کور / مرکه / سینډ لي ګارسیا: زه ملامته نه یم

سینډ لي ګارسیا: زه ملامته نه یم

September 21, 2012

د اسلام پر ضد په دغه فلم کې زما د رول اجوره ۵۰۰ ډالره وه.

“سینډی لی ګارسیا” د موهن “د مسلمانانو بې ګناهي” د فلم لوبغاړې وویل: “سم باسیل”، د دغه فلم ډایرکټر باید تاوان ورکړي، هغه ښایي په دې دنیا کې تاوان ور نه کړي خو مطمئنه یم چې د خدای په وړاندې به د هغه کار ځواب ورکړي چې تر سره کړی یې ده.

امریکایي لوبغاړې چې د موهن “د مسلمانانو بې ګناهي” فلم کې یې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د مور رول لوبولی، له “هالیوډ رپورټر”، یوې سینمایي ویبپاڼې سره په مرکې کې د فلم په اړه له جزیاتو پرده پورته کړې.

د دې مرکې تفصیل لاندې ولولئ.

*په دې فلم کې کار کولو ستا پر ژوند څه تاثیر کړی دی؟

ما خپله دنده چې د ماشومانو ساتنه وه له لاسه ورکړې ده، ټول زما څنګه تښتېدلي دي، هغوی زما سره په اړیکو ويريږي.

*چا تاسې په دې فلم کې د رول لپاره وګومارلی؟

“سم باسیل”. ما د فلم د لوبغاړي د انتخابولو یوه غونډه ولیده او د انتخاب لپاره هلته ولاړم، هلته مې ډېر مشهور خلک ولیدل خو نشم کولای د هغوی نومونه واخلم، ځکه هر یو د دې پروژې په یوه مرحله کې جدا شول.

*آیا دغه خلک تنها لوبغاړي وو؟

لوبغاړي، وړاندې کوونکي او ډایرکټران وو.

*فلم چا ډایرکټ کاوه؟

زه کولای شم در ته ووایم چې هغه چا لیکی دی، هغه “سم باسیل” وو. اصلي ملامت هغه دی.

*آیا نوموړی داسې یو څوک دی چې پېژنو یې؟

هو، ښایي تاسې یې هم وپېژنئ.

*په فلم کې داسې یوه صحنه ده چې ته يې رول لوبوې او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته توهین کوې؟

د دې فلم لوبغاړي په حقیقت کې غولول شوي دي، زما غږ په مکمل ډول دوبله شوی وو، هغه زما غږ نه وو. زه تر هغه وخته چې فلم خپور شو په دې هکله نه پوهېدم، زما رول یوازې د یوې مور وو چې له خپل خاوند او لور سره یې د ” مسټر جورج” په نامه د یوه سړي په اړه خبرې کولې. زه د دغه فلم ټول متن چې ما ویلی دی له ځانه سره لرم. په دغه فلم کې زما مېړه، زما لور د “مسټر جورج” په نامه یوه سړي ده ودوي او زه هغه سړی مسخره کوم، ځکه چې دی یې ستاینه کوي. هغوی (د فلم جوړوونکو) وروسته د “مسټر جورج” نوم په “محمد” اړولی وو.

*آیا هغوی ستا نورې خبرې هم دوبله کړې وې؟

زما د رول تنها همدا برخه تحریف شوې وه. زه حتی په یاد نشم راوړای چې ما څه ویلي او څه مې کړي، زه حتی نشم کولی دغه صحنه وګورم، ځکه ما سخته ځوروي.

*د وروستي ځل لپاره دې څه وخت د “سم باسیل” سره خبرې وکړې؟

ما په هغه سهار چې په لیبیا کې مظاهرې اوج ته ورسېدې، هغه ته زنګ وواهه او پوښتنه مې ورڅخه وکړه چې “ولې دې دا کار وکړ؟”، هغه وویل: “سینډي، دنیا ته ووایه چې ته بېګناه یې”، هغه وویل چې دی یو لیکوال دی او ځکه یې دا کار تر سره کړی دی چې نور پر بېګناه وګړو د تندلارو مسلمانانو له بریدونو څخه ستړی شوی دی!

هغه ما ته وویل چې د اسرائیلو دی، په داسې کې چې کله مو فلم جوړاوه، هغه ما ته ویلي وو چې د مصر دی.

*هغه صحنه چې تا رول په کې لوبولی په کوم ځای کې فلمبرداری شوه؟

د دوارتې ښار، د هیمیلټون څلورلارې په یوه کلیسا کې. په دې کلیسا کې د نمایش یو صالون وو. هلته ځینې خلک وو چې د لباس د ډیزاین او فلمبرداری کار یې تر سره کاوه خو هغوی ټول بې ګناه وو.

*مکمل فلم څومره اوږد وو؟

فلم باید دوه ساعته وای خو ما یې پوره نسخه لا نه ده لیدلې. ډېرې صحنې چې د فلمبرداري پر وخت وې، په هغو کلیپونو کې چې ما لیدلي نه وې. په هغې صحنې کې چې “مسټر جورج” زما لور له ما لرې کوي او ټوله صحنه مې چیغې وهلې، د همدې صحنې په پای کې ناڅاپه یوه سړي راودانګل او ویې ویل: فوق العاده وو. یوه ورځ وروسته همدا سړی راغی او له ما یې پوښتنه وکړه، پوهېږې چې زه څوک یم؟ کله چې یې نوم واخیست، پوه شوم، هغه ډېر مشهور لیکوال او ډایرکټر وو.

* آیا مطمئنه یې چې هماغه څوک وو چې ادعا یې کوله؟ آیا هغه دې وپېژانده؟

ما له هغه وړاندې هغه نه وو لیدلی، خو ډېر زیات خپل پلار ته ورته وو.

*پلار یې څوک دی؟

هغه مړ دی، هغه یو مشهور فلمي لوبغاړی وو.

*نوم یې نه اخلې؟

زه غواړم د فلم لوبغاړې پاتې شم. ټول هغه خلک چې د فلمبرداري په صحنه کې وو بې ګناه وو، موږ بې ګناه وو. زه په حقیقت کې په دې مسئله اعتقاد لرم، ځکه چې ټول د هغو خبرو په اړه چې “سم باسیل” هغو ته ویلي وو چې په فلم کې یې ووایي، ناراحته وو.

*کله چې دې په دې فلم کې رول ومانه، فکر دې کاوه چې داسې یو څه به ترې جوړ شي؟

کله چې د لوبغاړي د انتخاب امتحان ته ورغلم، هغوی ما ته وویل چې دغه فلم یو اکشن فلم دی چې کیسه یې ۲ زره کاله د مخه په صحرا کې پېښه شوې ده.

*آیا تاسې د دې فلم په اړه له چا څخه شکایت کړی دی؟

ښایي د “سم باسیل” په اړه شکایت وکړم، زه یو وکیل لرم چې په دې اړه له ما سره مرسته کوي.

*ستاسو مدافع وکیل څوک دی؟

له لاس انجلسه د باندې یو سړی دی چې له لوبغاړو سره مرسته کوي، هغه تر اوسه له ما سره ډېره مرسته کړې ده.

*په منځني ختیځ کې چې څه تیریږي، په اړه یې اندېښمنه یې؟ آیا د ژوند په اړه دې ډارېږې؟

زه پر خدای ایمان لرم او له حضرت مسیح علیه السلام سره قلبي اړیکه لرم. له هیڅ شي نه وېرېږم، یوازې د خپل خاوند او کورنۍ په اړه اندېښنه لرم، په همدې خاطر اوس له خپلې کورنۍ څخه لرې شوې یم.

*څومره برېښنالیکونه او ټیلفونونه مو له مطبوعاتو او رسنیو څخه تر لاسه کړي دي؟

کم له کمه ۳۰۰ برېښنالیکونه او ټیلفونونه.

*آیا دغه فلم په دومره سرزنش، اعتراض او قتل ارزي؟

“سم باسیل”، باید تاوان ورکړي، هغه ښایي په دې دنیا کې تاوان ور نه کړي خو مطمئنه یم چې د خدای په وړاندې به د هغه کار ځواب ورکړي چې تر سره کړی یې ده.

*د فلم اجوره دې څومره وه؟

۵۰۰ ډالره د دوه نیمو ورځو د کار په مقابل کې.

*له “سم باسیل” سره د لیدنې په اړه مو را ته ووایاست؟

دا د هغه حقیقي نوم نه دی، زه نشم کولای د هغه نوم تلفظ کړم، هغه ما ته وویل چې د مصر دی او فلم به یې د لومړي ځل لپاره په مصر کې خپریږي.

څه موده وروسته هغه بیا له ما سره اړیکه ونیوه او ویې ویل چې د فلم غږ سم نه دی ثبت شوی، کله چې کار ته ورغلم، نور خلک هلته وو.

*ویل کیږي چې اف بی آی د “باسیل” په لټه کې دی، آیا د تاسې پر ضد تر اوسه قانوني اقدام تر سره شوی دی؟

نه.

Anna Gurji په خپله لومړنۍ مرکه کې ډېر ډارېدلی وو، هغه وویل چې د خپل ۵۵ کلن مدیر پواسطه غولول شوی دی.

دغه ۲۱ کلن ځوان لوبغاړي زیاته کړه: زه کاتولیک یم، څو ورځې کیږي چې د خوب ګولۍ استعمالوم، همېشه ژاړم، خلک د دغه فلم په باره کې چې ما کار په کې کړی دی له ما څخه نفرت کوي.

نوموړی فلم د فلورېډا ایالت د کشیش، ټیري جونز لخوا نشر شوی دی، هغه اعلان کړی چې دغه فلم د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د کالیزې په مناسبت خپور شوی دی.

“سم باسیل” د دغه فلم چې “خلاصی له مسلمانانو څخه” نومیږي، لیکوال او ډایرکټر دی، دی امریکایي یهودی دی چې د کالیفورنیا اوسېدونکی دی او د اپارتمانونو کاروبار کوي. دغه فلم ټیري جونز نشر او توزیع کړی دی.