


     که ووایم چي زما او د معصوم هوتک یارانه او پیژندګلوي زموږ د ژوند همزولې ده او د خپلو پلرونو څخه په میراث راپاته سوې ده نو دا خو هغه خبره ده چي هوتک صاحب یو وخت زما د معرفي کولو په ترڅ کي لیکلې وه. د هغه خبره بالکل سمه ده ځکه مي تکرار کړه. البته دا هغه معصوم نه دی چي پر یوه ملا مو د سبق ویلو په وخت کي سره پیژندل. دا هغه معصوم جان نه دی چی یو وخت به د خپلو پلرونو سره یو ځای ارغنداو ته تللو. کله به د سرو او سپینو شګوفو په ونو کي ورک سوو او د ماشومتوب په بیخبرو مستیو کي به مو کله کله یوه نیمه څانګه هم ماته کړه او کله به د انارو په موسم کي د باغونو په مستو شنیلیو کي لوبیدلو او ورکیدلو. اوس هغه د خپلو انتخاب کړو تحقیقاتو او څیړنو په بهیر کي یو پیژندل سوی او د سیالانو سر لیکوال دی چی محمدمعصوم هوتک نومیږي او ځوان لیکوالان یې د درناوي کولو او حق ادا کولو په منظور استاد محمد معصوم هوتک بولي.


         محمد معصوم هوتک ریشتیا هم استاد دی. هغه ډیره موده په افغانستان کي شاګردان روزلي دي، چي شاګردانو یې هم شاګردان روزلي دي. البته د هغه استادي یوازي د معلمۍ په مقدسي او درنې وظیفې سره نه افاده کیږي. په افغانستان کي معلمي ډیرو کسانو کړې ده. خو کله چي له ګران هیواد افغانستان څخه وتلي دي نو نه یې بیا د خپلي معلمی او نه یې د نورو د شاګردی په باب فکر قدر هم کړی دی. ګواکي هر څه یې په هیواد کي پرې ایښې او تش لاس را وتلي دي. محمد معصوم هوتک، د نورو عادي ښوونکو په خلاف، له افغانستان څخه د مهاجرکیدلو سره سم، په کراچی کي، او وروسته له هیواد څخه ډیر لیري، په کاناډا کي، د خپلو ادبي تحقیقاتو لمن ورځ تر بلي پراخه کړې او د خپل هر اثر ثمر یې د افغانستان تر ځوانانو او لا تر هغو سپین ږیرو پوري، چی لا د کتاب لوستلو توان او مینه ورسره پاته وه رسولی دی. محمد معصوم هوتک اوس په ټوله پښتونخوا کي یو مشهور او پیژندل سوی محقق او لیکوال دی او د پښتو ژبي د کلاسیکو شاعرانو د انتقادي متونو ترتیبول خو یې د خاص قدر وړ دي. دا کار مي ځکه د خاص قدر وړ وباله چي ما ته یې زور را معلوم سوی دی. دا هغه کار دی چی موږ به په پښتو ټولنه او وروسته د علومو په اکاډیمي کي د یوه دیوان د انتقادي متن د ترتیبولو کار په شپږو اوو تنو کاوه. خو زه په پوړه زړه ویلای سم چی محمد معصوم هوتک د پښتو کلاسیکو شاعرانو د دیوانونو متنونه، په یوازي سر، هم د علومو تر اکاډیمی په ډیر لږ وخت او هم په ډیر عالي کیفیت ترتیب کړي دي.  پښتانه او پښتو ژبه به یې ځکه پوروړي وي چي یو خو یې د علمو د بشپړي اکاډیمۍ د یوه بشپړ دفتر کار په یکړ سر تر هغو په عالي کیفیت، خو وړیا سرته رسولی دی او بل یې لا د اکثرو کتابونو په چاپ او حتی توزیع کولو خپلي پیسې لګولي او هیڅ عوض یې ترلاسه کړی نه دی. د پښتو ژبي د ګرامر او لهجو په برخه کي یې څیړني کړي، بشپړ کتابونه یې لیکلي او خپاره کړي دي. تاریخي ترجمې یې کړي او تاریخي څیړني یې کړي او د کتابونو په شکل یې چاپ کړي دي


 په دې وروستیو شپو کي یې د الف لیله و لیله د فوکلوري نکلونو ترجمه کولو ته لاس اچولی دی. دا کار په پښتو ژبه کي د لومړي ځل لپاره زما مرحوم استاد او ملګري محمد انور نومیالي پیل او تر یوه ځایه ورساوه. کله چي زما محترم استاد ماته په ټلفون کي وویل چي د الف لیله و لیله د کتاب ترجمه کول یې پیل کړي دي نو ما خپلو دوستانو ته وویل چي خدای دي خیر ورکړي. ډیر مهم کار دی. پرته له نومیالي صاحب څخه بل چا کولای هم نه سو. خو زه ځکه دا کار نیمګړی بولم چي د هغه عمر او روغتیایی حالت به یې د بشپړیدلو مجال ورنه کړي. هغسي وسوه. زما استاد وفات سو. کار نیمګړی پاته سو. او دا دی اوس بل پهلوان مټي ورته بډ وهلي دي. زه چی د ده د کار سرعت او پیګیری ته ګورم، چی یو وخت یې تخلص هم پیګیر وو، نو یقین او هیله لرم چي ګوندي دا کار به بشپړ کړي. د پښتو ژبي په نثر کي د الف لیله و لیله کمبود په خوله کي د مخ د غاښ د کمبود حیثیت لري. البته ډیر زیات ځوانان به یې له سره په قدر پوه نه سي او ډیر زیات ځوانان به یې، چي حتی د یوه لږ څه اوږد سیاسی او اجتماعی مضمون د لوستلو حوصله نه لري، لوستلو ته زړه ښه نه کړي. خو د زرو په قدر زرګر پوهیږي. او زه یقین لرم چي معصوم هوتک دا کار د هغو پښتنو لپاره کوي چي د ده د اثر په قدر پوهیږي او یو وخت به، که خدای کول، د دې قدردانو پښتنو شمیر سل چنده او زر چنده سي. دا داسي دروند بار دی چي هر چا اوږه نه سوای ورکولای. معصوم هوتک چي اوږه ورکړې ده نو خداي دي اجر ورکړي. د الف لیله و لیله هغه انګلیسی متن چی زه یې په خپله کتابخانه کي لرم اوه لس ټوکه دی چي هر ټوک یې په اوسط ډول پنځه سوه پاڼي کیږي. دا د ټوکو خبره نه ده. دې کار ته هسي نیت کول د زمري زړه غواړي. ما چي ویل دا زړه یوازي زما ګران او محترم استاد او ملګري نومیالي صاحب درلودی. خو دا چي معصوم هوتک ملا ورته تړلې او د وخته یې لا تر یوه ځایه رسولی دی نو زه مبارکي ورته وایم. اوږد عمر، پراخه حوصله او روغ صورت ورته غواړم. حاضر د خدای په امان . ستاسي جهاني


……………………………………………..


 


مبارکۍ پیغام


د سویدن د مالمو په ښار کې د روانې علمي او فرهنګي غونډې قدرمنو سمبالوونکو !


دنېکو هیلو په بدرګه ، تاسو ته د ځان او دلته د افغان ـ ډنمارک د لیکوالو د ټولنې او په ډنمارک کې د کونړ فرهنګي ټولنې د مشرتابه جرګه ګۍ او ټولو غړو د تودو مبارکیو او شاباسیو مراتب وړاندې کوم .


څرګنده خبره ده چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې ،د علومو په بېلا بېلو برخو کې، سترو او ویاړلو پوهانو او متخصصینو سر راپورته کړی چې هر تن یې د خپلو علمي څېړنو په برکت هېواد او ټول بشریت ته د یادونې وړ خدمتونه ترسره کړي .ښاغلی پوهاند دکتور خیرمحمد ماموند او منلی لیکوال، شاعر او څېړونکی ښاغلی محمد معصوم هوتک له همدغه ډله پوهانو څخه ګنل کیږي .استاد ماموند په کیمیا پوهنه کې هغه ویاړونه هېواد ته پرې ایښي چې دا وطن به پرې سبا ورځ ودان او آباد وي ، هغه د خپل ټول علمي او ویاړلي ژوند په اوږدو کې لکه یو هېوادپالونکي ښوونکي ، بې شمېره شاګردان وروزل او خلکو ته د چوپړ لپاره یې ټولنې ته وړاندې کړل .په همدې توګه منلي فرهنګي شخصیت ښاغلي محمد معصوم هوتک د افغاني ادبیاتو او په ځانګړې توګه د هېواد د تاریخ او د پښتو ژبې لیکدود او ګړدود ته د قدر وړ خدمت کړی . د استاد هوتک څېړنې زموږ د وخت د ډېرو تیارو ګوډونو د روښانولو څراغ په لاس کې لري ،  باوري یم چې په ننۍ علمي غونډه کې به پوهان د هغوي د ژوند او کار په هکله هر اړخیز ګټور معلومات د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړی .


موږ په داسې حال کې چې ددغه راز علمي غونډو جوړېدل یو له درنښت څخه ډک ګام بولو ، پوره باور لرو چې دا غونډه به د نورو ورته علمي غونډو د جوړېدو لپاره لاره پرانیزي .


د روانې غوندې د بریو، او نوموړو استادانو ته د اوږود و هوسا او بسیا ژوند په هیله او دعا .


د افغان – ډنمارک د لیکوالو او په ډنمارک کې د کونړ د فرهنګی تولنو په استاریتوب ګلمانشاه ودیر ساپی


……………………………….


بسم الله الرحمن الرحيم


دوکتور ظفر لرغون


له هر څه مخکې زه د نومیالي ليکوال او څېړونکي  ښاغلي استاد م. معصوم هوتک نه ډېره بخښنه غواړم په دې سبب چې زه د دوی په څېړنو باندې د څه ویلو نه ډېر عاجز یم. زه حتا د ليکدود د کلمې په خوله راوړلو صلاحیت هم نلرم خو د هوتک صیب ، پوهاند صیب زیار او نورو افغان پوهانو نه هيله لرم چې د پښتو ژبې د ستونزو د حل لارې چارې په ډېره زړه  سواندۍ سره ولټوي او خدای دې وکړي چې هوتک صاحب د تل لپاره د پښتو ژبې په  وړاندې همداسې معصوم پاتې شي. زه فقط یو شی ویلی شم که پښتو سا ینسي نشي او  ساینس پښتو ژبې ته ورداخل نشي – پښتو به همداسې خواره او وروسته پاتې وي


نسانانو د خپل ژوند د اوږدوالي، هوساینې او پرمختګ لپاره د هر ډول علومو،تجربو او     څېړنو نه د ګټې اخيستنې کوښښونه جاري ساتلي دي. کېمیا یو طبيعي علم دی چې انسانانو ئې تیوریکي او عملي بنسټونه د تجربو او څېړنو له لارې د پېړیو په اوږدو کې جوړ کړي دي. په ځانګړي ډول د فزيکي کيمیا تدريس د لومړي ځل لپاره په ۱۷۵۲م کال کې لومونوسف د پيتربورګ په پوهنتون کې پیل کړی دی. دا چې فزيکي کيمیا د کيمیاوي تکنالوژۍ بنسټ جوړوي او په کيمیاوي زده کړو کې یوه حتمي برخه ده نو ځکه ډېرو کيمیا پوهانو پدې اړه څېړنې او تجربې کړي دي. ستر کيمیا پوه مندليېف هم په ۱۸۵۰ کلونو کې په فزيکي کیمیا کې ژوروڅېړنو، تجربو او مطالعاتو ته دوام ورکړی او ګټورې لاسته راوړنې ئې په ټوليز ډول په کیمیا پوهنه کې درلودلي دي


په کیمیا پوهنه کې تر اوسه ۱۱۱ کیمیاپوهانو د نوبل جایزې ترلاسه کړي دي


۱. لومړۍ جایزه په ۱۹۰۱ کال کې نیدرلندي کیمیا پوه یاکوبوس فان هوف، دویمه په ۱۹۰۲ کې جرمني کیمیا پوه هیرمن فيشر، دریمه په ۱۹۰۳ کې سویدني سوانت ارهینیوس چې پلار ئې د یوپسلا په پوهنتون کې مشهور جریبکښ وه وګټله. څلورمه جایزه انګلیسي کیمیاپوه او د ۲۰۱۱ کال د نوبل جایزه یوه اسرایلي وګټله. که چېرې دا ۱۱۱ کیمیا پوهان او د هغوی هېوادونه وڅېړو په دوی کې دا دوه څيزونه حتمي شتون لري


لومړی: هغو ملکونو چې طبيعي علومو ته ډېره پاملرنه کړې، هغوی بېساری پرمختګ هم کړی لکه اروپائي، ځينې امریکائي هېوادونه او ډېر لږ اسیائي هېوادنه


دویم: د نوموړو هېوادونوله یوې خوا چارواکو او له بلې خوا ئې ولسونو خپل پوهان په مادي او معنوي ډول نازولي دي او هر وخت ئې د هغوی پوهې، څېړنو او زحمتونو ته په درنه سترګه کتلي دي. داسې نه لکه زموږ پوهان چې ټول ژوند له ګواښونو، جېلونو او هجرتونو سره مخامخ وي. د افغانستان چارواکي او ولسونه هر وخت زموږ د پوهانو او ملي شخصیتونو په وړاندې نابینایان پاته شويدي. خو بیا هم د ویاړ خبره ده چې افغان ولس رښتيني بچیان هم لري لکه په مالمو ښار کې اوسېدونکي افغانان چې خپل دوه ویاړلي او نومیالي شخصیتونه هر یو پوهاند صیب ماموند او استاد هوتک صیب یاد کړي او مالمو ته ئې رابللي چې د دوی د علمي هلوځلو، اکادیمیکو لاسته راوړنو او نه هېرېدونکي چوپړ په وړاندې د درناوي سرونه ټيټ کړي. ستاسو ټولو ئې کور ودان دا مو په رښتیا سره د ثواب کار کړی او خپله ملي او وجداني دنده مو سرته ورسوله. له تاسو ټولو نه د زړه له تله مننه په ځانګړې توګه له پیاوړي لیکوال او تاريخپوه  ښاغلي حبیب الله غمخور نه


خیر دی که روسان لومونوسف او مندليېف لري، جرمنیان هيرمن فيشر لري او انګرېزان ویلیم رامسای لري، نو موږ هم نومیالی کیمیاپوه، په افغانستان میین پوهاند او په افغانستان کې لومړنی فزيکي کیمیاپوه ښاغلی دوکتور خیر محمدخان ماموند لرو. د پوهاند صاحب ماموند ټولې څېړنې، تجربې، لیکنې، چاپ شوي او ناچاپه اثار به د کیمیاپوهنې په نړۍ کې په زړه پورې علمي ارزښتونه ولري، په خاصه توګه د فزیکي کیمیا درسي کتاب او د کیمیا انګلیسي-روسي-پښتو قاموس د منځپانګې او علمي کچې له مخې د افغانستان د طبیعي علومو په تاریخ کې د الماسو دوه داسې ستر قېمتي غمي دي چې د طبیعي علومو په نړۍ کې به د پوهاند صیب ماموند کیمیاوي شمله لوړه او له ویاړه ډکه وساتي او د خدای بخښلو سید جمال الدین افغان او عبدالغفار کاکړ روحونه به ورباندې ښاد او ارام وي


خدای دې وکړي چې پوهاند صاحب د عمومي،عضوي،غیرعضوي او فزیکي کیمیا په څنګ کې ځوان نسل په کمپیوتري یانې د ریاضیاتو په کیمیا هم ونازوي او پدې برخه کې لږ څه وليکي


په پای کې پوهاند صیب ماموند او محترم هوتک ته روغتیا، کورنۍ نېکمرغي او اوږد فزیکي او علمي ژوند غواړم، دوی ته دومره ژوند غواړم څومره چې دوی پخپله د هغه هيله لري . په ګوتواو قلم مو برکت شه. امین


اخځونه


  انګلیسي -روسي -پښتو قاموس، پوهاند دوکتور ماموند خ.م


اینسوکلوپیدیا – روسي


اینسوکلوپیدیا – هالندي


…………………………………….


 


دافغانستان اسلامی جمهوريت /دهلمند ولايت


د۲۰۱۲زکال دسپتمبرلمړۍ


دهلمند ادبي بهيرپيغام


ترهرڅه مخکي دنن ورځي  دپرتميني غونډي درنوگډون کونکوته دزړه له تله سلامونه اوښه راغلاست وايو!


ډېر خوښ يوچي دسويډن په مالموښارکي دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکز،دوستۍ فرهنگی ټولنې اوارياناکلتوري ټولنې په گډزيار اوزحمت د افغانستان ددوسترو څېرو هريو استاد محمد معصوم(هوتک) اوښاغلی پوهاندخيرمحمد ماموند دخدمتونو په وياړدرنه غونډه جوړه سوې ده.


په رښتيا چي يادي څېرې  زموږد هيواد لويه معنوي شتمني ده دداسي معنوي شتمنيو ديادساتلواودرناوی لپاره افغانان په ځانگړې توگه پښتانه زلمي  مسؤليت لري چي په وياړ يې غونډي جوړي کړي ،ترڅوددې قدر وړڅېرود هغه خدمتونوچي ددې هيواد اوخاوري لپاره يې کړي تريوځايه حق ادا اوقدر داني يې وکړي.


يادي څېرې که څه هم دهيواده څخه ليري دي خو ددوى مينه له خپل هيواد اووگړو سره ددې څرگندوينه کوي چي د لويديځ فضا يې يوگړى هم فکرونه دخپل هيواد څخه بوخت نه دي ساتلي او هره شېبه يې دهري ساه اخيستلوسره دهيواد او ولس ياد نغښتى دى، دادى ددې دوو سترو هستيو اودپښتنو شملو داوچتولو وياړ دهيواده زرگونه ميله ليري دسويډن دمالمودښارافغانانوپه برخه سو.


هلمند ادبي بهير په داسي حال کي چي ددوى دا لوړاحساس ستايي، د تېراو اوسني خدمتونه يې دستاينی اومننې ترڅنگ يا دو استادانو ته ددوى دعلمی خدمتونوپه وياړددې سپېڅلي اودرنې غونډي دجوړېدو مبارکي وايي .اوخپلووياړلواستادانولپاره افغان زورېدلی ولس ته دلازياتوعلمی خدمتونو په لاره کي د (لايزال څښتنه) ورته داوږد اوروغ ژونددعا کوي .


مننه دهلمند ادبي بهيرمشرتابه


…………………


 


افغانان ښه ژوندی او بد مړی نلري


حبيب وقار/کابل


په سويډن کې د افغانانو له علمي او فرهنګي مرکز، د دوستۍ فرهنګي ټولنې، د آريانا کلتوري ټولنې او د اروزګان ملي مهالنۍ خپرونې څخه يوه نړۍ مننه کوو چې زموږ ژوندي پوهان نازوي او په درنه سترګه ورته ګوري. پخوا به خلکو ويل چې افغانان په ژونديو کې ښه او په مړو کې بد نلري. خو اوس داسې نه ده موږ ويښ، د لوړ استعداد خاوندان او ملي مشران لرو چې خپل پوهان لمانځي، په درنه سترګه ورته ګوري او د هغوی لاسته راوړنې او تجربې له خلکو سره شريکوي. موږ په خپل هېواد کې داسې پوهان لرو چې په نړيواله کچه د لمانځنې وړ دي. خو دا چې افغانانو ته په سازماني توګه ټوپک ورکړل شوی، جګړې ته هڅول شوي او د خپل ورور مرګ ورته د لويې بريا په توګه ورپېژندل شوی او نه پرېښودل کېږي چې په خپل منځ کې سوله وکړي خپل پوهان وپېژني، پوهه تر لاسه کړي او ځان په خپله بسيا کړي. له همدې امله ده چې دوی خپل مشران، پوهان او د لوړ استعداد خاوندان هېر کړي دي.


نن ورځ افغانان په سيمه کې د شخړو د رامنځ ته کولو لپاره ساتل کېږي، تل د قلم، کتابچې، سپين کاغذ او ښوونکي په ځای افغانانو ته کلاشنکوف، مېزايل، راکټ او د ښوونکي په ځای ځانمرګی ورکړی شوی دی. خو په دې برخه کې تر ټولو لوی او مهم ټکی زموږ بې سوادي ده، څه وخت وړاندې مې له يو چا سره د غزني د ښوونځيو په اړه بحث کاوه ويل مې نه بايد طالبانو د خپلو اولادونو ښوونځي بند کړي وای، خو هغه کس د خپلې پوهې د کموالي له برکته راته ويل چې بايد ښوونځي وتړي ځکه چې دولت په غزني کې په موټرسايکلونو بنديز لګولی دی. ويل مې نو د ښوونځيو په تړلو سره خو هم زموږ اولادونو ته ضرر رسېږي نه دولت، امريکايي او نورو بهرنيانو ته خو پر چا يې منې. ورته ومې ويل دا سمه ده چې دولت دا ظلم په خلکو وکړ، خو تاسې خو يې هم قصد بېرته له ملت څخه مه اخلئ، خو که چېرې دې کس پوهه درلودی، او په خپله ګټه او تاوان پوهېدی او څو پيسو يې سترګې نه وای ړندې کړې، نو دا ډول دليل به يې نه وايه. نو دلته ده چې موږ علم او زده کړې ته اړتيا لرو. که زده کړه ولرو نه به خپل وطن وران کړو او نه به هم پوهان انجينران او ډاکټران ووژنو.


که چېرې موږ خپل شخصيتونه او پوهان ولمانزو او په درنه سترګه ورته وګورو، دا به د نوو ځوانانو د استعداد د لوړېدو لامل شي. په دې سره به مو ځوانان هڅولي وي، چې زده کړې وکړي او خپل وخت بې ځايه تېر نکړي. د دې ډول غونډو بله ګټه داده چې زموږ ډېر هغه کسان چې له خپلو پوهانو سره له نژدې نه پېژني او يا هم معلومات نه ترې لري د دوی له کړو وړو، تاليفاتو، لاسته راوړنو او نوښتونو خبرېږي. کېدای شي زموږ ډېر کسان ښاغلی ماموند او ښاغلی معصوم هوتک ونه پېژني، خو له دې غونډې وروسته به د دوی په اړه ډېر معلومات تر لاسه کړي، نن د انټرنېټ نړۍ ده هر ځوان کولای شي ډېر ژر د دوی په اړه په غونډه کې له وړاندې شوو مقالو معلومات تر لاسه کړي او د دوی له تجربو په خپل ژوند کې ګټه واخلي. او د غونډې تر ټولو لوی اهميت په دې کې دی، چې زموږ پوهان هم دا احساس کړي چې ولس او خلک يې په درنه سترګه ورته ګوري او له چا نه دی هېر په دې سره به هغه هم وهڅېږي چې خپلو خلکو ته نور خدمت هم وکړي او نور هم د خلکو په زړونو کې ځای پيداکړي.


يو ځل بيا هم له يادو ټولنو مننه کوو چې زموږ لوړو شخصيتونو ښاغلي پوهاند دوکتور خيرمحمد ماموند کيمياپوه او د پښتو ژبې، د تکړه ليکوال او څېړونکی ښاغلي محمد معصوم هوتک په وياړ علمي غونډه جوړوي دوی زموږ لوړ شخصيتونه دي ښاغلي هوتک صيب د پښتو ژبې لپاره په سختو شرايطو کې ډېر کار کړی او ټولې هلې ځلې يې د ستايلو وړ دي. هغه ادبپوه، ژبپوه، ليکوال، شاعر، کره کتونکی، څېړونکی او ملي شخصيت دی. نوموړي پښتو وروسته پاتې ژبې ته ۱۸ چاپ او ۱۵ ناچاپ آثار وړاندې کړي دي. په هر ډول حالاتو کې يې خپل هېواد او هېوادوال نه دي هېر کړي. په همدې توګه زموږ بل عالم کېمياپوه ښاغلی ډاکټر خيرمحمد ماموند چې د کېميا په علم کې يې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړې دي او همدا ډول يې د کېميا په برخه کې خپلو افغانانو ته ۱۹ آثار ليکلي چې ډېر څه دي، موږ پرې وياړو.


خو دا ډېر د افسوس ځای دی چې زموږ ځينې افغانان خپل عالمان، انجينران، ډاکټران او لوستي کسان نه دا چې نه يې نازوي بلکې په يو او بل نوم يې وژني. د افسوس څه چې د ژړا ځای دی چې هره ورځ موږ د يوه عالم د نيول کېدو، وژل کېدو، تښتول کېدو او يا هم ټپي کېدو خبر اورو. ګرانو افغانانو وروڼو راځئ که په هره ډله او هره ژبه پورې اړه لرو د خپلو هېوادوالو او لوستو کسانو وژل بند کړو، د خدای لپاره نور خپلې خويندې او ميندې د غم په ټغر مه کښېنوئ، څوک چې ته د جاسوس، غلام، خلقي، کمونيست، طالب او القاعده په نوم وژنې ستا افغان دی او که چېرې دولت ولرې ستا لپاره به د اوسپنې په معدن کې د انجينر په توګه کار کوي او يا به هم ستا د ناروغانو درملنه کوي. هغه مور چې بوره کېږي، هغه خور چې کونډه کېږي او هغه ماشوم چې يتيم کېږي ستا خپل افغانان دي. آيا ستا لورېږي چې خپل ماشومان دې يتيمان شي او هر چاته د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره لاس اوږد کړي، خو نه هېڅکله دې هم په خپلو ماشومانو نه لورېږي نو هيله درنه کوو چې د نورو ماشومانو ته هم د خپلو ماشومانو په سترګه وګورې او ددې په ځای چې خپل ماشومان يتيمان کړئ، هغوی ته د زده کړې زمينه برابره کړئ، ترڅو ښه عالمان شي، دين او وطن ته خدمت وکړي او يوه ورځ يې د دوکتور پوهاند خيرمحمد ماموند او ښاغلي معصوم هوتک په ډول لمانځنه وشي.


۱۳۹۱/۰۶/۱۴…… ۲۰۱۲/۰۹/۰۴


………..


 


دسویدن دمالموپه ښارکې دعلمی فرهنګی سیمینارنننۍغونډی ته دډنمارک داغوس دښاردافغانانود ټولنی پیغام  


  د۲۰۱۲زکال دسپتمبردمیاشتی۸نیټه


ددنمارک داغوس دښاردافغانانود ټولنی پهاستازیتوب په خپل وارسره په سویدن کې دمالمومیشتو فرهنګیانواوپه خاص ډول دښاغلیغمخورصا حب دهغوفرهنګی هڅواو وړتیاووپه لړ کې چې دادی دا واریې بیاددووحقداروعالمانواو استادانو، د کیمیا پوه پوهاند صاحب خیرمحمد ماموند او لیکوال، شاعراوڅیړونکی استاد محمد معصوم هوتک صاحب دعلمی فرهنګی کارونواوهلوځلود درناویپه خاطرننی پرتمینه علمی غونډه یا سیمینارد سویدن د مالموپه ښارکې جوړه کړیده،دزړه له کومی او دوطنی مینی نه دډکواحساساتوپه وړاندی کولو سره درناوی وکړم.


 ددواړوعلمی،فرهنګی شخصیتونو او ددوی دستروعلمیاثارو شتون دهیواد دتاریخ په ځلاندوپاڼو کې تلپاتی ثبت دی او دهیواد دفرهنګپالوشخصیتونو،ځوانانو اوراتلونکی نسل دپاره ستره علمی او فرهنګی پانګه ګڼل کیږی      ټولوته جوته ده چې د هیواد په تیروکلتوریاوفرهنګی پړاونو کې به دسایسی ،علمی او فرهنګی شخصیتونو دمړینی وروسته دهغوی دتلینونو دنمانځلواوعلمی شخصیتونودرناوی کیده. خودادی اوس دا یو بل سترعلمیاوفرهنګی نوښت لیدل کیږی چې دداسی علمی شخصیتونودرناوی او یادونی ددوی د فعال ژوندپر مهال تر سره کېږی .     درنودوستانو او ددی پرتمینی ستری غونډیګډونکونکو !


ډېرڅه لرم چې دویلواو اوریدلووړ دی ،خود وختدکمښت له امله خپلی خبری را لنډوم او یووار بیا دډنمارک د اغوس د ښارد یوشمیر فرهنګپالوافغانانودټولنی په استازیتوب دهغودوستانونه مننه کوم چې ددی ستری علمی غونډیدجوړولوپه کار کې یې هرډول برخه اخیستی ده .همدا ډول دواړوعلمی ، فرهنګی زړه تهډېررانږدی استادانو ته دزړه دکومی نور هم دګوتواوقلم دچلیدوبرکت اوبریاوی د لاډېرعمراوهمیشني روغتیا دلرلوسره دلوی څښتن تعالی ددربارنه غوښتونکی یم . په ډېردرنښت . شاولی ارین                                                                                                    


…………..


دپوهاند خيرمحمد مامونددوينا متن


بسم الله الرحمن الرحیم


 د لوی او بښونکی خدای په نا مه         


 درنو حاضرینو !


اجازه راکړئ چې تاسو ګرانو دوستانو  او خوږو ملګرو ته ښه راغلاست ووایم او تر ټولو د مخه د محترم غمخور صاحب


   اود هغه د همکارانو څخه چې دا غونډه يي جوړه کړې ده د زړه له کومي مننه وکړم .


داچې په سویډن کې د افغانانو فرهنګي ټو لنې هڅې کوي د دا ډول غونډو د جوړولو له لارې د افغاني ټولنې د ژوندانه په مختلفو ساحو کېد هیواد د علمي او ادبې شخصیتونو د علمي هڅو او څیړنو څخه هیوادوال اوپه ځانګړې توګه د هیواد څوان نسل خبر کړي دا یو پر څای اود قدر وړ کار بولم . ددوې داهڅې د افغانستان ځوان نسل د خپل پلرني هیواد د ویاړنو ، پرابلمونو او پرمختګونو سره اشناکوي او کیدای شي ځوان افغانان په لویدیز کې د عصري زده کړو د حاصلولو وروسته  د خپل پلرني هیواد چوپړ ته وهڅوي .


ګرانو دوستانو !


ټول پوهیږو چې زموږ ګران هیواد افغانستان د طبیعي شتمیو له پلوه یو بډایه هیواد دی او خلک یي هم زیرکښه ، د لوړ فکري استعداد او ښه فزیکي توان خاوندان دي ، خو زموږ په هیواد کې د سواد اود ساینس او تکنالوژۍ د سطحې د ټيټوالی له کبله موږ د خپل هیواد د طبیعي شتمنیو او بشري قواو څخه هغسې چې لازمه ده ګټه نشو اخستلای .


موږ پراخه ډاګونه ، او مست سیندونه لرو ، خو موږغلې دانې او ختی برېښنا د بهر ملکونو څخه رانیسو ، داځکه چی موږ پر خپلو سیندونو بندونه نشو جوړولای .


زموږ په هیواد کې د تیلو او غاز چینې شته ، خو موږ یی نشو را ایستلای ، داځکه چې موږ د تیلو او غاز د را ایستلو او کارولو تکنالوژي نه لرو .


زموږ په  ملک کې د اوسپنې ، مسو او نورو فلزونو د بډایه معدني موادو لوی لوی ذخیرې شته ، خوموږ هر ډول فلزي سامان الات د بهر ملکونو څخه رانیسو ، داځکه چې موږ د معدني موادو څخه د اوسپنې ، مسو او نورو فلزونو د استحصال تکنالوژي او پوها دواړه نلرو.


په ۱۳۴۰هجري کال کله چې سردار محمد دا ؤد د کابل پوهنتون د طبیعی علومو په پوهنځي کې د هستوي فزیک په لابراتوار کې د ګایګر کونټر د وسیلو د نصبیدو وروسته ددغه لابراتوار د پرانستلو لپاره کابل پوهنتون ته راغې ، نو دهغه وخت دساینس د پوهنځي اود افغانستان د اتومي انرژۍ ریس پوهاند دوکتور عبد الغفار کاکړ زموږ په هیواد کې د یورانیمو اونورو قیمتي رادیو اکتیف عناصرو د شتون خبر ورکړ ، خوپه وروستیو ۳۲کلونو کې د ښکیلاک ګرو زبرځواکونو لخوا پر افغانستان د تپل شویو جګړو وروسته افغانان نور دخپل هیواد د یورانیمو د ذخیرو په هکله هیڅ مالومات نلري ، داځکه چې په دغه تپل شویو جګړوکې دافغانستا ن د ساینس او تکنالوژۍ ډیر پوهان او انجینران له خپل هیواده تیښتې ته اړکړای شوي اوله ملکه تښتید لي دي


دشلمې پیړۍ د شپږمې لسیزې راهیسې د کنړ ولایت د پیج ددرې په غرونو کې دقیمتي کاڼو په نامه ځانګړی ډول ډبرې راټولیږي او پاکستان ته چلول کیږي . کله کله ماته شک رالویږي چې ګوندې د پاکستان اتومي بمب د افغانستان د غرونو د قیمتي کاڼو سره تړاو ونه لري .


دپنجشیر او بدخشان د غرونو قیمفي کاڼی د ځینو ګروپونو لخوا په غیر فني توګه استخراج او په بهر ملکونو کې د املوکو په بیه خرڅیږي ، داځکه چې موږ حتی ددغسې کاڼو د استخراج او قیمت ارزونې تکنالوژي نلرو .


زموږ د ملک پر فضا ددوست او دښمن الوتکې زموږ د اجازې پرتهالوتنې کوي . زموږ پرخاوره لیوان ، پردي پوځیان ، ترورستان اود اپينو قاچاقبران ټول ازاد ګرځي ، داځکه چې موږ په هواکې د الوتکو اوپرځمکه د ژوندیو او غیر ژوندیو موجوداتو د حرکت د تعقیب اوکنترول وسایل نلرو.


افغانان داد جنګ د میدان اتلان چې په وطن دوستې او خدای پرستۍ کې نړیوال شهرت لري ، خو بیا هم ښیلاک ګر زبر ځواکونه د افغان د ښکیلولو اود افغانستان د طبیَي شتمنیود لوټولو نه نه ډاریږي ، داځکه چې زبرځواکونه پرمخ تللې جنګي وسلې لري او افغانان د دوې د وسلو د مقابلې وس نلري . افغانان که څه هم د وسلو جوړولو لپاره ټول لازم توکي په خپل ملک کې دننه لري ، خود پرمخ تللیو وسلو د جوړولو پوهه او تکنالوژي دواړه نلري .


پس لیدل کیږي چې د افغانانو کمزورتیا او لویه نیمګړتیا په خپل ملک کې د ساینس او تکنالوژۍ د پرمخ تللې پوهې او تجربې نلرل دي .


سوال :


ولې په افغانستان کې د ساینس او تکنالوژۍ د پوهې او تجربې سطحه ټيټه پاتې شوې ده ؟


ځواب :


پر افغانستان باندې دښکیلاک ګرو زبرځواکونو د پرلپسې یرغلونو اود یرغلګرو سره په کلونو کلونو په جنګونو او شخړو کې د افغانانو د بختیدو په وجه دې ملت د زدکړو لپاره لازمه فضا اود تجربو د نتیجو د تعمیم او په کار وړلو لپاره کافي وخت او امکانات نه دي موندلي . که د انګلستان او امریکا د ساینس اوتکنالوژۍ د پوهې د زده کړو مؤسسات څوسوه کاله عمر لري اود یو نسل تجربې بل نسل ته پاتې شوې او بډایه شوی دي ، نو پر افغانستان باندی د ښکیلاک ګرو زبرځواکونو د پر لپسې یرغلونو په پایله کې د افغانانو په لاس جوړشوی مدنیت ، ساینس او تکنالوژي په پر لپسې جنګونو کې په پرلپسې ډول له منځه وړل شوي دي  او د افغان ملت په مټ د ښکیلاک ګرو یرغلګرو د په ګونډې کیدو وروسته بیا ددغه شیطاني ځواکونو د دسیسو له کبله افغانان په خپل منځ  اچول شوي ، ورور وژنې او مدنیت ړنګونې دوام موندلې دې . په دې ډول د یرغلګرو د یرغلونو او باچاګردیو په وجه په یوه باچایی کې روزل شوي نیمچه سانس پوهان د بلې باچایی په شرایطو کې له منځه تللی اویا له ملکه تښتیدلي دي . دردونکې خبره خوداهم ده چې د ګوتو په شمار د افغانستان لږ شمیر نیمچه ساینس پوهانو دخپلو تجربو او څیړنو نتیجې په خپله مورنۍ ژبه په لیکلي ډول له ځانه نه دي پرې ایښي چۍ راتلونکي نسلونه ترې کار واخلي . ځکه نو د افغانستان د ساینس پوهانو هر نوې نسل د ساینس او تکنالوژۍ د پوهې زده کړې او تجربې له صفر څخه پیل کوي .


اوس نو سوال دادی چې ولې د هرې زمانې ښکیلاک ګر زبرځواکونه  زموږ پر ملک یرغل کوي چې له دې کبله افغانستان وروسته پاتې شوې اود ساینس او تکنالوژۍ سطحه یی ټيټه ده . ؟


ځواب :


په دې هکله د دوه لویو لاملونو یادونه کوم .


اول : د افغانستان د جغرافیایی موقعیت حساسیت یا په بله وینا ددې ملک د جغرافیایی موقعیت ستراتیژیک ارزښت دا هیواد د ښکیلاک ګرو زبرځواکونو د یرغلونو څلور لارې ګرځولې ده .


د لویدیز نه د ختیځ په لور د سکندر د پراختیا غوښتنې یرغل ددې ملک پرخاوره تیر شوی دی . بیا له شمال څخه د سهیل اولویدیزپه لور د مغلو له وحشته ډک یرغلونو سیلاب داهیواد ځپلې دې . دچنګیز د یرغل څخه د هند د بابریانو د وروستي باچا محمد اعظمشاه تر واکمنۍ پورې د مغلو د یرغلونو او واکدارۍ د ۵۰۲ کلونو په موده کې ۴۲۱ کاله مغلو په افغانستان کې یوازې افغان وژنه او مدنیت ړنګونه کړې ده . فقط د شاهرخ میرزا او سلطان حسین بایقرا د واکمنۍ په ۸۱کلونو کې د علم او پوهې د زده کړو اومدنیت جوړونې کارشوی دی . په دې زمانه کې چې په لودیدیز کې د ساینس او تکنالوژۍ د ودې انقلاب روان دی ، افغانان د مغلو سره په خونړیو جګړو اخته دي اود ساینس او تکنالوژۍ انقلاب د افغان خاورې ته نشي داخلیدای . د مغلي ښیکیلاک  په دوره کې د سلطان حسین بایقرا د مړینې وروسته ( ۱۵۰۵م)په افغانستان کې مرکزي دولت له منځه وړل کیږي . پر لویدیز افغانستان صفوي دولت ، پر شمالي افغانستان د ازبکو شیباني دولت اوپر ختیځ افغانستان د هند بابري دولت قبضه کوي .


په افغانستان کې د مغلو د نژدې پنځه سوه کاله واکمنۍ او یرغلونو پر مهال میلونونه افغانان ددغه قصابانو له تیغه تیریږي ، مګربیاهم دغه په ازادۍ مین ولس د افغانستان په هسکوغرونو کې د خپلواکه افغان بیرغ تل رپانده ساتي او خپل دښمن ته پر خپله خاوره د ارام حکومت کولو مجال نه ورکوي . دمغلي ښکیلاک د دړې وړې کیدو وروسته له هند څخه د مرکزي اسیا په لور د انګلیس د یرغلونو په هڅو کې نژدې یوه پیړۍ افغانان د انګریزي ښکیلاک سره لاس او ګریوان پاتې کیږي . بیا له شمال څخه د هند د سمندر د ګرمو اوبو په لور د روس ( شوروي اتحاد ) د پراختیا غوښتنې یرغل او نه کاله جګړو په پایله  کې افغانستان سخت ځپل کیږي اوپه دې جګړوکې څه کم دوه میلونه افغانان وژل کیږي او لسهاو زره نور یی معیوب اود افغاني ټولنې بار ګرځي .


له دی وروسته پر ۲۰۰۱م کال امریکا پر افغانستان یرغل کوي . زیات شمیر  سیاستوال ددې یرغل موخه د منځنۍ اسیا دتیلو اوغاز بډایه زیرموته لاس رسې اود چین او روس په ګاونډ کې دپوځي اډو جوړول په ګوته کوي ، مګر امریکا او انډیوالان یی دا جګړه د تروریزم ضد جګړه بولي . په دې جګړه کې  د امریکا په مشرۍ د ناتو پوځونه د لر او بر افغان په وژنه بخت دي داټول د افغانستان د جغرافیایی موقعیت د حساسیت نتیجه ده چې دا هیواد یی د کړاونوسره مخ کړی دی.


دویم : پر افغانستان باندې د ډار او کرکې پرته د ښکیلاکګرو زبر ځواکونو د یرغلونو بل لوی لامل زموږ په هیواد کې د ښکیلاک ګرو د عمالو او اجنټانو شتون دی . له بده مرغه په دې وروستیو دوه دیرش کلونو کې دغه ملي ضد دنده د افغانستان ځانګړو سیاسي کړیو تر سره کړې ده . لکه چې  موږ او تاسې په خپلو سترګو ولیدل چې دغه سیاسي کړیو د ښکیلاک ګرو یرغل ګرو په زور په افغانستان کې دوه ځلې سیاسي واک غصب کړ اودادی دوه دیرش کاله یی پر خپلو سیالانو ملنډې ووهلې ، او په میلونونه افغانان یی ووژل او په لسهاو زره نور یی معیوب اود افغاني ټولنې دغاړې بار کړل . پر افغانستان باندې د روس د یرغل پر مهال چې د روسي ښکیلاک ځواکونو افغانان وژل ، نو د روسي ښکیلاک پلویانو دغه ښیلاک ګر ځواکونه د افغانانو د نجات پرښتې بللې . اونن بیا چې لر او بر افغانان د یرغلګرو پرضد جنګ کې په وینو کې لمبیږي ، د افغان د خاورې د خرڅلاو سوداګر، یرغلګر پوځونه د افغانانو د نجات پرښتې بولي او هڅه کوي چې د تل لپاره د ښکیلاک ګرو د حمایت او بالفعل ملاتړ په زور د افغانانو پر سرنوشت مسلط پاتې شي .


پس لیدل کیږي چې پر افغانستان باندې د چنګیز د یرغل راهسې په دې اوږده موده کې افغانستان په پر لپسې ډول دښکیلاکګرو زبر ځواکونو د یرغلونو لاندې راغلی اود هر دوه یرغلونو تر منځ په نسبتا ارامه موده کې د افغانانو په لاس جوړشوی مدنیت ، ساینس او تکنالوژي د ورپسې یرغل په ترڅ کې له منځه وړل شوي دي . داچې د ساینس او تکنالوژۍ د پوهې لاس ته راوړلو لپاره پوه استادانو ، په خپله ژبه د اړوندو مضمونونو کتابونو اوتر ټولو مهم د ساینس او تکنالوژۍ لابراتوارونو ته ضرورت لري اودغه امکانات د بې امنې په فضا او لنډ وخت کې نشي تر لاسه کیدای ، نو ځکه زموږ په هیواد کې د سایس او تکنالوژۍ  د پوهې سطحه ټیټه پاتې  شوې ده . زما په اند د افغانستان د لوړو زده کړود مؤسسو پوهان او استادان هر څوک که د خپلو رشتو اړوند مضمونو درسي کتابونه د هیواد په ملي ژبو تالیف یا ترجمه کړي ، نو په ګران هیواد افغانستان کې به یی د عمومي پوهې او ساینس و تکنالوژۍ د زده کړو د سطحې په لوړولو کې مهم ګام اخستی وي . د همدې اصل  په بنا  ما تر اوسه د خپل ژوند په ۴۸ ( ۱۳۴۳ – ۱۳۹۱) کالو کې لاندې کتابونه تالیف  کړي او هیله لرم چې دغه کار ته دوام ورکړم . په اخر کې ستاسو د حوصله مندۍ نه تشکر کوم اودننۍ غونډې د کوربه نو نه هم ډیره مننه کوم  په درناوي .


………………………………


چاپ شوي کتابونه


۱-افغانستان د یرغلونو په لار کې . پوهاند  دوکتورخیرمحمد ماموند .هالینډ اتریخت ۲۰۱۱کال                               


۲-الکترولیتي محلولونه او الکترو کیمیا  پوهاند دوکتور خیر محمد ماموند .


۲۰۱۰کال


۳-فزیکی کیمیا ۲-د الکتروکیمیا لنډ کورس. پوهاند دوکتورخیرمحمد ماموند . هالینډ اتریخت ۲۰۰۸کال .                                                                        ۴ -د کیمیا قاموس . پوهاند دوکتور خیر محمد ماموند . هالینډ اتریخت ۲۰۰۷  


۵-فزیکي کیمیا۱- پوهاند دوکتورخیر محمد ماموند . هالینډ اتریخت ۲۰۰۵کال   


 ۶-عمومي کیمیا . پوهاند دوکتور خیرمحمد ماموند هالینډ اتریخت ۲۰۰۲کال      


۷-کیمیای عمومي وغیرعضوي .س.لیسنیاک،خیرمحمد ماموند….. پولیتخنیک کابل۱۳۴کال


۸-کیمیای فزیکي ( کارهای لابراتواري).خیرمحمدماموند.پولی تخنیک کابل ۱۳۶۲کال


۹-فزیکي کیمیا(پوښتنې اوحل شوي مثالونه)خیرمحمدماموندپولیتخنیک کابل۱۳۶۱   


۱۰ -کیمیای فزیکي(ممد درسي برای محصلان تکنالوژي کیمیا)خیرمحمدماموند انستیتیوت پولیتخنیک کابل ۱۳۵۹کال .                                        


  ۱۱-کیمیای عمومي وغېرعضوي(کارهای لابراتواری )کوڅیپن ، خیرمحمد ماموند . … انسیتیوت پولیتخنیک کابل ۱۳۴۸کال.                         


  ۱۲-کیمیای عمومي وغیر عضوی . کوڅیپن،خیرمحمد ماموند …. انستیتوت پولیتخنیک کابل ۱۳۴۷کال .                                                             ۱۳-کیمیای عمومی وغیر عضوی۱(ترجمه)خیرمحمد ماموند…مسکو۱۳۶۶    


۱۴-کیمیای عمومی وغیرعضوی۲(ترجمه)خیرمحمد ماموند….مسکو۱۳۶۶


……………


د کامران پښتومطبوعاتي مرکز او دجنوبي پښتونخوادليکوالوټولني  ( پيغــام)


ارادې  دي څومره  لوړي ، لکه څوکــي  د پامير دي


تراوه در يابه  هاخوا،ستافردېس نظرسپين غردی


هريوعزم دي روڼ ستوری،توروشپوته پيـامبردی


خوږ دميني پيوستون  دي،لوی  تسل دلر اوبر دی


په سويډن کي دافغانانوعلمی او فرهنگی مرکز،ددوستۍ فرهنگی ټولنــي ،دا ر يانا کلتوری ټولنـي داروزگان ملي مهالنۍ خپرونــي


درنو پــر پښتو مينوملګرواو د دې نننــۍ پر تميني وېاړ غونډي  ، زړه ته راتيرو؛ګډونوالواو فــر هنګپالو


 دکامران پښتومطبوعاتي مرکز او دجنوبي پښتونخوادليکوالوټولني .


پــه نمايندګــي پخپله بشپړه پښتني مينه درتــه سلام اومبارکي وړاندي کوو .


د پښتنو په اړوند پخوا د نورو هُغوله خوا دغــه خبره ډېــره مشهوره  وه : چي پښتانه په مړو کــي بد اوپه


ژوندوکــي ښه نلري  .


خواو س وينو،  چي دغه منفي تآثر زموږ ديوشمېر با احساسه او نه ستړ يکېدونکوپښتوپالو ليکوالو په موټ


 ورځ  په ورځ له منځه ځي ، اودادی وينوچي وخت په وخت خپل ادبي اتلان اوعاليمان ستايي اوپه وېاړ يې درنې غونــډي اوسيمينــارونه جوړوي ،ډېر دوېاړ اوخوښې ځای دی چي نن هم دداسي يوې د برمه ډکي  وياړ غونــډي شاهدان يو، چي زموږ دپښتو ادب دوه  شهکاراوځلاند شخصيتونــه ، ښاغلي پوهاند دوکتورخيرمحمد ماموندکيمياپو ، اودپښتو ژبې ، تکړه ليکوال اوڅېړونکی ښاغلي محمد معصوم هوتک په ډير احترام اوقدر پکي ستايل کيږي .


اوټول پښتون قام  د دوی د ادبي خدماتو اواحساناتو ځان پوروړی بولي .


په هر حال دا دخوشالۍ زيری دی ، چي دلويي اروپاپه پراخه اوپرمختللې غيږکي  ،لوی څښتن داسي پښتانه اودقلم خاوندان پيداکړل ،چي  نن په ژونددخپلونوموتو ادبي سرلارو په وياړ ، اودخپلي خوږې ژبي ، دپراختيااوپر مختګ لپاره داسي يوسيمينارجوړوي ، چي دبېلابيلوځايونو  نه ورته ليکوالان ، شاعران ، روڼ اندي ، دپوهي اونظر خاوندان رابولي، اوپدې هڅه کي دي  چي څنګه وتوانيږي ، چي پښتوادب ته دپرمختګ پرلوري يون ورکړي ،داچي زموږګرانه اوخوږه پښتو دتاريخ په اوږدوکي دګڼ شمېر ستونزواوننګونوسره مخامخ شوې ده ،دلته دتپلي سوي بدمرغي ډيورنډکرښي په دواړو خواووکي دوخت حکمرانانو اوواکدارانو دپښتوحقونه ترپښولاندي کړي ، نوزموږ همدغو ادبي شخصيتونو يې په  خپل وار ، پخپلونه ستومانېدونکوهڅو اوشخصي لګښتونو پالنه کړېده ، دپښتو غليمانوتل داهڅه کړې چي خدای مکړه دګراني پښتو ريښې وباسي ،  همدارنګه نوري ډيري بدمرغۍ هم سته چي زموږ پښتويې دګڼ شمېر ناخوالوسره لاس په ګريوان کړېده ،داچي ژبه دقوم اوټبر دژوند او روح په مانا ده اوپه داسي حال کي چي زموږدژبي دپرمختګ او ودي په وړاندي ډيري زياتي ننګوني اوکنډونه  شتون لري ، نودارنګه پراخي وياړغونډي اوعلمي سيمينارونه جوړول خورا پرځای اوګټور پرېوزي ، څوکاله وړاندي ديونسکونړ يوالي ادارې په راپورکي راغلي و ،چي پښتوهم دهغوژبو په کتار کي ده  چي خدای مکړه له منځه تلونکې ده ، ديونسکودادارې داراپورچي پر هر راز وړاندويونوولاړو اوياکه رشتياته نژدې پاته کيدلو ، خوزموږ په وړاندي چېلنجونه شته او موږ پښتانه په ځانګړې توګه ليکوال  بايدپه دې اړوندهوښيار اوبيداره و اوسو،دپښتو ژوندۍ ساتلولپاره پرلپسې هڅي وکړو .


البته دا رشتياده چي په دې وروستيوکي دپښتو دپرمختګ اوپېاوړتيا لپاره ډيرکارونه سويدي ، په نړيوال پراخ انټرنيټي جال کي ډير شمېر پښتوانټرنېټ پاڼي  پر ليکه سوي ، چي خوراپه زړه پوري مالومات او دپښتوادب دغنا اوبډايني لپاره ډيرګټورڅه دځان سره لري ،همدارنګه دادبي او کلتوري ټولنوجوړېدل ، کتابونو ، مجلو ، ورځپاڼو ، جريدو ، اونيزو چاپيدل اونشريدل  هم موږته دپښتو ادب دراتلونکي لپاره ډيراميدونه  اوتسلونه رابخښي ،اوموږيې یوښه ز یری بللای شو .


خوپه دې کارونو باندي بايدقناعت اوبسنه ونه کړو ځکه ګرانه پښتو او ددې چوپړ وهونکي پرپښتنوباندي تردې ډیرحق لري، اوبايد په وياړ يې ډير څه ترسره کړل شي  .


په پای کي يوځل بيا هم ددې درنې غونډي ټو لوګډونوالوته خپل سلامونه اومبارکي وړاندي کوو،


اوهمدارنګه دويښ اوبا احساسه فرهنګپال غمخورصاب او په سويډن کي دافغانانوعلمی او فرهنگی مرکز،ددوستۍ فرهنگی ټولنــي ، دار يانا کلتوری ټولنـي داروزگان ملي مهالنۍ خپرونــي   ټولو دقدر وړ ملګرو ته لانوري کاميابۍ غواړم  ، پر همت اومو ټو  موبرکت شه  !په ټوله پښتنه مينــه .


دکامران پښتومطبوعاتي مرکز کوټي او دجنوبي پښتونخوادليکوالوټولني پــه نمـايندګۍ ملــتـيــار


……………..


کاندید اکادمیسین سیستانی دپيغام متن


یوتبوری، 23/ 2012


دښاغلی پوهاند خيرمحمد ماموند  اوښاغلی معصود هوتک


د درنښت غونډي په مناسبت


گرانو وطنوالو اود دی یاد غونډی درنوحاضرینو زما سلامونه او نیکی هیلی ومنی!


دعلمی،ادبی ،ملی اوفرهنگی شخصیتونودرناوی د هرې ژوندی ټولنې اوپه خاص توګه دهری علمی- فرهنگی ټولنی له لمړنیو وظایفو څخه  ګنل کیږی .


دویاړځای دی چی سږکال هم دتیروکلونو پشان دمالموښار دافغانانو دعلمی او فرهنگی ټولنو په همغږی اونوښت دهیواد د دوعلمی اوادبي شخصيتونو،هریو پوهاند دکتور خيرمحمد ماموند دکابل پولی تخنیک پخوانی نامتو اووتلی کمیا پوه او استاد ،اوبل دپښتو ژبې تکړه ادیب اوليکوال ،څیړونکی اوشاعر ښاغلي محمد معصوم هوتک، په وياړ جوړه سوی ده .


شاغلی غمخورصاحب پخپل بلنلیک کی د دی غونډی هدف داسی بیانوی:« ددې غونډي نه زموږ هدف دادی چي زموږ ځوان نسل دخپل هيواد دعلمي اوادبی شخصيتونو په علمی هڅو خبراوله دوي سره له نږدي وگوري .ترڅوپدې وسيله وکولاي سوهغوي دعلوموپه مختلفو برخو کښي دهيواد د پوهانو اواديبانوله هڅواو زيار نه په خبرېدوسره دغې علمی اوفرهنگی لاري ته وهڅوو. اودبلې خواغواړودغه عنعنه ورکه کړوچي په ژوندوني خپل عالمان اووياړلې شخصيتونه په کاڼو ولی او پر مرگ ئي بيا دويراوښکی تويوي اوساندي وهی.»


رښتیا هم موږ همیش دخپلو اجتماعی ،علمی او فرهنگی شخصیتونو درناوی د دوی  په ژوند کی نه بلکی وروسته ترمرگه  کوو،ښائی دا زموږ دشرقی کلتور یوه برخه وی،خو که دخپلو ملی یا علمی او فرهنگی نومیالیو درناوی د دوی په ژوند کی وکړو، دا به ډېر پرځای او دعلم ، هنراو ادب  سره مینه ښودل  وی  او تاثیرئې به ېې هم زموږ پر نوی نسل باندی خورا زیات وی،مگر متاسفانه  زه په یاد نلرم چی زموږ په هیواد کی  دمخه تر  دریو لسیزو دکوم فرهنگی شخصیت درنښت او لمانځنه  د هغوی په ژوند کی شوې وی .


خوله نیکه مرغه دافغانستان  څخه دباندی زموږ مسئولیت منونکي ځوانان په دی توانیدلی دی چې دخپلو ژوندی عالمان او فرهنگی شخصیتونو عزت اوقدروساتی اودخپلو امکاناتو په چوکات کی ئې د پرتمینوغونډو په جوړ ولوسره دهغوي درناوی پرځاي کړی دی .چی یو له هغو سخه ننی درنښت غونډه ده. زه پخپل وارسره دوی ته ښه راغلاست وایم او هیله منیم چی دوی دخپلو استگنو په موده کی دخپلو هیواد والوپه لیدلو اوکتلو سره  خوشحاله اوسی واوښه خاطرات له خانه سره یوسی.


درنو وطنوالو!


د پوهاند خیرمحمد مامومند، د علمی کارنو ارزښت او درنښت په دی کی دی، چی ده پخپل علمی عمر کی د وطن بچیانو اودپولیتخنیک محصلینوته ډېری علمی کتابونه تالیف او تدریس دپاره وړاندی کری ده  او دغو کتابونو په تدریس کولو او پوهولو سره  هیواد ته ډېر تکړه  او عملی کدرونه او انجنیران روزلی دی چی اوس د هیواد  په مختلفو برخو کی  په خدمت بوخت دی، له لدی نقطۀ نظره دشاغلی پوهاند ماموند خدمتونه ډېر د قدر وړدی او دهغه په اهمیت او ارزښت باندی خامخا د ده شاگردان به ښه پوه وی. زه ودوی ته په دی علمی ساحه کی دلاخدمتونو بری غواړم.


شاغلی هوتک دعلامه رشاد برحقه علمی وارث په توگه:


ښاغلی هوتک صاحب يو دهغو پياوړواونومياليو ليکوالو او زموږ دهیواددفرهنگی اوعلمی څیرو څخه دی چې بايد دده  دعلمی او فرهنگی خدمتونو لمانځنه دهغه په ژوند کی په درنه او شانداره توگه وشی . دهغه ليکنې او دهغه څیړنیزکارونه  زموږ دهيواد په فرهنگی بهیرکی  او بالخاصه دپښتو ادبیاتو د ودې، پراختیا او غنامند کولوکی تلپاتی بیلګې دی  اواغیزمن نقش  به ولری .


پردې سر بیره ، هوتک صاحب دخپل انسانی کرکټر اواجتماعی سلوک  په نسبت هم د ډېر احترام وړ سړی بلل کیږی . دهغه په حرکاتو او سکناتو او هم د ده  په  ادبی او اجتماعی بحثونواو خبرو کی، سړی علمی دروندوالی، ملی غرور،افغانی عزت،او پښتنې وقار وینی او دا ارمان دانسان په زړه کی راژوندی کوی، چې کاشکی زه هم دده په شان وای .


ما هوتک صاحب ، په کابل کی نه ولیدلی ، خو نوم مې ارویدلی و. مگر دمهاجرت په ورستی لسیزه کی  ما  د ده دلیکنو دلاری  ورسره  معرفت  او دلچسپی  پیداکړه،په بله وینا دهغه وخت راهیسی چی ما دهوتک صاحب یوه مقاله د”پټی خزانې” په باب په افغان رساله کی  ولوستل، او د ده دلیکلو په سبک پوه سوم ، زما په زړه کی  ده، دیو دقیق النظرمحقق  په توگه خای و نیوۍ . او بیا چې  د دوی یوه کوچنوټې  رساله( پښتنې قبیلې  او روایتی شجرې) می ولوستله ،زما عقیده  د هغوی دعلمی اواکاډمیک تحقیق دطرز په برخه کی تر پخوا هم لازیات سو. او همیش به می هیله درلوده چی کله به دخیره سره دوی  له نژدی څخه ووینم . خو له نیکه مرغه،په ۲۰۰۵ کال کی په هغه علمی غونډه کی چی د کندهاردهوتکوپاڅون د دری سومی کلیزی  په ویاړ د افغانستان دکلتوری ودې ټولنې له خوا د آلمان د کلن په  ښار کی جوړه سوې وه، موږسره  ولیدل او له نژدې څخه ورسره آشنا سوم .


لمړی  د دوی گرویږنه ،نجیبانه برخورداوسلوک ،اوبیا په غونډه کی دخپلی  مقالې دلوستلو په وخت کې د بيان فصاحت ، نه یوازی دا چې زما خورا خوښ سو، بلکی دیو علمی شخصیت په څېر کله چی د مایکروفون ترشاودرید، او په خبرویی پیل وکړل،دمجلس ټوله حاضرین  يې داسی دخپل منطق تراغیزې لاندی راوستل ، ته به وايه چی یولوی روحانی شخصیت خپلو مریدانو ته  هغه خاص صوفیانه  راز ورښیی . نو دهغه ورخې راهیسی  زما اخلاص اوارادت جناب هوتک صاحب  ته خورا ډېره سوی دی .زه  ددوی  په بیان ،استدلال ،منطق اوحتی سلوک کښی، د مرحوم علامه رشاد سبک اوتگ لاره وینم او زما په نظر استاد معصوم هوتک دمرحوم علامه رشاد برحقه  علمی وارث او لاروی  دی .


په پایی کی زه دښاغلی هوتک صاحب  دپاره ښه  صحت اودعلمی- ادبی  خدمتونو په ډگرکی پراخه حوصله او طاقت او  همدارنگه ومحترم غمخور صاحب ته  د دا راز یادغوندو په تدویرکولوکی لابری اوموفقیت هیله کوم. په درناوی . پای


…………………..


د پوهاند دوکتور زيار پيغام


  اکسفورډ، ۲۶-۸-۲۰۱۲    


 محمد معصوم هوتک د پښتو متنپوهنې يو نوموتی مخکښ


لا ترهغې له مخه چې د ژبو اوادبياتو پوهنځي پښتوڅانگې ته راشي، د يوه ځوان پښتو ليکوا ل و څېړنوا ل په توگه يې ځان راپېژندلی وو. نه يې يوازې په دوديزه ادبپوهنه( ادبي فنونو، متونو، خوشا ل پېژندنه…) کې مرستيالاستادان( اسيستا نتان) راننگول چې لا د نوې ادبپوهنې او ژبپوهنې د داوه گيرو استادانو رخه يې هم راپاروله.


هسې خو ځوان او هڅاندهوتک مخکې له مخکې حقوق، ساينس، انجنيري … گرد يو په بل پسې ازمايلي ول، خو داسې برېښېده چې زموږ د وسمهالي (معاصر) ادبي- فرهنگي پېر د دوو تلپاتې سرلارانو، محمد هوتک او صالح محمد هوتک سپېڅلې  ارواوې پرلپورې ورپسې وې او نه يې پرېښووه چې د خپلې ژبې او ادب له سرڅڼې ورآخوا پل واخلي.


د ښوونيز او رسنيزو دندو او بوختياوو په دې لارکې دومره پوخ پتير کړی وو چې پوهنتوني زده کړو ته يې گړسره اړتيا نه درلوده، خو نور دوديز پېر اوښتی او دی هم د نورو زرگونو همپېرو اوهمپښتو سيالۍ دېته راوستی وو چې  هرو مرو يو پوهنتوني لاسوند هم ولري. له بده مرغه چې  هغه شپې ورځې کابل پو هنتون تر لېسانس پورته نورې لوړې زده کړې نه درلو دې او په اړوند پوهنځي کې کا ل دوه وړاندې راپيل شوې ماستري هغه هم پر ټپه درېدلې وې. نادوده يې هم لا داچې  پوهنتون په ښوونيز- پوهنيز کدرکې لسا نسه نور نه مانه، که نه، گران او هڅاند هوتک به، که د لا لوړو اکادېميکو زده کړو کابو(چانس) هم ترلاسه کړی نه وای، د پوهاندۍ رسمي علمي پوړۍ خو به يې بيا وخته ترگوتو کړې وه.


په هره توگه، د پښتو ادب اوفرهنگ په وده وش اوسمسورتياکې د منلي او هڅاند ليکو ا ل او څېړنوا ل هوتک برخه بنډه تر ډېرو پوهنتوني استادانو زياته ده او زه يې له دومره گڼو اثارو سره د رسمي پوهاند انډول((استاد)) ستاينوم (لقب) له هره پلوه جوگه گڼم او ورته مبارکي وايم.


((استاد محمد معصوم هوتک)) ته دلا ډېروڅېړنيزو بريواو برياوو په پار دروغ، اوږده او يېبرور ژوند هيله کوم!


ستاسې د ټولو زيار


………………………


کندهار – افغانستان


د۲۰۱۲ز کاسل داگست ۳۱


 


په سويډن کي د دوو وتلو پوهانو ډاکټر خيرمحمد ماموند او استاد معصوم هوتک


په وېاړ جوړي سوي ناستي ته د علامه رشاد اکاډيمۍ پېغام!


د بشري تاريخ په اوږدو کي ددې خاوريني مځکي هر قوم او هر ټبر ځانته ټولنيزي، فرهنګي، ژبنۍ او جغرافيايي ځانګړني لري، چي دا هر څه يو تاريخي جبر دئ او په دې کي د هيڅ قوم او ټبر د انتخاب صلاحيت نه سته.


له کلونو، کلونو راهيسي د آسيا په زړه کي داسي کړاوونو او ناخوالو د افغان اولس او خصوصاً د پښتانه قوم ګرالبو ته لاس اچولئ دئ، چي له هغو څخه په روغو تڼيو ځان ايستل يوازي په لوى درايت او ژور فکر سره شونى دئ.


نژدې تجاربو دا هم وښووله، چي په ټولنه کي د علم او پوهي په مرسته يو معقول او منطقي روزنيز سيسټم کولاى سي، موږ له دې سياسي ګرداوه څخه وژغوري.


د دغسي روزنيز سيسټم د اېجاد اصلي توکي (اجزاوي) زموږ درانه او د قدر وړ استادان دي، چي د هريوه د پُرثمره علمي ژوند درناوى بايد پر ځان فرض عين وګڼو . خو داسي قدرشناس په موږ کي کله، کله موندل کېږي، چي دخپلو معنوي هستيو قدر او ستاينه کوي .


نن چي په سويډن کي د درنو استادانو ډاکټر خير محمد ماموند او استاد معصوم هوتک د علمي زيار او تلاش او د هغو د معنوي لاس ته راوړنو په وېاړ کومه درنه ناسته رابلل سوې ده، دا د هغو قدر شناسو نازولو يوه څرګنده او ښکاره نخښه ده، چي هم د منني وړدي او هم د ستايني وړ دي. لوى رب دي دوى هم ونازوي .


همدا راز درنو استادانو ډاکټر ماموند صاحب او استاد هوتک صاحب ته اوږد او مثمره ژوند، پر قلم او علمي څېړونو باندي ئې برکتونه له ستر څښتن (ج) څخه استداعا کوم او موږ ټولو پښتنو ته دي سپېڅلى خاوند (ج) دا برى را په برخه کړي، څو د خپلو علمي مشرانو د معنوي افتخاراتو د نمانځني پر څنګ، د دوئ پر پله پل کښېږدو، د دوئ درنه او متبرکه لاره پسې وپالو او د دوئ ځلانده کارنامې د خپلي لاري د روڼولو بلي ډېوې وګرځوو.په درناوي علامه رشاد اکاډيمي کندهار – افغانستان


………………………….


د ختیځ ادبي بهیر پیغام


ځتیځ ادبي بهیر د افغانستان د ختیځ زون  په مرکز جلال اباد ښار اوونيزې غونډې کوي، چې له نقد سربيره په غونډو کې د استادانو لخوا ادبی لکچرونه هم وړاندې کيږی او ازاده مشاعره يې هم برخه جوړوي.


ختیځ ادبي بهیر ویاړي چې د هېواد څخه بهر افغانان هم لاس تر زنې ناست نه دي بلکې د ژبې، فرهنګ او د ادب د بډاینې لپاره يې مټې رانغښتي او هڅه کوي چې هم خپله ادبي او فرهنګي تنده خړوبه کړي او هم  د پښتو ادب په غوړیدا کې پوره ونډه اخلي. د تيرو دوه لسيزو راهيسې موږ اوریدل او اوس يې د انټرنيت له لارې  لولو  او ګورو چې په اروپا کې ميشت افغانان له ادبی، علمي او فرهنګي فعاليتونو په لړ کې د قدر وړ خدمتونه تر سره کړي او لا يې تر سره کوي. دوی نه يوازې دا چې مشاعرې، او کلتوري غونډې، جوړوي، بلکې د افغانستان ملي ورځې هم نمانځي او هغه شخصیتونه هم نازوي  چې د قدر وړ خدمتونه  يې تر سره کړي وي.


او ښکاره بیلګه يې دا نننۍ غونډه ده چې د دوه مهمو شخصيتونو د لاسته راوړنو اعتراف کوي او په لسګونه اروپاميشتی افغانان يې په يوه ټغر راټول کړي.


ختیځ ادبي بهیر د سویډن په مالمو کې د میشتو افغانانو فعالیت ته د قدر په سترګه ګوری چې وخت په وخت د هيواد د ملي ارزښتونو سره سم غونډې جوړوي او خپل ولس سره په هر درد او غم کې ځان شریک ګڼي.


ختيځ ادبي بهيرپه فرهنګی ډګرکې تاسو ته دهرې مرستې ډاډدرکوي.په درنښت دختیځ ادبي بهیردارالانشاه .


صیام الدین پسرلی


………………………………………………….


دانجنیر شېر ساپی پیغام


هڅاند اوهسک افغان فرهنګپال د سویدن په مالموښارکې د علمي ـ فرهنګي ټولنو استازي قدرمن غمخورصاحب  ستاسوصادقانه او هدفمن  هاند او زیار د  قدر او ستاینې وړدي.


د هېواد د پېژندل شویو علمي،سیاسي او ادبي شخصیتونوپالنه اودهغو په ویاړڅېړنیزو غونډو جوړول او د آزاد قضاوت پر استناد د وړتیاو ارزول  په واقعیت کې د معنوی قوت ویښ نیت ښوول وي ؛ د حق په لارکې ترړې وهل د ارزښتونوجګړه ده.


دسرلوړی پوهاند دوکتورخیرمحمد ماموند علمي خدمتونو او زیارایستلو نمانځنه او درناوی یونیک عمل ګڼم .


دقدروړ اوپياوړی کیمیاپوه استاد ماموند صاحب د فیزیکی کیمیا په څانګه کي د افغانستان پرمخ سارې نلري.


پوهاند ماموند یوعقیدتمن شخص پاتی شویدي.


 ویاړن څېړونکی،لیکوال او شاعر ښاغلی محمد معصوم هوتک د کندهاري ادب الامانی خوی او روان تراغېزلاندې دپښتو ژبی مسلکی اثارو نوښتګر دپښتوادبي متون  تر ژبنی څیړنې لاندې نیسي اودهغه رغېدل او روغېدلوته په ‌ذمه واري ټـټـر وهي.


دپښتو متون واقعأ سمېدل غواړی؛ دپښتنو اصالت اوهویت په ډګرکی هر روښاند او پوه د ویښولواو اېښولو دنده لری، پدی مابینځ کښی یوه ځانګړې ودیعه چي دپخوانی اواوسنی  نسل په منځ کی منځنی کړۍ ده؛ دلوی کندهار اسره  څېړندوی هوتک  ویاړ لرو.


دپښتو متون په زېربنا کې جز هندی بله سرچینه نلری اوهیڅ یوه موجه بومی میراث مخکی ترڅلورپېړۍ وړاندی په واقعی بڼه شتون نلری  پس بې شکه اوسنی زاړه پښتومتون په ټولوتاریخي،اجتماعي او فرهنګي برخوکښې دانګلیس شرقی هند کمپنی له اړوندو مرکزونویې درزکړی یعنی د استمعاردوران میراث او متاعیې ګڼـو.


ایا دپښتومتون دسمېدلو اغیزمنه څېړنه کوم  مېتود لري؟


دهویت پیژندګلولمړی اړتیا ملي تفکر دي، د پوهیالی په وړاندی پرته لدې دنده نشته چې هره ورځ دغه درغلاندې پاڼی د نقد په زورمن بازو او نوی فکر څیری کړی او باد ته یې وسپاری .


ژوند په بیدارې تېرکړې چې کلونه  په اجبار بیدېـږی !


په درناوی انجنیر شېر ساپی له میونشن / جرمنی


……………………


د کندهار پوهنتون


د ښووني او روزني پوهنځى پښتو څانګه


د لوى خداى په نامه


ما ليدله د اوريځو د تور شپول څه ستوري تلله


هلته ليري ئې ځلا نورو ستايله


تر هر څه وړاندي موږ (د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني د پښتو ادبياتو څانګي ټول استادان، محصلين او کارکوونکي) خپل درنښت او سلامونه د همدې پرتميني غونډي لارښود هيئت، ټولو غړو او ستاسي د لاري خپلو ټولو پردېسو ليکوالانو، عالمانو، پوهانو، د ادب او فرهنګ د لاري هڅوونکو افغاني دوستانو او د دې حاضري غونډي برخوالو ته په مينه مينه وړاندي کوو.


هيله ده چي زموږ ږغ د دې ليکني د سمبولونو په څېر نه بلکي د يوه بااحساسه اواز په توګه واوروئ. هو! د دې درنې غونډي چي د هيواد د دوو مشهورو درنو ليکوالانو او د ادب او ساينسي علومو د لاري پالونکو هر يوه ښاغلي استاد محمدمعصوم هوتک او ډاکټر خيرمحمد ماموند په وياړ مو د هيواد څخه ډېر ليري دهيواد په ښکلي او ښايسته ښار کي ترتيب کړې ده، زموږ شتون هم روحاً ومنئ.د ادب، فرهنګ او د افغاني جامعې د ساينسي برخو د دغو علمي شخصيتونو ياني استاد هوتک او استاد ماموند فرهنګي، علمي، ادبي او نورو خدمتونو د يادون دغه حاضره غونډه د دوى د حق ادايني يوه پلمه ده، دا چي تاسي په خپل نوبت د خپلو مشرانو دغه ډول غونډي نيولي دا په خپله د علم، ادب او فرهنګ سره د افغان ملت مينه او علاقه ښيي.


دا ځکه چي دوى دواړه زموږ د هيواد د نورو سترو شخصيتونو په څېر د يادوني وړتيا لري او د هر يوه په علمي شخصيت جوړونه کي د هغو د ژوند چاپېريالي اغېزه ونډه لرلې ده او دغي اغېزې له دوى څخه شعوري فرهنګي او علمي شخصيتونه جوړ کړي دي. هغه په دې مانا چي کوم وخت ښاغلي استاد محمدمعصوم هوتک په اشرف البلاد کندهار کي د هوتکو په يوه داسي کهول کي سترګي وغړولې چي د دوى کهول او په دغه ادب خېزه سيمه کي د ادب پالني او روزني خورا اوږده مخينه موجوده ده. ياني د محمدمعصوم هوتک  مورنى او پلرنى ماحول او کورنۍ دواړه علمي، فرهنګي او روښانفکره کورنۍ وې چي محمد معصوم هوتک د همداسي علمي او فرهنګي چاپېريال په منځ کي وپالل سو او راستر سو، ځکه نو د ده په علمي شخصيت جوړونه کي د ده کورنى چاپېريال ډېر مؤثر دئ او د دغه اثر په سبب له هوتک صاحب يو شعوري ليکوال، شاعر، اديب او فرهنګي شخصيت جوړ سو.


خو دلته بايد دې ټکي ته هم توجه وسي چي محمد معصوم هوتک چي بايد تر دې هم يو لوړ ليکوال، اديب او عالم ځني جوړ سوى واى، متاسفانه له خپلي ابايي مېني او خپل هيواد څخه د بېلتون په وجه هغه امکانات چي په هيواد کي ده ته په لاس ورتلل هغه د کډوالۍ په سرګردانه ژوند کي نه سواى پيدا کولاى، که چيري ده ته په هيواد کي د ژوند شرايط برابر سوي واى نو هوتک صاحب به نن د سيمي په کچه يو وتلى ليکوال او عالم واى خو بيا هم محمد معصوم هوتک په افغاني جامعه کي د يوه بارز، پرنفوذه او باصلاحيته ليکوال او شخصيت په توګه منل سوى او پېژندل سوى دي. :


تا ته سلام او اکرام دواړه کړم هوتکه


ستا په فکر اندېښنو کي جهان وينم بې له شکه


په هر صورت موږ د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني د پوهنځي د پښتو ادبياتو د څانګي ټول اعضاء ستاسي په دې درنه غونډه کي ځان شريک بولو او د دې دواړو درنو شخصيتونو د ټولو علمي، ادبي، فرهنګي او ټولنيزو هلو ځلو د پرمختګ په هيله دواړو ته د درنښت ډک اوږد ژوند غواړو او د دوى د دې علمي، فرهنګي او ادبي يون ملګري يو.


په درنښت


د ښووني او روزني پوهنځى پښتو څانګه


 


……………..


 


دولس غږ پاڼۍ پيغام


دولس غږ  پاڼۍ مسولين دسويډن دمالمو په ښار کې ددو وتلو ويا ړلو  فرهنګي ،علمي شخصيتونوهر يو پوهان ښاغلې خيرمحمد ماموند کيماپوه او  ښاغلې محمدمعصوم هوتک ژورنالست ليکوال، شاعر اديب په وياړ د نني کنفرانس ګډون کوونکو ته ښه راغلاست اود درناوي مراتب وړاندی کوي .


درنو دوستانو  دخوښې او وياړ ځای دی چې يو ځل بيا د مالمو په ښار کې ددوو وتلو علمي ، فرهنګي شخصيتونو  د کارنامو په هکله يوه درنه علمي غونډه رابلل شوی ده موږ د غونډ ی سازمانورکوونکو ته کورودانۍ وايو او په دا ډول غونډو کې ورته لا برياوی غوښتونکې يو ..درنو دوستانو ننې درنۍ علمي ُغونډی داسی مخور شخصيتونه رابلل شوي چې ددو ی په کار نامو او څيړنو زموږ ولسونه افتخار کوي .


ټولو  ته معلومه ده ځي د يوه علمي اثر ليکل او ټولنې ته وړاندی کول اسان کار ندی  دا کار پوره زيار او زحمت غواړي يوه ورځ ما د ښاغلي محمدمعصوم هورت نه په يو شخصي  ناسته کې وپوښتل چې هوتک صاحيب ديو ډله ياګروف لخوا د پښتون قوم پهکله  ليکنې شوي چې ګويا پښتانه يهودان دي   په دی اړوند ښاغلي هوتک ماته وويل چې د نوموړی  ليکنه د تهدابه غلطه وه او بي بنياده   ده وويل  په دی هکله ما د هندوستان ختيزي اسيا، المان او انګلستان لوی کتبا خانې ولټولې څيړنې مو وکړی تر څو ددی ډول ليکنو ځواب وليکلو  هره ليکنه همدا ډول زيار او زحمت غواړي ز موږ ټولو ليکوالانو او نوی نسل ته پکار ده چې  دخپل ژوند ښه خوږه  ملګرتيا له کتاب لوستلو سره ولري   هر هغه څوک چې د کتاب لو ستلو سره نشليدونکی ملګريتا ولري  خامخا به  يي  خپلو خلکو ته ښه خدمت کړی وي  چې راتلونکې نسل به تری ښه  استفاده کوي اود ليکوال  روح ته به دوعا کوي  ،


دولس غږ پاڼه  چې  تل يي دافغان ځوريدلي ولس غږ او ناخوالې  تر هر چارسولي  تل کوښښ کوي   چې دخپل وطن د نومياليو پوهانو ليکوالانو، سياستمدرانو  څيړونکو ليکنې خپری کړي   تر څو زموږ د جنګ ځپلي هېواد ولسونه رابيدار شي  اود موجوده ستونزو دحل لاری چاری په خپله ولټوي دجنګ پر ځای ښونځۍ ، کتاب لوستلو،  ته مخه کړي


ننې نوی تکنالوژی څخه زياته استفاده وشي هغه ځوان نسل چې د وطن بهر تللي او د لوست لپاره يي ښه چانس تر لاسه کړی  بايید داوخت په لوست او زده کړه مصرف کړي  زموږ ولسونه دوی ته سترګې په لار دي چې دوی به له بهر نه څومره علمي او ارزښخت ناکه  تحفه خپلو خلکو ته وړاندی کړي .


وخت تيريږي چاته معطل نکوي  بايد له هری دقيقی څخه درنه ګټه   پورته شي ، وخت عبث تيرول لويه ګناه شميرل کيږي .


 په اخر کې دولس غږ پاڼه  د ننې غونډی برخوالو ته  او سازمانورکونکو ته  د لا بري غوښتونکی يو .


په درنښت   محمداقا کوچی 20120830


………………..


پیغام وال : نثار احمد صمد


خزانه په خرابه کی !


بسم الله الرحمن الرحیم ـ دا یو منلی حقیقت دی چی خزانه تل په خرابه کی وی . که د پوهاند دکتور خیر محمد ماموند کار او زیار او هم د استاد محمد معصوم هوتک علمی آثار دقیقأ او عمیقأ ولولو ، نو ثابته به سی چی په رښتیا هم همداسی ده .


پوهاند ماموند او استاد هوتک دواړه د خپل خپل مسلک ماهران او استادان دي ؛ یو په طبیعی علومو کی او بل په اجتماعی علومو کی . که څوک د هغوی دواړو علمی او مغتنم آثار ولولی ، نو ضرور به ډیر څه ترې زده کړی ؛ خو که یې مجلس په نصیب سی نو روحأ به تازه او آراسته سی .


هغوی دواړه د افغانستان منلی او پیاوړی عالمان ، استادان او مربیان دي . یوه ګڼ شمیر انجینیران او بل ګڼ شمیر فرهنګیان ټولنې ته وړاندی کړي دي . هغوی هر یو معلم او عالم دی ؛ لیکوال او هیواد پال دی ؛ محرر او مدبر دی ؛ څیړاند او هڅاند دی ؛ منلی او ښاغلی دی . دواړو خورا علمی ، تحقیقی او اکاډمیک آثار لیکلی دي چی لوستنه یې د هغوی علمیت ، اهلیت او لیاقت ثابتوی .


د دواړو تتبعات او تألیفات څیړنیز ، پوهنیز او روزنیز دي چی د هیواد ځوان نسل په ماضی او فعلی کی ورڅخه ګټمن سوی دی . ما د خپلی زده کړی پر مهال د استاد ماموند د کیمیا او بیالوجی د تدریسی کتابونو څخه ډیر څه زده کړی دي او په دې ویاړم . همدا راز ، د استاد هوتک ګڼ شمیر علمی تألیفات ، تعلیقات او تحقیقات می عمیقأ لوستلی دي چی له برکته یې د پښتو ژبی ، تاریخ او ادبیاتو ډیر تیاره او مبهم اړخونه راته واضح سوي دي . آن دا چی ما په ډیرو برخو کی خپله املا ، انشا او لیکنۍ لهجه سمه کړې هم ده . که د ده د لیکنو او څیړنو څخه تیر سو او مجلس یې مدنظر ونیسو ، نو د ده خواږه الفاظ ، انتباهی او اخلاقی اقتباسات او علمی بیانات به مجلس او مجلسیان ښه متوجه ، اغیزمن او له فیضه مستفید کړی چی دا یوازی د استادانو او پوهانو ځانګړنه ده نه د هر چا .


لنډه دا چی که څوک وغواړی یا نه ، که یې خوښه وی یا نه او که یې ومنی یا نه ، پوهاند دکتور ماموند او استاد هوتک هر یو د علم سنګروال ، د پوهنی سروال ، وتلی لیکوال او منلی هیواد پال دی چی د هغوی شاګردان او د پوهي مینه وال یې ډیر قدر کوی ، په عزت ورته ګوری او ستاینه یې کوی . په سویډن کی د ( د افغانانو د علمی او فرهنګی مرکز ، د دوستۍ د فرهنګی ټولنی ، د آریانا د کلتوری ټولنی او د اروزګان د ملی مهالنۍ خپرونی ) لخوا د دغو دواړو منلو او ښاغلو پوهانو ستاینغونډه په خپله د دې خبری ښکارندوی ده او دا څلور واړه ټولنی تر خپله وسه د هغوی دواړو حق ادا کوی ، الله تعالی دی نور عزت او مؤفقیت هم پر ولوروی .


نو اې دواړو استادانو ! ستاسو دغه پرتمینه یادونه او ستاینه دی نیکمرغه وی او لوی خدای مو روغ ، خوښ او په دینی او دنیوي برخو کی بری او سرلوړی په برخه لره ، والسلام .ستاسو دواړو مخلص نثار احمد صمد


…………………….


دمالمو دغونډی لپاره  د افغان سینما تیاتر  دمرکز پیغام !


ډیرو درنو، عزتمنو هو تک صاحب او ماموند صاحب، قدرمنو میلمنواو دمینی او درناوی وړغمخور صاحب او د دمالمو د فرهنګی ټولنی  منلو غړو .زما دمینی او اخلاص سلامونه ومنی  او اجازه راکړی ستاسوراتګ دی ننی شانداره  فرهنګی اوعلمی ویاړ غونډی ته چی دمحترمو استادانو دعلم او ادب ،پر نیلی آسانو سپرو دافغانی ټولنی هڅاندو مبتکرواو مخکښو پوهاند ما موند صاحب او هو تک صاحب ښه را غلاست ووایم .


 ډیر خوشحاله یم چی نن پس له یوه کاله دغمخور صاحب او دمالمو د فرهنګی ټولنی فرهنګیانو په خپلو هڅو او مینی ددغسی  پرتمینو ویاړ غونډو لړی په جوړیدو سره  په دی وتوا نیدل ،چی بیا دخپلو فرهنګی دوستانو سره د یووالی،  دوستی، مینی او احترام په فضا کی سره را ټول او دخپلو مشرانو  قدر پر ځای کړی. او خوشحاله یم  چی اوس داکار په یوه ښکلی دود بدل سوی دی ، چی دخپلو مشرانو  د زحمتونو درناوی  د دوی په ژوندکی  د دوی سره یو ځای تر سره کړی او دا یو خواست وو، چی ځای یی زموږپه ننی ورځنی ، پاشلی او لا لهانده ژوند کی خالی وو .


 دهو تک صاحب  ادبی  او تحقیقی آثار او  ددوی دبرکته ډک قلم اوس دهیڅ  چا دستر ګو څخه پټ نه دی پاته  د کتابونو له لاری دمقالو ، تبصرو ، او درسنیو له لاری دمینه والو ترلاسو رسیدلی دی. دماموند صاحب علمی ارزښتناکو آثارو سره ډیر لوی سویدی او بیله شکه  پر دی آثارو به  دلته  ګران او مینه ناک دقلم او پوهی خاوندان په تفصیل دیوه یوه  یادونه و کړی او که داسی ټکی وی چی ونور وضاحت ته یی اړتیا  وی حتما به دمحترمو استادانوله خوا وضاحت ورکړه سی  او دا راز غونډی به په یوه ژوندی بحث  او پورتال  بدلی سی او خامخا به درسنیو له لاری دنورو پوهانو دقلم دخا وندانوسره  هم شریکی سی او دا به دټولو دوستانو او مینه والو ته ، هرچیری چی وی  لا  آشنا  او معرفی سی یعنی یوازی به د آثارو چاپ او دا نه وی، چی کور یی ودان بلکه ژوندی او ګتور بحثونو  به  را وپاروی.


 درنو استادانو! داچی بخت یاری ونکړه او ومی نسوای کولای په دی پر تمینه غونډه کی دخپلو مشرانو سره برخه واخلم،  دخپل ارادت  او مینی د څر ګندولو سره یو ځای دغه څو کرښی ستاسو حضورته  وړاندی کوم ،  په قلم او هڅو مو برکت .


 خدای دی وکړی چی نور دوستان هم د دا راز غونډو په جوړولو سره دالړی ژوندی وساتی  که وسی ددغه اوسنی بد بینیو، کرکی او بیلتون دفضا څخه را ووزو. سیر دزمان ډیر په چټکی روان دی،  د دا راز غونډو له برکته کیداسی دا او سنی   دبی باوری ، کینی  اوبی اعتمادی فضا  په دوستی  او اعتماد  بدله سی. ددغسی استادانو چی هر یو یی دمینی او انسانی شرافتمندانه ژوند  پیاوړی استازی دی او ددوی په هر قدم او هره هڅه باندی  پوره حساب کیږی او تعداد یی هم دګوتو په شمار دی،  پرعلمی او ادبی خوان  یی سره را ټول سو، تر څو د نوی ژوند  اونوی تحلیل او ارزونی  سره  هر هغه څه چی تر موږ را رسیدلی  دی څه اسمانی دی او که مځکنی او ددغه خاورین انسان دژوند دښه کیدو په خاطر وکاروو .  ضرور ګڼم چی ددی کاروان سره باید ځا ن ملګری کړو او داسی  څه  چی زموږ د دردیدلو او بیوزلو  وړونو پر وچو شونډو دخندا غو ټی غوړوی او یا هم دهغه محتاج اوبیوزلی وطنوال چی  د ژوند د معنا او ارزښتنو  سره  آشنا نه دی  آشنا کوی ترسره کړو او دا کار یوازی او یوازی ددغسی ویاړلو پوهانو ا و رسالتمنو  اومتعهدو  انسانانو په رهنمایی او مشورو تر سره کیدای سی . په هره پیمانه  چی دا رازپرتمنی غونډی ډیری وی دا خواست  به مو حتما تر سره کیږی، ځکه دوی هغه کسان دی  چی ټؤلنی ددوی څخه چارج او قوت اخلی او خوشحالی او مینه  یی په برخه کوی.


دکنفوسیوس په دی خبره به خپلی خبرو ته دپای ټکی کښیږدم، چی ویلی یی دی:


 ددی پر ځای چی پر تور تم نفرین  ووا یاست دمعرفت یوه شمع ولګوی.


 نور چی هرڅه کوی ، کوی به یی، زما لپاره  دامهمه ده چی موږ څه کوو.


تاسو ګرانو استادانو او مشرانو ته  د اوږده عمراو دپوره سلامتیا  خواست کوم ، په قلم او مینه مو برکت. وسلام


دافغان سینماـ تیاتر دمرکز مشر پوهنمل ډاکټر عبدالواحد نظری


……………………….


د مبارکۍ پيغام


دښاغلي پوهاند دوکتورخيرمحمد ماموندکيمياپوه اودپښتو ژبې اوادب ، تکړه ليکوال ،څېړونکی اوشاعر ښاغلي محمد معصوم هوتک د ادبي خدمتونود درناوی او وياړني په خاطر په مالمو کيد ادبي او علمي غونډي برخه والو ته خپل د میني سلامونه او د ښه نيت نيکي آرزوګاني وړاندي کوم.


د ښاغلي غمخور څخه د زړه د کومي مننه کوم چي زموږ د هيواد د علمي، ادبي او فرهنګي مخکښانو د درناوي او ځوانانو ته د هغوی د معرفت او پېژندني په هکله همیشه نوښتګر او مخکښه پاتي سوی دئ او په دې لاره کي يې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي اوډيري ځغاستي وهلي دي،کوريې ودان اوپر مينه اومحبت دې برکت سي.


سږکال چي هم دتېرپشان زموږ د هيواددعلمی اوادبی څېروددرناوي اوهڅونې په خاطر دافغانستان ددوعلمی اوادبي شخصيتونو،پوهاند دوکتورخيرمحمد ماموندکيمياپو ه او وتلی څېړونکي،د پښتو ژبې اوادب تکړه ليکوال ،څېړونکی او نازک خياله وطنپاله او متعهده شاعر ښاغلي محمد معصوم هوتک د ادبي خدمتونود درناوی او وياړني په خاطر دغه درنه غونډه جوړه کړېده ، زه په خپل وار سره ددې غونډي د جوړېدو او د هیواد ددغه درنو علمي او ادبي شخصیتو د علمی او ادبي تلاښو او لاسته راوړونو په مناست هغوی ته د خپل ارادت او احترام احساس څرګندوم او هغوی ته خپلي نیکي ارزوګاني وړاندي کوم . دوی چي زموږ د ټولني د معاصر خونړی دوران مترقي او مخکښه وطنپالان او و خپل ولس ته متعهده افغانان دي ، هغوی ته د زیات عمر، سلامتیا او د لا زیاتو لاسته راوړونو هيله کوم . زموږ د نن ورځي کړېدلي افغانان او ځوانان به ددغه وطنپاله علمي او ادبي شخصیتو چي زموږ د هيواد لويه علمي پانګه ده د هغوی هلي ځلي او لاسته راوړني به هيڅکله هيري نکړي او کړني به يې د خپلي راتلونکي مشال و ګرځوي .


ښاغلي غمخور صاحب ته يوځل بیا ددې غونډي د جوړېدو او ښې سازماندهۍ په خاطر د زړه د کومي مبارکي وايم .تاسو او ټولو ته اخلاصمند هدایت الله هدايت   ۸/۹/۲۰۱۲   اسټرليا


………………..


ولی محمد «نورزی


دګران استاد معصوم هوتک او ګران استاد پوهاند داکتر خیر محمد مآموند په ویاړدڅولنډوکرښو یادونه.


 و تلي ژوندی او نه هیردونکي څیری:                                  


 د ګران هیواد افغانستان دعلمی ډګرد بلو ډیوودلارویانو یادول مونږ ته دا ویاړرا بخښي چه زمونږ دهیواد پتمن اومین افغانان د خپلي خاوری ،خلکو اود خپلو بچو راتلونکي ځوان نسل ته  داسي بریاوی او لاسته را وړنۍ ور ډالي کړیدی، چه هم افغان اولس په ویاړي اوهم ددوی تل پاتي څیري اوخاطری دهرافغان په زړه کي دیوي روښاني ډیوي اوڅراغ په څیرژوندی پاتی دي او ټوله نیزه بڼه لری.                                   


افغانستان دخپل تیرتاریخ په اوږدوکي دعلمیت او تربیت د پوهیالي اوزده کړو په ډګرکي ډیر وتلي د ساینس پوهان، ادبی فنکاران ، ادیبان، تخنیکي انجینران، مسلکي طبي داکتران اوهم دارنګه دکرهڼې اومالداري په څانګوکي روزل شوی علمي اومسلکي متخصصین روزلي دي چي د ټولني اوخلکو د ښه خدمت مصدرګرځيدلای شي.             


د افغان پرمظلوم اولس باندی ددیرش کلنې ځپل شوی جګړۍ دروانی لړۍ اغیزی زموږ  نومیالي وتلي څیري هم خپل کاراو خدمت ته آرامه پرینښودل . ځیني د خپل ژوند او کورنۍ د ژغورولو په وجه  بهر ته کډه شویدی او ځینی بیا دجګړو او نا خوالو له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړیدی اوځینو یی بیا په هیواد کی  دننه  دژوندیتوب په ډیرو ناوړو شرایطو کي خپل تریخ  ژوند سبا کوی.ددغومسلکي روزل شوو پوهانوڅخه نه په بهرکی چاه کار واخیستي او نه هم په هیوادکی دننه ددوی دکاری تجربواوپوهی وړتیا څخه  په خپله خاوره کي ددولت اوحکومت په چوکاټ کي ځانګړۍ اواړینه پاملرنه شویده.                                


ددغوسلګونو اوزرګونو له ډلی نه نن مونږ په دغه پرتمینه غونډه کي د ساینس پیژندنی په برخه کي د کیمیا وتلې پوهاند داکترخیرمحمد ماموند او دپښتوژبی د لرغونې ادب ستوری ښاغلي استاد محمد معصوم هوتک د لاسته راوړونو او کاری تجربو لړۍ د کورودانې اودرنښت په درونو ټکولمانځو اوستا ینه  یی کوو.                                        


 که مونږنن د استاد هوتک صاحب او استاد ماموند صاحب دزیاراوهڅوارزونه اویادونه کوو. نودا یوه څرګنده خبره ده چه دوی زمونږدګران هیواد د نوی نسل دپوهني اوروزنی لوی انګړته ډیرشتمن او په زړه پوری اثارپری ایښی دي.  ګران معصوم هوتک د پښټو ژبی دادب ستوری او ګران خیرمحمد مآموند بیا د ساینس د علمي کیمیا ستوری په بڼه  و افغانی ولس ته  دنړۍ په کچه نه ستړیدونکی هلي ځلې کړي دی اوددوی  دهلوځلو دهڅوبریالیتوبونه دګرده افغان اولس دمنني او ویاړني ستره علمې پانګه ده چه نوی نسل به دهغه څخه ښه ګټي پورته کړي اود خپلي څیړنیزي مالوماتولړۍ بډایینې به پری غني اوشتمني کړي.            


که د ګران استاد هوتک ادبی ژوند لیک ته ور نژدی شو نو ارو مرو دهغه څیړه نیزی مقالي ، چاپي او نا چاپه مؤلفی کتا بونه ، لنډی لارښودنې او دده د شعرونو ټولګۍ هغه په زړه پوری بډایینی دي چه د پښتو ژبی لوستونکواو ویونکوته ښه او په زړه پوري زیرئ دی او د ادب مینه وال ټول ورته په مینه او درناوی سره د هغه یادونه کوی چي دیوي ښي ‌ذخیری دخزانې سرچینه یی بولي .                     هوتک صاحب په خپله هم دپښتو ژبی د میتودونو ، متونو او معیاری لارښودونو په هکله خپلي سپړني او څیړنی تر نیو کي لاندی را ولي او په دی لاره کی د ځان او نورو نیمګړ تیاوی په ګو ته کوی او داسی وایی: (زه چي هر څونه د دغه علمي ډیسیپلین تَل ته ورننوتلم، هغونه د خپل ځان نارسایي او د نورو د کارونو نیمگړتیاوي راته څرگندېدلې او په رشتیا سره باید اعتراف وکړم چي دخپل کار نیمگړتیاوي مي تربل هر چا ډېري مخي ته درېدلې.


ما به لیدل چي زموږ له پخوانیو متونو سره په څومره بېباکۍ سره چلند کېږي،څونه په بې مسئولیتیو سره لاس پکښې وهل کېږي، څونه په جرئتمندۍ سره ځان ته دا حق ورکول کېږي چي د یوه کلاسیک شاعر په کلام کي په خپل زعم سره د اصلاح ؟ په منظور مداخلې وسي، دپېړیو پېړیو پخوانۍ ژبه په وچه سپین سترگي سره پر اوسنۍ لهجه باندي عیارېږي او تر ټولو ئې بده لا دا چي دغو ټولو بېباکیو او بې مسئولیتیو ته بیا د علم او پوهني او د معاصرو علمي پرنسیبونواو میتودونو پرتوگ وراغوستل کېږي. زړه به مي له  شنوخته ډک سو، خوله کاره مي لاس نه کیښ او په دې هیله مي تعقیباوه چي نننی کار مي گوندي تر پروني او د سبا کار به مي تر ننني یو څه پرعلمي موازینو برابر سي.)  


د هوتک صاحب زیاراوتلاښ د پښتو ژبی د ادب او لیګ دود قاعدی د ډیرو پښتنو لیکوالانو دلیکني د سمښت میتود ته ډیره ګټه رسولی ده ، چه بیلګه یی د انترنټ په بریښنایی ویب پاڼو کي د ګټی اخیستنې لپاره په آسانی سره لیدل کیږی. او د پښتو د( ي ) ګانو،متونو، او معیاری میتودونو لار ښودني د هر چا لپاره ‌د ګټي وړدي.


زمونږ د ګران هیواد د ساینس  پو هني دلوی علم په انګړ کي  دعلمي کیمیا  بله ځلانده  ډیوه  ښاغلي استاد پوهانددوکتورخیرمحمد ماموند دی چه د کابل د پولیتخنیک د عمومي او غیر عضوي کیمیا او فزیکي کیمیا په څانګه  کي پوره مها رتونه لری، او دمضمونونو په بڼه یی (( ۸ )) درسي کتابونه لیکلي دي چي د هغوی دتدریس چاری یی هم په غاړه در لودلی.  دپو هاند دوکتور خیرمحمد ماموند  د قلم په برکت د ۴۰ عنوانه  زیات علمي اثار چاپ شویدي چې له دغې ډلې څخه اتلس عنوانه درسي کتابونو دی او نوری یی یا تر چاپ لاندی دی او یا هم څیړنه ورباندی کیږي.  پو هاند داکتر ماموند په ۱۳۴۵ کال کی دافغانستان دښوونکي د روزنی د لوړو زدو کړو لپاره  دلسم ، یوولسم او دوولسم ټو لګيو لپاره د کیمیا تدریسي کتا بونه لیکلې دی . هیله ده چې په نژدې راتلونکي کې د فزیکي کیمیا (( ۳ ))په نوم درسي کتاب هم د ګران هیوادتحصیلې مؤسسو خدمت ته وړاندې شي.


پوهاند  استادخیر محمد مآموند د خپل  مسلک د تخصص سربیره دګران هیواد افغانستان د سیاسی تاریخ د تیر ژوند بهیردیوه ښکلي کتاب په بڼه سره راټول کړی او لیکلی دی چي«پرافغانستان باندی دپردیو یرغلونه» په نامه یادیږی.  په دغه کتاب کي په لنډ ډول سره دتیرو پیړیوهغه یرغلګران معرفی شویدی چي دافغانستان پر پاکه خاوره یی  دظلم او جبرزیات تیری کړیدی. او بیا وروسته د افغانانو په مټ په زوره دهیوادنه شړل شویدی.


ګران هوتک صاحب او ماموند صاحب ،


داچه نن مونږ ستاسو د بریالیتوب او ستاسو د نه ستړدیدونکو هلوځلو یادونه او ستا ینه کوو، دابه درته څر ګنده شي چه تاسو او ستاسو په شان د نورو درنوعلمی سپیڅلو څیرو  د رڼا څرک به زمونږ د  هیواد دخاوری و هرګوټ ته د علم دغه ځلانده او رو ښانه ډیوه بله وساتي او  افغان او لس به تل په تاسو وویاړي او د درنښت او مننی ارزونه به ستاسو په نصیب وي.تاسو ته په دي لاره کي نوري بریاوي غواړم او تاسو ته دنورو هڅو او بریاوو په لاره کي  د سالم فکری جوړښت او ښي روغتیا هیله کوم او همدارنګه ستاسود کورنیوو ټولو غړو ته د نیک مرغه او سو کاله ژوند  ښيګڼی غواړم.


په درنښت  ولی محمد «نورزی» افغان ژورنالست هالند


 د ګران معصوم هوتک او ګران خیرمحمد مآموند په ویاړ زما  یولنډ شعر!


ژوندې څیرې!


زه کارنامي د افغان  ویښ تیا یادوم


ددوی خدمت په شا باس تیا یادوم


د ګران هیواد دغه  وتلې څيري


په لوړ آواز ددوی بریا یادوم


دوی  چه دعلم  ډیوي بلي کړلې


افغان  اولس ته یې رڼا یادوم


یو د پښتو  دادب زړه  ته نږدی


بل  د  فزیک کیمیا اوستا یادوم


تاسو دخلکوددرنښت جوګه یاست


ستاسو زحمت اولیوالتیا یادوم


ستاسو  د هڅو دغه  ښکلي لړۍ


افغان  بچو ته  یی  وړ تیا یادوم


دټول افغان   ددرناوی  چو پړته


پرون او نن ،هم به یی سبا یادوم


کورمي ودان شه د علمیت لارویانو


ستاسو بریاوی به هرکله په وینا یادوم


نورزی به تل ستاسو یادونه ساتي


معصوم هوتک اوما مونده تا یادوم


……………


۸/۹/۲۰۱۲ اسټرليا


د مبارکۍ پيغام


دښاغلي پوهاند دوکتورخيرمحمد ماموندکيمياپو ه او د پښتو ژبې اوادب ، تکړه ليکوال ،څېړونکی اوشاعر ښاغلي محمد معصوم هوتک د ادبي خدمتونود درناوی او وياړني په خاطر په مالمو کيد ادبي او علمي غونډي برخه والو ته خپل د میني سلامونه او د ښه نيت نيکي آرزوګاني وړاندي کوم.


د ښاغلي غمخور څخه د زړه د کومي مننه کوم چي زموږ د هيواد د علمي، ادبي او فرهنګي مخکښانو د درناوي او ځوانانو ته د هغوی د معرفت او پېژندني په هکله همیشه نوښتګر او مخکښه پاتي سوی دئ او په دې لاره کي يې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي او ډيري ځغاستي وهلي دي ، کوريې ودان او پر مينه او محبت دې برکت سي .


سږکال چي هم دتېرپشان زموږ د هيواددعلمی اوادبی څېروددرناوي اوهڅونې په خاطر دافغانستان ددوعلمی اوادبي شخصيتونو،پوهاند دوکتورخيرمحمد ماموندکيمياپو ه او وتلی څېړونکي،د پښتو ژبې اوادب تکړه ليکوال ،څېړونکی او نازک خياله وطنپاله او متعهده شاعر ښاغلي محمد معصوم هوتک د ادبي خدمتونود درناوی او وياړني په خاطر دغه درنه غونډه جوړه کړېده ، زه په خپل وار سره ددې غونډي د جوړېدو او د هیواد ددغه درنو علمي او ادبي شخصیتو د علمی او ادبي تلاښو او لاسته راوړونو په مناست هغوی ته د خپل ارادت او احترام احساس څرګندوم او هغوی ته خپلي نیکي ارزوګاني وړاندي کوم . دوی چي زموږ د ټولني د معاصر خونړی دوران مترقي او مخکښه وطنپالان او و خپل ولس ته متعهده افغانان دي ، هغوی ته د زیات عمر، سلامتیا او د لا زیاتو لاسته راوړونو هيله کوم . زموږ د نن ورځي کړېدلي افغانان او ځوانان به ددغه وطنپاله علمي او ادبي شخصیتو چي زموږ د هيواد لويه علمي پانګه ده د هغوی هلي ځلي او لاسته راوړني به هيڅکله هيري نکړي او کړني به يې د خپلي راتلونکي مشال و ګرځوي .


ښاغلي غمخور صاحب ته يوځل بیا ددې غونډي د جوړېدو او ښې سازماندهۍ په خاطر د زړه د کومي مبارکي وايم .تاسو او ټولو ته اخلاصمند .هدایت الله هدايت


……


څوشیبې له استادمعصوم هوتک سره


پوهندوی آصف بهاند


2012-09-06


دذهن له تا خانوڅخه


(څوشیبې له استادمعصوم هوتک سره)


دادی بیا په سویدن کې مالمومیشتوفرهنګیانودخپلوهمیشنیوفرهنګي هڅوپه لړکې،دوطن د دوو نوموتوو حقداره عالمانواواستادانو(کیمیا پوه،پوهاند دکتورخیرمحمدماموند اولیکوال،شاعراوڅیړونکی،استاد معصوم هوتک) دعلمي فرهنګي کارونو د درناوي اوهڅونې په خاطر،د ۲۰۱۲ کال دسپتمبرپه اتمه نیټه،په مالموښارکې علمي غونډه جوړوي.په همدې مناسبت،زه دمعصوم هوتک په باب په خپل ذهن کې دپرتو ویدو یادداشتونو،یوڅوګرد وهلې پاڼې سره اړوم اوانځوریې ستاسومخې ته ږدم.


اوس هسې خوب اوخیال راته ښکاریږي چې تباشیر،تخته،تخته پاک،ټولګی،زده کوونکي،استادان،پوهنځی،پوهنتون او… رایادوم.ټول یاد شیان او ورسره تړلي کسان اوهغه شرایط لاړل پردي شول.


پرکابل ښاراوکابل پوهنتون باندې داوردسیلاوپه راتګ سره مې،په ۱۹۹۲کال کې کله چې په لمدوسترګوپوهنتون سره مخه ښه کوله،کتل مې چې پوهنتون کې څه نه ووپاتې،تون زخمي زخمي خپلوټپونوته اوښکې تویولې اوپوهه ورنه مروره،لکه زخمي کوتره الوتلې وه.


دا وخت ګران کابل پوهنتون دوحدتي وحشیانوترولکې لاندې سلګۍ وهلې،داستاد اوشاګردپه ځای څڼیوروحشي ټوپکیان ګرځیدل اودتباشراوقلم په ځای دټوپک شپیلۍ غږیده.نوروپوهنځیوته مې دایله جاري وحشیانوله ډاره سر ورښکاره نه شوکړای چې په باب یې څه ووایم،خودادبیاتوپوهنځي دروسي څانګې لابراتوارچې اوسپنیزې پنجرې یې درلودلې،په زندان بدل شوي و،وحدتي وحشیانوخپل اسیران په کې ساتل.داوروستـــی ځـــل وچـــې مــــا پــــه کــابـــل پـــوهــنـتـون کــې له خپل دفتر،دکارمیز،کتابونو،یادداشتونواودپوهنتون له زخمي بدن سره په پټه خوله مخه ښه وکړه،دوتلو په وخت کې مې څوځلې په غلا اوډار سره شاته ور وکتل او …


له پوهنتون څخه مې یوازې قلم، کاغذ اویوڅوسوې،تورې سپینې،رنګینې،دردونکې ترخې خوږې خاطرې له ځان سره راوایستلې،چې په رایادولویې کله اوښکې تویوم اوکله خوند ورنه اخلم.


دقلم اوکاغذ به تل ترتله پور وړی یم چې په هرحالت اوهرځای کې راسره وي،غم کې اوښادۍ کې،خپل اوپردي چاپیریال کې،په هره خوا يې چې اړوم،څه نه راته وايي،رڼې رڼې راته ګوري،په خوښۍ کې راسره خاندي اوپه غمونوکې اوښکې راسره تویوي اوپه پټه خوله،لکه اسیرشوی سرتیری،قدم راسره اوچتوي.که په خپلوغمونودکاغذ سپین مخ توروم،اوکه دقلم سرورغوڅوم؛دواړه کله راسره خاندي اوکله مې غمونواوپردیسۍ ته اوښکې تویوي اودسوي زخمي زړه حالت مې تل پاتې کوي.دا دی بیا دذهن له تا خانو نه یوڅویادونه دقلم په وینودکاغذ پرسپین مخ انځورم.دا معصوم یادونه دي ،دمعصوم هوتک یادونه،دده دپوهنتوني کیدولنډ یاد اودده دعلمي ــ فرهنګي هڅولنډ جاج.


دمعصوم هوتک په باب داوس له پاره چې زه څه وایم،دکومې مرجع،منبع،مآخذ یا ریفرینس په حواله یې نه وایم،بلکې دځان له خوا یې وایم،یعنې څه چې وایم،دخپلو سترګو دلیدلي حا ل په توګه یې وایم.


معصوم هوتک دژوند په اږدوکې دعلم درویزګرپاتې شوی دی اودعلم دزدکړې له پاره یې څودروازې ډبولې دي.ښوونځي ته تللی،بیا دکابل پوهنتون دحقوقوپوهنځي په وره ورننوتلی دی،ورپسې دعلم دخیرغوښتنې په دریزه پسې پولیتخنیک ته ورغلی،بیا دارالمعلمین،ورپسې دساینس پوهنځی،بیادکابل پوهنتون دادبیاتوپوهنځی کې او اوس په خپل کورکې دخپل کاردمیزترشا،اوهیڅ کله په دې لاره کې نه دی ستړی شوی.اوزه هم دهمدې لارې په اوږدوکې ورسره آشنا شوی یم.


مادلومړي ځل له پاره معصوم هوتک په یوه معصوم اومقدس ځای کې ولید،په پوهنتون کې،په ټولګي کې.نه دښوونکي په توګه،بلکې دزدکوونکي په ډول.


خبره زما دژوند هغه وخت ته ورګرځي چې په کابل پوهنتون ادبیاتوپوهنځي کې د۱۳۶۰کال په ساړه ژمي کې زه داسیستانت په توګه ومنل شوم.له هغه وخته څه موده وروسته دځوانواستادانوپه ډیراوپرله پسې ټینګار سره علامه رشاد داومنله چې بیا دتدریس له پاره ادبیاتوپوهنځي ته راشي.په هغې موده کې چې ده تدریس کاوه،ډیری ځوان استادان به له استاد نه دعلمي لا زدکړو په خاطر په ډلیزه توګه تولګي ته ورسره تلل اوداویاړماته هم راپه برخه شوی و.


وخت دبریښنا په چټکۍ تیریده.یوه ورځ مهربان علامه،وروسته له درس نه د چای غوښتنه رانه وکړه،دچای څکلودپنډارپه ترڅ کې یې را یاده کړه چې په دغوځانګړنویوڅوک دزدکړو ددوام له پاره راځي او…


اوښه مې په یاد دي چې یوه ورځ په ټولګي څنګه یوبا تجربه،با مطالعه دلويې اوپراخې حوصلې خاوند استاد،دیوعاجز شاګردپه رول کې دعادي شاګردانوپه لیکه ناست و،هرڅه ته یې غوږنیولی و،خوهیڅ یې هم نه ویل.


ما معصوم هوتک سره هغه وخت ولیدل او وپیژندل چې زما دلازدکړودمنډو کلونه وو،نوی اسیستانت شوی وم،يوه پښه په ټولګي کې،بل قدم په کتابتون کې؛یوه منډه تر رشاد پورې،بله تر روهي پورې اوبله پښه مې تر رادیوافغانستان پورې،بیا دمجلواو ورځپاڼوترچلونکوپورې.زما اوهوتک لیده کاته اوخبرې ډیرځلې په همدې زماني واټن کې په تولګي کې ترسره شوي دي.


معصوم هوتک له عادي محصلینوسره ډیرتوپیردرلود،دی له ډیرې تجربې مطالعې اوعلمي ذخیرې سره پوهنتون ته راغلی و،کله به یې چې له چانه په ټولګي یا مجلس کې ناسمه خبره یا ناسم مالومات واوریده اوتیروتنه به یې ولیدله،څه به یې نه ویل،خوپه مناسب وخت اوځای کې به یې په ډیر احترام سره موضوع مطرح کوله،نیغ په نیغه به یې تیروتنې ته اشاره نه کوله،په نرمه اوخوږه ژبه به یې یاده کړه چې:


که دا خبره داسې وشی ښه به وي.


که داسې نه،داسې وویل شي،اغیز به بې ډیر وي.


دا موضوع که داسې توضیح شي زده کونکي ښه ورباندې پوهیږي او…


له هغې ورځې چې ما معصوم هوتک لیدلی اوپیژندلی دی،آثار،مقالې اوشعرونه مې یې لوستلي دي،په علمي فرهنګي ساحه کې تراوسه پورې دده فعالیتونه زه به دغوبرخرویشم:


ــ باالمقطع اجیرمامورهوتک(په دې موده کې یې ژباړې سره له دې چې فرمایشي اورسمي وې،خودډیرعلمې ارزښت درلودونکې هم وې.)


ــ ژباړن هوتک (علمي اودده دانتخاب اوخوښې وړ ژباړې چې دډیرځلې یې دخپلوڅیړنیزوآثاروپه لړکې استفاده ورنه کړې ده.)


ــ شاعراوهستونکی هوتک (هستونې یې په څوڅوشعري ټولګو کې چاپ شوي دي)


ــ څیړونکی اوعالم هوتک (څیړنیزې مقالې اوآثارچې په عام ډول یې دافغانستان دفرهنګ اوادبیاتواوپه خاص ډول یې دپښتني فرهنګ،تاریخ اوادبیاتوډیرتیاره ګوټونه رڼا کړي دي)


ــ ښوونکی اواستاد هوتک (لومړی په ښوونځیوکې دښوونکي په ډول دوطن داولاد روزنه اوبیا دکابل پوهنتون په ادبیاتوپوهنځي کې داستاد په توګه دده منل کیدل)


دزمانې نادودواودوخت ډیر تیریدلو یې زما له ذهن نه تاریخ هیرکړی دی،خودامې ښه په یاد دي چې دکابل پوهنتنون دادبیاتوپوهنځي دپښتوڅانګې علمي غونډې ــ چې زه یې هم غړی وم ــ پریکړه وکړه چې معصوم هوتک دې ددې څانګې په علمي کدرکې ومنل شي،دا چې لوړومقاماتوبیا دڅه له پاره څه وکړل،دا نویوازې خدای پوهیږي اودهغه وخت په پوهنتون کې مقامات.


ترهغه ځایه چې زه په علمي ډګرکې هوتک پیژنم،په ده باورلرم.دده په تحقیق،مطالعې،علمي ذخیرې،حوصله افزايي،آثاروته لاس رسی،له نوموتوپوهانوسره یې پیژنګلوي اواړیکې؛په عامه توګه له افغاني اوپه خاصه توګه له پښتني ادب،فرهنګ،له خلکواووطن سره ژوره مینه اوزړه سوی یې ماته مالوم دی؛په همدې بنا زه بارو لرم چې په علمي فرهنګي ډګرکې به ډیرې لاسته راوړنې ولري.اوس اوپه راتلونکې کې دډیروسترګې ده ته وراوړي.


په افغانستان کې دڅودیرش کلنوڅواړخیزه ورانیوپه لړ کې تباه کونکی ورانی دافغانستان دڅوزره کلن فرهنګ دڅلي زیانمنیدل دي.هغه څوک چې دا دفرهنګ زیانمن شوی څلی بیرته جوړوي،دهمدې وطن بچیان،ملي اوفرهنګي شخصیتونه دي،چې یوپه کې معصوم هوتک دی.


دمعصوم هوتک آثارو اومقالوته که جدي پاملرنه وشي،په فهرست اوموادوکې یې داسې مسایلو ته ځای ورکړل شوی دی چې دنوي نسل له پاره په کافي اندازه دزدکړې مسایل اومواد شته،یعنې دده په آثاروکې دکار وړموضوعاتوته پاملرنه کیږي.


داوسنۍ تکنالوژۍ دپرمختګ له برکته،نړۍ په یوه کلي بدله شوې لارې لنډې شوې دي اوله هرڅه نه انسانان ډیر ژر خبریږي؛خوزموږپه مخ کې غرونه غرونه ستونزې پرتې دي چې دلایل یې زموږدهیواد اوخلکوپه سیاسي،اقتصادي اورواني وران ویجاړحالت کې ژورې ریښې لري.دهمدې دلایلوپربناویلی شم:په اوسنیوشرایطواوحالاتوکې،دیوادیب،شاعر،لیکوال اومحقق پرژوند،آثارو،افکارواشعارو،تخلیقي اوتحقیقي فعالیتونوباندې هراړخیزه څیړنه زما له نظره یوڅه ستونزمنه ده.یوخودهر انسان په افکارو،کارونواوژوند کې دژوروبدلونونوپه رامنځ ته کیدوسره ددوی په ژوند،افکارواوکارونوکې هم بدلونونه راځي.مهاجرت اوپردی چاپیریال دمحقق اوهستونکي لاسونه اوافکار تړي اومحدودوي یې دتخلیقونکي دفکرچینه وچوي اودافکارومخه یې ډبوي.دغسې دهستونکو اومحققینوآثاروته لاس رسی یوڅه ګران وي،اوددوی په شخصیت،افکارو اوآثاروباندې خبرې اوبحث هم رالنډیږي اوکمیږي،دهمدې دلیل پربنا داوس له پاره دهوتک په افکارو اوآثاروتردې زیات څه نه وایم.دنوې تکنالوژۍ له برکته چې دمعصوم هوتک ځینوآثارو ته لاس رسی شته سړی ویلای شي چې:


دده وروستۍ لیکنې اوآثار ښيي چې دی سیاست نه کوي دعلم پرلار روان شوی دی اویوازې دعلمي ،ادبي،فرهنګي کارونوله لارې یې دخپلوخلکواووطن چوپړ ته ملا تړې ده.


زه دمعصوم هوتک دادبي څیړنوعلمي برخې ته ډیر امید واره یم.پخوا یې هم دکارونوعلمي خوا درنه وه،اوس یې هم ټول پام علمي څیړنوته اړولی دی اوپه راتلونکې کې هم هیله ده چې دپښتوژبې اوادب اوزموږدفرهنګي ډګر ډیرې نا سپړلې غوټې په عالمانه ډول پرانیزي.


زه معصوم هوتک په علمي څیړنوکې دعلامه رشاد پیروی ګڼم اوهیله مې دا ده چې په دې لاره کې نورشمیرلي اوعلمي ګامونه اوچت کاندي.


ترهغه ځایه چې زه له علامه عبدالشکور رشاد سره پاتې شوی یم اودتدریس،پوهې،مطالعې سطحه یې راته معلومه ده اودتدریس اصول یې ما لیدلي وو،دهغوله مخې ما څوځایه ویلي اولیکلي دي چې:رشاد خپله په یومآخذ بدل شوی و.دمعصوم هوتک لیکنو،علمي استدلال،مقالواوآثاروته چې ګورم،دی هم درشاد په پله،پل ږدي سبک یې تعقیبوي اوزما هیله دا ده چې دی هم یوه ورځ په ژوندي مآخذ بدل شي.


دادې وروستۍ خبره نه وي،خوداوس له پاره به وروستۍ خبره دا وکړم چې ما دځان په باب هم کله کله لیکي او ویلي دي:


« زه ډیرځلې دښکلولوپه ځای،چیچل شوی یم؛زه ډیر ځلې دنازولوپه ځای سکونډل شوی یم.» معصوم هوتک هم همداسې دی.


دی معصوم هم دی،بیګناه هم دی،خوډیر ځلې دنازولوپرځای چیچل شوی دی.زه شاهد یم چې ترټولو لوی چیچل یې دپوهنتون علمي کدرته د ننوتلودلارې بندول و.دی باید په پوهنتون کې استاد وای،تدریس یې کولای اودوطن اولاد یې روزلای.


دمالمو میشتوفرهنګیانودې کورودان وي،چې دخپلوهمیشنیوعلمي فرهنګي هڅوپه لړ کې دوطن ددغو دوو حقداروعلمي شخصیتونودلمانځنې یاد غونډه جوړوي اوله دې لارې که له یوې خوا دفرهنګي اوعلمي کدرونواومشرانوقدردانی کوي،له بلې خوا دځوان نسل په روزلو کې خپله ونډه بیا او بیا ادا کوي.


……………..


پښتو، صفـویان، او پښتون ذهـن


د «افـحام او تفحـیـم» پښـتا نه


لیکـوال: ډاکتر رحمت ربی زیـرکیار،خپلواک څیـړونکی، امریکا


Pashto, Safavids and Pashtun Mind


By: Dr. Rahmat R. Zirakyar, Independent Scholar, USA


August 21, 2012


ډالــۍ


دا لیکنه دوه پښتون-افغان  علمي او ادبي شخصیتونو ته ډالۍ کوم : یو یې په هالنډ کې کمیا پوه پوهاند خیرمحّمد مامونـد دی او بل یې په کاناډا کې  پښتو لیکوال او څیـړونکی محّمد معصوم هـوتک دی. دغه شان له منلي پښتون-افغان لیکوال حبیب الله غمخور نه هم ډیره مننه کوم چې د ټول افغانستان د پوهانو په درناوي پسې یې ملا تړلې ده، د درنو پوهانو له عـزت نه خوند اخلي، او  له دې لارې ځوان نسل د پوهانو په درناوي پوهـوي.


کابلی ـ پیـښوری  د خپلې ژبې په درناوي کې


بچـو شـړلې مـور، ژبـه پـښتـو ده جنتـي                 ورځـمه هـر دوزخ ته چې د دې اواز راځي          


(کابلی ـ پیـښوری) په پښتو مین پښتون افغان دی . په خټه شینواری دی او ما زیرکیار په جرمني کې د ۲۰۰۸ په نومبر کې د باچا خان فـخـر افغان  په سمینار کې لیدلی و. کابلي ـ پـیښوري ماتـه خـپله ګــټوره رساله راکړه چې په دې سرلیک یې خپره کړې وه:« د لـوست – لـیک  بنـسټـونه». پورتـنی شـعــرد دغـې رسالې په څـټـمخ  چاپ شوی و.      


نـنـتـوځ


کله ناکله داسې پوهـان هم پـیدا کیـږي چې بې له فکره قضاوت ته تیارسۍ ولاړ وي او  یـو کتاب د ارزون لانـدې نیسي بـې له دې چې لوستلی یې وي. دغه ډول یو پوه  افغان هیوادوال تیـر کال زما په یو بریښنایـیـز کتاب (ژبه له بابا ادمه تر دې دمه، ۲۰۱۰زییز) باندې خپله یوه کرښیزه بـډیـره (تبصره) یو چاته لیـږلې وه او ده بیا ماته هم د ایمیل له لارې راوتـوغـوله. دغه بـډیـره په دې دوه ټکو پیل شوې وه: «افحام او تفحیم» د ژبې یواځینئ وظیفه ده او«بس». د جملې له متن نه زه داسې پوه شوم چې  له «افحام او تفحیم» نه  بـه یې مطلب افـهام او تـفهیم (پوهاوی راپوهاوی) وي. ماورغبرګه کړه چې «افحام اوتفحیم» یواځې د پښتنو لپاره راغلی دی او که د نورو ژبو دویونکو لپاره هـم څه ناڅه اتـبار لـري؟ له هـغه دمه تـر دې دمه مې ځان د دغـه عـالم د «افحام او تـفحیم» لـه کـړکیـچ نـه را څـڼـډې تـه کړ. خو پـه سـر کې مې دې پوښتـنې کلک ځای نیولی دی: پـښتون ولې عملاَ  د خپلې ژبې له عـزت ، پـرمخـتیا او عـمـومي کیدلو نه ډاریـږي یا د «افحام او تـفحیم»  د پردې شاته د نـورو کـوڼـډۍ څټـي؟ لاندې به خپلې لڼـډې کتنې او د درې پوهانو نظریې او معلومات  دروپـیژنم چې اوس زما د پوښتنې د ځواب لپاره ګټور دي.


زما یو څو کتنې :


زه یوه پښتنه کورنۍ پیـژنم. میرمن او میـړه دواړه په پښتو غږیـږي.  خو میر مین د خپلې لور سره په یوه ځاګړې ولایتي لهجه فارسي وایي. یوه ورځ  مې دغه میرمن و پوښتله چې ولې د خپلې لور سره فارسي وایي؟ هغې په نوکې ستومانۍ سره داسې جواب راکړ: «زموږ کور د …د ښار په شهرنو کې دی.» زه له دغه ګړبیدلي جواب نه داسې پوه شوم چې د د دغه ښار معتبر خلک په شهرنو کې استوګن دي  او معتبر خلک فارسي وایي؟


وروسته له لسو کلونو مې په یوه میلمستیا کې یو عالـم دوست ولیـد. موږ دواړه  څـنګ په څـنګ  ناست وو اوپه پښتو غـږیدلو. د ه ته مخامخ يو بل فارسي ژبی افغان ورور ولاړ و او زموږ خبرو ته یې غوږ نیولی و. زما  د دوست چې ورته پام شـو، سـم د لاسه یې   ورنه په فارسي  پوښـتنه وکړه چې زموږ  په پښتو خبرو پـوهیـږي؟ دغه ولاړ افغان زما د دوست نږدې دوست و. ما په پښتو کې خپلې وینا ته ادامه ورکړه، او د ولاړ افغان جواب مې وانه ورید. هغه ډیر زر زموږ مجلس پریښود. که دغه فارسي ژبی افغان په پښتو نه پوهیدلای، زموږ پښتو خبرو ته به یې ولې غوږ نیولی وای؟ زما د تجربې له مخې، غیر پښتون  افغانان  چې په افغانستان کې یې دولسم (۱۲) ټولګې بشپـړ کړی وي، په پښتو پـوهـیـږي یانې د پښتـو د وینــا یا لیکلي متن  مطلـب درک کولی شي، که څه هم په پښتو غـږیدا کې به لږ و ډیر   مشکلات ولـري.


په تیره اونۍ  کې راته دوه پښتون افغانانو د ایمیل له لارې د بیلا بیلو موضوع ګانو په اکله خبـر رالیـږلی و. هر یو خپل مطلب لومړی په فارسی کې او ورپسې  یې عین مطلب په  پښتو کې لیکلی و. نه پوهیـږم چې د دغه ډول لومړي والي او دوهم والي موخه  او مشروعیت به څه وي؟  دوه ورځې وړاندې (۱۹ اګست ۲۰۱۲)  مې  په سهیلي کلیفورنیا کې د اورنج کونټي په سیمه کې د لومړي ځل لپاره د ښاغلي زرغون شینواري دروند او ملي  پروګرام(څیرې او خاطرې)  په اریانا افغانستان ټلویژن کې ولیـد. د  محترم شینواري د سریزې وینا د پای سره  جوخت،يو پښتون یوه جمله په پښتو وویله او ورپسې يې په فارسي کې «حرکت ملی خپلواک افغانستان» معرفي کـړ. پوه نـه شوم چې  د یوه سیاسي سازمان لپاره  په دوه ژبو ترکیبـي نــوم به د ملت ســازۍ لپاره کــومــه ګــټه ولــري؟


په کابل پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په غټه کچه د ا فغانستان د سروالې او واسطه والې پټې د ځوانانو علمي کیـږدۍ وه. ما هلته درس په پښتو ژبه ورکاوه. خو د لکچر په وروستنیو  څلور پنځه دقیقو کې به مې د موضوع لڼـډ یـز پـه فارسي ورکاوه. ولې؟ دلیل یې دا و چې یوې ایرانئ پوهیدونکې  چې په کابل کې  د خپل هیواد د سفارت د یوه مامو لور وه زمانه هیله وکړه چې د هغې مشکلاتـو ته پـام وکړم.  ارواښاد پوهاند فضل ربي  پژواک راته وویل چې زه زیرکیار لومړی پـښتون یم چې د حـقوقـو او سیاسي عـلوموپه پـوهنځي کې په پـښتو ژبـه درس ورکـوم. هغه مهال پوهاند پژواک په دغه پوهنځي کې تر ټولو پخوانی استاد و.


یوه ورځ په امریکا کې یو ځوان پښتون زموږ په یوه غوڼډه کې وویل چې که څوک د پخواني پاچا مشرتوب مني، باید فارسي ووایي ځکه چې پخونی پاچا فارسي ویله. یو مشر سړي ورته وویل چې د غوڼـډې یو غړی نه پاچا دی او نه د پاچا په کورنۍ پورې تـړلی دی چې حتما دې فارسي ووایـي. ځوان غلی شو، خو زما فکرونو اخوا دیخوا ټوپونه وهل:  په وینه د پښتون، خپلواک او ټولواک پاچا محّمد ظاهر شاه ژبه په پښتو نه ګرځي ! ما زیرکیار نږدې ۱۹ کـلونه وړاندې په ۱۹۹۳ کې یو شعار ورکړی و چې « بې پښتو ارګ د پښتـنو مرګ دی!»( ولولئ: زیرکیار، بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی! «جلالت چپـن» به د خپل پلار پوښتنې ته څه ډول ځواب ووایي؟! [۲ می ۲۰۱۲، اینټرنیټ]). زما له دې لیکنې نه یو څو ورځې وروسته، د دوه افغان څیـړونکو تر منځ بریښنا ییز بحث پیل شو چې د پخواني پاچا او د هغه د کورنۍ په پښتو راڅرخیده.  د ژبپـوهنې د ډاکتر سید خلیل الله هاشمیان معلومات  زما د شعار د غښتلتیا لپاره ګټور دي. زما د شعار پيغام دا و چې د کابل په ارګ کې پښتو حرامه وه. ډاکتر هاشمیان زما پیغام په درباري مثالونو کوټلی کړی دی. دغه مثالونه په حکومتي میچـن کې  د پښتو د پرمختـګ او عمومي کیدا  لپاره د حتمي ټولنیز اعتبار نشتوالی تشریحوي.


د ژبپـوهنې ډاکتر سید خلیل الله هاشمیان د ژبې د ټولنیز اعتبار په اکله ‎


«پرستیژ اجتماعی در کشورهای دارای رژیم شاهی از دربار پادشاه تامین میشود. پادشاه وقت که خودش عرقاٌ پشتون بود، اما تا روز مرګ  خود یک کلمه پشتونګـفـت. محمد هاشم خان در مدت ۱۷ سال صدارت وقدرت مطلق العنانی خود یک کلمه پشتو نګـفت. بلکه برای عرایض پشتو از ولایات پشتوزبان ، یک مدیریت در صدارت تاسیس کرد بنام (افغانی نویس)، و درآنوقت ،حتی در پنجسال اول صدارت سردار شاه محمود خان، زبان پښتو را( افغانی ) میخواندند، و نام مدیر آن شعبه (عبدالله خان افغانی نویس) بود. یګانه شخصیکه  جرات کرد و دو سه بار به [ صدراعظم سـردار] محمد هاشم خان پیشنهاد نمود تا بولایات پشتو زبان اجازه بدهد که مکاتیب رسمی خودرا بزبان پښتو بنویسند، مرحوم محّمد ګل خان مومند بود. محمد هاشم خان ګوش خودرا کر انداخت مومند را از مرکز بولایات فـرستاد. اما باساس پیشنهاد او مدیریت (افغان نویسی) را در صدارت تاسیس نمود.» داکـتر هاشـمیان زیاتوی چې: «در دوره صدارت محمد هاشم خان جوانان روشنفکر پښتون جرات رفتن  نزد او یا مطرح ساختن موضوع پښتو را نداشتند. اما در مقابل اختناق آنوقت  حزب (ویښ ځلمیان) در قندهار تاسیس شده بود و یکعده اعضای این حزب از قبیل مرحومین رسول جان پښتون، عبد الحی حبیبی، عبدالروف بینوا، غلام حسن صافی و امثالهم اهسته اهسته سردار نعیم خان را که وزیر معارف بود ملتـفت ساختند که شما عرقاَ پښتون و متعلق بیک خانواده نامدار پښتون میباشید. باید برای زبان پښتو که کاملاَ تحت تسلط زبان فارسی قرار ګرفته، راه نجات تامین کنید. همان بود که تهداب (پـښتو ټولنه) در کابل ګذاشته شد و متعاقباَ فرمانې بامضای اعلحضرت بزبان فارسي در جراید نشر شد که تعـمیم کورسهای پــښتو و تدریس زبان پــښتو را در نصاب درسی معارف برای ولایات فارسی زبان  تجویز مینـمود….» د پښتنو دربار خیل قومیان دومره بې احساسه او بې تـفاوته وو چې د پښتو لپاره فـرمان یې  په پښتـوژبـه نه ،بلکې پـه فارسي ژبه صادر کړ!  ډاکتر هاشمیان دې نتیجې ته رسیـدلی دی: «لهذا اګر شخص پادشاه  و پسران و عموزاده هایـش پــښتو میګفـتـند، یعـنی بـا مردم به پــښتو صحبت میکردند، پــښتو زبان دربار (وزبان ارګ) قرار میګرفت. مــردم بـرای صحـبت با پــا دشـاه  واعـضای خانــدان او که در راس مـقامات عالــی دولــت قــرار داشـتـنـد، بلبل واری پــښتو یاد مـیګرفــتـند.» ( ډاکتر سید خلیل الله هاشمیان،«زبانـشناس نه ای دلبرا خطا اینجاست!»، ســه شــنبه ۸ می ۲۰۱۲). زه له ډاکتر هاشمیان نه مننه کوم چې خپل ټول ایمیل یې ماته راولیـږه.


د ژبـپوهنې ډاکتر زمان ستانیزی په افغانانو باندې د شیعه مذهب او مشهدۍ فارسي  تپل راسپـړلي دی


خو د صفویانو په دوره کی پاړسی ژبی او شعیه مذهب دواړو ملی او سیاسی صبغه پیدا کړه او د صفوی پارس د هویت یوه نه بیلیدونکی برخه و ګرځیده. صفوی دولت خپل دغه دوه اړخیزه هویت د خپلی سلطی د دننه خلکو برسیره، بلکه له خپلو پولو نه بهر ګاونډیو ولسونو باندی په زور قبولاوه. د مثال په توګه د شاه عباس په دوره کی یی د مرکزی افغانستان مغـولی هزاره ګان د نیزی په زور شعیه کړل، په مغولی ژبه خبری یی تحریم کړی، او فارسی ژبه یی د مغـولی ژبی پر ځای په هغو باندی تحمیل کړه. نو څنګه چی اکثر واعظان او داعییان له مشهد نه غرجستان، غور او بامیانو ته راتلل، د افغانستان هزاره ګان اوس په مشهدی لهجه خبری کوی او له ځینی محدود شمیر اصطلاحاتو نه پرته یی په ژبه کی هیڅ مغـولی آثار پاته ندی.


د قندهار پښتانه افغانان یی هم شعیه مذهب ته او له پښتو ژبی نه پارسـی ژبـی ته په اړولـو مجبورل. په پښتو ژبه  خبری کول سیاسی جرم ګڼل کیده.  د قندهار ځینی خلک له ناچاری نه پاړسی ژبي او شیعه مذهبه شول چی اوس هم د «پاړسیبانو» په نامه یادېـږی. هغه چا چی  د خپل هویت نه په دفاع کی مقاومت کاوه تهدیدېدل او صفوی مأمورانو د هغـو خلکو ژبی پری کولی چی د اعتراض په رسم یی په پښتو خبری کولی. د اختناق په دغه دوره کی خلکو د خپلی ژبی د ساتلو لپاره د پښتو کلماتو پـر ځای د پاړسی کلمات د پښتو په جملو کی استعمالول.  د دغو فـشارونو په نتیجه کی د قندهار د پښتو لهجه له پاړسی او پښتو نه ګډه لهجه وګرځیده.  صفویانو په پښتو ژبه تمسخر کاوه او دغه شعار یی تعمیم کاوه  چی پاړسی خوږه ژبه ده. ‌په نتیجه کی له پاړسی سره ګډی شوی پښتو د خوږوالی «امتیاز» و ګاټه. نن ورځ هم هغه څوک چی د افغانستان له تاریخ سره ډېره آشنایی نلری، په غیرشعـوری توګه وایی چی د قندهار پښتو خوږه ژبه ده. خو په دی پوهیدل په کار دی چی دغه خوږوالی له «قـنـد»هار نه ندی اخیستل شوی، بلکه د هغی زمانی د ژبنیـو تعصباتو د سیاسی چالچلند نتیجه ده.


 د اختناق په دوره کی رسمی تعامـلاتو ایجاب کاوه چی په ټـولـنو کی، د اکـثریت د خـاطـر د خیال له سـاتلو نه پرته، لسو تنو پښتنو باید د یوه تن پاړسی ویونکی په خاطر په پاړسی خبری کړی وای. دغه سیاسی چالچلند وروسته هسی رواج وموند چی تاثیرات یی لا تر اوسه هم په افغانستان کی په همدی توګه پاته دی.  د ژبی د همدغـو تفـوق پالنو له مخی د هـوتکو د حکومت له سقوط نه وروسته د پښتو ژبی د ادبی او علمی آثارو زیاته برخه د بست او قندهار په ښارونو کی د نادر افشار د لښکرو له خوا په اور کی و سوځول شول.


صفویانو په همدغه راز د دری پارسی له اصطلاح نه د دری کلمه وایستله څو د پاړسی ژبی نسبت یوازی په پارس پوری منحصر و ګڼل شی او پاته شوه.


 زه زیرکیار باید دلته د داکتر ستانیزي د لیکنې په چینه  او د چاپ په حقوقو رڼا واچوم.  ډاکتر ستانیزي خپله اصلي لیکنه په فارسي کې په اینټرنیټ کې  په دې سرلیک او مجله کې خپره کړې وه: «دری یا فارسی»[بررسی کتاب، دوبی ۱۳۹۰لمریز ]. د دغې لیکنې د پورتنئ برخې پښتو ژباړه هم پخپله د ډاکتر ستانیزي مال دی.  د دواړو اصل فارسي متن اوپښتو ژباړې د چاپ ټول حقوق د ډاکتر ستانیزي سره خوندي دی.  زه ورنه مننه کوم چې ماته یې د خپلې پښتو ژباړې د خپرولو اجازه راکړې ده. زیرک یـار


http://stanizai.com/دری –فارسی.php [4 August, 2012]


ټول فارسي متن په لاندې لیکه کې لوستلی شئ


http://stanizai.com/تاریخ—سیاست—یټولن.php


 اقتصاد پوه ډاکتر محّمد داود میره کی د ‎پـښـتون ذهـن ته ورننوتلی دی


ډیر وخت کیـږي چې پښتون له بدې مرغې د یوې غټـې بدبختۍ او ناپوهۍ سره مخامخ دی. دغې بدبختۍ او ناپوهۍ په وروستیو دیرش کلونو کې ډیـر زور میندلی دی. وګورئ، د پښتنو شمیر په خپل هـیواد کې تر نـورو  ټـولـو هـیوادوالو غټ دی. خو نه ځان پـیژني او نه پــه ځان پوهـ‎‎یـږي. پښتانه ولـې  په دغسې  کرغیـړن حالت کې ښکـیل شوي دي؟ د غې روغې پوښتنې ته یو کوټلی  جواب د پښتـنو په یو بل ژور  مشکل کې غـلی شوی دی.


دوی باید د نورو قـومونو په شان د خپلې ژبې په پرمختګ، عـزت او دفاع پسې وګرځي. وګورئ، پښتانه په خپل ورځني ژوند کې د خپلې ژبې دفاع نه کـوي، که څه هـم نـور اقلـیتونه دخـپلو ژبو په دفاع کې لګـیادي. چـیرې چې پښتانه را غـوڼـډ شوي وي او یـو فارسي ژبې راشي، ټـول پښــتانه ځانـونـه مجـبور ګـڼي چې فــارسي ورسـره ووایـي. د دې معــنا داده چې پـښـتانه لـه فارسي ژبـي هیوادوال نه د دې امید نه لـري چـې  د دوی سـره دې په پښـتو وغـږیـږي. کلـه چې یـو پښتون د کوم بل پـوه افـغان سـره مخامخ شــي، پـه فارسي ورسره ستړي مشي کوي، نه په پـښتو. هـو، پښتانه د خپل دغه سلوک لپاره ډیـرې بهانې  لـټوي. دبیلګې پـه ډول یو داچې پښتانه میلمه دوست دي ، دوهـم داچې د صبر او زغـم خاوندان دي، اودریم داچې غـټ زړونــه لـري. خودځان د خوښـولو  لپاره دغـه ډول بې خـونده جـوابـونه راتــوږل، د ځـان تیرویستـل دي. په دې ډول پـښتانه له خـپل قـومي او ژبنـي هـویت نـه ستـرګې پټـوي، لـه خپلې ژبې نـه څـڼـډه کـوی او پاټک ورتـه اچـوي.


اوس پوښتنه داده چې پښتانه ولې په خپل لاس دخپل قـوم او خپلې ژبـې پـه سپکاوي کې لګیادي؟ جواب یې دادی چې پښتانه له خپل انسانیت او بشریت نه سترګې پټـوي. کله چې پښتانه په دې پوه شي چې د نورو قـومونو په شان دوی هم انسانان دي، نو بیا به زده کړي چې دوی هم د بشر په څیر  حقوق لـري. کله چې پښتانه په خپلو بشري حقوقو پوه شــي، بیا به  د نورو اقـلیتي هـیوادوالو په څیـر د خپلو ټولو حقوقو دفاع کوي. دغه شان د خپل قوم دفاع به هـم کوي چې خپله ژبه ولـري، ویـې ساتي، او غـښتـلې یې کـړي. ۲ جون ۲۰۱۲


……………………..


پيغام


دمالمو ښار په علمی او ادبی غونډه کی راټولوشوو درنوپوهانو،قدرمنوادبیانو،ښاغلو شاعرانو لیکوالانواو ګرانو وطنوالو!


دآسترلیا دملبورن له ښارڅخه دافغان-آسترلیا دبشردوستانو دټولني دمیني او پیرزویني ډک سلاونه او نیکي هیلي ومنی.


عزتمنو دوستانو!


زموړ دژوند قافله دهغه لارورمسافر په شان ده چی په سره دښته کي یې لاره ورکه کړې وي سختي لوړي او تندي ستومانه کړۍ وي او داوبو په لټه دسراب پر خوا روان وي زموږ برخلیک معلوم ندیء ،قافله مو ساروان نه لري په سخت نوپان او سیلیوکي راګیریو نه پوهږو چي په دې تیاره او اغزنه لارکی به چیري ځو،چیري به رسیږو او څه سرنوشت مو انتطار باسي.


زموږ دکاروان ملګري ډیرستړي ستومانه دي درې نیمي لسیزي وسوې چي موږ په نروږمیوکي روان یو ،جنګ جګړوزخمي رخمي کړي یو چي پرهارونه مو د ګنډولو نه دي، نهیلۍ بې باورۍ،دروغو،دوکې،چل،فریب او ناولولاسونوزمږ دټولنی انسانی تمي داور په تناره کي سوځلي دي،هري لوري ته چي مخه کړودناخوالوسترسیندونه مو مخي ته راځی چي تیریدل ورڅخه ګران حتی ناممکن دي


نفاق او بیلتون هغه بله لویه بدمرغی ده چي موږ یې یو پر بل بۍ باوره کړي یو،موږ یې یو دبل څخه لیري کړي یو، په موږ کي یې دورورولۍ،ملګرتیا او دوستۍ احساس وژلی دیء زموږ غمیزه یې نوره هم پراخه کړیده،نفاق موږ دنابودۍ کندي ته اچوی،زموږ نوم،نښان او تاریخ به دبیلتون په لمبه کي ایره ایره سی.


په چغو چغو هلته دلته ولاړم         زه مي دورک کاروان رهبرلټوم


دکوم تورغره پرسردنور په هیله       درڼاګانوسرلښکرلټوم


زه دشپیلۍ په ژړه غونی ږغ کي     دپلارنیکه دویاړهنر لتوم


عزیزانو! مخ کي له دې چي دقافلې ملګری مو په ډیرو نورو وژونکواو مهلکو رنځونو اخته او پو پناسی راځۍ چي دیوه ښه ساروان او لارښود به لټه کی سو داسی پوه، سپیڅلی او زړسواندیءلارښود چي زموږ کاروان ددي تروږمۍ او دبرینی لاري څخه دنوراوځلا پر لا ره هدایت کړي،زموږ ټپونه راوګنډی،موږ اوښکي راوچي کی او موږ داتحا،یووالی او وروری پر لوری رهبری کړي


دغه د نجات فرشتې په آسمانونوکي نه بلکه پخپله زموږپه منڅ کي همدااوس موجودي دي جی پیژندل یې هم ستونڅمن نه دی یوازي بیناسترګی ،خلاص غوږونه او دزړه اخلاص هغه ډیرژر موږته راپیژندلای سي.


دجهان مالک فرمایي ”من طلبه-فقد وجده ”یعنی ته یي وغواړه چي زه یې درکړم یاداچی ”زه به قومونه بدل نه کړم تر څوچی پخپل ځان کی بدلون رانه ولی”نوعزتمنودوستانو!راڅی چی ځانته قافله سالار پیداکړوڅو وتوانیږو چی په عقل او تدبیرسره خپل برخلیک بدل کړو،یو پر بل باوروکړو، دورورولی روح را ژوندۍ کړو،پخوانۍ ګیلي اوشکرنجۍ شاته پریږدو،پرنیروبدواوغلطیو پښیماني ښکاره کړودیو نويسباوون په تمه مخ پر وړاندی حرکت وکړو.


  خپل مشران،پوهان او استادان مخته او موږ تر شا پسی روان سو.


ښاغلی غمخور صاحب، دافغانانوعلمي او فرهنگي مرکز، ددوستۍ فرهنگي ټولنه ، دآريانا کلتوري ټولنه او د اروزگان ملي مهالنۍ خپروني  مشرانو،درنو ملګرو! ستاسی د نوښت او نوي فکر څخه دزړه دکومی مننه کو چه دمشرانو،علماوو او ادبیانو دپسله ژوند، لمانځنی دود،دستور او رواج ته مو دپای ټکی کښیښود، او لکه څنګه چه دغه پیاوړي کسان یې مستحق دي په ژوند وني دخپلوهڅو،هانداو خدمتونومکافات د سرپه سترګو وینی، ستاسی اوستاسو دهمکارانو ددغه پر وخت عاقلانه اقدام څخه یواربیا مننه او قدر دانی کو،کورموودان.


دروند استاد محمد معصوم هوتک چی تاسو یې هلته دلمانځنۍ غونډه جوړه کړیده په دي ارزي چی هرکال هره میاشت او دژوند هره ورځ یې ولمانځل سۍ، لوی استاد یو دهغو کسانو څخه دی چی لوی کندهار ددوی په علمت، پوهه ،ادیبی ،شاعری ، تقوااووطنپالنی او ددوی په لوړ شخصیت  باندي ویاړي او درناوی یې دځان فریضه ګڼو،زموږدیشر دوستانود ټولنی ټول غړی ددوي په دغه لمانځنه کي ځانونه له تاسی سره شریک بولو او دګران استاد دلا بریاوو،ښه صحت،سرلوړۍ او خوشحالۍ په هیله یو.


همداراز ښاغلی او پتمن پوهاند صاحب ډاکتر خیرمحمد ماموند ته چی په خپل تلا ش او علمی هڅو یې افغانانو ته نیک نوم او دعزت هویت ورکړیدی،داوږده ژوند،روغتیا او سربلندۍ غوښتنه کو.موږ په تاسو ویاړو.


ستاسو ټولو افغانانو د عزت او جګو شملو په هیله یو .په درناوی


په آسترلیا کی د آفغان آسترلیا د بشر دوستانو دټولنی ،ددوست آواز راډیو او دبشر دوستانو د ویب پاڼی دمشر تابه په استازیتوب درمحمد آشنا.


پای